جمهوري مرکزیت
عمومي مالومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
دیموکراتیک مرکزیت یا جمهوري مرکزیت د کمونیست دولتونو او د ډیرو کمونیسټ ګوندونو سازماني اصل دی چي د پرولتاریا دیکتاتورۍ پر اساس مخته ځي. په عمل کي جمهوري مرکزیت پدې معنی دی چي سیاسي پریکړي د رایې ورکولو د پروسې لخوا ترسره کیږي او د سیاسي ګوند په ټولو غړو پوري اړه لري. دا نظریه په دودیزه توګه د لینینیزم سره تړاو لري، په کومه کي چي د انقلابیانو سیاسي ګوند د ډیموکراټیک مرکزيزم پر بنسټ چاري ترسره کوي، ترڅو مشران او افسران وټاکي، پالیسي جوړه او پلي یې کړي.
دیموکراتیک مرکزیت په اصل کي د مارکسیست – لیننیسټ او تروتسکي ګوندونو سره تړاو لري، [۱] مګر کله ناکله د نورو دیموکراتیک سوسیالیست او سوسیال ډیموکراتیکو ګوندونو لکه د سویلي افریقا د افریقا ملي کانګرس سره هم اړه پیدا کوي. پوهان په دې اړه اختلاف لري چي ایا په شوروي اتحاد او چین کي ډیموکراټیک مرکزيت په عمل کي پلۍ سوی وو، ځکه د واک د تاوتریخوالي مبارزې، شاته لاسي سیاسي چال چلن، تاریخي دښمنۍ او په دغو هیوادونو کي د شخصي وقار سیاست هم ترسره سوی دی. [۲]
سوسیالیستي دولتونه لکه د پخواني شوروي اتحاد او اوسني چین دیموکراتیک مرکزیت د دولت تنظیمي اصل جوړوي، او د سیاسي ځواک اصل یې واحد ځواک دی.
- ↑ Lih, Lars (2005). Lenin Rediscovered: What Is to Be Done? in Context. Brill Academic Publishers. ISBN 978-90-04-13120-0.
- ↑ Torigian, Joseph (2022). Prestige, Manipulation, and Coercion: Elite Power Struggles in the Soviet Union and China after Stalin and Mao. Yale University Press.