غلامي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

غلامی او مرییتوب دواړه د غلام کیدلو حالت او شرط دی ، (غلام) څوک چې د بل شخص لپاره خپل خدمت پرېښودل منع کوی، څوک چې د هغه غلام سره د خپل مال په توګه چلند کوی. غلامی په عادی توګه غلام شوي شخص ته د یو ډول کار ترسره کول شامل وی، په داسې حال کې چې دهغوی ځای هم د غلام حکم شوی دی. په تاریخی لحاظ، کله چې خلک غلام شوي وو، دا اکثره وخت ځکه وو چې دوی پوروړي وو، یا یی قانون مات کړی وو، یا د پوځی ماتې سره مخ شوي وو. د دوی د غلامۍ موده ممکن د ژوند لپاره وی، یا د یو ثابت وخت لپاره چې وروسته دوی ته آزادی ورکړل شوه. افراد ، بیا په معمول ډول بی واکه غلام شوي، د زور یا فشار له لاری غلامان شوي وو، په داسی حال کی چی داوطلبانه غلامي هم وه، تر څو پور یی خلاص کړي یا د بل هدف لپاره پیسی تر لاسه کړي. د بشری تاریخ په اوږدو کې غلامي د تمدن یوه عادی ځانګړتیا وه  او په اکثرو ټولنو کې قانونی وه، خو دا اوس د نړۍ په ټولو هېوادونو کې پرته له دې چې د جرم سزا وی ، ناقانونه دی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

په ټله (یا نسلی) غلامۍ کې، غلام شوی شخص په قانوني توګه، د غلام مالک شخصی ملکیت (چټل) وړاندې کوی. د اقتصاد په برخه کې د ډی فټیکو غلامی de facto slavery   د بندي کارګر او د جبري کار شرایط تشرېح کوی، چې ډېری غلامان یې زغمی.  [۷]

په ۲۰۱۹ز کال کې د نا قانوني والی سره سره په ټوله نړۍ کې تقریباً ۴۰ میلیونه خلک چې ۲۶ سلنه یې ماشومان وو غلامان وو. په عصری نړۍ کی د ۵۰ سلنی څخه ډېرغلام شوي خلک په کارخانو او د یوه هیواد د اقتصاد د خصوصی څانګی په سویت شاپونو sweatshops  کی جبری کارګری کوی. په صنعتی هیوادونو کې ، د انسان قاچاق، د غلامۍ یو عصری ډول دی؛ په غیر صنعتی هیوادونو کې ، د پور بند له لاری غلامي د یو شخص د غلام کولو یو عام شکل دی، لکه کورنۍ بندی خدمت کوونکۍ ، جبری واده  او د ماشومانو سرتیری.    [۸][۹]

ترمینالوژی[سمول]

د غلام کلمه د زاړه فرانسوی اسکلاو له لارې انګلیسی ته ورسېده. په لاتین کې دا کلمه اسکلووس او په بیزنتین یونانی ژبه کی (σκλάβος) دی. د دې کلمې استعمال د منځنۍ پیړۍ په لومړیو دورو کې رامنځته شوه، کله چې د مرکزي او ختیځې اروپا (سقلیبا) د ایبرین پنینسولا شبه جزیره Iberian Peninsula او شمالی افریقا څخه د مورس له خوا په مکرر ډول غلام شوي وو.  [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د د تاریخ لیکونکو ترمنځ په دې اړه چې ایا د غلامۍ د قربانیانو د تشرېح په وخت کې باید د " بند کارګر " یا " غلام کس " په شان اصطلاحات وکارول شی ، بحث شته. د هغو کسانو په وینا چې په ټرمینالوژي کې د بدلون وړاندیز کوی ، غلام په ژبه کې د غلامۍ جرم چی خپل قربانیان د خلکو پرځای یوه غیر انسانی نوم (غلام) ته راټیتوی، تل پاتی کوی، نه هغه ملکیت چې دوی وو.  نور تاریخ لیکونکي غلام ته ترجیح ورکوی، ځکه چې دا اصطلاح اشنا او لنډه ده، یا دا چې: دا په دقیق ډول د غلامۍ د ناانسانی توب انعکاس کوی، د هغه چا سره چې د ځاني خپلواکۍ درجه یی کوي، چې غلامي اجازه نه ورکوی پری دلالت کوی.     [۱۴]

چټله (نسلي) غلامي[سمول]

د چټلي غلامی ( دودیزه غلامي) د یوی ټولنیز بنسټ په توګه، د خلکو بشري اداره ردوی، په قانونی توګه هغوی په چټل (شخصی ملکیت) کې چې د بادار په ملکیت کې دی ، ناانسانه کوی، ځکه غلامان غلامان زېږوي. د غلامانو ماشومان تر قانونی اسنادو لاندې په غلامۍ کې پیدا کیږی، لکه ۲۱۰۰ کاله وړاندې ، د یرناممو کوډ Code of Ur-Nammu ( " ۴ . که یو غلام د غلام سره واده وکړي او هغه غلام آزاد شی، هغه کور نه پریږدي. ۵ . که چېرې یو غلام د یو اصلی(آزاد) شخص سره واده وکړی ، نو هغه باید لومړی زیږیدونکی زوی خپل مالک ته وسپارې...... " ) یا ۱۶۶۲ ز کال، د partus sequitur ventrem ( " کوم چا چی زیږولی دی د هغه په رحم پسې ځی " ). د څارویو په څېر، دوی په آرادی ډول اخیستلای او پلورل کیدی شی. په قانونی توګه یو چټل غلام په هر ډول یی چې د هغی خاوند وغواړی ، جنسی ګټه تری اخیستلی شی. ښځینه د رد ولو حق نه درلود  او په امریکا کې د انتبلم په دوره کې ډیرې غلامې شوې ښځې مجبورې شوې، چې امیندواره شی او په پرله پسې توګه یې وزیږوی، چې چا هغوی حامله کړلی، په دې اړه به هیڅ نه وایی؛ د دوی ماشومان معمولاً له دوی څخه اخیستل شوي وو او پلورل شوي وو، لکه چې دوی خسکیان وی. (د دې کار لپاره په امریکا کې ماشومانو کرلو ته وګورئ .) د چټل غلامی په اکثرو ټولنې کې د غلامۍ معمول شکل وو، چې د انسانی تاریخ په اوږدو کې یې غلامی پلی کړه. په ۱۸ پیړی کی د غلامی ضد تحریک پیل شو، غلامی یی د یو شخص په توګه د هر چا د حق څخه سرغړونه وبلله ("ټول نارینه یو شان جوړ شوي دي")، او د هغه د منسوخ کولو په فکر کی وو. دا حرکت بریالی وو ؛ د لویدیځ وروستی هېواد، چې غلامۍ  ختمه کړی ، برازیل وو چې په ۱۸۸۸ کال کې دا کار وکړ. د درېیمې نړۍ وروستی هېواد چې  غلامۍ فسخ کړی ، موریتانیا  تر ۱۹۸۱ ز کال پورې دا کار ونه کړ.   [۱۵][۱۶][۱۷]

د جنسی غلامۍ نور مثالونه، ډیری وختونه په پوځی چوكاټ كې ، د جنسی تیری په کمپونو یا " د هوسایۍ سټیشنونو " ، " د ښځو هوساینه " ، د سرتیرو سره جبری واده او نورو هغو كړنو په اړه، چې د ښځو یا نارینه وو سره د چلند په اړه یې د چټل په توګه  او په همدې ډول د ځوروونكی نورم څخه سرغړونه چې د غلامی منعه كوی، شامل دی. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

ټړلی کارګر[سمول]

تړون چی د قرضې یا د پور بند یا د پور تړلو په نوم پیژندل کیږی ، د بند کار یو ډول دی چې د هغې په بنسټ یو کس د پور په بدل کې ځان ورکوی. هغه خدمتونه چې د پور د ادا کولو  او د دوی وخت لپاره اړین دي ، ممکن تعریف شوی نه وي. د پور بند له نسل څخه تر نسل پورې  د ماشومانو له لاری چې د خپلو والیدنو د پور ادا کول ورته اړین دي، پاس کیدی شی. دا د نن د غلامۍ تر ټولو پراخه بڼه ده. په جنوبی اسیا کې د پور بند ډیر خپور دی. د پیسو واده هغه واده ته وایی، چیرته چې جینۍ عموماً د یوه سړی سره واده کوی چې مور او پلار یی د هغه پوروړی وی. د چکرۍ سیستم ، د پور د بندولو سیستم دی، چې د بنګال په هغو برخو کې موندل کیږی، چې یوه ښځه د پور د ادا کولو لپاره بدلمنۍ ته اړ کیدای شی.  [۲۲][۲۳][۲۴]

تر لاس لاندی[سمول]

د غلامۍ کلمه هغه چاته هم کارول شوې ده، چې بل چا ته په قانونی حالت تړاو ولری. د مثال په توګه: په پارس کې، د داسې غلامانو حالات او ژوند د عادی اتباعو په پرتله ښه کېدای شي.[۲۵][۲۶][۲۷]

جبری کارګر[سمول]

جبري کارګر یا بند کارګر، ځینې وختونه د داسې یو فرد د تشرېح لپاره کارول کیږی چې اړ وی ، د تاوتریخوالی یا نورو مجازاتو تر ګواښ لاندې د خپلې خوښې خلاف کار وکړی، خو د بند کارګر عمومی اصطلاح هم د چټل غلامۍ د تشرېح  او همدارنګه هر بل حالت، چې په هغه کې یو شخص مجبور وی، چې د خپلې خوښې خلاف کار وکړی، لپاره کارول کیږی او چی د یوه شخص د کار کړونکی وړتیا د بل شخص تر بشپړ کنټرول لاندې وی. په دی کی کیدای شي، هغه ادارې هم شاملې وی، چې په عامه توګه د غلامۍ په ډول نه وی تقسیم شوې ، لکه د مرئیتوب serfdom، پوځی چوپړنیونه conscription او جزا یی کارګری. په داسې حال کې چې ځینې بند کارکوونکی، لکه سرف، قانونی یا دودیز حقوق لری، دوی هم د دې وړتیا نه لری چې هغه ترتیبات چې د هغه پر بنسټ کار کوی او په مکرر ډول د خپل کار ځای څخه بهر د خپلو فعالیتونو او تګ راتګ په اړه د جبر ، تشدد او محدودیتونو لاندې دی، ختم کړي.

د انسان قاچاق د هرڅه نه مخکی ښځې او ماشومان په زور په فحشا کې شاملوي او د جبری کار تر ټولو چټک ډول دی، چې تایلنډ ، کمبودیا ، هند ، برازیل او مکسیکو د ماشومانو د جنسي سوداګریو د استثمار مخکښو ځایونو په توګه پېژندل شوي دي.[۲۸][۲۹]

د ماشومانو سرتېري او د ماشومانو کار[سمول]

په ۲۰۰۷ ز کال کې د بشري حقونو د څار سازمان اټکل وکړ چې، ۲ تر ۳ لکه ماشومانو، په اوسنیو شخړو کې د سرتېرو په توګه کار کړی دی. د ۱۶ څخه کم عمره نجونې، د ماشومانو د کار د نورو ډولونو په پرتله د کور کار کوی، ډیری وختونه د والدینو له خوا چې په کلیوالی فقر کې ژوند کوی، لکه د هایټی په ریسټاوک سیمه کې ښارونو ته استول کیږی.[۳۰][۳۱]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  2. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  3. Baker-Kimmons, Leslie C. "Slavery" in Encyclopedia of Race, Ethnicity, and Society, Volume 3, p. 1234 (edited by Richard T. Schaefer, SAGE Publishing, 2008).
  4. "Historical survey: Slave-owning societies". Encyclopædia Britannica. د اصلي آرشيف څخه پر February 23, 2007 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  6. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  7. "Slavery in the 21st century". Newint.org. د اصلي آرشيف څخه پر May 27, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 29, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Hodal, Kate (2016-05-31). "One in 200 people is a slave. Why?". The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Religion & Ethics – Modern slavery: Modern forms of slavery". BBC. January 30, 2007. د لاسرسي‌نېټه June 16, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Religion & Ethics – Modern slavery: Modern forms of slavery". BBC. January 30, 2007. د لاسرسي‌نېټه June 16, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Jankowiak, Marek (February 2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "What Does the Slave Trade in the Saqaliba Tell Us about Early Islamic Slavery?"]. International Journal of Middle East Studies 49 (1): 169–172. doi:10.1017/S0020743816001240. 
  12. . The international slave trade. Encyclopædia Britannica.
  13. Lewis 1992، Chapter 1.
  14. Waldman, Katy (19 May 2015). "Slave or Enslaved Person? It's not just an academic debate for historians of American slavery". Slate. مؤرشف من الأصل في ۲۱ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  16. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  17. "Traditional or Chattel Slavery". FSE Project. The Feminist Sexual Ethics Project. د لاسرسي‌نېټه August 31, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Rome Statute of the International Criminal Court, International Criminal Law Database & Commentary, د کتاب پاڼې footnotes: 29, 82, 107 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  19. Acuña, Tathiana Flores (January 2004). "The Rome Statute's Sexual Related Crimes: an Appraisal under the Light of International Humanitarian Law". Revista Instituto Interamericano de Derechos Humanos 1 (39): 29–30. http://www.juridicas.unam.mx/publica/librev/rev/iidh/cont/39/pr/pr7.pdf. Retrieved July 8, 2012. 
  20. "Ethics – Slavery: Modern slavery". bbc.co.uk. د لاسرسي‌نېټه February 11, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Report of the Special Rapporteur on contemporary forms of slavery, including its causes and consequences, Gulnara Shahinian" (PDF). ohchr.org. United Nations Human Rights Council. 10 July 2012. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر September 21, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 14, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 15 September 2016 باندې). Debt bondage remains the most prevalent form of forced labour worldwide. United Nations
  23. Page 11,12, Sleightholme & Indrani (1996), Guilty Without Trial, کينډۍ:ISBN
  24. (په 21 September 2018 باندې). Nigeria's young daughters are sold as 'money wives'. Al Jazeera
  25. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  26. M.A. Dandamayev, Barda and Bardadārī in Encyclopædia Iranica
  27. Farazmand, Ali (1998) "Persian/Iranian Administrative Tradition", in Jay M. Shafritz (Editor), International Encyclopedia of Public Edict and Administration. Boulder, CO: Westview Press, pp. 1640–1645 – Excerpt: "Persians never practiced mass slavery, and in many cases the situations and lives of semi-slaves (prisoners of war) were in fact better than the common citizens of Persia." (p. 1642)
  28. "Experts encourage action against sex trafficking". د اصلي آرشيف څخه پر December 23, 2009 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Rights–Mexico: 16,000 Victims of Child Sexual Exploitation". ipsnews.net. August 13, 2007. د لاسرسي‌نېټه February 11, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Campaign Page: Child Soldiers". Human Rights Watch. د اصلي آرشيف څخه پر February 13, 2008 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Verify source
  31. (په 26 December 2008 باندې). In Togo, a 10-Year-Old's Muted Cry: 'I Couldn't Take Any More'.