ملا هيبت الله

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له هیبت الله نه مخ گرځېدلی)
مولوي
اميرالمومنين  د (P511) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ھیبت الله آخوندزاده
شيخ الحدیث
مولوي هیبت الله اخوندزاده سپينه لونګۍ پر سر.
مولوي هیبت الله اخوندزاده سپينه لونګۍ پر سر.
مولوي هیبت الله اخوندزاده سپينه لونګۍ پر سر.

 د افغانستان اسلامي اماﺭت امیر المؤمنین
د واکمنۍ دوران
١۵ اګست ۲۰٢١
لومړی وزیر ملا محمد حسن اخوند
مرستيال ملا عبدالغني برادر(لومړی)
مولوي عبدالسلام حنفي (دویم)
اشرف غني
(د ولسمشر په توګه)
 
 د وسله والو طالبانو اميرالمؤمنين
د واکمنۍ دوران
٢۵ می ۲۰۱۶ – ١۵ اګست ۲۰٢١
ملا اختر محمد منصور
 
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۶۶ (۵۷–۵۸ کلن)
پنجوايي ولسوالۍ، کندهار ولايت، افغانستان
تابعیت افغان
لقب شیخ صاحب
ګوند حزب اسلامي (خالص)(۱۹۷۹- ۱۹۹۳)
غړی طالبان  د (P463) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار مولوی عبد الستار اخندزاده
عملي ژوند
کار/مسلک عالم  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) پښتو
عربي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه افغان وسله وال ځواکونه  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام امیر المؤمنین
جګړه/جګړې په افغانستان کې جګړه
په افغانستان کې شوروی جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

شیخ‌الحدیث مولوي ھیبت الله اخوندزاده د طالبانو د حکومت د نن ورځې تر ټولو لوی مشر دی، چي دافغنستان اسلامي امارت د امیر المؤمنین په توګه دنده ترسره کوي. ښاغلۍ اخوندزاده د ملا محمد عمر اخوند تر مړیني وروسته د نوي اعلان سوي مشر ملا اختر محمد منصور لومړی مرستیال ټاکل سوی ؤ. ملا ھیبت الله اخوندزاده د کندھار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.

د نړۍ فرمایشونه نه منو، که اټوم بم هم را باندې وکاروي

د پخواني امیر د کورنۍ وفاداري

د ملا ھیبت الله اخوندزاده سره د پخواني اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد د کورنۍ هم خپله وفاداري ښوولې وه.

د طالبان د مشر په توگه ټاکل کیدنه

د طالبانو د مشرتابه غړو د ملا اختر محمد منصور شهادت تایید کړي، او ملا ھیبت الله اخوندزاده یې د خپل نوي مشر په توګه وټاکی.[۱] د افغانستان د اسلامی امارات رهبري شورا چې د گڼ شمیر علماء کرامو، د تفسیر او احادیثو د استادانو، متدینو سیاست پوهانو او جهادي تجربې د خاوندانو معتبره شوری ده د یوه مجلس په دائرولو سره چې د اهل الحل و العقد له شرعي اعتبار څخه برخمن و، وروسته له ژور فکر، تدبر او هر اړخیز دیني او جهادي مصلحت سنجولو یي ملا ھیبت الله اخوندزاده د اسلامی امارات د نوي رھبر په حیث د شوری د ټولو اعضاء په اتفاق تعین او د شرعي امیر په حیث یي ورسره بیعت وکړ، همدرارنگه ملا سراج الدین حقانی او ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب یې د مرستیالانو په حیث تعین شول.

د ملا رسول ډلې له خوا نه منل

په پاکستان کې د طالبانو د کوټې د شورا له لوري د ملا هبت الله اخوندزاده د مشرۍ له اعلانه څو ساعته وروسته د طالبانو یوې ډلې اعلان وکړ چې د هیبت الله مشري نه مني. د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو په منځ کې د منصور اصلي مخالفې ډلې، چې مشري یې ملا محمد رسول اخوند کوي، د هبت الله مخالفت لا نه دی کړی خو رسول ته وفادارو ویلي چې د هبت الله مشري به ونه مني. دوی ویلي چې په پاکستان کې هبت الله د طالبانو د شورا له لوري په ازاد ډول نه دی غوره شوی. د هبت الله دا مخالفان د افغانستان په هرات ولایت کې نسبتاً زیات فعال دي او د منصور له پلویانو سره یې خونړۍ نښتې کړي دي. د رسول مرستیال ملا عبدالمنان نیازي وویل چې دوی به د هبت الله مشري په هماغو علتونو ونه مني چې د منصور مشري یې نه وه منلې. ده وویل:«هبت الله د پاکستان مېشتو او د پاکستان تر اغېز لاندې طالبانو د وړې ډلې له لوري ټاکل شوی دی. دوی په افغانستان کې نفوذ نه لري.» ملا عبدالمنان نیازي همداراز وویل:«له ملا اختر محمد منصور او ملا هبت الله سره زموږ ستونزه یو شی ده. موږ د اختر منصور دښمنان نه وو، له هغې طریقې سره مخالف وو چې نوموړی پرې وټاکل شو، او دا ده بیا دوی سره کښېناستل او یو بل یې وټاکه…. موږ به یې د نوي مشر په توگه ونه منو مگر دا چې ټول دیني عالمان او قومي مشران سره کښېني او نوی مشر وټاکي.» ویل کېږي چې هبت الله یو دیني عالم دی، زیات پېژندل شوی نه دی او کم کفایته دی. هغوی چې دی یې مخکې کړی دی غواړي چې اصلي واک د سراج الدین حقاني په لاس کې وي خو د دې لپاره چې حقاني په دې بدنام دی چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو لپاره کار کوي، نوموړی یې مرستیال ټاکلی دی خو باور کېږي چې اصلي واک به په لاس کې لري.

له روسیې د افغان جگړې کنټرولول

ملا عبدالمنان نیازی چې د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا غړی او ویاند ځان معرفي کوي وایي چې، په افغانستان کۍ روانه جګړه چې هدف یې یوازې د مجاهدینو او افغان پوځ وژل دي د روسيې، ایران او پاکستان په ملاتړ ترسره کېږي او دغه هېوادونه د هبت الله د ډلې مالي ملاتړ کوي. تېره اونۍ نړیوالو رسنیو د طالبانو د مشر ملا هبت الله د لا درکه کېدو او روسیې ته د هغه د رسېدو په تړاو راپورونه ورکړل، خو په هرات کې د طالبانو جلا شوې ډله ادعا کوي، چې ملا هبت الله افغان جګړه له مسکوه رهبري کوي. د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی وایي، په افغانستان کې روانه جګړه د روسیې، پاکستان او ایران په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي او هدف یې د مجاهدینو او افغان پوځ ختمول دي. د طالبانو دغه جلا شوې ډله چې د هرات ولایت په څنډو کې نفوذ لري، دغلته یې د ملا هبت الله په مشرۍ وسله والو طالبانو سره څو ځل جګړې هم شوې دي. دغه طالب مشر له افغان حکومت سره د سولې خبرې هم ردوي او په وینا یې، تر هغو چې بهرنیان په افغانستان کې وي، سوله نه کوي. د طالبانو د جلا شوې ډلې دغه ادعا داسې مهال ده، چې تر اوسه په دې تړاو د ملا هیبت الله په مشرۍ طالبانو څه نه دي ویلي.[سرچينه پکارده] [۲]

سرچینې

  1. د طالبانو د نوی مشر ټاکیل کیدل
  2. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)