ځمکپوهنې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د ځمکې ساینس نه مخ گرځېدلی)


د ځمکې ساینس یا جیوساینس کې د طبیعي علومو ټولې هغه څانګې چې د ځمکې له سیارې سره تړاو لري، شاملې دي. دا د ساینس یوه داسې برخه ده چې په هغه کې د ځمکې اړوند فزیکي، کېمیاوي او بیولوجیکي پېچلي جوړښتونه او د ځمکې څلور پوړونه (بیوسفیر، هایدروسفیر، اټموسفیر او جیوسفیر) مطالعه کېږي. د ځمکې ساینس د سیاراتو ساینس په توګه هم، د لږ څه لرغوني تاریخ په توپیر سره، انګېرل کېدای شي. د ځمکې ساینس د مطالعې اصلي څانګې څلور دي: لیتوسفیر، هایدروسفیر، اټموسفیر او بیوسفیر؛ دغه څانګې په خپل وار سره په نورو ځانګړو برخو وېشل شوې دي.

د ځمکې ساینس د روښانولو لپاره کېدای شي دواړه «ریډکشنیزم» او «هولیسټیک» لارې وکارول شي. دغه طریقې د ځمکې او په فضا کې د ګاونډیو سیارو د مطالعې په موخه هم کارول کېږي. د ځمکې ځیني ساینس‌پوهان، د سیارې په اړه د خپلې پوهې په کارولو سره، غواړي ترڅو د انرژي او منرالونو سرچینې ومومي او دغو زېرمو ته پراختیا ورکړي. ځیني نور پوهان غواړې چې د ځمکې پر چاپېریال باندې د وګړو د فعالیت اغېزې مطالعه کړي او د ځمکې د خوندي ساتنې لپاره لارې چارې وسنجوي. یو شمېر نور بیا د ځمکې اړوندو پروسو (لکه: اورشېندونکي، زلزلې او توپانونه) پر مطالعې باندې بوخت دي، ترڅو داسې تدبیرونه طرح کړي چې وګړي د دغو پېښو له ګواښونو سره مخامخ نه‌شي.

د ځمکې ساینس کې کېدای شي، جیولوجیکي مطالعات، لیتوسفیر او د ځمکی لویه‌مقیاسه دنننی جوړښت، اټموسفیر، هایدروسفیر او بیوسفیر شامل وګڼل شي. د ځمکې د فعالیت او تکامل پر څرنګوالي باندې د پوهېدو په موخه، په ټولیزه توګه د ځمکې ساینس‌پوهان د جیولوجي، کرونولوجي، فزیک، کېمیا، جغرافیې، بیولوجي او ریاضیاتو په مرسته مقداري موډولونه رامنځ‌ته کوي. د بېلګې په توګه: هواپوهان د هوا حالاتو په مطالعې سره د سترو توپانونو د رامنځ‌ته کېدو احتمال څېړي. هایدرولوجي‌پوهان، اوبه او د سېلابونو ګواښ مطالعه کوي. زلزله‌پوهان د زلزلې پر مطالعې بوخت دي او د پېښېدو سیمې یې اټکلوي. جیولوژي‌پوهان ډبرې تر مطالعې لاندې نیسي او د ګټورو منرالونه د موندلو لپاره هڅه کوي. د ځمکې ساینس‌پوهان ډېری وخت په ساحه کې کار کوي، له غرونه پورته کېږي، د سمندر تل راسپړي، مغارو ته ننوځي او تر جبه‌زارو سیمو پورې وځي. هغوی اندازې اخلي او د ډبرو یا د سیند اوبو په څېر بېلګې راغونډوي او خپلې موندنې د چوکاټونو او نقشو په بڼه ثبتوي.

د مطالعې ساحې[سمول]

د ساینس لاندې څانګې په ټولیزه توګه د ځمکې د ساینس په ډلبندي کې راځي:

  • جیولوجي: چې د ځمکې د باندني قشر ډبرینه برخه او د هغې د ودې لرغونتیا مطالعه کوي. سترې فرعي څانګې یې منرال‌پوهنه او ډبرپوهنه، جیومورفولوجي، پالیونټولوجي، ستراتیګرافي، ساختماني جیولوجي، انجنیري جیولوجي او سېډمېنتولوجي دي.[۱][۲]
  • فزیکي جغرافیه: چې پر جغرافیې باندې د ځمکې د یوه ساینس په توګه متمرکزه ده. فزیکي جغرافیه د ځمکې فصلونه، اقلیم، اټموسفیر، خاوره، سیندونه، د لویو وچو جوړښتونه او سمندرونه مطالعه کوي. فزیکي جغرافیه کېدای شي، په لاندې څو سترو فرعي څانګو یا اړوند برخو باندې ووېشل شي: جیومورفولوجي، بیوجغرافیه، چاپېریالي جغرافیه، پالیوجغرافیه، اقلیم‌پېژندنه، هواپېژندنه، ساحلي جغرافیه، هایدرولوجي، ایکولوجي او کنګل‌پوهنه.
  • جیوفزیک او جیوډېزي: چې د ځمکې بڼه (شکل)، وارده قوو ته غبرګون او د ځمکې جاذبوي او مقناطیسي ساحې څېړي. جیوفزیک‌پوهان د ځمکې هسته او منټل راسپړي او د لیتوسفیر د برخې زلزله‌یي او تکتونیکي فعالیت مطالعه کوي. جیوفزیک په ټولیز ډول، د ځمکې د پورتني پوړ د مطالعې، په ځانګړې توګه د منرالونو او پټرولیم د پلټنې په برخه کې د یوه هراړخیز پوهاوي په موندنې او پراختیا کې د جیولوجستانو د فعالیتونو اړتیاوې پوره کوي. زلزله‌پوهان د ځمکې د پلېټونو تکتونیکي بې‌ځایه کېدنې د مطالعې او د زلزلې فعالیتونو د وړاندوینې په موخه له جیوفزیک څخه ګټه اخلي. [۳][۴][۵]
  • جیوکېمیا: چې په جیولوجیکي چاپېریال کې د کېمیاوي مرکباتو او ایزوتوپونو د ډېرښت، جوړښت او وېش د کنټرول کوونکو پروسو پر مطالعې باندې بوخته ده. جیوکېمیاپوهان د ځمکې د رامنځ‌ته کېدو، جوړښت، اړوندو بهیرونو او نورو فزیکي اړخونو د مطالعې په موخه د کېمیا له اصولو او وسایلو څخه کار اخلي. سترې فرعي څانګې یې د اوبو جیوکېمیا، کیهاني کېمیا، ایزوتوپي جیوکېمیا او بیوجیوکېمیا دي.
  • د خاورې ساینس: چې د خاورې د جوړښت بهیرونو پر وړاندې د ځمکې د قشر تر ټولو باندنۍ واقع شوې طبقه (پېډوسفیر) تر څېړنې لاندې نیسي. سترې فرعي څانګې یې اېدافولوجي او پېډولوجي دي. [۶][۷]
  • ایکولوجي: چې د ژوندي موجوداتو او چاپېریال خپلمنځي اغېزې څېړي. له هغه ځایه چې د لمریز نظام د ټولو سیارو له جملې څخه یوازې په ځمکه کې په پراخه توګه ډله‌ییز ژوند شتون لري، نو له دغه اړخه د ځمکې مطالعه، هغه له نورو سیارو څخه جلا کوي.
  • هایدرولوجي، سمندرپېژندنه او لیمنولوجي: چې د اوبو خوځېدنې، وېش او څرنګوالي پر څېړنې باندې تمرکز لري او د ځمکې پر مخ او اټموسفیر (یا هایدروسفیر) کې د هایدرولوجیکي دوران ټولې برخې ورپورې اړه لري. «د هایدرولوجي فرعي څانګې هایدرومټرولوجي، د سطحي اوبو هایدرولوجي، هایدروجیولوجي، د واټرشېد ساینس، د ځنګلونو هایدرولوجي او د اوبو کېمیا دي».[۸]
  • کنګل‌پوهنه: چې د ځمکې کنګلینې سیمې (کرایوسفیر) څېړي.
  • اټموسفیري ساینس: چې د ځمکي د سطحې او اګزوسفیر تر منځ (کابو 1,000 کیلومټره) پرتې ګازي برخې (یا اټموسفیر) تر څېړنې لاندې نیسي. سترې فرعي څانګې یې هواپېژندنه، اقلیم‌پېژندنه، اټموسفیري کېمیا او اټموسفیري فزیک دي.

د ځمکې منځ[سمول]

د پلېټونو تکونیکي خوځښت، د غرونو لړۍ، اورشېندونکي او زلزلې هغه جیولوجیکي پېښې دي چې د ځمکې په باندني قشر کې د رامنځ‌ته کېدونکو فزیکي او کېمیاوي بهیرونو له مخې تشرېح کېدای شي.[۹]

د ځمکې د باندني قشر ترلاندې منټل پروت دی چې د درنو عناصرو د راډیواکتیفي متلاشي کېدو په پایله کې تودېږي. منټل په بشپړه توګه جامد نه‌دی او له مګما څخه جوړ شوی، چې په نیمه‌دایمي توګه د حرکت په حال کې دی. دغه حرکت که څه هم په کراره دی، خو د لیتوسفیري پلېټونو د خوځښت لامل ګرځي؛ په پایله کې یې رامنځ‌ته شوی بهیر د پلېټونو د تکتونیکي خوځښت په توګه پېژندل کېږي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د پلېټونو تکتونیکي خوځښت کېدای شي د ځمکې د بیا رابرسېرنې کېدو پروسې په بڼه وانګېرل شي. د سمندري پوړ د پراختیا په پایله کې، له منتل څخه نږدې سطحې ته د درزونو له لارې د مګما د بهېدنې له امله نوی باندنی قشر او لیتوسفیر رامنځ‌ته کېږي؛ دغه بهېدلې مګما په نوموړو درزونو او مجراګانو کې سړه او منجمدېږي. د ښکته لېږدوونکې پروسې له لارې، سمندري باندنی قشر او لیتوسفیر بېرته خوځېدونکي منتل ته دننه کېږي. [۱۴][۱۵][۱۶]

د ځمکې د باندني قشر هغه برخې چې په هغو کې نوی قشر رامنځ‌ته کېږي، د متباعدو پولو؛ هغه برخې چې په کې قشر بېرته د ځمکې دننه لېږدول کېږي، د متقاربو پولو او هغه برخې چې هلته پلېټونه یو پر بل ښویېږي، خو هېڅ لیتوسفیري مواد نه رامنځ‌ته کېږي او نه هم له منځه ځي، د متحولو (یا محافظوي) پولو په نامه یادېږي. زلزله د لیتوسفیري پلېټونو د خوځښت پایله ده او ډېری وخت د متقاربو پولو په شاوخوا کې رامنځ‌ته کېږي، چېرې چې د رامنځ‌ته شوي قشر بېلابېلې برخې د ښکته لېږدوونکې پروسې پر مټ بېرته ځمکې ته دننه کېږي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

اورشېندونکي، په اصل کې له باندني قشر څخه د ښکته لېږل شوو موادو د وېلې کېدو په پایله کې رامنځ‌ته کېږي. قشري مواد چې په زوره استېنوسفیر ته دننه شوي دي، وېلې کېږي؛ د وېلې شویو موادو یوه برخه بیا دومره سپکېږي چې د ځمکې سطحې ته راپورته او د اورشېندونکو د رامنځ‌ته کېدو لامل ګرځي.[۲۱][۲۲]

د ځمکې اټموسفیر[سمول]

تروپوسفیر، ستراتوسفیر، مېزوسفیر، ترموسفیر او اګزوسفیر هغه پنځه پوړونه دي چې د ځمکې اټموسفیر جوړوي. د اټموسفیر کابو 75 سلنه ګازونه په تروپوسفیر (تر ټولو لاندني پوړ) کې شتون لري. په ټولیزه توګه، د ځمکې اټموسفیر 78.0 سلنه له نایټروجن، 20.9 سلنه له اکسېجن او 0.92 سلنه له ارګون، او په ټیټه کچه د اوبو بخار او د CO2 په شمول له نورو ګازونو څخه رامنځ‌ته شوی دی. د اوبو بخار او CO2 د ځمکې اټموسفیر ته وړتیا وربخښي ترڅو د لمر هغه انرژي او وړانګې چې ګلخانه‌یي اغېزې لري، ونیسي او وساتي. دا د دې لامل ګرځي ترڅو د ځمکې سطحه تر هغې کچې توده شي چې مایع اوبه شتون ولري او ژوند شونی وي. اټموسفیر د تودوخې د زېرمه کولو ترڅنګ، له کیهاني وړانګو څخه د ځمکې سطحې په خوندي ساتنې سره د ژوندي موجوداتو ژوند هم ژغوري، چې په ناسم اند سره ځینې داسې انګېري چې دغه وړانګې د مقناطیسي ساحې پر مټ بېرته ګرځول کېږي. مقناطیسي ساحه، چې د هستې دنني حرکتونو له امله رامنځ‌ته شوې ده، مقناطیسي پوړ (مګنېټوسفیر) جوړوي چې د ځمکې اټموسفیر له لمریز باد څخه خوندي ساتي. له هغه ځایه چې ځمکه 4.5 بیلیونه کلنه ده، که چېرې ساتندویه مقناطیسي پوړ شتون نه‌درلود، سمدستي به یې خپل اټموسفیر له لاسه ورکړی ؤ.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچینې[سمول]

  1. Adams & Lambert 2006, p. 20
  2. Smith & Pun 2006, p. 5
  3. Smith & Pun 2006, p. 5
  4. "WordNet Search – 3.1". princeton.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "NOAA National Ocean Service Education: Global Positioning Tutorial". noaa.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Elissa Levine, 2001, The Pedosphere As A Hub broken link?
  7. Gardiner, Duane T. "Lecture 1 Chapter 1 Why Study Soils?". ENV320: Soil Science Lecture Notes. Texas A&M University-Kingsville. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ فبروري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Craig, Kendall. "Hydrology of the Watershed". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Earth's Energy Budget". ou.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Simison 2007, paragraph 7
  11. Adams & Lambert 2006, pp. 94–95, 100, 102
  12. Smith & Pun 2006, pp. 13–17, 218, G-6
  13. Oldroyd 2006, pp. 101,103,104
  14. Adams & Lambert 2006, pp. 94–95, 100, 102
  15. Oldroyd 2006, pp. 101,103,104
  16. Smith & Pun 2006, p. 327
  17. Adams & Lambert 2006, pp. 94–95, 100, 102
  18. Oldroyd 2006, pp. 101,103,104
  19. Smith & Pun 2006, p. 331
  20. Smith & Pun 2006, pp. 325–26, 329
  21. Adams & Lambert 2006, pp. 94–95, 100, 102
  22. Smith & Pun 2006, pp. 325–26, 329
  23. Adams & Lambert 2006, pp. 107–08
  24. American Heritage, p. 770
  25. Parker, Eugene (March 2006), Shielding Space (PDF), Scientific American الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Adams & Lambert 2006, pp. 21–22
  27. Smith & Pun 2006, p. 183