لویدیځه افریقا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وېدیځه افریقا Western Africa د لویې وچې افریقا لوېدېځه سیمه ده کومه کې چې بنین، بورکینافاسو کامېرون، کابو وېرد، چاډ، کوت ده اېوار، استوایي ګینیا، ګامبیا، غانا، ګینیا، ګینیا بیسو، لایبیریا، مالي، سیرا لیون او ټوګو هېوادونه موقیعت لري. ډېر خلک یې د وېسټ افریقا (West Africa) په نوم هم یادوي خو خپل منځ کې یې توپیر وېسټرن افریقا د افریقا لوېدیځه سیمه ښي او وېسټ افریقا د افریقا په لوېدیځ کې اقتصادي او سیاسي تخصیص په ګوته کوي چې په دې کې ټوله سیمه شامله ده خو کامېرون، چاډ، استوایي ګینیا، د سهارا هغه برخه چې له مالي سره تړاو لري، موریتانیا او نیجر د دې سیاسي او اقتصادي نقشې برخه نده. د لوېدیځې افریقا مساحت ۳۰۵۹۷۰۲ مایل مربع (۷۹۲۴۵۹۲ کیلو متر مربع)، په ۲۰۱۴ کال کې نفوس ۳۷۵۴۷۷۰۰۰ وو. لوېدیځه افریقا د فزیکي جغرافې یا فزیوګرافي یا د طبیعي جغرافیايي پېښو او اثارو پر بنسټ پراخه وېشل شوې ده. د لوېدیځې افریقا شمالي برخه له نیمه وچو ځمکو جوړه شوې یاده سیمه لوېدیځ سوډان ګڼل کیږي. یاده سیمه په لوېدیځ کې له اطلس سمندر نه پیل ختیځ کې تر د چاډ جهیل پورې ۲۵۰۰ مایله یا ۴۰۰۰ کیلو متره غزېدلې. دا سیمه ډېره له لوړو هوارو جوړه شوې کومه چې د منځنۍ کچې لوړوالی لري. سوېل لوري کې د ګینیا له سمندر غاړې سره او په شمال کې د سهارا له صحرا سره پولې لري. په شمالي وچو سیمو کې یې ورښت تر ۱۰ انچه یا ۲۵۰ ملي متره پورې او په سوېل کې ورښت تر ۵۰ انچه یا ۱۲۵۰ ملي متره پورې کیږي.

د دې سیمې خلک په کلتوري توګه د درې کورنیو له ژبو سره تړاو لري. په شمالي او د سهارا هغه برخه کې چېرې چې کم وګړي لري عرب او ایمازیغېن اوسیږي ایمازیغېن خلکو ته بېر بېر هم وایي او مفرد یې امازیغ ده ژبه یې هم د بېر بېر په نامه یادیږي او بېربېر ژبې ته ډېر خلک د افرو ازیاتیک (Afro-Asiatic) یا د افریقا اسیاي ژبه نوم هم اخلي. په سوېل کې چېرې چې د سېنګال سیند او د نایجریا سیند سره یو ځای کیږي نیجر کونګو ژبې وایي. د چاډ جهیل سره چار چاپیره او د نایجریا د سیند په اوږدو کې خلک د سهارا نیلو ژبې وایي. خپله کې ډېر سره تړلی ژوند لري خو د ژبو له مخې یې وېش او پېژند نه کېدای شي

تړلې لیکنې[سمول]

افریقا لویې وچې