عاج ساحل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
Districts of Ivory Coast

عاج ساحل په لویدیځه افریقا کې پروت يو هېواد دی. رسمی ژبه یې فرانسوي لوی ښار او پلازمینه یې یاموسوکرو ده، عاج ساحل ۴۶۰'۳۲۲ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۰۶۰'۳۷۳'۱۸ میلیونه نفره دی. یاد هیواد په ۷ د اګست ۱۹۶۰م کال له فرانسه خپله خپلواکی ترلاسه کړی.

عاج ساحل کوټ چې د دیویر(Côte d'Ivoire )په  نامه هم یادیږي، په رسمي ډول د عاج ساحل جمهوریت د لویدیځي افریقا په سویلي ساحلونو کې پروت هېواد دی. سیاسي پلازمېنه یې د هېواد په مرکز کې یاموسوکورو دی. حال دا چې تر ټولو لوی ښار او اقتصادي مرکز یې د عابدجان بندر دی. دا هېواد له شمال لویدیځ څخه له  ګينې، له لویدیځ څخه له لیبېریا، له شمال لویدیځ څخه له مالي، له شمال ختیځ څخه له بورکینافاسو، له ختیځ څخه له غنا او له سویل څخه د ګينې له خلیج (اطلس سمندر) سره ګاوندی  دی. رسمي ژبه یې فرانسوي او د بیټي، باولي، دایولا، ډان، انېين او سیبارا سينېفو په ګډون لرغونې ژبې هم په پراخ ډول په کې کارول کېږي. په ټوله کې په عاج ساحل کې په ۷۸ بېلابېلو ژبو خبرې کېږي. دا هېواد له مذهبي پلوه متنوع نفوس لري چې د عیسویت د بېلابېلو لارو، اسلام او لرغونو عقیدواو باورونو پیروان په کې شاملېږي.

عاج ساحل د اروپایانو تر استعمار مخکې د ګيامان، کنګ او بایو سترواکۍ په څېر د بېلابېلو ملتونو ځای و. دا سیمه په ۱۸۹۳ ز کال کې د فرانسې تحت الحمایه و او په ۱۸۹۳ ز کال کې د افریقا لپاره د اروپایي هڅو په موخه د فرانسې لپاره د یوې مستعمرې په توګه تثبیت شو. دې هېواد په ۱۹۶۰ ز کال کې د فلېکس هویفویېټ - بیوجني په مشرۍ خپله خپلواکي تر لاسه کړه او یاد مشر تر ۱۹۹۳ز کال پورې واکمني وکړه. عاج ساحل د سیمه ییزو سټندردونو له پلوه په نسبي ټوګه پایدار و او له خپلو ګاونډيو سره یې نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې جوړې کړې او په ورته وخت کې يې له لویدیځ په ځانګړي ډول فرانسې سره هم نږدې اړیکې لرلې. دا ثبات په ۱۹۹۹ز کال کې له یوې کودتا او وروسته په دوو کورنیو جګړو کې راټيټ شو، چې لومړۍ يې له ۲۰۰۲-۲۰۰۷ ز کلونو او بیاځلي له ۲۰۱۰  ز کال څخه تر ۲۰۱۱ ز کلونو تر منځ پېښ شو. په ۲۰۰۰۰ ز کال کې يې نوی اساسي قانون تصویب کړ.[۱]

عاج ساحل یو جمهوري هېواد دی او پیاوړۍ اجرایي ځواک لري  چې د ولسمشر په واک کې دی. دا هېواد په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ ز لسیزو کې د قهوې او کاکو د تولیداتو له لارې په لویدیځه افریقا کې د اقتصادي ځواک مرکز و، وروسته یې د ۱۹۸۰ لسيزې په  بهیر کې اقتصادي کړکېچ تجربه کړ چې د ټولنیزو او سیاسي ګډوډيو له دورې سره یې مرسته وکړه. نږدې په ۲۰۱۴ ز کال کې يې داخلي ناخالص تولید بیاځلي د ۱۹۷۰ ز لسیزې په څېر خپل عظمي حد ته ورسېد. عاج ساحل په  ۲۰۲۰ ز کال کې د نړۍ په کچه د کاکاوو د دانو ستر تولیدوونکی هېواد و او د خپلې سیمې لپاره یې لوړ عاید درلود. د عاج اقتصاد په ۲۱ پېړۍ کې تر ډېره د مارکېټ - پر بنسټ و؛ لاهم په سخت ډول پر کرنه او د کوچنیو تولید کوونکو او د ځمکې د څښتنانو د حاصلاتو پر نقدي عاید ولاړ دی.[۲][۳]

رېښه

په اصل کې پرتګالي او فرانسوي سوداګرو په ۱۵مه او ۱۶مه پېړۍ کې د افریقا لویدیځ ساحلونه نږدې په څلورو "ساحلونو" ووېشل چې د هر ساحل د سرچینو منعسکوونکي دي. هغه ساحل چې فرانسویانو د عاج ساحل او پرتګالیانو Costa Do Marfim ونوماوه - چې دواړه د "عاج ساحل" په  معنا دي- هغه څه چې د Guiné de Cabo Verde په نوم پېژندل کېدل همدارنګه د دواړو پورتنۍ ګينه په کپ - ورت کې او د ښکتنۍ ګينې په  نوم یادېدل. همدارنګه هلته یو د مرچکو ساحل، د "غله جاتو ساحل" (اوسنۍ ليبېریا)، د طلا/ سرو زرو ساحل (غنا) او یو د غلامانو ساحل ( توګو، بینین او ناجیریا). د هغو نورو په څېر د عاج ساحل نوم هم د ساحل په ځانګړې برخه کې د تر سره کېدونکي تجارت ( د عاج صادرات) منعکسوونکی و.[۴][۵][۶][۷][۴][۸]

د یادې سیمې نور نومونه دا دي: Côte de Dents ، چې تحت الفظي معنا یې " د غاښونو ساحل" چې د عاج د سوداګرۍ منعکسوونکی دی؛ Côte de Dents تر هغو کسانو وروسته چې هالنډيانو کواکوا (تحت الفظي کوا کوا) نومولي وو، د ۵ او ۶ کرښو ساحل و چې وروسته د یو ډول پنبې تجارت هم په کې کېده اوCôte du Vent ، د باد ساحل له ساحل څخه بهر د سیمه‌ییز اقلیم د څو کلنو شرایطو له امله په پورتنیو نومونو نومول شوي دي. دCote de(s) Dents  (د غاښ ساحل) نوم په پرله  پسې ډول په لرغونو آثارو کې کارول شوی.د مثال په ډول: د ډکت په ډېکشنرۍ کې ( ډکت ۱۸۵۳ز کال او د نیکولاس وېلیوټ ډي بېلفونډ له خوا کارول شوی، که څه هم ابه پریووست عاج ساحل کارولی، په ۱۹ پېړۍ کې د دې کلیمې کارونه په عاج ساحل بدله شوه.[۷][۴][۵][۹][۱۰][۹][۱۱]

د مډرن ایالت ساحلي کرښه په بشپړ ډول له هغه څه سره توپیر لري چې په ۱۵مه او ۱۶مه پېړۍ کې سوداګرو د "غاښ" یا "عاج" په  نوم پېژندل چې د کپ له پالماس یې د درېيو ټکو تر کپ پورې دوام درلود، چې له دې امله اوس مهال د غنا د مډرن ایالت او عاج ساحل ( د لیبېریا له یوه کوچنۍ برخې سره) تر منځ وېشل شوې ده. دا نوم په ۱۹۶۰ ز کال کې د فرانسې د خپلواکۍ او حاکمیت له لارې خوندي شو. دا نوم له هغه مهال راهیسې په تحت الفظي ډول نورو ژبو ته ژباړل شوی، چې تر خپلواکۍ  وروسته دولت به هر هغه مهال چې د فرانسوي ژبو له حوزې څخه هاخوا نړیوالې معاملې ترسره کولې، دا نوم یې مخ پر زیاتېدونکې ډول ستونزه جوړوونکی وباله، په دې توګه د ۱۹۸۶ ز کال په اپرېل کې دولت اعلام وکړ چې د عاج ساحل (یا په بشپړ ډول د عاج جمهوریت) به یې د دیپلوماتیک پروتوکل د موخو لپاره رسمي نوم وي او له هغه مهال راهیسې، هر یو په نړیوالو معاملاتو کې له فرانسوي څخه د دې کلیمې هر ډول ژباړې رد کړې دي.[۴][۹][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۷]

د اېوري کوست یا عاج ساحل له غوښتنې سره سره د عاج ساحل انګلیسي ژباړه (غالباً د عاج ساحل) لاهم په پراخ ډول د بېلابېلو رسنیو او نشراتو له خوا په انګلیسي ژبه کارول کېږي.

تاریخچه

ځمکنی مهاجرت

په اېوري کوست(عاج ساحل) کې د انسان لومړنی حضور ستونزمن دی، ځکه د دې هېواد په مرطوب اقلیم کې د انسانانو پاتې شوني په ښه ډول نه دي خوندي شوي. له دې سره د وسلو او وسیلو نوې پیدا شوې ټوټې (په ځانګړي ډول د تخته سنګې/ شیل په واسطه پالش شوي تبرونه او د اخلي پخلي او کب نیولو پاتې شوني) له پلیولیتیک څخه مخکې دورې ( له میلاد څخه مخکې ۱۵۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰) او یا لږ تر لږه په نیلوتیک دوره/ ډبرمهال کې د انسان د پراخ شتون د احتمالي نښو په توګه په پام کې نیول شوي دي.[۱۶][۱۷]

د اېوري کوست( عاج ساحل) لومړنيو پېژندل شويو اوسېدونکو په ټول قلمرو کې خواره آثار له ځانه پریښي. تاریخ پوهان په دې باور دي چې هغوی ټول یا بې کوره شوي یا د اوسنیو لرغونو اوسېدونکو د اجدادو له خوا جذب شوي دي، چې له ۱۶مې پېړۍ څخه مخکې يې په سیمه کې د سویل لور ته مهاجرت وکړ. په دغو ډلو کې ایوتېلي (ابویسو)، کوتروو (فریسکو) زیهېري (ګرنډ لاهو) اېګا او ډېيس (ډيوو) شامل وو.[۱۸][۱۹]

له اسلام څخه مخکې او اسلامي دورې

د شمالي افریقا (بیربیر) سوداګرو چې د لومړني روم له دوران څخه یې په ټوله صحرا کې د مالګې، غلامانو، سروزرو او نورو شیانو کارواني تجارت کاوه، لومړني ثبت شوي تاریخي ریکارډونه راڅرګند شوي. د ترانس صحرا د سوداګریزو سویلي لارو پای د بېدیا په څنډو کې ځای پر ځای شوی و او له هغه ځایه بشپړوونکې سوداګري د باراني ځنګلونو تر څنډې پورې د سویل لور ته غځېده.  تر ټولو مهمې پای لارې دجنه، ګایو او تېبوکتو - په لویو سوداګریزو مرکزونو بدلې شوې چې د سوډانیانو لویو امپراتوریو یې په څنګ کې پراختیا ومونده.[۲۰]

ایداري وېش

عاج ساحل هیواد له مرکز سره په ۱۴ ولایتونو ویشل شوی چې هر ولایت ځانته ولسوالۍ لري.

نقشه (نشته). ولایت مرکز مساحت سیمه وګړي[۲۱]
1 ابیجان
(District Autonome d'Abidjan)
4,707,404
2 باس-ساساندرا
(District du Bas-Sassandra)
سان-پدرو, یوری ګبوک ساساندرا 400,798
ناوا سوبر 1,053,084
سان-پدرو سان-پدرو-یوری 826,666
3 کومو
(District du Comoé)
ابنګورو ولایت یدني-دجوابلین ابنګورو 560,432
سویلي-کومو ابویسو 642,620
4 دنګول
(District du Denguélé)
ودینن فولون مینیګنان 96,415
کابادوګو ودیني 193,364
5 ګو-دیجوبوا
(District du Gôh-Djiboua)
ګاګنول ګو ګانګوا 876,117
لو-دجیبوا دیو یوري 729,169
6 لاکس
(District des Lacs)
دیمبوکرو بلیر یاموسوکرو[۲۲] 346,768
یففو داوکرو 311,642
مورونو بونګوانو 352,616
ن زی دیمکورو 247,578
7 لاګونس
(District des Lagunes)
دابول اګنبی-تیاسا اګبوویلل 606,852
ګرادس-پونتس دابو 356,495
لامی ادڅوپ 514,700
8 مونتاګن
(District des
مان کوالي ګویګلو 459,964
ګومون دوکو 919,392
تونکپي من 992,564
9 Sassandra-Marahoué
(District du Sassandra-Marahoué)
Daloa هاوت-ساساندرا دالوا 1,430,960
ماراهو بوافل 862,344
10 ساوانس
(District des Savanes)
کورهوګل باګوی بوندیالي 375,687
پورو کورهوګو 763,852
چولوګو فرکسدوګو 467,958
11 والل دو بانداما
(District de la Vallée du Bandama)
بواک ګبیک بواک 1,010,849
هامبول کاتیولا 429,977
12 اوروبا
(District du Woroba)
سګولا بری مانکونو 389,758
بافینګ توبا 183,047
ورودوګرو سګولا 272,334
13 یاموسوکرو
(District Autonome du Yamoussoukro)
355,573
14 زانزان
(District du Zanzan)
بوندوکو بونکاني بونا 267,167
ګوتوګو بوندوکو 667,185

تاریخ

جغرافیه

Köppen climate classification map of Ivory Coast

کلتور

اقتصاد

  1. "Loi n° 2000-513 du 1er août 2000 portant Constitution de la République de Côte d'Ivoire" (in fr). Journal Officiel de la République de Côte d'Ivoire 42 (30): 529–538. 3 August 2000. http://www.jfaconseil.com/jorci/2000/RCI%20JO%202000-30.pdf. ,
  2. "Penn World Table". د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 2020-11-18 باندې). Ivory Coast country profile. BBC News
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ Lipski 2005، ص. 39.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Duckett 1853، ص. 594.
  6. Homans 1858، ص. 14.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ Plée 1868، ص. 146.
  8. Thornton 1996، ص. 53–56.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ Chisholm 1911، ص. 100.
  10. Blanchard 1818، ص. 57.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Walckenaer 1827، ص. 35.
  12. Auzias او Labourdette 2008، ص. 9.
  13. Jessup 1998، ص. 351.
  14. Lea او Rowe 2001، ص. 127.
  15. David 2000، ص. 7.
  16. Guédé, François Yiodé (1995). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Contribution à l'étude du paléolithique de la Côte d'Ivoire : État des connaissances"]. Journal des Africanistes 65 (2): 79–91. doi:10.3406/jafr.1995.2432. 
  17. Rougerie 1978, p. 246
  18. Warner 1988, p. 5.
  19. Kipré 1992, pp. 15–16
  20. Warner 1988, p. 5.
  21. کينډۍ:Statoids Institut National de la Statistique, Côte d'Ivoire.
  22. While Yamoussoukro is the seat of Bélier region, the city itself is not part of the region.