مولوي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مولوي يوه مذهبي رتبه ده چې د ديني زده کړو وروسته يو چا ته ورکول کېږي.

دملا مولنا او مولوي لنډه پيژندنه :

ملا , مولنا او مولوي دريواړه کلمې په معنى کې سره ورته او نژدې دي : د مولنا کلمه علماءوته داسلامي تاريخ په لومړيو کې نه کارول کيده ولې په ورستيو پيړيو کې په ځانگړې توگه د اهل تشيع او متصوفينو له لورې رواج شوه . ملا يا مولنا له عربي (ولي يعنې دوست ، ملگرى او مرستندوى) څخه اخيستل شوې او دقرآن کريم په ځينو آيتونو کې راغلي . اصلا ملا او مولنا يوه معنى ور کوي او مولنا له دوو کلمو جوړه ده چې يوه يي مولى يعنى دوست او مرستندوى او بله يې (نا) چې ضمير دى دجمع متکلم يعنې مونږ او مولانا يا مولنا يعنې زمونږ مرستندوى يا ملگرى يا مشر ، چې بيا له هغې نه مولا يا مُلا اخيستل شوي . او مولوي هم زما په اند له ملا او مولنا سره يوه معنى ورکوي او لکه مولانا چې د (زمونږ مولى) په معنى ده همداسې مولوي په اصل کې مولائي يعنې (زما دوست ، سيد او مرستندوى) دمفرد لپاره استعماليږي . ديادونې وړ ده چې په عربي ژبه کې (الف ، واو او يې)دريواړه حروف علت دې يعنې اصلي توري نه دې او يو دبل پر ځاى بدليږي او اصل پکې واو دى . الله جل جلاله په قرآن کريم کې څو ځله دا کلمه راوړې : لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْساً إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْراً كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمِّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا أَنتَ مَوْلاَنَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ (سوره البقرة286) همدا راز په بل آيت کې الله تعالى فرمائي : ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ مَوْلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَأَنَّ الْكَافِرِينَ لَا مَوْلَى لَهُمْ ( (محمد11 ) ژباړه: (ددې لپاره چې الله د هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دوست او مرستندوى دې او کافران دوست او مرستندوى نه لري). نو داچې خلک د ملا ، مولنا او مولوي دکلمو په استعمال کې فرق کوي دا له پوهې نه لرې خبره ده (يعنې مولوي لوي عالم او ملا وړوکې عالم...) دا هسې په عوامو کې رواج شوي لکه ډاکټر او دوکتور . لکه څرنگه چه قرآن کریم او احادیثو کښی دمولا کلمه په الله تعالی اطلاق شویده همداراز په پرښتو او مسلمانانو هم شویده لکه الله تعالی فرمایی : فان الله هو مولاه وجبریل وصالح المؤمنين (پرته له کوم شک الله دهغه -محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم -مرستندوی دی او جبریل علیه السلام او نیک مومنان ،همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت زیدبن حارثه ته وفرمایل : أنت أخونا ومولانا