اورګاسم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د اورګاسم پرمهال يوه ښځه چې استمناء کوي « دا انځور د يوې مډلينګ ښځې له خوا کاږل شوی.

اورګاسم په انګرېزي: (orgasm) په پښتو: د جنسي اړيکې خوند وروستي پړاو ته رسېدلو ته وايي - کله چې د ښځې او نارينه جنسي اړيکې پرمهال جنسي خوند يا لذت خپل اوج ته ورسېږي، دې ته اورګاسم وايي، په نارينه وو کې د جنسي خوند وروستي پړاو د اورګاسم څو شېبې وروسته نارينه انزال کېږي، د ښځينه وو ارګاسم وروسته د ښځينه د تناسلي آلې څخه مایع اوبه راوزي. او ورسته له هغه ارګاسم پای ته رسېږي. همدا راز د ځينو ښځو د اورګاسم پرمهال د دوی د تيانو سرونه سيخ او کلک کېږي. د اورګاسم پای ته رسېدو وروسته بدن د سکون او ارامتیا احساس کوي، او بدن يې سست کېږي بېرته عادي حالت ته را ګرځي.

اورګاسم ته رسېدل[سمول]

د لمبیک سیسټم - د اورګاسم کنټرول مرکز

اورګاسم يا د جنسي خوند وروستي پړاو ته د رسېدو اسانه لار د ښځينه او نارينه د جنسي غړو مستقيم يا غير مستقيم تحرک دی. دا تحرک د جنسي اړيکې يا سکس، استمناء، يا د جنسي آلاتو په وسيله ترسره شي‌. د ښځې جنسي تحريک کولای شي د ښځې د تناسلي الې د تنګښت او سختوالي سبب شي، يعني کله چې ښځه جنسي تحريک شي «دننه رحم يې تنګ، کلک او چمتو کېږي، او همدا راز د تيانو يا سينې سرونه يې لکه ستنه شخ درېږي » د نارينه وو جنسي تحريک پرمهال د نارينه وو د خولې اوبه لږ توروې کېږي، او همدا راز په تنفس اخيستلو کې يې بدلون راځي د زړه تکان يې ډېرېږي، جنسي آله يې کلکه درېږي.

د نارينه وو اورګاسم[سمول]

نارينه د اورګاسم پر مهال د لذت او خوند اخيستلو احساس کوي، د تناسلي الې څخه د لوندوالي احساس کوي. نارينه د ښځو په پرتله ډېر ژر ژور جنسي خوند ته رسېږي.

د ښځو اورګاسم[سمول]

د ښځینه اورګاسم او اړوند ارګانونو دمخه ، دوران او وروسته د محرک مرحلو سکیماتیک نمایندګي


د نارينه وو په پرتله په ښځو کې د جنسي خوند وروستي پړاو ته رسېدل خورا پېچلی او توپير لرونکې مسله ده، ښځينه په منځنۍ توګه د ۱۰ څخه تر ۲۰ دقيقو پورې په ارګاسمي حالت کې وي، د يادونې وړ ده چې دا ۱۰ څخه تر ۲۰ دقيقې وخت د دوی د اورګاسم وخت وي، نه ارګاسم ته د رسېدو وخت. عمر پر اورګاسم ډېر اغېزې لري، کومې ښځي چې ډېر عمر لري، ژر اورګاسم ته رسېږي او کومې ښځې چې ډېر عمر لري په ځنډ سره اورګاسم ته رسېږي.

يو نارينه بايد په سمه توګه د جنسي مهارتونو څخه خبر وي، ترڅو په سمه توګه مېرمن اورګاسم ته ورسوي، ځکه که مېرمن ارګاسم ته ونه رسيږي د جنسي اړيکې څخه هېڅ خوند نه اخلي او علاقه يې سړېږي، همداراز ډېرې نورې جنسي اروايي ستونزې ورته پېښږي.

په ښځو کې د ارګاسم نښې:

کله چې ښځه اورګاسم ته ورسيږي د تيانو سرونه يې شخ کېږي، د خوند اخيستلو احساس کوي، د زړه ضربه يې تېزېږي، همدا راز جنسي غړی يې دننه د تنګوالي احساس کوي، د جنسي آلې څخه يې مایع اوبه را وزي.

ولې ځينې مېرمنې اورګاسم ته نه رسېږي ؟[سمول]

ډېری مېرمنې د خپل احساس له لاسه جنسي خوند ته نه رسېږي، ځکه جنسي لېوالتيا، مينه او علاقه نه لري، دا ښايي ډېر دلايل ولري، ځينې يې پر لاندې ډول دي:

• په ناوړه اروايي چاپېريال کې ژوند کوي

• د اسټرس او خپګان سره مخ وي

• په ناسم ډول جنسي نږدېوالی کوي

• جنسي شريک يې په سمه توګه اورګاسمي حالت ته نشي رسولی

• جسمي دردونه لري

• د نارينه ژر انزالېدو څخه تر پوزې راغلې

• په نارينه کې د نعوظ ګډوډي شتون لري

• لږې او د مهالوېش اړونده جنسي اړيکې نيسي،

• د جنسي اړيکو اړوند پوره مالومات نه لري.

اورګاسم ته د رسېدو لارې چارې[سمول]

ذهني چمتوالی، د جنسي اړيکې دواړه غاړې بايد ذهني چمتوالی ولري، هره ښه او بده خاطره له ذهن څخه وباسي،

مينه او شوق: جنسي اړيکې بايد په مينه او شوق سره ترسره شي، بېړه کول ياني په جنسي اړيکه کې تناقض؛ په جنسي اړيکه بېړه يا چابکوالی يو له هغو دلايلو څخه دی چې دواړه غاړو ته بېلابېلې ستونزې پیښوي.

د جنسي اړيکو څخه موخه يوازې د نارينه او ښځينه تناسلي آلې يو ځای کېدل نه دي، بلکې نور کارونه شته چې بايد ترسره شي، لکه مينه ، ښکلول او ...

په جنسي اړيکه کې بايد ښځينه پوره چمتوالي ته پرېښودل شي:

کله چې يوه ښځه جنسي اړیکې ته چمتوالی يا لېوالتيا نه لري نارينه ته په کار ده چې جنسي اړيکه ورسره ټينګه نه کړي، ځکه بيا اورګاسم ته نه رسېږي, او ډېرې نورې ستونزې ورته پېښېږي چې عبارت دي له: اسټرس، خپګان ، اضطراب او ګڼ شمېر نورې جنسي ستونزې.

کاندوم کارول: په جنسي اړيکه کې کاندوم کارول هم مرسته کوي ترڅو مېرمنه ژر جنسي خوند يا ارګاسم ورسوي.

لمس او پارونه: نارينه بايد د ښځو حساس ځايونه لمس کړي، په مينه ، ترڅو هغه اورګاسم ته ورسيږي.


د اورګاسم ډولونه[سمول]

ارګاسم پر دوه ډوله دی، لومړی واژينال يانې د مندکې د پارونې په وسيله، دويم کليتورال يانې د جنسي غړي په سر کې يوه برخه ده، چې کېلټوريس نومېږي، د هغې برخې په پارولو سره ترسره کېږي، ښځې په همدې دوه ډوله پارول کېږي او ارګاسم ته رسېږي.

خو نورې برخې لکه د جې په ټکي کې، د سينو له لارې، ذهني، څوګونی (پرلپسې) او په يوه مهال واژينال او کېلټورال هم پېښېږي. چې وروستی ډول يې په مېرمنو کې ډېر پياوړی ارګازم ګڼل کېږي.

اورګازم جنسي کليمه ده چې پښتو د ژور جنسي خوند وروستي پړاو او سړېدو په مانا کارول کېږي، د ارګازم کليمه نن صبا په علمي بحثونو کې عامه ده او ډېره کارول کېږي، د ارګازم بهير په میرمنو کې د نارينه وو په پرته خورا پېچلی دی،

د مېرمنو اورګاسم يا ژور جنسي خوند په متوسطه توګه د لسو څخه تر ۲۰ دقيقو وخت نيسي، يانې ډېر غځېږي او مېرمنې اورګاسم ته رسول خورا او پېچلی او سخت کار دی، دا ۱۰ يا ۲۰ دقيقې وخت د میرمنو د اورګاسم وخت دی، نه اورګاسم ته د رسېدو وخت.

که څه هم اورګاسم ته د رسېدو وخت څرګند نه دی، خو د ځينی مهارتونو په وسيله يې ځنډنی مهال را لنډولی شو، څېړنې ښيي چې د اورګاسم لړۍ د دواړو خواوو ياني نارينه او ښځينه وو په عاطفي شرايطو پورې تړاو لري.

د نړۍ په کچه يوازې درې برخې مېرمنې د جنسي نږدېوالي پرمهال په منظمه توګه اورګاسم ته رسېږي، چې د جنسي فعاليت ډولونو ته په کتو سره يې د جنسي زور خوند بېلابېلې درجې په ګوته کړې دي، دا هم په ګوته شوې چې د جنسي نږدېوالي پرمهال د ښځو اورګاسم ته نه رسېدل ښايي د ډېرو جنسي ستونزو لامل شي.

د ګډ ژوند ډېری ستونزې په جنسي اړيکو کې د ژور جنسي خوند ته نه رسېدو پورې تړاو لري، دواړې خواوې بايد په بشپړه مهارتي توګه اړيکې ترسره کړي، نارينه بايد په پوره توګه د هغو مهارتونو څخه ځان خبر کړي چې کولای شي میرمن يې اورګاسم ته ورسوي، ځکه که مېرمن ارګاسم ته ونه رسيږي د جنسي اړيکو څخه يې علاقه سړېږي او بيا زړه نه ښه کوي همدا راز ښايي د ډېرو ستونزو سره هم مخ شي.

پړاوونه[سمول]

د ارګاسم پړاوونه:

لومړی پړاو:

د ځنډ او توقف احساس پيلېږي، او يوازې څو شېبې وخت نيسي، حسي هوښياري له مېنځه ځي، يانې: حس يې کار نه کوي، او د مېرمنې د جنسي غړې نه په ښکاره ډول مایع اوبه راوزي.

دويم پړاو:

اورګاسمي حالت پيدا کېږي، يانې شخص ارګاسم ته د رسېدو احساس کوي، او د ګرمۍ احساس له خاصرې لګن څخه پيلېږي او په ټول بدن کې خپرېږي.

درېيم پړاو:

په اورګاسمي حالت کې ذهني پرمختګ راځي يا ښکېل کس د پرمختللي اورګاسم احساس کوي، د مهبل او خاصرې لګن سوري غير ارادي خلاص او تړل کېږي.

انزال[سمول]

د ارګاسم يا جنسي خوند وروستي پړاو، وروسته نارينه انزال کېږي ، که څه هم د نارينه او ښځينه وو د جنسي وخت وروستي پړاو د رسيدو وروسته دواړه په يوه پای ته رسېږي، يانې د ښځې اورګاسم او د نارينه انزال هم مهاله دی،

د نارينه د انزال وروسته، د نارينه د تناسلي الې څخه مني را بهر کېږي چې دې ته انزال وايي، او د ښځې د مهبل يا جنسي آلې څخه نرې مايعات راوزي چې په ځينو اصطلاحاتو کې ورته اووم ويل کېږي، د ښځينه اووم او نارينه مني تر منځ توپير دی. د نارينه مني ډېرې خټه مایع وي، خو د ښځې اووم نري او ښویی وي.

که چېرته نارينه د ښځينه څخه ترمخه انزال شي، دا په جنسي اړيکه کې ترټولو بده پدیده ده، ځکه ښځه پر نيمه پرېښودل کېږي. د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره بايد هېڅ شرم ونشي او د يو چا څخه مشوره وغوښتل شي چې يو ماهر جنسي ډاکټر در وپېژني.

ورته ليکنې[سمول]

اوږدمهاله اورګاسم

ژر انزالېدل

د جنسي مسلو په اړه بشپړه مالوماتو لپاره لاندې پښتو کاريال يا اپليکشن ډانلوډ کړئ؛

https://play.google.com/store/apps/details?id=com.pashto.sex.larshod&hl=en_AU&gl=US

سرچينه[سمول]

https://www.twitter.com/eshaq_azizi1

د انګرېزي ويکيپېډيا پوهنغونډ

https://www.en.wikipedia.org Archived 2020-04-22 at the Wayback Machine.