خبرې اترې:مولوي ھیبت الله اخوندزاده
د طالبانو نوی مشر شیخ مولوي هبت الله
نظرمحمد مطمئن شیخ مولوی هبت الله صاحب د مولوی عبدالستار صاحب زوی چې د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالي د سپیروان سيمې کې اوسیدلی او لوی شوی، په همدې سېمه کې دده پلار د خلکو امامت کړی دی. شیخ هبت الله د روسانو له یرغل وروسته هجرت وکړ، او د جهاد مقدسه دنده يې سرته رسوله، هغه د جهادي قومندان حاجي ملامحمد اخوند په جبهه کې جهاد کړی. او دجبهاتو امیر يې د طالبانو د وخت د سرپرستې شورا مرستیال ملامحمد حسن اخوند وو، د حاجي ملامحمد اخوند جبهې په لومړيو وختونو کې د حرکت انقلاب اسلامي پوري تړاو درلود او په وروسته وختونو کې د اسلامي حزب (خالص بابا) پوري دغه جبهه وتړل شوه.
کله چې مجاهدینو ترمنځ خپل منځي جګړې پېل شوي، شیخ مولوی هبت الله هم د نورو طالبانو په ډول په کور کیناست، کله چې د طالبانو تحریک ظهور وکړ، کندهار او نورې سیمې يې ونیولي، شیخ هبت الله صاحب په کندهار کې د محاکمو په اداره کې کار کاوو، او په کابل کې د نظامي محکمې مرستیال/سرپرست مشر پاتې شوی دی. کله چې امریکا پر افغانستان حمله وکړه، بیا هم د ګڼو نورو طالب مشرانو په ډول شیخ هبت الله هم د ډیورنډ هغې غاړي ته واوښت ، د طالبانو د محاکمو مشر (قاضي القضات) په توګه یې دنده پر مخ وړله، کله چې د طالبانو روحاني او معنوي مشر ملامحمد عمرمجاهد تر مرګ وروسته دهغه ځای ناستي ملااخترمحمد منصور وټاکل شو، شیخ هبت الله او سراج الدین حقاني د هغه مرستیالان وټاکل شوه. ملااخترمحمد منصور چې د مئ میاشتې پر ۲۱مه نیټه ۲۰۱۶ ز. کال (۱ جوزا ۱۳۹۵ ل) دامریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، د هغه د مرګ خبرونه امریکا او دا ډول پاکستاني رسنیو خپاره کړل. د مئ میاشتي پر ۲۲ مه نیټه دغه خبر ډیر عام شو. او داډول طالبانو هم د هغه د ځایناستي اړوند د طالبانو رهبري شورا او مشرانو غونډه درلودله ، طالبانو دغې شورا ته د اهل حل او عقد شورا نوم ورکړي دی. او د اهل حل او عقد شورا شیخ مولوی هبت الله د طالبانو نوی مشر وټاکی او د هغه له پاره یې سراج الدین حقاني او مولوي محمد یعقوب مرستیالان وټاکل. طالبانو په رسمي ډول سره د خپل نوي مشر د ټاکني اعلان د مئ میاشتي پر ۲۵مه، ۲۰۱۶ (۵ جوزا ۱۳۹۵ ل) نیټه وکړ. شیخ الحدیث مولوي هبت الله چې د روسانو او د هغوی د ملګرو څخه يې هجرت کړی وو، د افغان مهاجرو د سرخاب کیمپ کې هستوګن وو او د جهاد مقدسه دنده يې سرته رسولي ده. نږدې ۱۵ کلونه کیږي چې د طالبانو په لیکو کې د یو روحاني او پیاوړي عالم او شیخ الحدیث په توګه يې د طالبانو د رهبري شورا غړي او مشران پېژني او له پوره احترام او اعزاز څخه برخمن پاتې شوی دی. شیخ مولوي هبت الله د افغان علماوو په منځ کې د لوړي کچې دیني عالم دی، د وینا او خبرو پرمهال صراحت لري، او يو ښه مقرر دی. په خپل نفس باندی حاکم شخص دي، د جذباتو او احساساتو تر تاثیر لاندي نه راځي، په محاکمو کې د کار کولو یوه مهمه ځانګړنه داهم ده چې قاضي د جذباتو او احساتو تر تاثیر لاندي رانه شي او پر خپل نفس کنټرول ولري. خاکسار ، متواضع او مدبرشخص دی، کله چې د طالبانو قاضي القضات وو، په پریکړو کې له پوره قاطعیت څخه برخمن وو، د کار کولو انرژي لري. د هغه عمر په تخمیني ډول د۰ ۵ کلونو په شاوخوا کې دی. طالبان په دي اند دي چې همدا شخص د طالبانو د صف وحدت هم ساتلی شي. سرچینې: ۱ – د شیخ هبت الله د جهاد د وخت ملګرې
۲ – طالبانو ته نږدې سرچینې
Start a discussion about مولوي ھیبت الله اخوندزاده
Talk pages are where people discuss how to make content on ويکيپېډيا the best that it can be. You can use this page to start a discussion with others about how to improve مولوي ھیبت الله اخوندزاده.