سياره
سیاره (په انګلیسي: Planet) یو نجومي جسم دی چې د یو ستوري یا د ستوري د پاتېشوني شاوخوا څرخېږي چې په کافي اندازه کتله لري چې د خپلې جاذبې په مټ ګرديږي، کتله یې دومره نه ده چې د هستهیي تودوخې د ولي کېدلو لپاره بسنه وکړي، د ستورپېزندنې د ټولو پوهانو په اند نه، خو د ستورپېژندنې د نړېوالې اتحادیې په اند سیارو د خپل ګاونډ اړوند نورې کوچنۍ سیارې له منځه وړې.[۱][۲]
د سیارې اصطلاح لرغونې ده، چې له تاریخ،ستورپېژندنې، ساینس، افسانې او مذهب سره غوټه ده. په لمریز سیستم کې خپله له ځمکې پرته پنځه نورې سیارې په عادي سترګو د ليدلو ړ دي. دا د ډېرو لومړنیو کلتورونو په مټ د الهي ارزښتونو یا خدايي استازو په توګه پېژندل کېدې. د علمي پوهې له پرمختګ سره د سیاراتو په اړه د انسان درک له سیاراتو څخه بدلون وکړاو بېلاپېل شیان یې په کې ځای په ځای کړل. په ۲۰۰۶ کال کې د ستوروپېژندنې نړیوالې اتحاديې په رسمي ډول د لمریز سیستم د تعریف لپاره پرېکړه لیک تصویب کړ. دا تعریف د بحث وړ ځکه دی چې د سیاروي کتلې ډېری اجسام یې د ځای او یا د هغه څه پر بنسټ چې دوی يې پر مدار څرخېږي له پامه غورځولي. که څه هم اته سیاروي اجسام چې له ۱۹۵۰ کال څخه د مخه کشف شوي د دې تعریف پر بنسټ همداسې سیارې پاتې کېږي، ځینې اسماني اجسام لکه سرېس/ (Ceres)، پالاس/ (Pallas)، جونو/ (Juno )، وېستا (Vesta ) ( چې دا هر یو د لمریزو سیارو په کمربند پراته اجسام دي) او پلوتو (د نېپتون په پورې غاړه لومړنی کشف شوی جسم) چې یو وخت د علمي ټولنو له خوا د سیارو په توګه پېژندل کېدل د اوسني تعریف پر بنسټ نورې سیارې نه ګڼل کېږي.
بطلیموس داسې فکر کاوه چې سیارې به د ځمکې په دایروي مدار بېلابېل حرکات کوي. که څه هم دا نظریه څو ځله وړاندې شوې وه چې سیارې د لمر په مدارحرکت کوي، دا نظریه له اوولسمې پېړۍ راهیسې نه ده بلکې د ګالیله له خوا د ستورپېژندنې د لومړنیو تلېسکوپي کتنو د شواهدو په مټ تائید شوې. نږدې له همغه وخت سره هممهاله یوهانس کپلرله تلېسکوپ څخه مخکې د تيکو براهه (Tycho Brahe) له خوا د راټول شویوتجربوي ارقامو له تجزیې او تحلیل څخه ومونده چې د سیارو مدار د دایروي پر ځای بیضوي دی. د تجربوي/غیرعلمي وسایلو له پرمختګ سره ستوروپېژندونکو وموندله چې هره سیاره د ځمکې په څېر د یو محور پر شاوخوا ګرځي چې د خپل مداري قطب په پرتله انحراف لري او د ځينو ځانګړنو لکه کنګلي خولۍ (ice caps) او مشترکو فصلونو لرونکې دي. د فضا د عصر له پيل څخه فضايي پلټونکو کرهکتنې کړې چې ښيي ځمکه او نور سیارات د اورغورځوونکو، طوفاني، ټېکټونيکي (د ځمکې د کرې ظاهري بدلون) او ان هایدرولوژيکي (اوبه پېژندنه) ځانګړنو لرونکي دي.
د لمریز سیستم سیارې په دوه اصلي برخو وېشل شوې: بیخي لويې سیارې له لږ کثافت سره او کوچنۍ ځمکنۍ ډبرې. د IAU د تعریف له مخې په لمریز سیستم کې اته سیارې شته. له لمر څخه د واټن په ترتیب سره څلور ځمکنی عطارد, زهره, ځمکه او مریخ او وروسته څلور لویې سيارې مشتري, زحل, پلوتو او نپتون دي. له عطارد او زهرې پرته شپږ نورې سیارې د یوې یا څو طبعي سپوږمکیو په مټ د ګرځېدو په حال کې دي.[۱]
د شیدولارې په کهکشان کې څو زره نورې سیارې لکه ( اېکسترا سولر یا اېګزو پلانېت) د نورو ستورو په شاوخوا کې کشف شوې دي. د 2021 کال تر ډېسمبر تر لومړۍ نېټې پورې د سیاروي نظام له ټولو 3604 پېژندل شویو سیارو څخه د څوګونو سیارو د سیستم (شمسي نظام) د 807 سیارو په ګډون 4878 اېکسترا سولر سیارې چې په اندازه کې له سپوږمۍ او لویو ګازي اجسامو څخه لږ څه لویې او د مریخ څخه دوه برابره لویې دي کشف شوې. د ځمکې په اندازه له سلو څخه زیاتې سیارې شته چې نهه یې له خپلو ستور څخه د ځمکې او لمر په برابره فاصله کې د ستورو تر منځ د ژوند کولو وړ سیمه کې ځای په ځای شوې دي. د 2011 کال د ډېسمبر په 20 د کېپلر (Kepler ) د فضایي تلېسکوپ ټيم د ځمکې په اندازه د لومړنیو اېکسترا سولر سیارو د کشف راپور خپور کړ چې کپلر 20 (Kepler-20e) e او کپلر 20 (Kepler-20f)f د لمر ته ورته یو ستوري په مدار څرخېږي چې دا یې کپلر 20 نوملی. په 2012 کال کې یوې څېړنې د جاذبوي مایکرولېنزېنګ (microlensing)د ارقارمو له تجزیې او تحلیل سره وویل چې په منځنۍ توګه لږ تر لږه 1.6 محدودې سیارې د شیدو د لارې په کهکشان کې د هر ستوري لپاره اټکل شوې دي. ګمان کېږي لمر ته ورته پنځه ستوري د ځمکې د سیارې په اندازه د ژوند کولو لپاره خپله سیمه لري.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
تاریخچه
د الهي انوارو له لرغونې دورې څخه نيولې تر ځمکنیو اجسامو او علمي عصر پورې د سیاراتو نظریه د خپل تاریخ په اوږدو کې تکامل ته رسېدلې. دې طرحې نه یوازې په لمریزې منظمومې کې وده کړې بلکې د اېکسترا سولر سیستم سلګونه نورې سیارې هم په کې شاملې دي. د سیارې په تعریف کې شته ابهامونه د ډېرو علمي بحثونو لامل شوي.
د لمریزې منظومې پنځه کلاسیکې سیاري چې په عادي سترګو د لیدلو وړ دي له پخوانیو زمانو څخه پېژندل شوې او په مایتولوژي، مذهبي ستورپېژندنې او لرغونې ستورپېژندنې کې يې اغېزمن رول درلود. ستورپوهانو له ډېرو پخوانیو زمانو راهیسې دې ته پاملرنه کړې چې څه ډول ځانګړې روښنايۍ په اسمان کې حرکت کوي خو د دې خلاف ثابت ستوري په اسمان کې نسبتاً ثابت موقعیت غوره کوي. لرغونو یونانیانو دا روښنایۍ د سرګردانه ستورو یا سیارهیي روښنایانو په نوم (πλάνητες ἀστέρες (planētes asteres, "wandering stars") یا هم په ساده ډول د سرګردانه سیارو [πλανῆται (planētai, "wanderers")] په نوم یادولې. چې د سیارې نننۍ کلمه ورڅخه اخیستل شوې. په لرغوني یونان، چين، بابل او په حقیقت کې په ټولو پخوانیو تمدنونو کې باور دا و چې ځمکه د نړۍ مرکز ده او ټولې سیارې د هغې پر شاوخوا حرکت کوي. د دې فکر دلیل دا و چې داسې برېښېده چې سیارې او ستورې به هره ورځ د ځمکې پر شاوخوا څرخېږي او ظاهراً د منطقي استدلال پر بنسټ نظر دا و چې ځمکه جامده او ځای پر ځای ولاړه ده او حرکت نه کوي بلکې د سکون په حال کې ده. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
بابل
لومړی تمدن چې د سیارو د رسمي تیوري له لرلو سره پېژندل شوی بابلیان وو، چې له میلاد څخه مخکې په لومړۍ او دوهمه زریزه کې یې په بین النهرین (اوسني عراق) کې ژوند کاوه. له هغوی څخه پاتې شوی تر ټولو لرغونی نجومي سیارهيي متن د بابلیانو د زهرې لوحې امیسادوقا /Venus tablet of Ammisaduqa (د ستورپېژندنې اړوند مطالعاتو ریکارډ) دی. له میلاد څخه مخکې د اوومې پېړۍ اړوند د زهرې سیارې د حرکاتو د کتنو د نوملړ یوه کاپي چې په ډېر احتمال سره له میلاد څخه مخکې په دوهمه زريزه پوري تړاو لري. د مولپېن (MUL.APIN ) یوه جوړه لوحې چې د همغه کال په بهیر کې د لمر، سپوږمۍ او سیارو د حرکاتوپه اړه په ميخي خط لیکل شوې او له میلاد څخه مخکې په اوومه میلادي پېړۍ پورې تړاو لري. بابلي ستورو پېژندونکو همداراز د هغه څه بنسټ کېښود چې په پایله کې په لودیځې فالبینۍ بدل شو. اېنوما انو اېنلیل (Enuma anu enlil,) چې له میلاد څخه مخکې په اوومه میلادي پېړۍ کې په نواشیري دوره کې لیکل شوې د اسماني پدیدو اړیکې لکه د سیاراتو حرکتونه په کې روښانه شوې. زهره، عطارد، او د مریخ، مشتري او زحل بهرنۍ سیارې ټولې بابلي ستورپېژندکو پېژندلې دي. دا د مدرنې دورې د پيل تر لومړیو پورې یوازینۍ پېژندل شوې سیارې وې. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
سرچينې
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Schneider, Jean (16 January 2013). "Interactive Extra-solar Planets Catalog". The Extrasolar Planets Encyclopaedia.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ کينډۍ:LSJ, کينډۍ:LSJ.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ کينډۍ:Cite dictionary
- ↑ کينډۍ:Cite dictionary Note: select the Etymology tab