جنسي غلامي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جنسي غلامي
څنګزنې وېشنيزېغلامي، جنسي تاوتریخوالی
ګډونوالsex slave، procurer

جنسي غلامي یا جنسي استثمار په یو یا څو کسانو باندې د ملکیت د داسې حق منل دي چې له مخې یې هغوی په جبري ډول اړ کېږي جنسي چارې ترسره کړي. په دغه چاره کې اجباري کار، د خادم/خدمت کوونکي کچې ته د یو کس د وضعیت را کښته کول (له دې ډلې په زوره واده) او د جنسي فعالیت لپاره انساني قاچاق لکه د جنسي چارو لپاره د ماشومانو قاچاق په کې شاملېږي. [۱][۲][۳]

تاریخي موارد[سمول]

لرغونی یونان او د روم سترواکي[سمول]

په هلنیستي او رومي نړۍ کې د فحشا په موخه د ښځینه او کله هم د نارینه و غلامانو کارونه دود وه. په ادبیاتو، حقوقو، پوځي راپورونو او هنر کې د هغو ثابتونکې پریمانه مراجع شتون لري. په یوناني – رومي ټولنه کې د جنسي تمایلاتو د محدود کوونکو اخلاقي قوانینو بهر فاحشو (غلامو یا آزادو) شتون درلود او له ډېر کم قانوني ملاتړ برخمنې وې. د بېلګې په توګه د جنسي تېري اړوند د لرغوني روم قانون وګورئ. له یوې غلامې سره د نارینه یوځای والی په هېڅ یوه ټولنه کې زنا نه ګڼل کېده.

آسیا[سمول]

غلامي تر ډېره په لرغوني چین کې شتون درلود. پر ویتنام باندې د چین د واکمنۍ پر مهال نانئويي (Nanyue) نجونې په چینايانو باندې د جنسي غلامانو په توګه وپلورل شوې. دغې سوداګرۍ وده وکړه او د چین د سوېل څخه به بومي نجونې د شمال چینایانو ته راوړل کېدلې. د فوجیان او ګوئیژو بومي وګړي هم د دغه ډول غلامۍ لپاره سرچینه وه. سویلي یوئي نجونې د چیني ادبیاتو او هغو شعرونو په واسطه چې سوېل ته د تبعید شوو چینایانو له خوا ویل کېدل له جنسي پلوه تحریک کېدلې. [۴][۵][۶][۷][۸]

په ۱۶ مه او ۱۷ مه پېړیو کې پرتګالي سیاحینو او د هغوی د سویلي آسیا (ځینې مهال افریقايي) پوځي بېړۍ چلونکو به له جاپان نه ځانته غلامان پېرل دوی به جاپانۍ ښځې او نجونې پېرلې او ځینې مهال به یې هم د اسیرانو په توګه نیولې چې بیا به یې په خپلو بېړیو کې د جنسي غلامانو په توګه کارولې او له ځانه سره به یې ماکو او یا د اسیا په سویل، امریکا لویه وچه او هند کې به یې نورو پرتګالي مستعمرو ته وړلې. د بېلګې په توګه د ۱۶ مې پېړۍ په وروستیو او د اوولسمې پېړۍ پر مهال په هندي پرتګالي مستعمره، ګوا کې د جاپاني غلامانو ټولنې شتون درلود. [۹][۱۰]

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د جاپان سترواکۍ د «آرامه کوونکو ښځو» په نامه یو دولتي سیسټم رامنځته کړ، دغه اصطلاح د پوځ لپاره جنسي غلامانو ته کارول کېده چې ډېری یې کوریايي، چینايي او فلیپیني ښځې وې او شمېر یې نږدې ۲۰۰ زرو تنو ته رسېد؛ دوی اړویستل شوې وې چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د جاپان د پوځ په «آرامه کوونکو ځایونو» کې جنسي غلامي وکړې.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

متحده ایالات[سمول]

د شمالي امریکا په مستعمراتو کې د افریقايي غلامي په پیل سره د افریقايي نجونو او ښځو جنسي ځورونه عامه شوه. یو شمېر تاریخ پوهان ادعا کوي چې سپین پوستو نارینه و به ځینې مهال افریقايي ښځې د ځان لپاره د جنسي اړتیاوو د پوره کوونکو یا معشوقو په توګه کارولې. د هغوی د نفوسو په زیاتوالي سره  ځمکو لرونکو، د کارګرانو سپین پوستو ناظرینو، د ځمکو لرونکو ځوانو زامنو به له واده وړاندې او وروسته او همدارنګه له غلامانو سره ښکېلو نورو سپین پوستو نارینه و به له غلامانو څخه جنسي ناوړه ګټنه کوله. یو شمېر افریقايي غلامې ښځې او نجونې به په پشپړ ډول په فاحشه خانو پلورل کېدلې. [۱۷]

نن ورځ[سمول]

افریقا[سمول]

په نولسمه او شلمه پېړۍ کې اروپايي استعماري ځواکونو په افریقا کې غلامي له منځه یووړه. له دې سره د هغوی له قضایي حوزې بهر سیمو لکه د سوډان په مهدوي سترواکۍ کې دغې چارې خپلې ودې ته دوام ورکړ. سازماني غلامي په ټوله نړۍ کې منع شوه خو په هغو سیمو کې چې اغېزمن دولتي کنټرول شتون نه لري لکه په سوډان، لیبریا، سیرالئون، شمالي یوګانډا، کانګو، نایجریا او موریتانیا کې د ښځینه جنسي غلامانو د شتون ګڼ شمېر راپورونه شتون لري. په ګانا، توګو او بنین کې د تروکوسي («آئیني بندګي») په نامه مذهبي فحشا شتون لري چې په سنتي عبادت ځایونو کې په زور سره زرګونه نجونې او ښځې د «خدایانو د مېرمنو» په توګه ساتي؛ چېرې چې کشیشان د خپلو خدایانو په ځای کې له هغوی سره جنسي اړیکې ترسره کوي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د ۲۰۱۴ زکال په اپرېل میاشت کې بوکو حرام ډلې د نایجریا له چیبوک، بورنو ایالت څخه ۲۷۶ نجونې زده کوونکې وتښتولې. له هغو څخه له ۵۰ زیاتې ترې ډېر ژر وتښتېدې او پاتې نورې خوشې نه شوې. پر ځای یې ابوبکر شکوي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د هغه په اړه د داسې معلوماتو په ورکولو ۷ میلیون ډالر جایزه ټاکلې چې د هغه د نیولو لامل وګرځي؛ اعلان وکړ چې غواړي دغه نجونې د غلامۍ په موخه وپلوري.

د امریکا لویه وچه[سمول]

په ۲۰۰۶ زکال کې سانفرانسیسکو کرونیکل ورځپاڼې راپور ورکړ چې په ۲۱ مه پېړۍ کې له سویلي امریکا، سویل ختیځې اسیا، ختیځې اروپا او د پخواني شوروي اتحاد له هېوادونو څخه نجونې متحده ایالاتو ته د جنسي غلامۍ په موخه قاچاق کېږي. په ۲۰۰۶ زکال کې د ABC News نیوز په یو راپور کې څرګنده شوه چې د موجودو غلطو انګېرنو پر خلاف امریکايي وګړي هم کېدای شي جنسي غلامۍ ته اړ ویستل شي. [۲۶][۲۷]

په ۲۰۰۱ زکال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پخلی وکړ چې هر کال له ۵۰ زرو څخه تر ۱۰۰ زرو نجونې او ښځې متحده ایالاتو ته قاچاق کېږي. په ۲۰۰۳ زکال کې دغه وزارت راپور ورکړ چې په ټولیزه توګه له ۱۸ زرو څخه تر ۲۰ زره کسانو پورې د اجباري کار او یا هم جنسي استثمار په موخه متحده ایالاتو ته قاچاق شوي. د ۲۰۰۴ زکال د جون میاشتې په کلني راپور کې پخلی شوی و چې هر کال له ۱۴۵۰۰ څخه تر ۱۷۵۰۰ تنه دغه هېواد ته قاچاق کېږي. د بوش ادارې د عدلیې وزارت په اډانه کې ۴۲ قاچاق ضد ډلګۍ جوړې کړې او د انساني قاچاق د کمښت په موخه یې له ۱۵۰ میلیون ډالرو زیات ولګول.[۲۸][۲۹]

آسیا[سمول]

مرکزي او لویدیځه آسیا[سمول]

د انساني قاچاق اړوند د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۰۷ زکال راپور څرګندوي چې د فارس خلیج په عربي هېوادونو کې جنسي غلامي تر اوسه شتون لري، چېرې چې ښځې او ماشومان د شوروي اتحاد له پخوانیو هېوادونو، ختیځې اروپا، لرې ختیځ، افریقا، سویلي اسیا او د منځني ختیځ له نورو ځایونو څخه دلته قاچاق کېږي. [۳۰][۳۱][۳۲]

د ۲۰۱۴ زکال په وروستیو کې د رسنیزو راپورونو له مخې د عراق او شام لپاره اسلامي دولت (داعش) ایزدي او عیسوي ښځې په غلامۍ پلورلې. د ۲۰۱۴ زکال د اکټوبر په نیمايي کې ملګرو ملتونو پخلی وکړ چې له ۵۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ ایزدي ښځې او ماشومان د داعش ډلې له خوا تښتول شوې او په غلامۍ پلورل شوې. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

اروپا[سمول]

په هالنډ کې د انساني قاچاق سره د مبارزې ادارې په ۲۰۰۵ زکال کې اټکل وکړ چې هر کال له ۱۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ تنه د قاچاق قربانیان شتون لري. د پولیسو ډېری څېړنې قانوني جنسي سوداګرۍ ته اړوندې دي چې د فاحشه خانو ټول اړخونه په ښه توګه څرګندوي، خو له دې سره پنجروي فاحشه خانې هم په زیاته کچه شتون لري. د Expatica په نوم هالنډي خبرې ویب پاڼې راپور خپور کړ چې په ۲۰۰۸ زکال کې په هالنډ کې د قاچاق ۸۰۹ قربانیان ثبت شوي چې له دې شمېرې څخه یې ۷۶۳ ښځینه وې او لږ تر لږه ۶۰ سلنه یې د سکس په صنعت کې کار کولو ته اړویستل شوې. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

له ختیځې اروپا څخه جرمني ته د ښځو قاچاق تر ډېره د هماغو سیمو د وګړو له خوا ترتیب کېږي. جرمني چارواکو په ۲۰۰۸ زکال کې د جنسي قاچاق ۶۷۶ قربانیان تشخیص کړي چې دغه شمېره په ۲۰۰۷ زکال کې ۶۸۹ تنه ښول شوې. [۴۲][۴۳]

په ۲۰۰۸ زکال کې په یونان کې د غیر دولتي بنسټونو د شمېرو له مخې ښوول شوې چې کېدای شي په دغه هېواد کې په ټولیزه توګه له ۱۳۰۰۰ څخه تر ۱۴۰۰۰ تنو پورې د هر ډول قاچاق قربانیان په هر مهال کې شتون ولري. د قاچاق د قربانیانو اصلي هېوادونه نایجریا، اوکراین، روسیه، بلغاریا، البانیا، مولداوي، رومانیا او بلاروس دي. [۴۴]

د سویس پولیسو په ۲۰۰۶ زکال کې پخلی وکړ چې کېدای شي له ۱۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ تنو پورې د قاچاق قربانیان شتون ولري. طراحان او قربانیان یې په عمومي توګه د هنګري، سلواکیا، رومانیا، اوکراین، مولداویا، لیتوانیا، برازیل، دومنیکن جمهوریت، تایلنډ، کمبودیا هېوادونو وګړي او په لږ کچه افریقایان دي. [۴۵]

په ۲۰۰۷ زکال کې په بلجیم کې قضایه قوې د قاچاق ۴۱۸ قضیې څېړلې چې له دغو څخه یې ۲۱۹ د اقتصادي ناوړه ګټنې او ۱۶۸ یې هم د جنسي ناوړه ګټڼې دوسیې دي. [۴۶][۴۷]

سرچينې[سمول]

  1. Jones, Jackie; Grear, Anna; Fenton, Rachel Anne; Stevenson, Kim (2011). Gender, Sexualities and Law. Routledge. د کتاب پاڼې 203. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1136829239. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Malekian, Farhad; Nordlöf, Kerstin (2014). Prohibition of Sexual Exploitation of Children Constituting Obligation Erga Omnes. Cambridge Scholars Publishing. د کتاب پاڼې 211. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1443868532. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. UNESCO Trafficking Project Archived 21 November 2011 at the Wayback Machine.. unescobkk.org.
  4. Viet Nam History – Part 2 (Lịch Sử Việt Nam – phần 2) Archived 3 December 2013 at the Wayback Machine.. thuvienbao.com
  5. Andrew Forbes; David Henley. Vietnam Past and Present: The North. Cognoscenti Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781300568070. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Schafer (1963), p. 44 کينډۍ:Google books
  7. Schafer (1967), p. 56 کينډۍ:Google books
  8. Abramson (2011), p. 21 کينډۍ:Google books
  9. Gary P. Leupp (2003). Interracial Intimacy in Japan. Continuum International Publishing Group. د کتاب پاڼې 49. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8264-6074-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Gary P. Leupp (2003). Interracial Intimacy in Japan. Continuum International Publishing Group. د کتاب پاڼې 52. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8264-6074-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Manthorpe, 77
  12. Wright, Arnold, المحرر (1909). Twentieth century impressions of Netherlands India: Its history, people, commerce, industries and resources (الطبعة illustrated). Lloyd's Greater Britain Pub. Co. د کتاب پاڼې 67. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Bernard Newman (1961). Far Eastern Journey: Across India and Pakistan to Formosa. H. Jenkins. د کتاب پاڼې 169. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Samuel H. Moffett (1998). A History of Christianity in Asia: 1500–1900. 2: 1500–1900 (الطبعة 2, illustrated, reprint). Orbis Books. د کتاب پاڼې 222. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1570754500. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Samuel H. Moffett (2005). A history of Christianity in Asia. 2 (الطبعة 2nd). Orbis Books. د کتاب پاڼې 222. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1570754500. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Free China Review. 11. W.Y. Tsao. 1961. د کتاب پاڼې 54. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Hughes, Michael; Hertel, Bradley R. (1990). "The Significance of Color Remains: A Study of Life Chances, Mate Selection, and Ethnic Consciousness among Black Americans". Social Forces. 68 (4): 1105–1120. doi:10.2307/2579136. JSTOR 2579136. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Sudan". د لاسرسي‌نېټه ۰۸ نومبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 3 July 2007 باندې). Africa | Liberia's Taylor appears in court. BBC News.
  20. "Human Rights Watch | Defending Human Rights Worldwide". Human Rights Watch. 26 July 2010. مؤرشف من الأصل في ۳۰ جون ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Uganda: No Amnesty for Atrocities". Human Rights Watch. 28 July 2006. مؤرشف من الأصل في ۰۳ نومبر ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Girls at U.N. meeting urge action against sex slavery, trafficking, child labor, AIDS". Nctimes.com. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جون ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Andersson, Hilary. (11 February 2005) Programmes | From Our Own Correspondent | Born to be a slave in Niger Archived 8 October 2007 at the Wayback Machine.. BBC News. Retrieved 2011-03-08.
  24. (په 9 August 2007 باندې). Africa | Mauritanian MPs pass slavery law. BBC News.
  25. Ghana's trapped slaves Archived 19 March 2008 at the Wayback Machine., By Humphrey Hawksley in eastern Ghana, 8 February 2001. BBC News
  26. May, Meredith. "Sex Trafficking FIRST OF A FOUR PART SPECIAL REPORT Archived 22 May 2012 at the Wayback Machine.." San Francisco Chronicle. 6 October 2006. Retrieved 23 August 2009.
  27. (په 9 February 2006 باندې). Teen Girls' Stories of Sex Trafficking in U.S.. ABC News
  28. Nathan Heller (2005-06-07). "The Times' sex slaves story, revisited". Slate. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اگسټ ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Human Trafficking Evokes Outrage, Little Evidence Archived 27 May 2017 at the Wayback Machine.. The Washington Post. (22 September 2007). Retrieved 2011-03-08.
  30. "Protection Act of 2000". State.gov. 12 June 2007. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Country Narratives: Near East". US Department of State. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. United Arab Emirates, US Department of State
  33. Fiona Keating, "Iraq Slave Markets Sell Women for $10 to Attract Isis Recruits" Archived 10 November 2014 at the Wayback Machine., International Business Times, 4 October 2014.
  34. Samuel Smith, "UN Report on ISIS: 24,000 Killed, Injured by Islamic State; Children Used as Soldiers, Women Sold as Sex Slaves" Archived 17 October 2014 at the Wayback Machine., The Christian Post, 9 October 2014.
  35. (په 8 September 2014 باندې). ISIS Is Attacking Women, And Nobody Is Talking About It. HuffPost.
  36. Richard Spencer, "Isil carried out massacres and mass sexual enslavement of Yazidis, UN confirms," Archived 13 November 2014 at the Wayback Machine. The Daily Telegraph, 14 October 2014
  37. "Zoeken op Bnrm English". English.bnrm.nl. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "third". English.bnrm.nl. 18 September 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "fourth". English.bnrm.nl. 18 September 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Increase in human trafficking in Netherlands < Dutch news | Expatica The Netherlands". Expatica.com. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جون ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Dutch authorities register 809 human trafficking victims". Crossroadsmag.eu. 2009-02-09. مؤرشف من الأصل في ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Reports on human trafficking, by the BKA. کينډۍ:In lang
  43. "2009 Human Rights Report: Germany". State.gov. 11 March 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. "2008 Human Rights Report: Greece". State.gov. 25 February 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "Prostitution in Switzerland is thriving, generating an annual turnover of SFr3.2 billion, say police". Swissinfo.ch. 3 June 2006. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  46. Petar Kostadinov (7 April 2009). "70 per cent of prostitutes in Belgium are from Bulgaria – report – Bulgaria". Sofiaecho.com. مؤرشف من الأصل في ۲۳ اپرېل ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. "2008 Human Rights Report: Belgium". State.gov. 25 February 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)