جینوفوبیا
عمومي مالومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
جینوفوبیا (په انګرېزي: Genophobia) له جنسي اړيکو څخه وېرې ته ويل کېږي، کله چې يو شخص په فيزيکي يا اروايي توګه له جنسي اړيکې څخه وېره لري دې ستونزې ته جینوفوبیا ویل کېږي.
جینوفوبیا ناروغي په افرادو کې شديد ډار او وحشت رامېنځته کوي، لکه په تورو تيارو کې د ډارونکیو برېدونو په څېر. هغه خلک چې په دې ناروغۍ اخته وي د جنسي اړيکو څخه ډار او وېره لري آن دا چې په اړه يې فکر کول هم د وحشت احساس ورکوي. هغه کسان چې د جینوفوبیا په ناروغۍ اخته شوي وي ښايي د مينې په اړیکو کې د ښکیلتیا څخه ځان لېرې وساتي ترڅو د جنسي اړيکو څخه مخنیوی وکړي چې يو بد حالت دی ځکه چې دا ډول ناروغان کله کله د یوازیتوب احساس هم کوي.
نښې
[سمول]د دې ناروغۍ څرګندې نښې دا دي چې ناروغ د وېرې او وحشت احساس کوي، په ډېرې تنهايۍ خوښ وي، له جنسي اړيکو شدیده وېره او يو ډېر شرم لري او نورمال نه وي.
درملنه
[سمول]د جینوفوبیا لپاره کومه ځانګړې نړيواله درملنه شتون نلري، د داسې ناروغيو درملنې لپاره ناروغ بايد د اروايي چارو ډاکټر يا جواز لرونکي قانوني مشاور ته مراجعه وکړي.