مینیوپز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مینیوپز (په انګرېزي: Menopause)  که چېرې يوه ميرمن په پر ـ له ـ پسې ډول ۱۲ مياشتې Menstruation يا مياشتنی عادت ونه لري menstruated مینیوپز ورته وايي. د مینیوپز په شروع سره نور بيا مېرمن په طعبيي ډول حمل نه اخلي.

په عموم کې د مینیوپز دوره د ۴۵ کلنۍ او ۵۵ ترمنځ پيليږي؛ دا هغه پړاو دی چې د ښځو  مياشتنۍ ناروغي بند شي او نور حمل نه اخېستل کيږي. په غير معمول ډول شونې ده چې مینیوپز (Menopause) له ۴۵ کلنۍ وړاندې رامنځ ته او له ۵۵ کلنۍ وروسته رامنځ ته نه شي.

د طعبيي وچوالي وخت په اقيلم پوريی تړې مساله ده؛ په ګرمو سيمو، نژاد او رنګ پوريی تړاو لري. د نړۍ په بېلا بېلو سيمې مینیوپز توپيري دی، چې لامل يې اقليمي شرايط دي. څېړنو د وچوالي منځنی عمر ۵۱ کلني ښوودلې ده. که چېرې وچوالی له ۴۰ کلنۍ وړاندې وي، بيا ورته له وخت مخکې يا  premature menopause وايي. شوې څېړنې او سروې ګانې په ګوته کوي چې نړۍ کې پنځه سلنه ميرمنې له وخت وړاندې يا  premature menopause  سره مخ کيږي. له ۴۵ کلنۍ وړاندې او له ۵۵ کلنۍ وروسته وچوالي پر بنسټ؛ ميرمنو کې حمل نه اخېستلو يا طعبيي وچوالي حال په درېيو برخو وېشل شوی دی.

برخې[سمول]

۱- Perimenopause:[سمول]

له ۴۵ کلنۍ وړاندې ښځه حمل نه شي اخېستلی چې غير نارمل وچوالی دی. دې وخت کې مياشتنی عادت غير منظم وي؛ ځيني وخت د څو مياشتو لپاره ورکيږي او همدا ډول د مياشتني عادت د وينې مقدر يا بيخي ډېر زيات او يا هم بيخي کم وي. 

۲- menopause:[سمول]

د ۴۵ او ۵۵ کالونو ترمنځ طعبيي وچوالی پېښيږي چې نارمل وضعيت او وخت يې دی. دې دوره کې په منظم ډول د يو کال لپاره مياشتنی عادت ورک شي. 

۳- postmenopause:[سمول]

له ۵۵ کلنۍ وروسته هم ښځه حمل اخېستلی شي او مياشتنی عادت يې جاري وي. له ۵۵ کلنۍ وروسته هم مياشتنۍ ناروغي شتون لري او ميرمنې په کې حمل اخېستلی شي. 

د مینیوپز نښې نښانې[سمول]

د طعبيي وچوالي يا مینیوپز (Menopause) دوه لومړي نښې:[سمول]

د مياشتني عادت ورکېدل او حمل نه اخېستل دي. د مینیوپز (Menopause) نورې نښې توپير دي؛ ځينو ميرمنو کې د مياشتني عادت يو کال وروسته را څرګنديږي او ځينو نورو کې بيا لسيزه وخت نيسي. د شپې پر مهال د وجود خولې کېدل، د ښځې د مبهل وچېدل، د وزن اخېستل، اندېښنې پيدا کېدل، تشويش کول، د حافظې کمزوري کېدل، د سترګو او ژبې وچېدل، د جنسي غرېزې کموالی، د زړه بدوالی او د سر درد د طعبيي وچوالي يا د مینیوپز (Menopause) نورې نښې - نښانې دي.


وخت[سمول]

مینیوپز (Menopause)  په ميرمنو کې د ۴۵ کلنۍ او ۵۵ کلنۍ ترمنځ واقع کيږي؛ د ښځو مياشتنی عادت په کې بند شي او نور بيا حمل نه اخلي.

اغېزې[سمول]

مینیوپز (Menopause)  د ښځو پر جنسي غرېزې هم منفي اغېز لري. په طعبيي وچوالو کې estrogen او testosterone  هورمونونو اندازه کميږي. هر کله چې estrogen او testosterone هورمونونو د توليد کچه ټيټه شي نو بيا د ښځو مهبل ورسره وچيږي او دې سره جنسي لېوالتيا کميږي.

شوې څېړنې په ګوته کوي چې د مینیوپز (Menopause) وروسته په هر سلو ميرمنو کې لس يې جنسي لېوالتيا له لاسه ورکوي.  

د جنسي غرېزې له کمېدو وراېخوا د مینیوپز (Menopause)  په دوره کې جنسي اړيکې يا کوروالی درد لرونکی هم وي. د estrogen او testosterone  هورمونونو په کمېدو سره د ښځو مهبل ته وينه پوره نه رسيږي او د وينې په نه رسېدو سره مهبل وچيږي چې وچېدل يې د کوروالي پر مهال د درد سبب کيږي.

د مهبل د وچېدو ستونزه په ډېر فزيکي کار او جنسي اړيکو تر سره کولو سره حليږي. که چېرې ميرمنې د مینیوپز (Menopause) له دورې وروسته په پر له پسې ډول سره فزيکي کارونه کوي او يا هم په دوامداره ډول سره جنسي اړيکې له خپل خاوند سره تر سره کوي نو د مهبل عضلي يې متحرکې ساتل کيږي او د مهبل عضلو د فعاليت پر بنسټ مهبل لوند وي چې بيا د جنسي کوروالي پر مهال د درد مخه نيسي. 

که چېرې له مینیوپز (Menopause) وروسته د څو کالونو وروسته جنسي کوروالی ونه شي نو د مهبل په بشپړ وچېدو سره جنسي لېوالتيا له منځه ځي. له فزيکي تمرين او منظمو جنسي اړيکو وراېخوا يو شمېر درمل او خواړه هم شتون لري چې که چېرې ميرمنې يې د مینیوپز (Menopause) وروسته استعمال کړي نو د مهبل له وچېدو ژغورل کيږي او په پايله کې به يې جنسي کوروالی درد لرونکی نه وي او همدا ډول جنسي لېوالتيا به يې ژوندۍ او فعاله  پاتې وي. 

د روغتيا پالانو لارښوونه دا ده چې هر کله يوه ميرمن د مینیوپز (Menopause) دورې ته رسيږي نو لومړی بايد له خپل خاوند سره دا مساله شريکه کړي. خاوند بايد د وضعيت په درک سره جنسي اړيکې تر سره کړي، ترڅو دغه طعبيي وضعيت د ښځې او خاوند پر ګډ ټولنيز ژوند ناوړه اغېز ونه کړي. 

سرچينه[سمول]

د ډاکټر نازيه د فېسبوک پاڼه