Jump to content

ډاګي سټایل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ډاګي سټایل يوه بېلګه

ډاګي سټایل (په انګرېزي: Doggy style) د جنسي اړيکې يو ډول دی، چې پکې ترسره کوونکي د جنسي اړيکې پرمهال له دې ماډل څخه کار اخلي، ښځه پر زنګنو د سپي په شکل کېني ترڅو نارینه د شا لخوا خپل رول ولوبوي. دا سټایل د شا لخوا دخول لپاره ډېر ګټور تمامېږي چې د جنسي اړيکو يو له ترټولو غوره ماډلونو څخه دی [۱] په دې ډول جنسي اړيکه ترسره کول د نورمالو اړيکو لپاره وي (يعنې د ښځې د مخ تناسلي آلې کې ننباسل ترسره کېږي) خو معمولاً ښايي د انال‌سکس(د شا لخوا غیر نورمال جنسي اړيکې) لپاره هم له دې لارې کار واخيستل شي. [۲]

که څه هم دا تر ټولو عام کاروونکی سکسي ماډل نه دی، خو د نارینه وو لخوا د خوښې ماډل په توګه ګڼل کیږي، خو ځينې څېړونکي په دې باور دي چې ښځې له نارینه وو زیات له دې ماډل سره مینه لري. د جنسي شریکانو په مینځ کې، د ډاګي سټایل ماډل کې سړي معمولاً غیر فعال وي [۳] يعنې ښځې ډېر رول لوبوي ډېر فعاليت ترسره کوي، د شا لخوا مخ‌ته شاته حرکتونه ترسره کوي ترڅو ننوتل او وتل/خروج او دخول ترسره شي(که څه هم کله ناکله دا ډول ماډل کې دواړه جنسي شريکان يعنې ښځه او نارينه دواړه خپل رول لوبوي او په يوه اندازه فعالت ترسره کوي). [۳]

تاریخ

[سمول]
د لرغوني روم د تیلو په یوه څراغ کې د ډاګي سټایل ماډل انځور شوی

په لرغوني روم کې دا عمل په لاتین کې د "د ځناورو یا حيواناتو په بڼه جنسي اړيکې" coitus more Ferarum په نوم پیژندل شوی وو. [۴] د ډاګي سټایل اصطلاح يې مشخص نوم نه وو هغه مهال، په لومړي سر کې د حیواناتو بڼه ورته ویل کېدل چې بيا وروسته د ډاګي سټایل په نوم مشهور شو، خو دا ډول جنسي اړيکه په "کاما سوترا" کې د غوا ماډل یادول شوی [۵]. [۶]

ګټې او زیانونه

[سمول]

په "ډاګي سټایل" بڼه جنسي اړيکه ترسره کول ډېره ګټوره ده که چېرته دواړه خواوې يعنې نارینه او ښځینه روغتیايي برخې په پام کې ونيسي يعنې پاک ځای کې دا کار ترسره شي او ځينې نور هغه پروتوکول رعایت شي چې د جنسي اړيکو د ښه کيفيت تضمين کوي. دا ډول حالت کې د ښځو تناسلي آله په بشپړه توګه چمتو وي او د نارینه تناسلي آلې ته پوره ځای لری، يعنې په بشپړه توګه تناسلي آله ننوزي چې دا کار ښځه ژر اورګاسم ته رسوي. [۷] [۸]


همدا راز ډاګي سټایل د نارینه وو لپاره هم ډېر خوندور او آسانه وي، ځکه د تناسلي آلې ننباسلو پرمهال په بشپړه توګه د ښځې تناسلي غړی احساسوي [۸]

خو ځینې ښځې ممکن په دې حالت کې زیان احساس کړي، يوازې هغه مهال چې نارینه شريک يې هېڅ فعاليت نه ترسره کوي، يوازې ښځه مجبوره وي چې مخته او شاته شي ترڅو دخول او خروج ترسره شي [۹] ، خو په هر حال ځينې میرمنې له دې خوند اخلي چې ډېر فعاليت ترسره کړي او نارینه شريک ته د خوند ورکولو لامل وګرځي. [۹]

په هنري آثارو کې

[سمول]

ډاګي سټایل په ډیری کلتورونو کې پیژندل شوی، او په هنر کې ښودل شوی:

ورته ليکنې

[سمول]

په پښتو ویکيپېډيا کې ځينې اړوند جنسي ليکنې په لاندې مخونو کې موندل کېږي:

ميشېنري (د سکس ماډل)

ښځه لوړه (د سکس ماډل)

د لېوالتیا پرته سکس

د واده شپه

د بکارت پرده

پېغلتوب

جینوفوبیا

اورګاسم

اوږدمهاله اورګاسم

مینیوپز

جنسي ځورونه

جنسي تېری

جنسي غلامي

د نعوظ اختلال

سرچينې

[سمول]
  1. Nilamadhab Kar; Gopal Chandra Kar (2005). Comprehensive Textbook of Sexual Medicine. Jaypee Brothers Publishers. pp. 110–111. ISBN 978-8180614057. Archived from the original on June 27, 2014. نه اخيستل شوی February 10, 2014.
  2. . 24 August 2022. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Comfort, Alex; Quilliam, Susan (2008). The Joy of Sex. London: Mitchell Beazley. ISBN 978-1-84533-429-1.
  4. Robert J. Campbell (2009). Campbell's Psychiatric Dictionary. Oxford University Press. p. 204. ISBN 978-0-19-534159-1.
  5. The Kama Sutra, as given at "CHAPTER VI". The Kama Sutra of Vatsayayana. Kamasutra-sex.org. 1883. Archived from the original on 6 September 2008. نه اخيستل شوی 4 October 2006.
  6. The Perfumed Garden. Park Street Press. pp. 38–41. ISBN 978-0892814435.
  7. Janssen, Erick, Nicole Prause, and James H. Geer. "The sexual response." Handbook of psychophysiology (2007): 245-266
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Jones, Richard (2013). Human Reproductive Biology. Academic Press. p. 74. ISBN 9780123821850. The rear-entry position of mating may allow the scrotum to stimulate the clitoris and, in this way, may produce an orgasm ...
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Keesling, Barbara (1993). Sexual Pleasure: Reaching New Heights of Sexual Arousal & Intimacy. Hunter House Publishers. p. 167. ISBN 978-0-89793-148-9.