د افریقا ملي کانګرس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افریقا ملي کانګرس (ANC) په سویلي افریقا کې یو ټولنیز ډیموکراتیک سیاسي ګوند دی. دا ګوند په ۱۹۹۴ ز کال کې د وکیل، فعال او پخواني سیاسي زنداني نیلسن منډیلا له لومړنیو خپلواکو او عادلانه ټاکنو راهیسې په ځواک کې دی او له ۲۰۰۴ ز کال راهیسې هر ځل په لږ اکثریت سره بیا ټاکل شوی. سیریل رامافوسا، د سویلي افریقا اوسنی ولسمشر، ۲۰۱۷ ز کال ډسمبر له ۱۸ راهیسې د ANC د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.[۱]

ANC د ۱۹۱۲ ز کال د جنورۍ په ۸ د والټر روبوسانا له خوا په بلومفونټین کې د سویلي افریقا د اصلي ملي کانګرس (SANNC) په توګه تاسیس شو، د دې اصلي دنده دا وه چې ټول افریقایان د یوه ملت په توګه سره راټول کړي، ترڅو له خپلو حقونو او آزادیو دفاع وکړي. په دې کې د سویلي افریقا تورپوستو او د سویلي افریقا د ګډو توکمونو لپاره د رایې ورکولو بشپړ حق او د توکمپالنې د سیسټم پای ته رسول شامل و، چې دا په ۱۹۴۸ ز کال کې د ملي ګوند حکومت له خوا په ټاکنو کې تر بریا وروسته معرفي شو. [۲]

په اصل کې ANC هڅه کوله چې د توکمپالنې د پای ته رسولو لپاره د عدم تشدد لاریونونو څخه کار واخلي. په هرحال، د ۱۹۶۰ز کال په مارچ کې د شارپیویل ټول وژنې، چې هغه کې ۶۹ تورپوستي سویلي افریقایان د سوله ییز لاریون په ترڅ کې د پولیسو له خوا په ډزو ووژل شوو او په سلګونو نور ټپیان شوو. د ۱۹۶۰ ز کال د اپریل په اتمه، جنرال چارلس رابرتس سوارټ ANC غیرقانوني اعلان کړ، او د راتلونکو دېرشو کلونو لپاره غیر قانوني پاتې شو. [۳]

له دېرش کاله جلاوطنۍ وروسته، چې په ترڅ کې يې د ANC ډېری غړي بنديان شوي او يا له هېواده بهر تېښتې ته اړ شوي وو، دغه هېواد د بشپړې غير نژادي ډيموکراسۍ پر لور خپل یون پيل کړ. د ۱۹۹۰ ز کال د فبروري په ۳، د F. W. de Klerk ایالت ولسمشر پر ANC باندې بندیز لغوه کړ او نیلسن منډیلا یې د ۱۹۹۰ کال د فبروري په ۱۱ د ویکتور ویرسټر زندان څخه خوشې کړ. د ۱۹۹۲ ز کال د مارچ په ۱۷ نیټه د توکمپالنې د دوام په اړه ټولپوښتنه ترسره شوه، خو یوازې د سویلي افریقا سپین پوستو رایه ورکولای شوای. ډېریو رایه ورکوونکو د توکمپالنې له منځه وړلو ته رایه ورکړه او ANC ته اجازه ورکړل شوه چې د ۱۹۹۴ ز کال عمومي ټاکنو کې ګډون وکړي او د لومړي ځل لپاره یې ټولو سویلي افریقایانو ته د توکم په پام کې نیولو پرته د رایې ورکولو حق ورکړ.[۴]

له ۱۹۹۴ ز کال راهیسې، ANC  په ټولو عمومي ټاکنو کې د ۵۵٪ څخه ښه رایه ورکړې، د ۲۰۱۹ ز کال د وروستیو ټولټاکنو په ګډون، چې په هغه کې ANC تر اوسه د ټاکنو ترټولو خرابې پایلې ترلاسه کړې دي. په هرحال، دا ګوند له ۲۰۱۱ ز کال راهیسې په یو شمیر تناقضاتو کې ښکېل و او په پر له پسې توګه یې د کوچنیو ګوندونو له امله خپل ځای له لاسه ورکړی.[۵]

تاریخچه[سمول]

د حکومت له خوا د SANNC بنسټ ایښودل د سویلي افریقا د تور پوستو د بې عدالتۍ پروړاندې مستقیم ځواب و. ویلای شو چې SANNC خپله سرچینه په ۱۹۱۱ کې دPixley ka Isaka Seme  یوه اعلامیه ګڼي، «د افریقایانو تر منځ ټول پخواني توپیرونه هېر کړئ او په یوه ملي سازمان کې متحد شئ». په راتلونکي کال کې یې SANNC د ۱۹۱۲ کال جنوري په ۸ تاسیس شو.[۶]

د سویلي افریقا د نوې جوړې شوې اتحادي حکومت په سویلي افریقا کې پر تورپوستو منظم ظلم پیل کړ. په ۱۹۱۳ ز کال کې د ځمکې قانون تصویب شو او د سویلي افریقا ډېری تورپوستي یې له خپلو کروندو څخه په ښارونو او ښارګوټو کې کار کولو ته اړ کړل او په سویلي افریقا کې یې د دوی حرکت محدود کړ.

په ۱۹۲۳ ز کال کې، سازمان د افریقا ملي کانګرس شو. په ۱۹۲۷ ز کال کې، J.T. Gumede د)  ANC مشر) د سازمان د بیا ژوندي کولو لپاره له کمونستانو سره د همکارۍ وړاندیز وکړ، خو هغه په ​​۱۹۳۰ ز لسیزه کې له واک څخه ګوښه شو. دا د دې لامل شو چې  ANC د ۱۹۴۰ ز لسیزې تر نیمایي پورې بې اغېزې او غیر فعاله پاتې شي.

ANC  د تورپوستو سویلي افریقایانو په حقونو باندې بریدونو ته او همدارنګه د اعتصابونو او سرغړونې غوښتنو ته ځواب ووایه. دا په ۱۹۵۰ ز لسیزې کې د وروستي د دفاع کمپاین لامل شو. حکومت هڅه وکړه چې د ګوند د مشرانو په منع کولو او د ANC د مخنیوي لپاره د نویو قوانینو په جوړولو سره، د ANC مخه ونیسي، خو دا اقدامات په پای کې بې اغیزې ثابت شول.[۷]

ایډیالوژی[سمول]

ANC  له توکمپالنې نه وروسته دوره کې ځان د ملي آزادۍ ځواک ګڼي، دا په رسمي ډول خپله اجنډا د ملي دیموکراتیک انقلاب په توګه تعریفوي. ANC نړیوال سوسیالیست غړی دی. همداشان د استعمار او توکمپالنې د دورو د سیاستونو څخه د رامنځته شويو ټولنیزو-اقتصادي توپیرونو اصلاح د ANC د سیاست اصلي او مرکزي برخه ده.

ملي دیموکراتیک انقلاب (NDR) د یوې پروسې په توګه بیان شوی چې له لارې یې ملي دیموکراتیکه ټولنه (NDS) ترلاسه کیږي. هغه ټولنه چې خلک یې په فکري، ټولنیز، اقتصادي او سیاسي لحاظ پیاوړي وي. [۸][۹][۱۰]

درې اړخیز تړون[سمول]

ANC   د سویلي افریقا د کمونست ګوند (SACP) او د سویلي افریقا د سوداګرۍ اتحادیې کانګرس (COSATU) سره تاریخي تړون لري چې د درې اړخیز تړون په نوم پیژندل کیږي. SACP او   COSATU   په سویلي افریقا کې هیڅ ډول ټاکنو کې سیالي نه ده کړې، خو د ANC له لارې خپل نوماندان معرفي کوي او په ANC کې لوړ پوستونه لري، او د ګوند پر پالیسۍ او خبرو اترو اغیزې ښندي. د مبیکي د ولسمشرۍ په بهیر کې، حکومت ډیری د پانګوالۍ پلویتوب دریځ غوره کړ، چې ډیری وختونه د SACP او COSATU له غوښتنو سره مخالف و. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

۲۰۰۸  ز کال بېلتون[سمول]

په ۲۰۰۷ ز کال کې د ANC مشرتابه ته د زوما تر رسېدو وروسته او په ۲۰۰۸ ز کال کې له ولسمشرۍ نه د مبیکي تر استعفا وروسته، د ANC یوشمېر پخواني مشران د Mosiuoa Lekota په مشرۍ له ANC څخه جلا شول، ترڅو د خلکو کانګرس جوړ کړي.

د ANC بیرغ[سمول]

د ANC بیرغ درې مساوي افقی پټې - تور، شین او طلایي لري. تور د سویلي افریقا د اصلي خلکو سمبول دی، شین د ځمکې استازیتوب کوي او سره زر د سویلي افریقا د معدني او نورو طبیعي شتمنیو استازیتوب کوي.[۱۵]

دا بیرغ هم د UMkhonto we Sizwe د جګړې بیرغ و.[۱۶]

د Saxe-Weimar-Eisenach لوی دوک له ۱۸۱۳ ز کال نه تر ۱۸۹۷ ز کال پورې یو نا اړونده خو ورته بیرغ کارولی و. تور، شین او د سرو زرو درې رنګه د کوازولو «بانتوستان» په بیرغ کې هم کارول کیده.

که څه هم د جنوبي افریقا د نوي ملي بیرغ رنګونه په ۱۹۹۴ ز کال کې د توکمپالنې څخه د لیږد راهیسې هیڅ رسمي معنا نه لري، د ANC بیرغ درې رنګونه سور، سپین او نیلي سره یوځای شوي.[۱۷]

د ګوند لیست[سمول]

په ګوند کې سیاستوال، د ګوندونو په لیست کې د پاتې کیدو لپاره په پارلمان کې ځای ترلاسه کوي، چې دا لیست له ټاکنو څخه دمخه جوړېږي او په ترتیب سره، د ګوند د خوښې وکیلان په کې شمیرل کېږي. د ځانګړې شویو چوکیو شمېر د خلکو له ملي رایو سره متناسبې دي.

که څه هم د سویلي افریقا ډیریو ګوندونو د ۲۰۰۹ ز کال په ټاکنو کې د ولایتي لومړي وزیري پوسټ لپاره د دوی د نوماندانو لیست اعلان کړ، ANC دا کار ونه کړ، دا ځکه چې ددوی په اند ګوندونو ته اړتیا نشته چې دا کار وکړي.[۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. (په 2017-12-18 باندې). Cyril Ramaphosa chosen to lead South Africa's ruling ANC party. The Guardian.
  2. Encyclopædia Britannica. "African National Congress (ANC)". د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "South Africa Bans African National Congress". African American Registry. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. . S. Africa Lifts Ban on ANC, Other Groups.
  5. (په 22 November 2011 باندې). Secrecy bill opposition reaching fever pitch. Times Live.
  6. The African National Congress Archived 25 February 2011 at the Wayback Machine.. Anc.org.za. Retrieved 23 November 2011.
  7. Pillay, Gerald J. (1993). Voices of Liberation: Albert Lutuli. HSRC Press. د کتاب پاڼي 82–91. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7969-1356-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "page 161" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ اگسټ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. The Mail & Guardian A-Z of South African Politics by Barbara Ludman, Paul Stober, and Ferial Haffagee
  10. Marwala, T. "The anatomy of capital and the national democratic revolution". Umrabulo 29. Archived from the original on 18 October 2011. https://web.archive.org/web/20111018065656/http://www.anc.org.za/show.php?id=2844. Retrieved 11 May 2022. 
  11. Paul Trewhela (8 May 2007). "ANC 'At Fork in the Road'". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "How the Tripartite Alliance works". Mayibuye 2 (3). 1991. Archived from the original on 2012-01-11. https://web.archive.org/web/20120111190743/http://www.disa.ukzn.ac.za/index.php?option=com_displaytei&id=21131&title=How%20the%20tripartite%20alliance%20works&creator=. Retrieved 2022-05-11. 
  13. McKinley, Dale (2003). T. Bramble; F. Barchiesi (المحررون). COSATU and the Tripartite Alliance since 1994. Rethinking the Labour Movement in the 'New' South Africa. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Ngonyama, Percy (16 October 2006). "The ideological differences within the Tripartite Alliance: What now for the left?". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جون ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The Flag of the African National Congress". African National Congress. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۷. The flag of the ANC is made of equal horizontal bands of black, green and gold. The black symbolises the people of South Africa who, for generations, have fought for freedom. The green represents the land, which sustained our people for centuries and from which they were removed by colonial and apartheid governments. The gold represents the mineral and other natural wealth of South Africa, which belongs to all its people, but which has been used to benefit only a small racial minority. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "ANC logo, colours and flag | African National Congress". anc.org.za (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Chibba, Shamin (15 June 2014). "Fred Brownell and the creation of the South African flag". mediaclubsouthafrica.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اگسټ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. James Myburgh The ANC's secret premier candidates. Politicsweb.co.za. 6 March 2009. Retrieved 23 November 2011.