Jump to content

باکټريا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
How to read a taxoboxويکيپېډيا:How to read a taxobox
How to read a taxobox
باکټريا
Fossil range: Archean or earlier - Recent
Escherichia coli image is 8 micrometres wide.
Escherichia coli image is 8 micrometres wide.
ساينسي ډلبندۍ
شپول: Bacteria
Phyla[۱]

Actinobacteria (high-G+C)
Firmicutes (low-G+C)
Tenericutes (no wall)

آکويفيسې
Bacteroidetes/کلوروبي
Chlamydiae/Verrucomicrobia
Deinococcus-Thermus
Fusobacteria
Gemmatimonadetes
Nitrospirae
Proteobacteria
Spirochaetes
سېنرجېسټېټېس

  • unknown/ungrouped

اسيدوباکټېريا
کلوروفلېکسي
Chrysiogenetes
Cyanobacteria
Deferribacteres
Dictyoglomi
Fibrobacteres
Planctomycetes
Thermodesulfobacteria
Thermotogae

باکتریاوې(Bacteria چې په انګلیسي کې یې مفرده کلیمه bacterium ده) هغه ژوندي موجودات دي چې په هر ځای کې پیدا کېږي، تر ډېره آزاد ژوند لري او له یوې بیولوژيکي حجرې نه جوړ شوي دي. دغه موجودات د پروکاریوټي مایکرو ارګانیزمونو ډېره برخه جوړوي. باکتریاوې په معمولي ډول له څو مایکرو متره اوږدوالي سره د ژوند د لومړنیو بڼو له ډلې نه وې چې د ځمکې پر مخ څرګندې شوې او په اکثرو طبیعي مېنو او ځایونو کې موجودې دي. باکتریاوې په خاورو، اوبو، د ګرمو اوبو په چینو، د راډیو اکټیو په ضایعاتو او د ځمکې د قشر په ژورو برخو کې ژوند کوي. باکتریاوې د تغذیوي موادو د څرخې په ډېرو پړاوونو کې د مغذي موادو په موندلو، لکه: له اتوموسفیر نه د نایتروجن په تثبیت کې بنسټیز اهمیت لري. د مغذي موادو په څرخه کې د مړو اجسادو تجزیه شاملېږي؛ باکتریاوې په دې پروسه کې د خوساتوب د پړاو مسؤلیت لري. د هایډروټرمال منفذونو او یخو مشربونو په شاوخوا کې په بیولوژيکي ټولنو کې، اکسټروموفیل باکتریاوې د سلفایډ هایدروجن او میتان په څېر محلولونو ترکیبات پر انرژۍ اړوي او د پاېښت لپاره اړین مغذي مواد برابروي. همدا راز باکتریاوې په سیمبایوټیکي او پارازیټيکي اړیکو کې له نباتاتو او حیواناتو سره ژوند کوي. ډېری باکتریاوې لا مشخصې شوې نه دي او ډېرې داسې نوعې موجودې دي چې په لابراتورا کې وده نه‌شي ورکول کېدای. د باکتریاوو څېړنه د باکتریاپوهنې په توګه د مایکرو بیولوژۍ یوه څانګه بلل کېږي.

انسانان او ډېری حیوانات میلیونونه باکتریاوې لېږدوي چې ډېری یې په کولمو کې وي او یو ډېر شمېر نورې یې پر پوست برسېره وي. په بدن کې دننه او پر بدن برسېره ډېری باکتریاوې بې‌ضرره دي یا هم د بدن د ایمني یا محافظتي سیستم له امله ډېرې خطرناکې نه دي، له دې سره سره ډېری یې ګټورې هم دي، په تېره هغه باکتریاوې چې په کولمو کې دي. د باکتریاوو ګڼ ډولونه ناروغۍ زېږوي او د ساري ناروغیو، لکه: کولرا (cholera)، سفلیس (syphilis)، توري (anthrax)، جزام (leprosy) او بوبونیک طاعون (bubonic plague) لامل کېږي. تر ټولو معمولې وژونکې باکتریايي ناروغۍ تنفسي عفونتونه دي. د باکتریايي عفونتونو د درملنې لپاره انټي بیوتیکونه کارول کېږي. باکتریاوې د چټلو اوبو په تصفیه کولو او د نفتي ککړتیاوو په تجزیه، د خمیره کېدو له لارې د پنیر او مستو په تولید، د کانونو په برخه کې د سرو زرو، پالاډیوم، مس او نورو فلزاتو په بیاموندنه او د انتي بیوتیکونو او نورو کیمیاوي موادو په جوړولو کې ډېر اهمیت لري.

باکتریاوې یو وخت د سکیټزومسټونو (Schizomycetes) په توګه په پام کې نیول کېدې، خو دا مهال د پروکاريوټونو په توګه ډلبندي کېږي. د حیواناتو او نورو یوکاریوټونو د حجرو برعکس، د باکټریاوو حجرې هسته نه‌لري او ډېرې کمې یې داسې دي چې له غشا سره نښلېدلي ارګانیلونه لري. که څه هم په دودیز ډول د باکتریا په اصطلاح کې ټول پروکاریوټونه شاملېږي، خو په ۱۹۹۰یمو ز کلونو کې علمي طبقه‌بندي له دې کشف سره بدله شوه، چې پروکاريوټونه د موجوداتو له دوو داسې متفاوتو ډلو نه جوړ شوي دي چې، له لرغونو مشترکو اجدادو نه یې تکامل موندلی دی. دغه تکاملي برخې باکتریا او ارکیا بلل کېږي.[۲]

پیداېښت او لومړنی تکامل

د باکتریاوو اجداد هغه یوحجروي مایکرو ارګانیزمونه وو چې د ژوند د لومړنیو بڼو په توګه ۴ میلیارده کاله پخوا د ځمکې پر مخ څرګند شول. د شاوخوا ۳ میلیارده کلونو لپاره ډېری ارګانیزمونه مایکروسکوپي وو او باکتریاوې او ارکیا د ژوند غالب ډولونه وو. که څه هم د سټروماټولیټونو په څېر باکتریايي فوسیلونه [د لرغونو حیواناتو او نباتاتو پاتې شوني] موجود دي، خو د تشخیصي مورفولوژۍ د نه‌شتون له امله دغه فوسیلونه د دې لپاره نه‌شي کارول کېدای، چې د باکتریاوو د تکامل تاریخچه پرې وڅېړل شي یا د ځانګړو باکتریايي ډولونو د پیدایښت وخت پرې وټاکل شي. له دې سره سره، د جین تسلسل د باکتریايي فیلوجیني د بیاجوړونې لپاره کارول کېدای شي او دا څېړنې ښيي چې ،باکتریاوې په لومړیو کې له لرغونې کورنۍ یا یوکاریوټونو نه جلا شوې دي. د باکتریاوو او ارکیا تر ټولو نوی مشترک جد هیپرټوموفیل دی چې له شاوخوا ۲.۵ نه تر ۳.۲ میلیارده کاله پخوا یې ژوند کاوه. په وچه کې لومړنی ژوند په احتمالي توګه ۳.۲۲ میلیارده کاله پخوانۍ باکتریا وه.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

اصلي مېنه

باکتریاوې په هر ځای کې موندل کېږي او د دغې سیارې په هر ممکن ځای لکه: خاوره، تر اوبو لاندې، د ځمکې په ژور قشر او ان د ګرمو اسیدي اوبو په چینو او د راډیو اکټیو په ضایعاتو کې ژوند کوي. د ځمکې پر مخ نږدې 2×1030 باکتریاوې موجودې دي. دوی په سیندونو او سمندرونو، په قطبي کنګلونو او د ګرمو ځمکو په چینو کې پرېمانه دي، دا هغه ځایونه دي چې دوی په کې د سلفایډ هایدروجن او میتان په څېر محلولونو ترکیبات پر انرژۍ بدلوي او د پاېښت لپاره اړین تغذیوي توکي برابروي. باکتریاوې پر نباتاتو او حیواناتو برسېره او د هغوی په دننه کې ژوند کوي. ډېری یې د ناروغۍ لامل نه کېږي، د خپل چاپېریال لپاره ګټورې او د ژوند لپاره اړینې دي. خاوره د باکتریاوو پراخه سرچینه ده چې څو ګرامه یې شاوخوا زر میلیونه باکتریاوې لري. دوی ټولې د خاورې د اکولوژۍ، د زهري ضایعاتو د تجزیې ، له منځه وړلو او تغذیوي توکو د بیاموندلو لپاره اړینې دي. دوی ان په اتوموسفیر کې هم موندل کېږي او یو متر مکعب هوا شاوخوا سل میلیونه باکتریايي حجرې ځایوي. سمندرونه او سیندونه شاوخوا 3 x 1026 باکتریاوې لري، چې د انسان ۵۰ سلنه تنفسي اکسیجن برابروي. د باکتریايي ډولونو یوازې ۲ سلنه په بشپړ ډول څېړل شوي دي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

مورفولوژي

د باکتریاوو بڼې او اندازې ډېرې بېلابېلې دي. د باکتریايي حجرو اندازه د یوکاریوتونو شاوخوا لسمه برخه ده او اوږدوالی یې معمولاً له ۰.۵ نه تر ۵.۰ مایکرو مترو پورې دی. کم ډولونه یې د وسایلو له مرستې پرته په سترګو لیدل کېدای شي، د بېلګې په توګه: تیومارګاریټا نامیبینسیس (Thiomargarita namibiensis) نیم ملي متر اوږدوالی لري او د ایپیولوپيسکایم (Epulopiscium) اوږدوالی ۰.۷ ملي مترو ته رسېږي. تر ټولو کوچنۍ باکتریاوې، د مایکوپلازما له جنسه دي چې اندازه یې یوازې ۰.۳ مایکرو متره ده. ښايي ځینې باکتریاوې تر دې هم کوچنۍ وي، خو دغه اولټرا مایکرو باکتریاوې په سم ډول نه دي څېړل شوې.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

حجروي جوړښت

د حجرې منځني جوړښتونه

باکتریايي حجره، د یوې «حجروي غشا» په مرسته احاطه شوې ده چې ،تر ډېره له فسفولیپيډونو نه جوړه ده. دغه غشا د حجرې محتویات رانغاړي او د حجرې په دننه کې د تغذیوي توکو، پروتینونو او د سایتوپلازم د نورو اړینو برخو د ساتنې لپاره د خنډ په توګه کار کوي. د یوکاریوټي حجرو برعکس باکتریاوې په خپل سایتوپلازم کې له غشا سره نښلېدلي لوی جوړښتونه، لکه: هسته، مایتوکاندریا، کلروپلاسټ او په یوکاریوټي حجرو کې نور موجود ارګانیلونه نه ‌لري. له دې سره سره، ځینې باکتریاوې په سایتوپلازم کې له پروتین سره نښلېدلي ارګانیلونه لري چې د باکتریايي میتابولیزم اړخونه، لکه: کاربوکسیزوم وېشي. پر دې سربېره، باکتریاوې یو حجروي سکلېټ لري چې د حجرې په داخل کې پروتینونه او نیوکلیک اسیدونه کنترولوي، ځای پر ځای کوي یې او د حجروي وېش د پروسې مدیریت پر غاړه لري. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د حجرې بهرني جوړښتونه

د حجروي غشا په بیروني چاپېریال کې حجروي دېوال پروت دی. د باکتریا ججروي دېوال له پېپيټيډوګلیکان (peptidoglycan) نه جوړ دی چې هغه بیا له پولي‌ساکاريډي (polysaccharide) ځنځیرونو نه جوړ شوی، چې د D امینو اسیدونو د لرونکو پېپيټيډونو په مرسته سره نښلېدلي دي. د باکتریا حجروي دېوال د نباتاتو او فنجي له حجروي دېوال سره توپیر لري، چې په هغوی کې دغه دېوال له سلولوز او کیټين نه جوړ شوی دی. د باکتریاوو حجروي دېوال د اکیا له حجروي دېوال سره هم توپير لري، د اکیا په حجروي دېوال کې پېپيټيډوګلیکان نه‌شته. حجروي دېوال د ډېرو باکتریاوو د پاېښت لپاره اړین دی او پنسلین انټي بیوټیک (چې د پنسلیوم په نامه فنجي تولید کړی) کولای شي چې، د پېپيټيډوګلیکان په سنټز کې د یوه پړاو په تېرولو سره باکتریاوې له منځه یوسي.[۳۶][۳۷]

سرچينې

  1. "Bacteria (eubacteria)". Taxonomy Browser. NCBI. نه اخيستل شوی 2008-09-10.
  2. Hall 2008، م. 145.
  3. Godoy-Vitorino F (July 2019). "Human microbial ecology and the rising new medicine". Annals of Translational Medicine. 7 (14): 342. doi:10.21037/atm.2019.06.56. PMC 6694241. PMID 31475212.
  4. Schopf JW (July 1994). "Disparate rates, differing fates: tempo and mode of evolution changed from the Precambrian to the Phanerozoic". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 91 (15): 6735–42. Bibcode:1994PNAS...91.6735S. doi:10.1073/pnas.91.15.6735. PMC 44277. PMID 8041691.
  5. DeLong EF, Pace NR (August 2001). "Environmental diversity of bacteria and archaea". Systematic Biology. 50 (4): 470–78. CiteSeerX 10.1.1.321.8828. doi:10.1080/106351501750435040. PMID 12116647.
  6. Daum B, Gold V (June 2018). "Twitch or swim: towards the understanding of prokaryotic motion based on the type IV pilus blueprint". Biological Chemistry. 399 (7): 799–808. doi:10.1515/hsz-2018-0157. hdl:10871/33366. PMID 29894297. S2CID 48352675.
  7. Di Giulio M (December 2003). "The universal ancestor and the ancestor of bacteria were hyperthermophiles". Journal of Molecular Evolution. 57 (6): 721–30. Bibcode:2003JMolE..57..721D. doi:10.1007/s00239-003-2522-6. PMID 14745541. S2CID 7041325.
  8. Battistuzzi FU, Feijao A, Hedges SB (November 2004). "A genomic timescale of prokaryote evolution: insights into the origin of methanogenesis, phototrophy, and the colonization of land". BMC Evolutionary Biology. 4: 44. doi:10.1186/1471-2148-4-44. PMC 533871. PMID 15535883.
  9. Homann, Martin; et al. (23 July 2018). "Microbial life and biogeochemical cycling on land 3,220 million years ago" (PDF). Nature Geoscience. 11 (9): 665–671. Bibcode:2018NatGe..11..665H. doi:10.1038/s41561-018-0190-9. S2CID 134935568.
  10. Poole AM, Penny D (January 2007). "Evaluating hypotheses for the origin of eukaryotes". BioEssays. 29 (1): 74–84. doi:10.1002/bies.20516. PMID 17187354.
  11. Dyall SD, Brown MT, Johnson PJ (April 2004). "Ancient invasions: from endosymbionts to organelles". Science. 304 (5668): 253–57. Bibcode:2004Sci...304..253D. doi:10.1126/science.1094884. PMID 15073369. S2CID 19424594.
  12. Stephens TG, Gabr A, Calatrava V, Grossman AR, Bhattacharya D (May 2021). "Why is primary endosymbiosis so rare?". The New Phytologist. 231 (5): 1693–1699. doi:10.1111/nph.17478. PMID 34018613.
  13. Hall 2008، م. 84.
  14. Baker-Austin C, Dopson M (April 2007). "Life in acid: pH homeostasis in acidophiles". Trends in Microbiology. 15 (4): 165–71. doi:10.1016/j.tim.2007.02.005. PMID 17331729.
  15. Jeong SW, Choi YJ (October 2020). "Extremophilic Microorganisms for the Treatment of Toxic Pollutants in the Environment". Molecules (Basel, Switzerland). 25 (21): 4916. doi:10.3390/molecules25214916. PMC 7660605. PMID 33114255.
  16. Flemming HC, Wuertz S (April 2019). "Bacteria and archaea on Earth and their abundance in biofilms". Nature Reviews. Microbiology. 17 (4): 247–260. doi:10.1038/s41579-019-0158-9. PMID 30760902. S2CID 61155774.
  17. Bar-On YM, Phillips R, Milo R (June 2018). "The biomass distribution on Earth" (PDF). Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 115 (25): 6506–11. doi:10.1073/pnas.1711842115. PMC 6016768. PMID 29784790.
  18. Kushkevych I, Procházka J, Gajdács M, Rittmann SK, Vítězová M (June 2021). "Molecular Physiology of Anaerobic Phototrophic Purple and Green Sulfur Bacteria". International Journal of Molecular Sciences. 22 (12): 6398. doi:10.3390/ijms22126398. PMC 8232776. PMID 34203823.
  19. Pommerville 2014، م. 3–6.
  20. Krasner 2014، م. 38.
  21. Wheelis 2008، م. 6.
  22. Wheelis 2008، م. 362.
  23. Schulz HN, Jorgensen BB (2001). "Big bacteria". Annual Review of Microbiology. 55: 105–37. doi:10.1146/annurev.micro.55.1.105. PMID 11544351. S2CID 18168018.
  24. Williams, Caroline (2011). "Who are you calling simple?". New Scientist. 211 (2821): 38–41. doi:10.1016/S0262-4079(11)61709-0.
  25. Robertson J, Gomersall M, Gill P (November 1975). "Mycoplasma hominis: growth, reproduction, and isolation of small viable cells". Journal of Bacteriology. 124 (2): 1007–18. doi:10.1128/JB.124.2.1007-1018.1975. PMC 235991. PMID 1102522.
  26. Velimirov B (2001). "Nanobacteria, Ultramicrobacteria and Starvation Forms: A Search for the Smallest Metabolizing Bacterium". Microbes and Environments. 16 (2): 67–77. doi:10.1264/jsme2.2001.67.
  27. Dusenbery, David B (2009). Living at Micro Scale, pp. 20–25. Harvard University Press, Cambridge, Massachusetts ISBN 978-0-674-03116-6.
  28. Slonczewski JL, Foster JW (2013). Microbiology : an Evolving Science (Third ed.). New York: W W Norton. p. 82. ISBN 978-0393123678.
  29. Bobik TA (May 2006). "Polyhedral organelles compartmenting bacterial metabolic processes". Applied Microbiology and Biotechnology. 70 (5): 517–25. doi:10.1007/s00253-005-0295-0. PMID 16525780. S2CID 8202321.
  30. Yeates TO, Kerfeld CA, Heinhorst S, Cannon GC, Shively JM (September 2008). "Protein-based organelles in bacteria: carboxysomes and related microcompartments". Nature Reviews. Microbiology. 6 (9): 681–91. doi:10.1038/nrmicro1913. PMID 18679172. S2CID 22666203.
  31. Kerfeld CA, Sawaya MR, Tanaka S, Nguyen CV, Phillips M, Beeby M, Yeates TO (August 2005). "Protein structures forming the shell of primitive bacterial organelles". Science. 309 (5736): 936–38. Bibcode:2005Sci...309..936K. CiteSeerX 10.1.1.1026.896. doi:10.1126/science.1113397. PMID 16081736. S2CID 24561197.
  32. Gitai Z (March 2005). "The new bacterial cell biology: moving parts and subcellular architecture". Cell. 120 (5): 577–86. doi:10.1016/j.cell.2005.02.026. PMID 15766522. S2CID 8894304.
  33. Shih YL, Rothfield L (September 2006). "The bacterial cytoskeleton". Microbiology and Molecular Biology Reviews. 70 (3): 729–54. doi:10.1128/MMBR.00017-06. PMC 1594594. PMID 16959967.
  34. Norris V, den Blaauwen T, Cabin-Flaman A, Doi RH, Harshey R, Janniere L, Jimenez-Sanchez A, Jin DJ, Levin PA, Mileykovskaya E, Minsky A, Saier M, Skarstad K (March 2007). "Functional taxonomy of bacterial hyperstructures". Microbiology and Molecular Biology Reviews. 71 (1): 230–53. doi:10.1128/MMBR.00035-06. PMC 1847379. PMID 17347523.
  35. Feijoo-Siota L, Rama JL, Sánchez-Pérez A, Villa TG (July 2017). "Considerations on bacterial nucleoids". Applied Microbiology and Biotechnology. 101 (14): 5591–602. doi:10.1007/s00253-017-8381-7. PMID 28664324. S2CID 10173266.
  36. van Heijenoort J (March 2001). "Formation of the glycan chains in the synthesis of bacterial peptidoglycan". Glycobiology. 11 (3): 25R–36R. doi:10.1093/glycob/11.3.25R. PMID 11320055. S2CID 46066256.
  37. Koch AL (October 2003). "Bacterial wall as target for attack: past, present, and future research". Clinical Microbiology Reviews. 16 (4): 673–87. doi:10.1128/CMR.16.4.673-687.2003. PMC 207114. PMID 14557293.