جنسي تېری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د نړۍ نقشه په 2018 کې د میرمنو د جنسي تیري شمېرنه او آمار ښيي.     په دې ټولنه کې جنسي تېری اساسي ستونزه نه ده     په دې ټولنه کې جنسي تېری يوه ستونزه ده     په دې ټولنه کې جنسي تېری د پام وړ ستونزه ګڼل کېږي     په دې ټولنه کې جنسي تېری يوه بنسټيزه ستونزه ده     جنسي تېری ډېر دی     مالومات نشته
د انځور کیسه: د پادشاه زوی پر لوکرشا جنسي تېری کوي، د دې تېري پيل د دې لامل شو چې د روم پادشاهي حکومت له مېنځه لاړ شي او لومړنی جمهوري حکومت تشکيل شي. لوکرشا چې د رومي اشرافانو لور وه، وروسته له تېري هغې د ځان وژنې هڅه وکړه، او ځان يې وواژه، د تاريخ په اوږدو کې د لوکرشا د جنسي تېري او ځان وژنې کيسه د ډېرو تاريخي څېړونکو پر قلمونو ليکل شوې. او يوه د پام وړ تاريخي کيسه ده. او ډېر نقاشانو يې په اړه نقاشۍ يا انځورګرۍ کړې دي.

جنسي تېری، جنسي ځورونه يا تجاوز د جنسي نږدېوالی په معنا دی، په داسې حال کې چې مقابل لوری راضي نه وي. جنسي تېری نه يوازې يو فیزیکي او جنسي حمله ده، بلکې ډېرې روحي او رواني ستونزې هم رامنځته کوي. جنسي تېری نه يوازې په پرديو بلکې؛ کله چې يو خاوند د خپلې مېرمنې سره د هغې د رضایت پرته جنسي اړيکه نيسي، دا هم جنسي تېری دی‌. کوم کس چې په دې کار لاس پورې کوي جنسي تېری کوونکی يا متجاوز ګڼل کېږي ‌.



جنسي ځورونه په ټوله نړۍ کې پراخه ده، په کور کې، په ښوونځي کې، په ټولنیز چاپیریال او کارځي کې. ډېری قربانیان یې ښځې او نږدې ټول ځوروونکي یې نارینه دي.

خو ایا په کار ځي کې جنسي ځورونه څرنګه ده؟ موږ هم په کارځي کې څوک ځورولي دي؟ په کارځي کې د جنسي ځورونې قرباني شوي یو؟ جنسي ځورونه مو په خپلو سترګو لیدلې ده؟

د جنسي ځورونې قربانیان ښايي په خپله ونه پوهیږي چې د جنسي ځورونې قرباني شوي دي.

یوه له خورا زیان منونکي ټولنیزې ډلې څخه چې د "جنسي تیري" او ورپسې تاوتریخوالي د خطر سره مخامخ دی، جنسي لوبغاړي يا کارکوونکي دي .

د کم‌عمره نجونو، هلکانو او ماشومانو سره د لویانو نږدې کیدل، که څه هم د دوی په خوښه وي، جنسي تېری دی ګڼل کېږي.

د جنسي تیري تشخیص د عدلي ډاکټر مسؤلیت دی ، او دا تشخیص ځینې وختونه د څېرې کیدو او وینې جریان نښو ډیریدو له امله خورا ساده وي، او ځینې وختونه د مثبت نښو نشتوالي له امله تقریبا ناممکن وي.

جنسي تیری د جنسي تاوتریخوالي یوه بڼه ده چې معمولا جنسي اړیکه پکې شامل وي او د یو کس یا اشخاصو لخوا د دوی له اجازې پرته ترسره کېږي.

جنسي ځورونه[سمول]

د جنسي ماهیت درلودونکی هر ډول ناغوښتی جنسي چلند جنسي ځورونه ده. دلته د ناغوښتي کلیمه ډېره مهمه ده. دا د نا قصدي په مانا نه ده، بلکې هغه ناغوښتي چلند ته ویل کیږي چې د مقابل لوري له خوښې او منلو پرته وي. مثلا له جنسي مانا سره یو چا ته کتل، یو چاته د داسې یوې خبرې یا ټوکې کول چې جنسي ماهیت ولري، د یو جنسي ماهیت درلودونکي عمل غوښتنه یا جنسي تماس.

د ناغوښتي معیار دا دی چې ایا مقابل لوری دغسې یو چلند غواړي که نه. که نه یې غواړي دا د جنسي ځورونې مانا لري.ناغوښتی یو بل اهمیت هم لري، که یو څوک د جنسي ځورونې هدف ګرځیدلی وي او وغواړي چې د هغه د تکرار مخه ونیسي، نو جنسي ځوروونکی د تیرو پيښو پر بنسټ خپل چلند پر ځای او روا نشي بللی.

جنسي ځورونه راز راز بڼې لري:[سمول]

د جنسي چلند یا جنسي اړیکو په خاطر فشار اچول، د جنسي ماهیت درلودونکی پیغام لیږل، د کتنې لپاره ټینګار کول، د جنسي ماهیت درلودونکې ټوکې.

جنسي تاوتریخوالی: جنسي ځورونه+ بدني تاوتریخوالی= جنسي برید یا جنسي تیری.

جنسي برید[سمول]

هر هغه عمل چې د زور، ګواښ یا فردي فریب په کارولو سره یو څوک د هغه د خوښې او رضایت پر خلاف یو جنسي عمل ته اړ کوي او که جنسي عمل کې دخول( د ښځینه جنسي غړي، مقعد یا خولې) له لارې هم شامل وي نو دا جنسي تیری ګڼل کیږي.

د جنسي ځورونې پر مفهوم د پوهیدو لپاره د ناغوښتي کلیمه مهمه ده، جنسي عمل باید د مقابل لوري د رضایت او میل سره ترسره شي، که داسې نه وي نو جنسي ځورونه بلل کیږي. ان که یو څوک په لومړي سر کې د جنسي اړیکو سره رضایت وښيي، خو د اړیکوپه ترڅ کې نور د هغې د دوام غوښتونکی نه وي باید جنسي عمل قطع او ودرول شي، او که په زور دوام وکړي جنسي ځورونه لکه جنسي برید یا جنسي تیری حسابیږي.

هر څوک په هر سن کې، د هر ډول جنسي میلان سره او د هر جنسیت سره د جنسي ځورونې قربانی ګرځېډی شي. د جنسي ځورونې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي او نږدې ټول جنسي ځورونکي نارینه دي. خو باید هیر نه کړو چې نارینه هم د جنسي ځورونې قرباني کېدی شي، د ماشومتوب یا د لویوالي په وخت کې.جنسي ځورونه او جنسي تاوتریخوالی د ژوند له ویجاړوونکو تجربو دي، قربانیان یې کیدای شي تر ډېرو کلونو یا ان د عمر ترپایه له پایلو ورنځیږي او په راز راز روحي ناروغیو اخته شي؛ لکه تشویش او پریشاني، ژور خپګان، له سختو وحشتناکو پيښو وروسته روحي ستونزې، پرځان بې باوري، ځان ځورونه او ځان وژنه.

بېلګې[سمول]

د خبرو له لارې[سمول]

جنسي ټوکې او طنزونه

جنسي کیسې ویل

د شخصي او جنسي ژوند په هکله پوښتنې

په خبرو کې جنسي کنايې

د ښکلا، جامو او بڼې په هکله جنسي نظر څرګندول

ناغوښتې جنسي اړیکې ته بلنه ورکول یا وړاندیز کول

ناز او ستایل، قربان او ځار ویل

مينه ښودل ښودل

اشارې[سمول]

شهوت او مستۍ ډک لیدل

سترګې نیول

سترګک کول

نامناسب جنسي انځورونه ښودل

مطلبي کتل

جسمي

د بدن، لاسونو او ... ناسم او نامناسب لمسول

ځان موښل

ښځې ته ډېر نږدې کېدل

د لاسونو نیول

په زور جنسي چلند


د افغانستان په حکومتي ادارو کې جنسي ځورونې[سمول]

افغانستان د سیمه ییز ارګانونو ادارې په خپلو ادارو کې له جنسي پلوه د ښځینه کار کوونکو ځورونې د مخنیوي لپاره نوی لارښود جوړ کړی دی.

دا لومړنی اقدام دی، چې د افغانستان په حکومتي ادارو کې د ښځینه کار کوونکو د ځورونو د مخنیوي لپاره دغسې لارښود رامنځ ته کیږي.

په دغه لارښود ویل شوي، چې له جنسي پلوه د ښځینه کارکوونکو ځورول ناقونونه کار دی او که هرڅوک دغه کار وکړي، سزا به ویني او له دندې به هم ګوښه کیږي.

په دغه لارښود، هر هغه کار، حرکت او یا هم خبرې چې ښځینه کارکونکې یې د ځان لپاره سپکوونکې ګڼي، جنسي ځورونې بلل شوې دي.

خو د افغانستان په حکومتي ادارو کې د دغه ډول ځورونو ساحه څومره پراخه ده او ښځینه کار کونکې کولای شي، د جنسي ځورونو په اړه خپلو چارواکو ته شکایت و کړي؟

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف د اوونۍ په ځانګړې رپوټ کې همدې موضوع ته کتنه کړې ده.

د افغانستان په دولتي ادارو کې ځینې ښځینه کارکوونکې د جنسي ځورونو، بې ځایه خبرو او د توهینوونکو څرګندونو له وېرې د خپلو وظیفو پرېښودولو ته اړه کیږي.

په ځینو ادارو کې ښځینه کار کوونکې د یوشمېر کسانو له خوا داسې ځورول کېږي، چې ان په مستقیم او یا هم په غیرې مستقیم ډول د جنسي اړیکو تمایل ته یې په زوره هڅوي.

که څه هم په افغانستان او نوره نړۍ کې د ځینو نارینه وو له خوا د ښځینو د ځورولو مساله نوې خبره نه ده، خو د افغانستان په دولتي ادارو کې داسې ځانګړې سرچینې تر اوسه نه وې رامنځ ته شوي، چې ښځینه کارکوونکې د جنسي او نورو ځورونو شکایتونو ورته وړاندې کړي.

"لومړی اغېز یې دا دی، چې تر ډېره ښوونځیو او پوهنتون ته د نجونو د تګ مخه نیسي، له دېرشو تر پنځوسو فیصدو پورې د دوی په تګ راتګ اغېز کوي"

پلوشه حسن

خو اوس د افغانستان د سمیه ییزو ارګانونو ادارې د لومړي ځل لپاره داسې لارښود جوړ کړی، چې موخه یې په خپلو دفترونو کې د ښځینه کارکونکو پروړاندې دهر ډول ځورونې مخنیوی ښوول شوی دی.

د دغې ادارې د رسنیو د برخې له مسوول محمد انور سمندر وفا نه مې وپوښت، چې د دغه نوي پلې کېدونکي لارښود دنده به څه وي؟

((ددغه لارښود لویه دنده دا ده چې په لومړۍ توګه د ادارې ټول کارکوونکي په دې ملزموي، چې خپلو خویندو ته درناوی وکړي او خپل کړه او ویناوې کنټرول کړي.))

شکایتونه

په دغه لارښود کې ویل شوي، چې هېڅ نارینه نه شي کولای داسې څرګندونې وکړي، چې هغه د ښځینه وو لپاره په مستقیم او یا هم په غیر مستقیم ډول ګواښونکې، نامناسبې او یا تېری کوونکې وګڼل شي.

ښاغلي وفا وايي، د ځورونو د اوریدو او څیړلو لپاره یې داسې ځانګړې کمیټه هم جوړ کړې، چې ښځینه کارکوونکې خپل شکایتونو د خپل هویت له خوندي ساتلو سره دغې کمیټې ته د تیلیفون او یا هم د ایمیل له لارې شریکولای شي.

نوموړی وايي، که څوک دغه لارښود مراعت نه کړي، سزا به ورکول کیږي.

د افغانستان په څېرو په یوه دودیزه ټولنه کې د نجونو لپاره دا خورا ګرانه ده، چې خپلې هغه ستونزې، چې ویل یې په ټولنه کې لوی شرم ګڼل کېږي، د شکایتونو کمېټې ته ووايي.

خو له دې سره سره مې په حکومتي ادارو کې داسې بېلګې پيدا کړې، چې د ورپېښو شوو ځورونو په اړه یې خوله خلاصولای شوای:

"شاه دو شمشېره زیارت ته نژدې د ملي اردو عسکر ولاړ وي، یوه ورځ یې وه خبره وکړه چې نام خدا، بله ورځ یې هم بله خبره وکړه، ما هېڅ ونه هېڅ پروا مې یې ونه کړه"

یوه ښځه: ((ځینې وخت مې چې هره ستونزه مخې ته راغلې، له منځه مې وړې ده، مثلاً ما ته ویل شوي، چې امکان لري، چې له ماسره دوست اوسې، ما رد کړه، ویل یې نو چې داسې ده دا خبره به بل چا ته نه کوې، ما ویل سمه ده، خو چې نوره ما ونه ځوروې)).

په ځینو دولتي ادارو کې تر ډېره باور دا دی، چې د ښځینه کارکوونکو ځورول، هغوی ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ناوړه خبرې کول د مشرانو له خوا کېږي او دا هغه ستونزه ده، چې ښځینه کارکوونکې یې چاته نه شي ویلای.

د افغانستان د کابینې د یوه وزارت دغه کارکوونکې د خپلې یو داسې ملګرې کيسه کوي، چې د خپل امر له خوا د هغه کورته د ورتګ بلنه ورکول شوې وه:

((زما یوه ملګرې له دا ډول حالت سره مخامخ شوې وه، رییس ترې وغوښتل چې کور ته یې ورشي، هغې رد کړه، تر منځ یې ترینګلتیا راغله، نور خلک یې پرې خبر کړل، خبره لویه شوه، خو بدبختانه سړی ملامت نه شو، ټولو نجلۍ ملامته کړه)).

خو ښځینه کارکوونکې نه یوازې، د ادارو په داخل کې له جنسي ځورونو سره مخامخ کېږي، بلکې خپلو دفترونو او ادارو ته پرلاره هم له دغه ډول ځورونو خوندي نه دي.

د ملي اردو عسکر

د پوهنتون یوه استاده، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، دفتر ته پرلاره د امنیتي کسانو له لوري له داسې ځوروونکو خبرو سره مخامخ کیږي، چې د هغې په ټکو ځواب نه شي ورکولاي.

خو هغې یې د حل مظلومه لار موندلې ده:

((شاه دو شمشېره زیارت ته نژدې د ملي اردو عسکر ولاړ وي، یوه ورځ یې وه خبره وکړه چې نام خدا، بله ورځ یې هم بله خبره وکړه، ما هېڅ ونه هېڅ پروا مې یې ونه کړه)).

خو په دفترونو او یا هم له دفترونو بهر د ښځینه کارکوونکو ځورول، خپله د ښځو پر ژوند څومره منفي اغېز پرې باسلی شي؟

د ښځو د حقونو فعاله پلوشه حسن، چې په پوهنتون کې یې له جنسي پلوه د نجونو د ځوورنې په اړه څېړنه هم کړې ، همدغې پوښتنې ته دخپل تحقیق د موندنو پربنسټ ځواب وايي؟

((لومړی اغېز یې دا دی، چې تر ډېره ښوونځیو او پوهنتون ته د نجونو د تګ مخه نیسي، له دېرشو تر پنځوسو فیصدو پورې د دوی په تګ راتګ اغېز کوي)).

اغلې حسن وايي، په افغاني ټولنه کې نارینه د ښځو ځورول د خپل ځان طبیعي حق ګني.

خو اوس پوښتنه دا ده، چې د افغانستان په څېر یوه اسلامي ټولنه کې، چې د ښځو ځورونه په کې د اسلامي لارښوونه خلاف دي، ولې بیا هم دغه ډول کارونه کیږي؟

د کابل پوهنتون استاد شرف الدین عظیمي وايي، په ټولنه کې د ښځو دوړتیا په اړه منفي تصور، د قانون نشتوالی او یا یې نه پلې کېدل، خپله د ښځو ځینې کړنې او جنسي محرومیتونه هغه لاملونه دي، چې د نارینو له خوا د ښځینه کارکونکو د ځورونې سبب ګرځي.

د افغانستان په څېرو په یوه دودیزه ټولنه کې د نجونو لپاره دا خورا ګرانه ده، چې خپلې هغه ستونزې، چې ویل یې په ټولنه کې لوی شرم ګڼل کېږي، د شکایتونو کمېټې ته ووايي.

په دولتي ادارو کې له جنسي پلوه د ښځو د ځورونو د مخنیوي لپاره ښايي د افغانستان د سیمه ییز ارګانونو نوی لارښود تر ډېره هغو کسانو ته چې دغه ډول کارونه کوي، یوه اخلاقي وظیفه وي خو کارپوهان بیا یوازې دغه کافي نه ګڼي.

ښاعلي عظیمي وايي، په دولتي ادراو کې د ښځو د ځورونو دمخنیوي لپاره باید ځانګړې قوانین جوړ شي د پلې کیدو لپاره یې باید جدي اقدامات وشي.

نوموړی دارنګه وايي، چې په افغانستان کې دودیزه ټولنه حاکمه ده او د ښځو لپاره داسې باوري مرجعې نشته، چې خپلې ستونزې ورته ووايي.

ښاغلي عظیمي په دې باور دی، چې دغه ډول ځورونې یوازې په دولتي ادارو کې نه بلکې په نورو ځاینو کې شته، خو ښځینه کار کوونکې یې نه شي په ډاګه کولای.

په کارځي کې[سمول]

په کارځي کې جنسي ځورونه دوه ډوله ده، مستقیمه جنسي ځورونه چې د یو ډول جنسي عمل په بدل کې، یا ښځو ته د انعام او په کار کې د پرمختګ ژمنې ور کول کیږي او یا ګواښل کیږي چې که د ځوروونکي شخص غوښتنې ونه مني له کار به وشړل شي، تنخا او یا رتبه او مقام به یې کم شي.

په نامستقیم ډول کې، کارځی له داسې جنسي چلند او خبرو ډک وي چې د ښځو د ځور، د ناامنۍ احساس او ځورونې سبب کیږي.

هر څومره چې ښځې ځوانې وي لا ډېرې د جنسي ځورونې قرباني کیږي او د عمر په ډېرېدو سره په کارځي کې د ښځو د جنسي ځورونې احتمال کمیږي. قرباني ښځې معمولا مجردې یا ناواده شوې وي ځکه واده شوې ښځې د خپل میړه ملاتړ له ځانه سره لري او قانون هم د واده شویو ښځو مسلو ته جدي پام کوي.هر ډول توپیر دا احتمال زیاتوي چې ښځې په کارځي کې د جنسي ځورونې قرباني شي. ظاهري بڼه، د لباس اغوستلو ډول، ځانګړي مهارتونه یا وړتیاوې، کاري یا ټولنیز موقعیت د جنسي ځورونې احتمال ډېرولی شي. دغه موارد هیڅ یو هم د جنسي ځورونې د توجیه یا پرځای ګڼلو سبب نشي کیدای او پړه پر قرباني نشي اچولای، ډېری هغه کسان چې جنسي ځورونه په دې ډول پر ځای بولي، یا خپله جنسي ځوروونکي دي یا په ټولنه کې د ښځو د ځپلو پلویان دي.هغه نارینه چې په کارځي کې جنسي ځورونکي دي معمولا متاهل یا واده کړي دي او په څرګند ډول د خپلو قربانیانو پرتله ډېر عمر لري او ټولنیز یا مالي یا کاري موقعیت یې لوړ وي، نو ځکه خپل کارونه پټولی یا یې له پایلو په امان پاتېدلی شي او تر ډېرې مودې خپل قربانیان ځورولی شي.

شتمني او ځواکمني، جنسي ځوروونکي له ټولنیز پلوه خوندي ساتي او دا احتمال کموي چې څوک باور وکړي چې دوی جنسي ځوروونکي دي. لکه هغه کسان چې په ښکاره اخلاقي او عقیدوي اصولو ته خپله پابندي ښيي.ځوروونکي معمولا د قربانیانو پرتله لوړ کاري یا اداري مقام لري، خو تل داسې نه وي او کله کله ځوروونکی لوړ مقام نه لري، خو یا د کافي خوندیتوب احساس کوي او یا د قرباني له بې وسۍ او مجبوریت ناوړه ګټه اخلي. په کارځي کې د جنسي ځورونې ښځینه قربانیانو د چوپتیا یو مهم دلیل دا دی چې که شکایت وکړي خپل کار له لاسه ور کوي یا په کومه بله بڼه مجازات کیږي. د تل په شان فقر او بیوزلۍ او د ټولنیز او قانوني ملاتړ نشتوالی، ناوړه ګټه اخیستلو او ځورولو ته لار پرانیځي.کارګرې ښځې په تېره هغه چې په کوچنیو کارځیو کې- چې له لسو کسانو لږ کارکوونکي لري- کار کوي له جنسي ځورونې سره نسبتا ډېرې مخامخ کېږي.جنسې ځورونه د دولتي ادارو پرتله په خصوصي څانګو کې ډېره وي ځکه چې څارنه یې لږ وي او د کاروالو لاس پرانیستی وي. کاري ناامني هم په خصوصي کارځیو نسبتا ډيره او ښځې په کمزوري دریځ کې وي. په خصوصي یا نادولتي کارځیو کې چې د کارکوونکو شمېر لږ او مراجعین کم وي د جنسي ځورونې لپاره شرایط برابر وي.

په ځینې شغلونو یا کسبونو کې د جنسي ځورونې احتمال ډېر وي، لکه هغه کارونه چې مشتریان لري.جنسي ځورونه ښايي په کارځي کې محدودې پاتې شي یا نشي او ځوروونکی کیدای شي ان د کار له ځایه بهر هم قرباني وځوروي. تلیفون، لیکلی پغام او اینټرنیټ هغه وسایل دي چې ځوروونکی پرې په هر حال او هر چیرې خپل قرباني تر فشار لاندې ساتلی شي.جنسي ځورونه که د خبرو له لارې وي یا نه وي د بدني جنسي ځورونې او تېري پرتله ډېر عمومیت لري.خجالت، شرم، مایوسي، له ګواښه ډاریدل، د کورنیو ستونزو رامنځته کېدل او له ټولو مهم د ملامتۍ او پړ کېدلو تور د ښځو د چوپتیا تر ټولو ستر عوامل دي. ښځې پر قانوني ادارو دومره باور نه لري، ځکه په دې باور دي چې که شکایت وکړي او د جرم رپوټ ور کړي څوک یې پروا نه کوي او په بهترین حالت کې د ملامتي پړه پر دوی اچول کیږي، له ګواښ، سپکاوي او بې عزتي سره مخامخ کېږي.په کارځي کې د جنسي ځورونې پر وړاندې د ښځو د غبرګونونو بېلګې: انکار، چوپتیا، اعتراض او شکایت، له ځانګړو شرایطو یا ځانګړو افرادو ډډه کول یا د کار پريښودل.

د ښځو دا وېره چې په کارځي کې به د جنسي ځورونې قرباني شي تل هغوی ته دا ور په یادوي چې نارینه پر عمومي ځایونو مسلط دي.

کارځي کې د ښځو جنسي ځورونه له ټولنیز، اقتصادي او جنسي پلوه د ښځو د ځپلو یوه برخه ده.

له دې وضعې سره د مقابلې تر ټولو ښه لار د مناسبو قوانینو جوړول، د پولیسو او قضايي ادارو لخوا ساتنه، له ټولنیز پلوه د قربانیانو ملاتړ، د وکړو عمومي پوهنه روزنه او د کاري فرهنګ لوړول دي.

سرچينه[سمول]

د بي بي سي پښتو برخې ويب پاڼه

د انګرېزي ويکيپېډيا پوهنغونډ