Jump to content

د لېوالتیا پرته سکس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لېوالتیا پرته جنسي اړيکه [۱] (په انګرېزي: Hookup culture)، هغه حالت ته ويل کېږي چې دواړه لوري پرته له دې چې یوبل ته وفاداره او ژمن وي خو جنسي اړيکه ترسره کوي. په ساده اصطلاح؛ له يو بله ډېر توقعات نلري.

له ژمنتیا پرته جنسي اړيکه

معمولاً د نر او ښځې ترمېنځ جنسي اړيکې هغه مهال دود وي چې د يوبل سره يې واده کړی وي، يا د مينې اړيکه ولري، خو داسې اړیکه هم شتون لري چې نارينه او ښځینه پرته له هیڅ تمې د يوبل سره جنسي اړيکې ترسره کوي، نو دې ته د لېوالتيا يا ژمنتيا پرته جنسي اړيکه ويل کېږي چې زياتره په پرمختللو او غيراسلامي هېوادونو کې دود دي، خو په اسلامي هېوادونو کې هم د پام وړ ډېرښت لري.

نوم پېژندنه

[سمول]

دې ډول اړیکو ته په انګرېزي ژبه کې Hookup culture (هوکاپ کلچر) ويل کېږي چې پښتو ژباړه يې «د يوځای کېدو دود» دی.

دا اصطلاح پر دغه ډول کار نومول شوې، خو په پښتو کې دا اصطلاح د تګلارې اصلي څرنګوالی ښيي، ځکه چې کوم ځانګړی نوم نلري. نو په ساده او واضح توګه «د ژمنتیا يا تمې پرته جنسي اړيکه» ورته ويل کېږي.

تاريخ

[سمول]

د تکامل بېولوژیسټ استاد جاسټین ګارسیا او نورو «د لېوالتيا پرته جنسي اړيکو» ته د "کلتوري انقلاب" نوم ورکړی چې شاوخوا په 1920 زېږدیز کال کې دا دود پیل شوی. دوه تاریخپوهان "ډیمیلیو" او "فریډمن" په دې باور دي چې دا ډول غیرمعمولې اړیکې لومړی د پوهنتون محصلينو په مېنځ کې آند دا چې د 1920 لسیزې څخه مخکې پيل شوي، یعنې د 1800 پېړۍ.

دوی د دې پدیدې توضیحات څېړلي چې څنګه د تاریخي او کلتوري فساد په ترڅ کې رامینځته او دود شوي، لیزا وېډ یوه ټولنپوه وايي چې په نولسمه پیړۍ کې زياترو لوړعمره کسانو د تن پلورونکو ښځو، بې وزلو مېرمنو او مريانو سره جنسي اړيکې ټينګولې. د 1800 لسیزې په بهير کې، همجنسبازانو هم د ژمنتیا پرته جنسي اړيکې منلي وې او په لنډمهاله ځایونو لکه د هوټلونو او په دښتونو کې د تختو او لرګيو کورونو کې یې یو بل سره وخت ټاکه ترڅو دا کارونه ترسره کړي.


د 1960 لسیزې "جنسي انقلاب" د جنسي اخلاقو د کمېدو لامل شو، چې په پایله کې یې له واده مخکې سکس په ټولنیز ډول د منلو وړ شو. د ګارسیا او فریېتاس په ګډون ځينو څېړونکو موندلي چې د مينې اصلي اړيکې له دې دود سره کمې شوي، ځکه دا ډول اړیکې ترې بریالۍ دي، ډېر سرخوږی او مسوليتونه نه جوړوي. د ۱۹۹۰ لسیزې په مېنځ کې يو بل ټولنيز څېړونکي فریتاس وموندله چې دا ډول کار د لویانو ترمنځ د جنسي اړیکو منل شوې بڼه وه؛ په ځانګړې توګه د هغه چا ترمېنځ چې د پوهنتون په ليليه کې ژوند کوي.

دود

[سمول]

معمولاً دا ډول اړیکې د غربي هيوادونو په ځوانو محصلينو کې دود دی، د پوهنتون له ټولګيو څخه د صميميت کچه يې لوړه شي او تر دې چې یوبل ته ډېر په عادي سترګه ګوري.

خو داسې حالتونه پکې راځي چې کله کله يوبل سره وخت وټاکي باغ، رسټورانټ يا کورونو ته لاړ شي په دې موخه چې جنسي اړيکه ترسره کړي، خو له يو بله هېڅ تمه نلري.

که چېرته دواړه کوم بل چاسره واده يا د مينې اړيکه لري بياهم مهمه نده، خو دوی يوه عادي اړيکه ترسره کوي، چې د وخت په تېرېدو دا کار هلکانو او نجونو ترمېنځ په یوه دود بدل شوی دی.

دا ډول کارونه تر ډېره د هغه ټولنو ترمېنځ دود دي چې هلکان او نجونې يوبل سره ګډوډ او عادي چاپېریال کې وي. په پوهنتون کې ټولګیوالان، په کارونو کې همکاران، يا همداسې په تفريحي ځایونو، ښارونو، پارکونو، سړکونو، بازارونو يا ټولنيزو شبکو کې سره معرفي شويو هلکانو او نجونو ترمېنځ ډېر دود دی.

دا کار يوازې جنسي اړيکه ترسره کول ندي، بلکې د يوبل سره هغه کارونه چې په دې اړوند کې راځي ترسره کولو ته د دغه کلتور نوم ورکول کیږي، د بېلګې په توګه ښکلول، غېږه، د بدن حساس ځايونه لمسول.

ورته ليکنې

[سمول]

په پښتو ویکيپېډيا کې ځينې اړوند جنسي ليکنې په لاندې مخونو کې موندل کېږي:

ميشېنري (د سکس ماډل)

ډاګي سټایل

د واده شپه

د بکارت پرده

پېغلتوب

جینوفوبیا

اورګاسم

اوږدمهاله اورګاسم

مینیوپز

جنسي ځورونه

جنسي تېری

جنسي غلامي

د نعوظ اختلال

سرچينې

[سمول]
  • Bogle, K. A. (2007). "The Shift from Dating to Hooking Up in College: What Scholars Have Missed". Sociology Compass. 1 (2): 775–788. doi:10.1111/j.1751-9020.2007.00031.x. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  • Bogle, Kathleen A. (2008). Hooking Up: Sex, Dating, and Relationships on Campus. New York: New York University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0814799697. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  • Freitas, Donna (2013). The End of Sex: How Hookup Culture is Leaving a Generation Unhappy, Sexually Unfulfilled, and Confused About Intimacy. New York: Basic Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-00215-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  • Kimmel, Michael (2008). Guyland. New York: Harper. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-083134-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  • Sax, Leonard (2005). Why Gender Matters. Doubleday. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780385510738. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  1. تشه سرچينه (لارښود)