Jump to content

ښځه لوړه (د سکس ماډل)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ښځه لوړه يا سربېره (په انګرېزي: Woman on top) د سکس يا جنسي اړيکې يو ماډل دی، هر هغه حالت چې ښځه د جنسي اړيکې پرمهال د خپل جنسي ملګري سربېره ناسته یا ولاړه وي دا نوم ورته کارول کېږي. دا ماډل د سواري يا سپرتیا ماډل په نوم هم يادېږي. په دې حالت کې يو سړی ارام ناست وي ښځه ورباندې سربېره ناسته وي او پورته ښکته کېږي ترڅو خروج او دخول ترسره کړي [۱]

د دوو ډولونو بېلګې:

1؛ مخ په مخ، په دې حالت کې دواړه د يوبل سترګو ته ګوري

2: د ښځې شا د نر مخ ته، په دې حالت کې نر د ښځې شا ويني

د سپرتیا ماډل عموماً یو له خورا مشهوره جنسي سټایلونو څخه شمېرل کېږي، دا ماډل د ښځو ډېر خوښېږي، ځکه چې په دې ډول اړیکو کې ښځې د هرڅه کنټرول لري، خپل بدن پورته او ښکته کوي څومره چې يې زړه غواړي هغومره د نر تناسلي آله په ځان ننباسي او هر وخت چې يې زړه غواړي راباسي يې. په دې شکل ښځه په ښه توګه کولای شي چې خپل کلټوريس ته پاملرنه وکړي. [۱] ځينې نور ماډلونه هم شتون لري چې ښځه پر سړي سربېره وي، لکه د 69 او "پومپیر" ماډلونه.

په دې ماډل کې ښځه له نر څخه ډېره فعاله وي، او پورته ښکته کېږي، خو نر هم څه ناڅه فعالیت لري، دا ډول اړيکه د ښځو لپاره يوه بله دا ګټه هم لري چې د نر له انزالېدلو وروسته بياهم د هغه نارینه د ګوتو په مرسته ځان اورګاسم ته ورسوي. همدا راز هغه ښځې چې نغواړي په تناسلي آلې کې دننه يې د مني اوبه تويې شي نو ژر کولای شي چې خپل ځان لېرې کړي، خو ځينې ښځې نه پوهېږي چې نر کله انزالېږي، په دې اړه باید نر له مخکې خبر ورکړي چې ځان لېرې کړي.

د «کاوګېرل» ماډل

کاوګرل يعنې د جنسي اړيکې پرمهال د نجلۍ شا برخه د غوا په څېر د شا لخوا ښکاري، دا هم د یاد ماډل یوه بله بڼه ده، په دې حالت کې سړی پروت یا ناست وي، او ښځه د هغه د تناسلي پر برابرې سيمې ورسپره وي، داسې حالت دوه ډولونه لري، يو يې دا دی چې د ښځې مخ د نر مخ خواته وي، بل ماډل يې دا دی چې د ښځې شا د نر خواته ښکاري، په دې حالت کې نارینه ډېر خوند اخلي ځکه د شا (کوناټېو) برخه ويني.

د «مېشنري ماډل» سرچپه بڼه

د جوهان نیپومک ګیګر لخوا د سرچپه مېشنري ماډل يو انځور (1840)

مېشنري خپله د جنسي اړيکې يو بېل ماډل دی خو کله چې ښځه د خپل ملګري په سینه کې پرته وي، دې ته د مېشنري سرچپه بڼه ویل کېږي [۲]. که سړی خپلې پښې جلا کړي، ښځه کولی شي خپلې پښې د هغه په منځ کې کېږدي. [۲] په دې حالت کې ښځه کولای شي د پښو په په یوځای کولو سره د سړي په تناسلي الې کې ټینګښت زیات کړي، یا سړی کولی شي د میرمنې ورنونه يا پښې یوځای کړي او سره نږدې يې کړي. دا کار د ښځې د تناسلي آلې د تنګوالي لپاره ګټور دی.  

ګټې

د دې ماډل يوه ګټه دا ده چې د سړي وزن پر ښځې نه وي. همداراز د امیندوارۍ په بهير کې هم ګټور دی ځکه چې د میرمنې پر نس باندې هېڅ فشار نه راځي او د هغې لپاره د ننباسلو او د راايستلو سرعت کنټرول کول اسانه دي. همداراز ځينې ګټې یې دا دي؛ که چېړی سړی د جدي ناروغۍ یا جراحۍ څخه روغ شوی وي، يا که ښځه په دې تازه وخت کې لنګه شوې وي, نو دا حالت به ورته اسانه او بې بوجه وي. [۲]

ګالري

د ښځې سره سکس د هرې ټولنې په کلتور کې د ځانګړي اهميت په توګه په اثرونو او انځورونو کې کاږل شوي وي.

ورته ليکنې

ډاګي سټایل

ميشېنري (د سکس ماډل)

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "Discovery Healthپورته کوي چې دواړه خوند واخلي او جنسي اړيکه پیل شي Archived 15 January 2012 at the Wayback Machine.d 22 په دې حالت کې ښځه ډېر کنټرول لري يعنېb
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Nilamadhab Kar; Gopal Chandra Kar (2005). Comprehensive Textbook of Sexual Medicine. Jaypee Brothers. pp. 108–109. ISBN 81-8061-405-0. Archived from the original on 27 June 2014. نه اخيستل شوی 10 February 2014.

کينډۍ:Sex