د نعوظ اختلال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نعوظ په سکستراپیۍ کې یوه مشهوره اصطلاح ده او معمولا منظور یې دادی چې د نارینه جنسي اله ولاړ حالت نشي پيدا کولی یا ژر لوېږي او مړاوی کېږي. د يوشمېر نارینه وو لپاره په یوه لوی سرخوږي بدل شوی، نعوظ په خپل ذات کې له ځانه سره ځینې نوري رواني ستونزې هم زېږوي او خپله هم د پراخه لاملونو په لرلو سره یو پيچلی شوی اختلال دی.

د نعوظ اختلال

غواړو یو پر بل پسی یې لامولونه وشمیرو او هر یوه ته حل پيدا کړو:

لومړی[سمول]

ډېری نارینه له خپلې میرمنې سره سني، ذهني او جسمي توپیرونه لری، اړیکو کې ستونزې لری او دا خبره د امریکا د ارواپوهانو د ټولنې د ورستيو څېرنو په يوه راپور کې هم راغلې چې ښې اړيکې په ښه جنسي اړیکه او ښه جنسي اړیکي په ښو خپل منځي اړيکو اغېز شیندي، نو اړينه ده، چې دا او دې ته ورته مسالې له ځانه سره حل کړو تر څو نعوظ په خپله حل شي.

دويم:[سمول]

ځینې نارینه د جنسي اړیکو له پيله دا ستونزه لري او ښه خبره دا ده، نوي واده لرونکي نارینه ژر تر ژره خپله دغه ستونزه په اروايي مشاوره حل کړي. په نارینه و کې تقریباً شایع ده یانې له خپلو ډېرو واده شویو نارینه مراجعینو څخه مې اورېدلي چې په نعوظ وخت ناوخت اخته شوي او په ځینو کې تر یوه مهاله او په ځېنو کې یې د اختلال تر بریده مخته تګ کړی.

درېیم:[سمول]

ځینې ښځینه د واده په لومړیو کې د خاوند پروړاندې مقاومت څرګندوي او په اسانۍ جنسي اړیکې ته نه چمتو کې کېږي چې دا ډول چلند نه یوازې دا چې د نعوظ لامل ګرځي د زود انزالی لامل هم ګرځي، تر ټولو ښه چلند دا دی چې لومړی حساسیت او بیا غبرګون ونه کړل شي او تر ډېره دا مساله عاطفي مدیریت شي نه د ظلم، تېري او استفادې په ډول.

څلورم:[سمول]

نعوظ وخت ناوخت طبی یا جسمی لامل لري او اړینه ده چې درملیزه درملنه یې وشي او په دغه برخه کې یوه یورلوژیست ډاکټر ته مراجعه وشي تر څو مساله په دوايي درملنه حل شي او که په طبي برخه کې هم هڅه شوي هیله کوم چې بیا هڅه وشي تر څو په دقیق ډول تشخیص او درملنه وشي.

پنځم:[سمول]

هڅه باید وشي چې نا امیده نشو ځکه چې نږدې د نړۍ ۹ تر ۱۰ په سلو کې نارینه په ارثي ډول دا ستونزه له ځان سره راوړي او لازمه نه ده چې ډېره خوا ورته بده او فکر ورته خرابه شي هغه اصطلاح ده وايي ((چې په عالم ده په ما څه غم دی)) په دغه برخه کې میرمنو ته ډېر احتیاط په کار دی، ځکه چې ډېر ځله د ښخو ننګول د نعوظ د زیاتیدو په برخه کې ډېره بده اغېز او ونډه لوبولې ده.

شپږم:[سمول]

نعوظ په ځینو نارینه و کې د هورمونونو د ګډوډیو په خاطر هم وي یانې د ځینو هورمونو د ترشح او نه ترشح کېدل هم ځېنې نارینه په نعوظ اخته کړي او په ډېرو نارینه و کې چې دغه ستونزه حل شوې د نعوظ ستونزه یې خپله حل شوي.

اووم:[سمول]

په ځینو نارینه و کې ځکه د نعوظ ستونزه پيدا کېږي چې سګرټ، قیلون (چلم)، نصوار او شراب الکل) کاروي دا نشه یي توکي او مواد په مرکزي عصبي سیستم تاثېر کوي او کمزوري کوي یې او که کوم نارینه له وړاندې په نعوظ اخته وي او پورتنۍ نشې وکړي د نعوظ حل یې خورا سخت او ناشونې کېږي.

اتم:[سمول]

ځينې نارینه له خپل اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي وضعیت نه په متواتر ډول ځورېږي او دغه کار د دوی په جنسي ژوند هم خپله اغېز پرېښې او له ډېرو سره چې مسلکي مرکې شوي د نعوظ له ستونزې هم سر ټکولی په دې برخه کې وروستۍ څېړنې څرګندوي چې اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي چارې هم په نعوظ نیغ په نیغه اغېز لرلی. ځینې مالي تېروتنې، ځينې ټولنیز ارزښتونه او ځینې منفي فرهنګونه او د هغو اغېز په ځپله د یوې رواني سرګردانۍ لاملونه دي او دغه اروايي حالت په جنسي ژوند ډېر اغېز کړی.

نهم:[سمول]

ځینې نارینه د زود انزالی فوبیا (وېره) لري او دا وېره د نعوظ لامل ګرځي له نیکه مرغه څه موده وړاندې له همدغه ډول یوه مراجع سره مخامخ شوم، چې هیڅ راز هورموني، جسمي، جنسي ستونزه یې نه لرله خو د ذهن له اړخه په وېره کې وه او نعوظ ورته پيدا شوی وه او ډېر د خجالت او کمۍ احساس ورته پیدا شوی وه آن ویل یې چې زه حاضر یم چې د بدن کوم غړی پرې شي خو په دې شرط چې د نعوظ ستونزه مې حل شي له نیکه مرغه وروسته له ۵ جلسو په ستونزه غالب شو او ستونزه یې حل شوه.

لسم:[سمول]

ځېنې نارینه د جنسي اړیکو میل او شوق نه لري او دا لامل ګرځي چې نعوظ ورته پيدا شي دا دوه څرګند لاملونه لري، که له ذهني اړخه میل او مینه یا علاقه نوي جنسی رابطه سخته او نعوظ پيدا کېږي خو که مساله د کوم اروايي یا رواني اختلال وي بیا کیدای شي ژرخپګان لامل وي او په ژور خپګان کې هم دو ډوله پيښېږي یو رفلیکسی یانی کله چې په جسم لږېږه نه تحریکېږي دویم فانتزی یا خیالي وي چې ژوز خپګان ستاسو میل او برانګیتګي مهاروي او تاسو نه تحریک کېږی او نعوظ پيدا کوی او سره له دې ژور خپګان د ښځې په ارګازم کې هم ځنډ راولي او دا ځنډ په نارینه کې د نعوظ لاملونه برابروي دغه مورد په نارینه او ښځینه کې د اضطراب او استرس په لرلو سره هم پيدا کېږي.

یوولسم:[سمول]

په خپل سره د دوا کارول متاسفانه نن سبا زموږ په کورونو کې بېلابېل درمل لیدل کېږي، د بېلګې په ډول د زکام دوا، د سردرد ګولۍ، د فشار ګولی او داسې نور دا ټول که د ډاکټر په مشوره وي که نوي د ځینو نرانو د نعوظ لامل شوي په داسې یوه حالت کې ښه خبره ده ده، چې له یوه معالج ډاکټر سره خبرې وشي، نن سبا د ځینو نشه یي توکولو کارول هم د دوا په څېر کارول کېږي د بیلګې په ډول د آفتامینونه، کوکاین، ماری جوانا چې ډېر بد او سخت تاثېر لري.

دوولسم:[سمول]

خښم، چاغښت او اروايي ناروغتیا هم د نعوظ لاملونه بللی شو ځکه چې خښم د د جنسي الې د وینې جریان ټيټوي او که دغه خښم پر مېرمن وي جنسي اړیکه بیخي ناشوني کوي، چاغښت هم همدا ډول دی، پر نفس د اعتماد ټيټوي، شکر پيدا کوي، د نارینه هورمونونه ټيټوي، انسان لږ فعالیت کوي، د وینې فشار لوړېږي، د هضم په سیستم کې ستونزې پيدا کوي او دا ټول د جنسي سالمې اړیکې وژونکي دي او نعوظ یې یوه لویه نښه ده، د سالم جسم لرل، د یوه طبیعي جنسي اړیکې اړتیا ده، کوم نارینه چې اروايي روغتیا ولري، وزن یې سم وي، و دینې فشار یې سم وي، زړه او معده یې ښه کا کوي د ژوند ډول یې سم وي، خواړه یې سم وي او دا ټول له یوې سالمې جنسي اړیکې ته اړتیا لري.

پایله[سمول]

پورتنیو خبرو ته په پاملرنې سره ډېری جنسي ناروغۍ په پورتنیو لاملونو پورې اړه لري او ښه خبره ده چې په وړکي ستونزه پيدا کېدو سره ژر تر ژره د موضوع اړوند متخصص سره په جریان کې شو.

اړوند ليکنې[سمول]

ارګاسم

اوږدمهاله ارګاسم

جنسي اړيکه

موټ وهل

د بکارت پرده

پېغلتوب

سرچينه[سمول]

 Cunningham GR, Rosen RC. Overview of male sexual dysfunction. In: UpToDate, Martin KA (Ed), UpToDate, Waltham, MA, 2018.^ a b c d e f g h i j k l m Chowdhury SH, Cozma AI, Chowdhury JH. Erectile Dysfunction. Essentials for the Canadian Medical Licensing Exam: Review and Prep for MCCQE Part I. 2nd edition. Wolters Kluwer. Hong Kong. 2017.^ Montague DK, Jarow JP, Broderick GA, Dmochowski RR, Heaton JP, Lue TF, Milbank AJ, Nehra A, Sharlip ID (July 2005). "Chapter 1: The management of erectile dysfunction: an AUA update". J. Urol. 174 (1): 230–39. doi:10.1097/01.ju.0000164463.19239.19. PMID 15947645.^ Frederick LR, Cakir OO, Arora H, Helfand BT, McVary KT (October 2014). "Undertreatment of erectile dysfunction: claims analysis of 6.2 million patients". The Journal of Sexual Medicine. 11 (10): 2546–53. doi:10.1111/jsm.12647. PMID 25059314.^ Delgado PL, Brannan SK, Mallinckrodt CH, Tran PV, McNamara RK, Wang F, Watkin JG, Detke MJ (2005). "Sexual functioning assessed in 4 double-blind placebo- and paroxetine-controlled trials of duloxetine for major depressive disorder". The Journal of Clinical Psychiatry. 66 (6): 686–92. doi:10.4088/JCP.v66n0603. PMID 15960560.^ "Neurogenic Sexual Dysfunction in Men and Women". Neurologic Bladder, Bowel and Sexual Dysfunction. S2CID 35058570.^ "Male Sexual Dysfunction Epidemiology". Erectile dysfunction. Armenian Health Network, Health.am. 2006. Retrieved 2007-10-07.^ Lue TF (2006). "Causes of Erectile Dysfunction". Erectile dysfunction. Armenian Health Network, Health.am. Retrieved 2007-10-07.^ a b "Erectile Dysfunction Causes". Erectile Dysfunction. Healthcommunities.com. 1998. Retrieved 2007-10-07.^ "Erectile Dysfunction". Retrieved 2010-07-01.^ Peate I (2005). "The effects of smoking on the reproductive health of men". Br J Nurs. 14 (7): 362–66. doi:10.12968/bjon.2005.14.7.17939. PMID 15924009.