استمناء

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

موټک وهل یا په لاس ځان انزالول (اِستِمناء د نرانو لپاره او استِشهاء یا اشتیا راوړنه [۱] د مېرمنو لپاره) د جنسي هوس د سړولو لپاره کارول کېږي،

دا کړنه خپله د ځان له خوا, یا د هم ماشیني آلاتو په وسیله, جنسي غړو باندي لاس ښورولو او په موږلو کيږي. او تر څو د خوند وروستي پړاو ته تر رسېدو پورې دې کړنې ته دوام ورکول کېږي. په نرانو کې د مني بهر راوتو سره جنسي هوس او خوند وروستي پړاو ته رسيږي، او په مېرمنو کې د اووم په راوتو سره جنسې هَوَسْ پای ته رسيږي.[۲]

په لاس ځان انزالول خپله د ځان له خوا کیږي" مګر که بل څوک هم ځانګړي غړي ( د نر يا ښځي تنازلي آلې)ته لاس وروړي او په خوځښت یې راولي نو په هغه حالت کې هم انزال کيږي.[۳] په لاس ځان انزالول په اهل‌سنت دين کې علماء بيلابيل نظرونه لري. ځینې یې لکه امام مالک او امام شافعي یې په مطلق ډول حرام ګڼې،

ځینې تابعین یې بشپړ روا ګڼي او یوه بله ډله (حنفي او حنبلي) یې په هغه وخت کې روا ګڼې چې له مجرد شخص څخه د زنا د پېښېدو وېره وي. (يعنې دا چې موټک وهل وهل د هغه د زنا د مخنيوي سبب شي.)

علامه یوسف قرضاوي، په خپل کتاب الحلال و الحرام کې د معاصرینو علماوو په وینا لیکي چې مباح دی، او که چېرې بیا د گناه د پېښېدو وېره وي نو کولای شي چې په شهوت سره ځان خپله خلاص کړي، په دې موخه چې لږ تاوان وویني، یعني دا چې موټک وهل کوچنۍ ګناه ده نسبتاً زنا ته.[۴][۵]

پر روغتيا اغيزي[سمول]

پخوا وختونو کې موټ وهل د جنسي او ذهني ناروغيو څخه يوه ناروغي ګڼل کيده، د نولسمې پيړۍ اروپا کې ډاکټرانو، معلمانو او طبې څيړونکو د يوي بي ساري ناروغۍ چلند ورسره کاوه چې بايد له مينځه يې يوسي.

خو د رنځپوهنې(طب) او اروا پوهني له اړخه په لاس ځان انزالول (موټک‌وهل) ناروغي نه بلکي يو نورماله او طبيعي عادت دی، خو که د کنټرول نه ووزي ښايې عامل شخص د خطرناکو ناروغيو سره مخ شي. چې بايد يو رواني ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د «تشخیص او درملنې لارښودنې کتابچې(مرک) کې راغلي: [موټک وهل] » يوازې هغه وخت غير طبيعي عادت دی، چې د خپلې ميرمنې سره د جنسي اړيکو او پاملرني د مخنيوي سبب شي، يا هم عادت يې تر اندازې زيات شي چې د خفګان او ځان زورونې لامل شي.

د آمریکا متحده ايالاتو کې د روانې او ذهني چارو تشخيص او لارښودنې ډلي (ډې‌اس‌ام-۲) په ۱۹۶۸ زيږديز کال کې [موټ وهل] يو رواني ناروغي ګڼلي وه، په ۱۹۷۲ زيږيدز کال کې د امريکا روغتيا وزارت د ډاکټرانو او متخصصينو په ټولنيز آند (موټ وهل) يو طبيعي عادت اعلان کړ.

موټک وهل: د انسان د جسمي او رواني انرژۍ د کمزورتيا او ژر انزال کيدلو سبب هم کيږي.

خو ګڼ شمېر ډاکټران وايې چې: موټ وهل په ډيړ وخت کې، مثلآ یوي مياشتې کې يو يا دوه ځله حتا ګټور هم ګڼي، ځکه چې جنسې اړيکو ته ډير نه هوسيږي، او جنسي اړيکو ته زړه کيدل ځينو انسانانو ته د زړه حملي سبب هم کيږي، نو چې موټ ووهل شي جنسې اړيکو غوښتنه به کمه شي.

[۶]

گروهه او موټک وهل[سمول]

اسلام[سمول]

أهل السنة والجماعة[سمول]

د استمناء په مسئله کې د اهل سند علماء مختلفې رایې لري. ځینې یې لکه امام مالک او امام شافعي علیهما الرحمه یې په مطلق ډول حرام بولي، ځینې تابعین یې بشپړ روا بولي او یوه بله ډله (حنفي او حنبلي) یې په هغه وخت کې جواز ورکوي چې له مجرد شخص څخه د زنا د پېښېدو وېره وي. علامه یوسف قرضاوي په خپل کتاب الحلال و الحرام کې د معاصرینو علماوو په وینا لیکي چې مباح دی، او که چېرې بیا د گناه د پېښېدو وېره وي نو کولای شي چې په شهوت سره ځان خپله خلاص کړي، په دې موخه چې لږ تاوان وویني، یعنی له گناه څخه بچ پاتې شی.[۴][۵]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:یادکرد وب
  2. Your Guide to Masturbation
  3. د بریتانیکا پوهنغونډ
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ وبگاه فتاوی اهل سنت
  5. ۵٫۰ ۵٫۱