خلق
خلق خلق | |
---|---|
بنسټګر | نور محمد ترکی |
بنسټ اېښودنه | د جنورۍ لومړۍ، ۱۹۶۵ |
ورځپاڼه | خلق (۱۹۶۶) |
وسلوال وزر | څارندوی |
سياسي موخه | |
رسمي رنګ | سور او زېړ |
خلق د افغانستان د خلق ډیموکراتیک ګوند (PDPA) ډله وه، هغه کسان چې د دې ګوند ايډيالوژۍ پلويان وو/دي خلقيان ورته ويل کېږي. نورمحمد تره کی (۱۹۶۷-۱۹۷۹)، حفیظ الله امین (۱۹۷۹) او سید محمد ګلابزوی (۱۹۷۹-۱۹۹۰) د دې ايډيالوژۍ تاريخي او نامتو مشران تېر شوي. دا د کېڼ اړخي ورځپاڼې نوم هم وو چې د همدې غورځنګ لخوا پرمخ وړل کېده. د خلق څانګه په ۱۹۶۷ کال کې د ګوند له جلا کېدو وروسته د پرچم له سیالې ډلې سره چې بېلې انقلابي تګلارې يې درلودې، د سختو اختلافاتو له امله جوړه شوه.
دا غورځنګ او ډله تر ډېره له پښتنو څخه جوړه شوې وه، په ځانګړې توګه د افغانستان د لویې پکتیا سیمې څخه. د دې ډلې مشرانو د ډله ایزو سازمانونو طریقه غوره کړه او د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو د راوستلو لپاره یې د نظام د نسکورولو لپاره د طبقاتي مبارزې ملاتړ وکړ. دوی د افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت چې په ۱۹۷۸ کې د ثور د انقلاب په پایله کې رامینځته شو، د ځان رسمي حکومت کړ چې ځانګړي ايډيالوژۍ يې درلودلې، د دوی ايډيالوژي تر ډېره د کاريګرې طبقې له حقونو څخه دفاع او د اتباعو ترمېنځ برابري وه. خلقیانو بنسټیز اصلاحات پلي کړل او د اختلاف په وړاندې یې ځينې کړنې ترسره کړې او د خاد په نوم يې يو ځواکمن استخباراتي سازمان رامېنځته کړ چې د نظام او هېواد دوښمنان يې په هېواد دننه او بهر کې په نښه کول. خو په ټولنې کې د خلقيانو پر وړاندې د مذهبي موضوعګانو خپرول چې د نظام مخالفينو ګلبدين حکمتيار او نورو جهادي مشرانو پر دوی جهاد لازم وباله، افغانان يې بغاوت ته وهڅول، چې د دې لامل شو چې زیات خلک په پاکستان کې له جلاوطنو اسلامي ګوندونو سره یوځای شي. د ۱۹۷۹ کال د ډيسمبر په میاشت کې د شوروي د پوځي مداخلې په پایله کې د حفیظ الله امین له نسکورېډو وروسته د خلقيانو واکمنۍ پای ته ورسېده.
لومړی سیاسي تاریخ
[سمول]د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند خپل لومړنی بنسټ د ۱۹۶۵ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټې اعلان کړپه کابل کې د نورمحمد تره کي په کور کې ٢٧ تنه راټول شول، تره کي يې د PDPA سکرترجنرال، ببرک کارمل د مرستيال عمومي منشي په توګه وټاکل شو او پنځه کسيزه مرکزي کميټه يې رامېنځته کړه.
حفیظ الله امین د خلقي ګوند یوازینی غړی وو چې په ۱۹۶۹ کال کې پارلمان ته دننه شو.
خلق او پرچم (د خلق څانګه)
[سمول]ګوند د سختو داخلي سیالیو له امله کمزوری شوی وو، د خلق ډله د کاريګرې طبقې پلوي وه او هېواد ته ډېر ريښتني وو چې له ډلې يې نورمحمد ترهکی او حفیظ الله امين نامتو کسان وه. خو د پرچم ډله چې مشر يې ببرک کارمل وو تر ډېره د واک په لټه کې وه. [۱] په ځانګړې توګه د ایډیالوژۍ په کچه کارمل او تره کي د افغانستان د انقلابی ظرفیت په اړه په خپل نظر کې توپیر درلود:
- تره کی په دې باور وو چې انقلاب په کلاسیک لیننیسټي بڼه کې د سخت ډيسپلین لرونکي کاري طبقې ګوند په جوړولو سره ترلاسه کیدلای شي.
- کارمل احساس کاوه چې افغانستان د لیننستي ستراتیژۍ لپاره خورا پرمختللی دی او دا چې د هیواد سوسیالیستي انقلاب ته د یو ګام د نږدې کېدو لپاره باید د وطنپالو او امپریالیستي ضد ځواکونو ملي ډیموکراتیک غورځنګ رامینځته شي.
د خلق ورځپاڼه خورا بریالۍ وه، په ځانګړې توګه د زده کونکو ترمنځ. د دې ورځپاڼې لومړۍ بڼې ۲۰,۰۰۰ نسخې وپلورل شوې. د ۱۹۶۶ کال د مۍ په ۲۳ مه چارواکو خلق ورځپاڼه په دې دلیل وتړله چې د اسلام ضد، د اساسي قانون ضد او د سلطنت ضد وه. د کارمل ډلې د پرچم یوه اونیزه مجله جوړه کړه چې د ۱۹۶۸ د مارچ او ۱۹۶۹ جولای مياشتې ترمېنځ یې نشراتو ادامه درلوده. پرچم د ۱۹۶۹ کال د جون په میاشت کې د پارلماني ټاکنو پر مهال وتړل شو.
د ۱۹۷۳ جمهوري انقلاب
[سمول]خلق د سردار محمد داود خان له نوي حکومت سره د ښه سیاسي اړیکو د نشتوالي او د نه همکارۍ له امله شاته شوی وو. تره کي د محمد داود خان له نسکورېدو وروسته په لنډه موده کې د متحد غورځنګ پلوي کوله او هڅه يې کوله چې خپلو پلويانو ته په حکومت کې ځای ورکړي، خو دا هڅه ناکامه شوه. خلقیانو ادعا کوله چې د پرچم په پرتله د شوروي اتحاد څخه ډېر کېڼ اړخي او خپلواک دي، او همداراز د دوی ملاتړ د خلکو په منځ کې هم قوي وو او په اردو کې خورا پیاوړي وو.
په 1973 کې د خلق ډلې په فعاله توګه د نظامي ځواکونو هڅول پیل کړل چې له دوی سره یوځای شي. تره کي په نظامي برخه کي د خلقي فعاليتونو مسؤل وو. په 1973 کې هغه امین ته د ګومارنې دنده وسپارله. دا اقدام خورا بریالی وو. د خلق او پرچم ترمېنځ ځينې سياسي او رقابتي اختلافونو زور واخیست خو تر دې چې يوه ورځ میر اکبر خیبر یو مشهور کېڼ اړخی په ناپېژانده ډول ووژل شو، که څه هم حکومت د دې وژنې په غندلو سره یو بیان خپور کړ، د PDPA مشرانو وېره دېره شوه چې داود پلان لري چې دوی ټول له منځه یوسي. په دې توګه، خلق او پرچم دواړو خپل داخلي رقابتونه هېر کړل او د حکومت د نسکورولو لپاره یې کار وکړ.
د کمونیستي کودتا پر مهال حفیظ الله امین يوازينی خلقی وو چې د داوود خان له خوا بندي شوی نه وو. دا مهال تره کی، سلېمان لايق او ځينې نور فعاله څېرې د سردار داود خان لخوا بندي شوي وو، خو حفيظ الله امين د کودتا پلان جوړ کړ او ټولو نظامي او سياسي چارواکو ته يې د کودتا امر وکړ.
د خلقي ايډيالوژۍ پلوي پوځي ځواکونه د پراخ پاڅون لپاره چمتو شول. د اپرېل په ۲۷مه د خلق پوځي مشرانو د وسله والو ځواکونو په ډلګيو کې په اعلانولو سره انقلاب پیل کړ چې د انقلاب وخت را رسېدلی دی. د کودتا پر مهال د خلقي ډګروال محمد اسلم وطنجار د پوځ قومندان وو او د هغه عسکرو د کابل واک تر لاسه کړ. ډګروال عبدالقادر ، چې د هوايي ځواک د قطعاتو مشر وو هم پر شاهي ماڼۍ لوی برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ولسمشر محمد داوود خان او د هغه د کورنۍ ډېر غړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، ووژل شول. [۲]
د ثور انقلاب وروسته (اپرېل 1978 – اپرېل 1992)
[سمول]د ثور بریالۍ کودتا چې په پايله کې يې د سردار محمد داود خان جمهوريت ړنګ شو، په لومړي پړاو کې نور محمد ترهکی د افغانستان د ولسمشر او د خلق ډيموکراتيک ګوند د عمومي منشي په توګه وټاکل شو. چې يو کال وروسته د خلقيانو او پرچميانو په مېنځ کې مخالفتونه خورا پراخ شول تر دې چې د ټول هېواد برخليک او ثبات هم ډېر زیان وويني.
ولسمشران
[سمول]- له پيل (۱۹۷۸) څخه تر ۱۹۷۹ پورې داخلي حکومت «نورمحمد ترهکی ورپسې حفيظ الله امين»
- په ۱۹۷۹ کې ببرک کارمل د شورویانو په مرسته افغانستان اشغال کړ او واک ته ورسېد
- په ۱۹۸۶ کې ببرک کارمل د سرطان په ناروغۍ اخته شو او واک يې ډاکټر نجيب احمدزي ته وسپاره
- د ډاکټر نجيب حکومت له درې کلونو وروسته په ۱۹۸۹ کال کې شورویان د ډاکټر نجيب په خوښه له افغانستان څخه وايستل شول
که څه هم د حکومت د جوړېدو په لومړي سر کې د ګوند مشر نورمحمد تره کی ولسمشر شو خو د يو کال په تېرېدو وروسته د ځينو داخلي مخالفتونو له امله ووژل شو او پرځای يې حفيظ الله امين ولسمشر شو.
حفيظ الله امين چې د ولسمشرۍ درې مياشتې يې تېرې شوي وې، د دوی بل ملګری ببرک کارمل د روسانو پر ټانګونو سپور افغانستان ته راغی، روسانو افغانستان اشغال کړ، حفيظ الله امين يې وواژه، او ورپسې يې ببرک کارمل د هېواد ولسمشر کړ. ببرک کارمل هم د خلق ګوند يو مخکښ غړی وو چې وروسته د پرچم په ګوند له خلقيانو څخه بېل شوی وو.
د نور محمد ترهکي وژنه
[سمول]تر کودتا وروسته په خپله د خلق دیموکراتیک ګوند په منځ کې د ځینو مشرانو د ځان غوښتنو او تربګنۍ له امله د اختلاف ژور درزونه راپیدا شول په لومړي سر کې تړون وویشتل شو او د حفظ الله امین د نیولو او ترور لړۍ هم پیل شوه دا چې ددغو اختلافاتو تر شا څه لاملونه وو دا یو لوی پېچلی او ناراسپړل شوی تاریخي بحث دی چې تر اوسه د حلق د دیموکراتیک ګوند د غړو او مشرانو له خوا نه دی سپین شوی او څېړل غواړي.
دا دی کلونه وروسته ورو ورو ځینې حقیقتونه رابرسیره کیږي. که څه هم په څرګند ډول د خلق د دیموکراتیک ګوند مشر او د افغانستان د انقلابي دولت ریس او عمومي منشي نور محمد تره کی د ۱۳۵۸ کال د وږي پر ۲۵ نېټه د یوې غلې او ارامې سپینې کودتا په ترڅ کې له مخې لېرې کړل شو او د کورنۍ ټول غړي یې چې مېرمن ' وروڼه او ورېرونه یې وو ټول د ارګ له حرمسرای نه د کوټې کول په نوم د صدارت ماڼۍ نظارت خونې ته ولېږدول شول د کور نرس یا نرسه یې ونیول شوه / شو. او دوه ځانګړي ټوپکوال ساتونکي ( یاوران) یې چې ببرک او قاسم نومېدل هم په دې پلمه چې ګوندې پر تړون د ډزو په تور تاسو محکمې ته بیول کېږئ ونیول شول او بیا د وروستیو شاهدانو په تور ژر تر ژر تړلي لاسونه او سترګې پلګون ته یوړل شول او د ښایسته خان نومي صاحبمنصب چې د مخابرې امر و پر سر وویشتل او دواړه یې ووژل.
خو په همدې ورځ د انس ورځپاڼې په ګڼه ( ۱۴۸۶۶) کال ( ۱۳۵۸ / وږې /۲۵) خبر خپور شو چې ( پلنیوم د خلق دیموکراتیک ګوند د مرکزي کویټې غړو او کومیټې د سیاسي منشي ډاکټر شاولي تر مشرۍ لاندې د سهار له نهو د غرمې تر یوې نیمې بجې پورې ځانګړې فوق العاده غونډه وکړه او د خلق د دیموکراتیک ګوند او د انقلابي شورا د مشر نور محمد تره کي په هغه غوښتنه ( استعفاء) یې بحث وکړ چې د صحت د خرابوالي له امله نه شي کولای چې د خلق دیموکراتیک ګوند رهبري وکړي نو پر همدې بنسټ تر غور او بحث وروسته د تره کي غوښتنه په اتفاق سره ومنل شوه او پر ځای یې د مرکزي کومیټې سیاسي مشر او لومړی وزیر حفظ الله آمین د عمومي منشي په توګه وټاکل شو.
خو بیا د وږې له ۲۵ نېټې د تلې تر ۱۸ نېټې کابو ۲۳ ورځې د نور محمد تره کي خبر او ذکر چېرته ونه شو خو بیا هم د تلې پر اتلسمه نېټه د انیس د دولتي ورځپاڼې په اتم مخ کې یو ډېر عادي او کوچنی خبر خپور شو چې ګوند نور محمد تره کی د ورپېښې ناروغۍ له کبله نن ومړ او جنازه یې په پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.. پورتني مستند فلم کې تاسو هغه جریان ګورئ چې پر کال ۱۳۵۸ د سلواغې پر ۲۴ شتمه نېټه د حفیظ الله آمین تر ترور وروسته د تره کي د قتل په تور د نور محمد تره کي له دریو قاتلانو نه یو قاتل چې د دفاا وزارت د مخابرې آمر و د عبدالودود په نوم د تره کي د وژل کېدو جریان د څارنوالۍ مستنطقینو ته وایي: هغه وایي چې موږ درې کسان تره کي ته واستول شو چې یو زه بل روزي او دریم اقبال و.
ودود وایي چې د شپې اونيمې یا اته بجې به وې چې د ګارد قومندان جانداد وغوښتل او د تره کي د ترور او وژل کېدو پلان یې راکړ او ویل یې چې دا د سیاسي بیرو د مشرانو پرېکړه ده او موږ یې باید عملي کړو ' ودود وایي چې ما وړاندیز وکړ چې تره کی د وژلو پر ځای ولې روسې ته نه لېږو خو وایي چې جانداد جواب راکړ چې روسانو ته ویل شوي دي او هغوی رد کړی دی له اوږدې کیسې او جریان نه وروسته وایي چې موږ کوتي باغچې ته ولاړو تره کی په دویم پوړ کې و ودود وایي چې زه او اقبال لاندې ودرېدو او روزې پورته ورغلو او تره کي ته یې وویل چې ورسره لاندې راښکته شي ودود وایي چې تره کې لاندې راغلو او هلته د زینو سره څنګ کې د یوه نفر خدمت وړه کوټه یوه چې یو وړوکی چپرکټ په کې پروت و وایي زوري ورته وویل چې دلته څمله ودود وایي تره کي خپل جب نه د ګوند کارت راوویست او روزي ته یې وویل چې زما دا کارت ملګري آمین ته ورکړه.
ودود وايي تره کی پو شو چې دوی مې وژني نو وایي شونډې او حلق یې وچ شو نو غږ یې وکړ چې لږې اوبه راکړئ ودود وایي زه په اوبو پسې بیرون ووتم خو کلاس مې نږدې چیرې پیدا نه کړ چې بېرته راغلم ګورم چې تره کی پر چپرکټ پروت دی روزي یې لاسونه پر روجایي تر شا کلک تړلي دي او بالښت یې ورته پر خوله یښی او دپاسه پرې پروت دی اقبال یې پښې کلکې کړې وې ودود وایي چې تر لس پینځلس دقیقو وروسته تره کي نه سا ووته او موږ په هماغه موټر کې چې موږ ته راکړل شوی و د تره کي جسد وواچولو او د جنګي دروازې له لورې د کابل ولایت پر لاره د سالنګ واټ پر لورې ولاړو او په قول آبچکان کې چې وار دمخه قبر کیندل شوی و او پهره دار پرې ولاړ و هملته مو خښ کړ او اړوندو څانګو ته مو د خپلو اجرأتو ډاډ او خبر ورکړ. ودود دا هم وایی چې کله تره کي اوبه وغوښتلې نو ما اقبال ته وویل چې اوبه ورته راوړي خو روزي وویل چې اوبه ورته مه راوړئ نو ځکه زه ولاړم او فکر کوم چې دلته ځان بې ګنا ښودل غواړي. روزي د ګارد سیاسي امر و او رتبه یې لومړی بریدمن و او اقبال د ګارد د کشف امر و چې بیا وایی د ګارد د کام امر شو او رتبه یې لومړی بریدمن وه".
پر افغانستان د روسانو يرغل او د حفيظ الله امين وژنه
[سمول]د حفيظ الله امين د ولسمشرۍ درې مياشتې لا تېرې شوي نه وې چې د دې ګوند بل ياغي شوی غړی ببرک کارمل د روسانو پر ټانکونو سپور افغانستان ته راغی، حفيظ الله امين يې له سلګونو نورو چارواکو او پوځیانو سره وواژه، او ببرک کارمل رسماً د شورويانو په مرسته د افغانستان ولسمشر شو.
د دسمبر میاشتې په ۲۲ مه، روسۍ سلاکارانو افغان وسله والو ځواکونو ته مشوره ورکړه ترڅو د تانکونو او نورو مهمو تجهیزاتو څخه د ساتنې لپاره لاس په کار شي. په همدې حال کې، له کابل څخه د باندې سیمو ته مخابراتي اړیکې د شلیدو په حال کې وې او په دې توگه د پلازمینې مخابراتي اړیکې د هیواد له نورو سیمو سره پرې شوې. ددې حالت په لیدو، امین د ولسمشری دفتر د تاج بیگ ماڼۍ ته ولیږدوه او په دې فکر کې وو چې دا ځای به د نیواک په وخت کې په اسانی سره وساتل شي.
پنځه ورځې وروسته د دسمبر په ۲۷ مه، د شوروي اتحاد د استخباراتي ادارې (KGB)د ځانگړو ځواکونو د (Alpha Group)چې د افغاني سرتیرو جامې یې اغوستې وې، په کابل کې د ولسمشرۍ په مانۍ باندې برید وکړ او د لږ تلفاتو په زغمولو سره یې ولسمشر حفیظ الله امین او د هغه ۲۰۰ ساتونکي ووژل. پر همدغه ورځ يې په تاج بېک ماڼۍ کې حفيظ الله امين او د ده جگپوړيو چارواکو ته په خواړو کې زهر ورکړل. د دې ترڅنگ د شوروي ځانگړو ځواکونو (Spetsnaz) د کابل د تیلي کمونیکیشن یا مخابراتو مرکز په چاودنه کې له منځه یووړ او په دې توگه د افغانستان وسله وال ځواکونه فلج شول او تر هغه جوخت د ماښام په ۷:۰۰ بجو کې یې د کورنیو چارو وزارت هم ونیوه. په ترمز کې د شوروي پوځي قومانداني د امین تر نیول کیدو پورې انتظار ونه ایست او سمدلاسه یې د کابل رادیو له لارې د ببرک کارمل یو غږیز پیام چې له وړاندې ثبت شوی وو او په هغه کې ویل شوي وو چې افغانستان نور د امین له واکمنۍ څخه خلاص شوی دی، خپور کړ.
د شوروي د کمونست گوند سیاسي بیرو وویل چې هغو دا کار یوازې ددې لپاره ترسره کړ ترڅو د افغانستان او شوروي ترمنځ د ۱۹۷۸ کال هغې معاهدې ته چې د ولسمشر تره کي له خوا د دوستۍ د معاهدې، همکارۍ او ښه گاوندیتوب په موخه لاسلیک شوی وو، خپله وفاداري په ډاگه کړي. د شورویانو له قوله د حفیظ الله امین وژل کیدل د افغانستان د انقلابي شورا پریکړه وه. شورویانو وروسته ببرک کارمل چې تر دې وړاندې له چکوسلواکيا څخه شوروي اتحاد ته تللی وو، په مسکو کې اوسېده او بيا تر کودتاه څه موده مخکې شورویانو د بگرام هوايي ډگر ته له ځان سره بېولی او هلته يې له ځینو نورو جگپوړيو گونديانو سره پټ ساتلی وو، د افغانستان د هېوادمشر په توگه د کابل پر پلازمېنه کېناوه .
د سي آی اې CIA د جاسوسۍ تور د لومړي ځل لپاره د روسيې حکومت او رسنيو په حفيظ الله امين د سي آی اې د جاسوس تور ولگاوه، دا يو داسې تور و چې په امريکا او په نوره نړۍ کې ېې شک سره ورته کتل . ددغې ادعا په وړاندې يو بل قوي دليل دا و چې حفيظ الله امين تل په خپلو رسمي غونډو کې او نورو ځايونو کې د روسيې د سوسياليستي هېواد سره دوستانه اړيکې څرگندولې.
د ببرک کارمل ګوښه کېدل
[سمول]کله چې د ۱۹۸۵ ز کال د مارچ پر ۱۱ ميخايل سيرگېويچ گورباچوف د شوروي اتحاد د کمونيست گوند د مرکزي کومېټې عمومي منشي شو ، نو د افغانستان په تړاو سياست ته يې هم بدلون ورکړ . هغوی وليدل چې دا شپږم کال دی چې هره ورځ په افغانستان کې شوروي پوځيان وژل کيږي ، خو د کارمل واکمني د افغانستان لپاره کوم گټور بدلون رامنځته نه کړي ، نو یې وپتېيله چې د افغانستان په سیاسي مشرتابه کې هم بدلون راولي . په همدې توگه د ١٩٨٦ ز کال د می پر ۴ کارمل د افغانستان د خلق دموکراتيک گوند د عمومي منشي له څوکۍ او دندې څخه گوښه او پر ځای کې يې ډاکټر نجيب الله ځایناستی شو. ببرک کارمل وروسته د همدغه کال د نوامبر پر ۲۱ د جمهوري رياست له څوکۍ څخه هم گوښه شو . وروسته له دې چې له ولسمشرۍ دندې نه گوښه شو نو مسکو ته واستول شو. بيا پر ١٩٨٩ کال يو ځل بيا کابل ته راستون شو، خو د ژوند وروستۍ شېبې يې په شوروي اتحاد کې تېرې کړې او د سرطان په ناروغۍ مړ شو.
د ډاکټر نجيب لخوا د شورويانو شړل
[سمول]د ډاکټر نجيب حکومت له درې کلونو وروسته په ۱۹۸۹ کال کې شورویان د ډاکټر نجيب په خوښه له افغانستان څخه وايستل شول.
کله چې د افغانستان ډيموکراتيک جمهوريت هېوادمشر ببرک کارمل د سرطان په ناروغۍ اخته شو او ژوند نه ناهیلی شو نو د هغه حکومت استخباراتو رييس ډاکتر نجيب الله احمدزی يې د خپل ځايناستي په توګه انتخاب يې کړ او واک يې وروسپاره.
ډاکټر نجيب الله احمدزي د ۱۹۸۷ څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې د افغانستان هېوادمشر په توګه پاتې شو، په دې مېنځ کې يعنې د ۱۹۹۰ کال په اوږدو کې ډاکټر نجيب الله احمدزي د خلقيانو او پرچميانو ځينو تېروتنو له امله د افغانستان اساسي قانون بدل کړ چې په ترڅ کې يې د افغانستان ډيموکراتيک جمهوريت د افغانستان جمهوريت ته بدل کړ، د پرچم ګوند ته يې د وطن ګوند نوم ورکړ ترڅو د يوه ملي او اصلاح راوستونکي ګوند په توګه فعاليت وکړي.
د اساسي قانون بدلون اصلي لامل دا وو چې ډاکټر نجيب غوښتل د خلقيانو او پرچميانو پر نوم خاورې واچوي او تېر هېر کړي يو نوی ولسي جمهوريت رامنځته شي او دا کار يې د اصلاح راوستنې په پار وکړ، ځکه په هېواد دننه د خلقيانو او پرچميانو نوم ډېر بد خلکو ته معرفي شوی وو، همداراز د دولت مخالفو جنګسالارانو لکه احمدشاه مسعود، ګلبدين حکمتيار او ځينې نورو هم له حکومت سره سولې ته نه حاضرېدل.
ولسمشر ډاکټر نجيب الله احمدزي غوښتل له مخالفانو سره سوله وکړي ځکه يې په خپل حکومت کې بېساري بدلونونه راوستل، خو د هغوی ستونزه بدلونونه نه بلکې واک وو، هغوی غوښتل د واک پر چوکۍ کېني. چې ترپایه يې د حکومت د کمزوري کولو لپاره خپلو جنګونو ته دوام ورکړ او اخیر په پایله کې د ډاکتر نجيب الله مډرن جمهویت او پرمختللی حکومت له مېنځه لاړ، په ترڅ کې ډاکټر نجيب اعدام شو، طالبان او رباني د جنګ ګټونکي شول، په هېواد دننه جګړې پېل شوې.
اړونده ليکنې
[سمول]- ثور انقلاب
- په 1990 کې د افغانستان د کودتا هڅه
- پرچم
- د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند