کلتوري انقلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
کلتوري انقلاب
Ahfaz farmers1.jpg
هېوادچين د خلکو جمهوريت
جوړونکیمائو تسه تونګ، Jiang Qing
د پيل موده۱۶ی مې ۱۹۶۶
د پاي موده۶ی اکتوبر ۱۹۷۶

کلتوري انقلاب چې په رسمي توګه د لوی پرولتاري کلتوري انقلاب په توګه پېژندل کېږي له ۱۹۶۶ زکال څخه په ۱۹۷۶ زکال کې د مائوتسه تونګ د مړینې تر مهاله په چین کې ټولنیز سیاسي خوځښت و چې د چین د کمونیست ګوند د رهبر او د چین د خلکو د جمهوریت د بنسټګر مائو له خوا یې بنسټ اېښودل شوی و. اعلان شوې موخې یې د چیني کمونېزم په ساتلو سره له کپیټلیسټي او سنتي عناصرو څخه د چین د ټولنې تصفیه او د چین د خلکو په جمهوریت کې د غالبې ایډیالوژۍ په توګه د مائوتسه تونګ د تفکر (چې له چین بهر د مائوېزم په نوم پېژندل کېږي) بیاځلي تحمیل کول و. دغه انقلاب د مائو د لږ راډیکالې رهبرۍ پر مهال په مخ پر وړاندې لور باندې د لوی ګام په نامه ټولنیز اقتصادي سیاست وروسته چې د چین د لویې قحطۍ (۱۹۵۹ – ۱۹۶۱ زکال) لامل وګرځېد؛ د چین مرکزي قدرت ته د مائو د بیاځلي راګرځېدو لامل وګرځېد.  له دې سره دغه انقلاب خپلو موخو ته د رسېدو په لار کې پاتې راغی. [۱]

مائو چې د ۱۹۶۶ زکال په مۍ میاشت کې د کلتوري انقلاب له ډلې سره په ګډه د دغه خوځښت بنسټ کېښود، تور یې پورې کړ چې بورژوازي عناصرو په دولت او ټولنه کې د کپیټلیسټي اهدافو د بیا راژوندي کولو په موخه نفوذ کړی. مائو له ځوانانو وغوښتل چې د هغوی مرکزونه په نښه کړي او اعلان یې وکړ چې «بغاوت د توجیه وړ دی». ځوانانو د مائو د غوښتنې په غبرګون کې په ټول هېواد کې سور پوځ او «یاغي ډلې» جوړې کړې. د مائو ویناوې چې په یو کوچني سور کتاب کې راغونډې شوې د مائو د شخصیتي ځایګي جوړولو لپاره په مقدس متن واوښتې. هغوی په منظمه توګه د بیاکتنې غوښتونکو پر وړاندې «محکوم کوونکې غونډې» جوړې کړې او واک یې له سیمه یئزو دولتونو او د چین د کمونیست ګوند له نورو څانګو څخه په خپل لاس کې واخیست؛ بالاخره یې په ۱۹۶۷ زکال کې انقلابي کمېټې تاسیس کړې. کمیټې تر ډېره په سیالو ډلو وویشل شوې او د «تاوتریخوالي څخه په ډکو شخړو» باندې یې په پېژندل شوو وسله والو جګړو کې ونډه واخیسته؛ هغه چې اړتیا یې پېښه کړه چې پوځ د نظم د ټینګښت په موخه مداخله وکړي. مائو په ۱۹۶۹ زکال کې انقلاب پای ته رسېدلی وباله، خو د انقلاب فعال پړاو لږ تر لږه تر ۱۹۷۱ زکال پورې دوام درلود، هغه مهال چې لین بیائو د مائو پر ضد نا بریالۍ کودتاه وکړه او له تښتېدو وروسته د طیارې د لوېدو په پېښه کې ومړ. په ۱۹۷۲ زکال کې د څلورو ډله (د چین د کمونیست ګوند د څلورو راډیکال غړو ډله وه) واک ته ورسېده او کلتوري انقلاب په ۱۹۷۶ زکال د مائو د مړینې او د څلورو د ډلې تر نیولو دوام وموند.

کلتوري انقلاب له تاوتریخوالي او ګډوډیو سره مل و. د تلفاتو ادعاوې په پراخه کچه له یوبل توپیر لري؛ د یو شمېر اټکلونو له مخې د انقلاب په دوره کې د وژل شوو شمېر له ۲۵۰ زرو څخه تر څو میلیونو پورې رسېږي، هغه شمېر چې په چین کې د مختلفو آفتونو له امله د وژل شویو له شمېر سره د پرتلې وړ دی. د بیجنګ د سره اګست په پیل کېدو سره په ټول هېواد کې عام وژنه پیل شوه چې په کې ګوانګشي عام وژنه چې آن پکې په پراخه کچه سړي خوراک هم رامنځته شو، د منګولیا داخلي پېښه، د ګوانګدونګ عام وژنه، د یوننان عام وژنه او هونان عام وژنه په کې شاملېږي. سره پوځ تاریخي آثار او همدارنګه فرهنګي او مذهبي ځایونه هم ونړول. په ۱۹۷۵ زکال کې د بانکایو بند نړېدل د نړۍ تر ټولو لویه هغه تکنالوژیکي فاجعه وه چې د کلتوري انقلاب پر مهال رامنځته شوه. له دې سره په لسګونه میلیونه کسان وځورول شول؛ پخواني لوړ پوړي چارواکي د ولسمشر لئوشائوچي، دنګ شیائوپینګ، پنګ دهای او هی لونګ په ګډون له واکه لرې او تبعید شول. په میلیونونو نور په پنځو تورو ډلو کې د غړیتوب په تور په عمومي توګه تحقیر او بندیان شول، سخت کار ته اړ او اموال یې مصادره شول، اعدام شول او یا یې هم د ځورونې له امله په ځان وژنې لاس پورې کړ. روڼ آندي د پخوانیو وګړو د بدبویه نهمې ډلې په توګه په پام کې نیول کېدل او په پراخه کچه له ځورونو سره مخ شول – پام وړ عالمان او ساینس پوهان لکه لائوشي، فو لي، یائو تونګ بین او ژائوجیوژانګ ووژل شول او یا یې هم خپله ځان وواژه. پوهنتونونو ته د لارموندنې د ازموینو په لغو کېدو سره ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شول. له ۱۰ میلیونو زیات ښاري روڼ آندي ځوانان لرې پرتو سیمو ته د لېږلو د سیاست له امله د هېواد لرې پرتو سیمو ته ولېږل شول. [۲][۳][۴]

د ۱۹۷۸ زکال په ډسمبر میاشت کې ډنګ شیائوپینګ د هواګئوفنګ پر ځای د چین نوی رهبر شو او د «بولوان فانژنګ» په نامه پروګرام یې پیل کړ چې په تدریج سره یې کلتوري انقلاب ته اړوند مائویستي سیاستونه له منځه یووړل او په هېواد کې یې نظم ټینګ کړ. ډنګ له خپلو متحدینو سره د چین د نوي پړاو د رامنځته کولو په موخه د تاریخي اقتصادي اصلاحاتو پروګرام پیل کړ. په ۱۹۸۱ زکال کې د چین کمونیست ګوند اعلان وکړ چې کلتوري انقلاب یوه تېروتنه وه او دا یې ومنله چې «دغه انقلاب د ټولو هغو شدیدو ماتو او درنو زیانونو مسئول دی چې خلکو، هېواد او ګوند د خلکو د جمهوریت د تاسیس له مهاله تحمل کړي». په معاصر چین کې د کلتوري انقلاب په اړه بېلابېل نظریات شتون لري. یو شمېر یې منفي بولي او یو شمېر نور یې یوازې د «لس کلونو ګډوډیو» په توګه یادوي. له دې سره یو شمېر نور په ځانګړې توګه د کارګرې طبقې غړي د هغو اړوند مثبت لیدلوری لري. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د انقلاب اړوند د کمونیست ګوند لیدلوري[سمول]

د دغې ټولیزې ګډوډۍ د درک په موخه چې په کلتوري انقلاب کې د مائو د رهبرۍ له امله رامنځته شوې وې د مائو ځای ناستي اړ و څو د چین د کمونیست ګوند د اقتدار ساتلو په موخه د هغو اړوند تاریخي «مناسب» قضاوت وکړي. د ۱۹۸۱ زکال د جون په ۲۷ مه د ګوند مرکزي کمېټې «زموږ د ګوند په تاریخ کې د هغو د تاسیس له مهاله د یو شمېر مسائلو اړوند د اعلامیې» تر نامه لاندې اعلامیه تصویب کړه چې د ۱۹۴۹ زکال راهیسې یې په کې د مهمو تاریخي پېښو ارزونه ترسره کړې وه. [۱۲]

په دغه اعلامیه کې په پام وړ ډول د مائو رهبري ته اشاره شوې وه او څرګنده یې کړه چې «په 'کلتوري انقلاب' کې د دغې پراخې او اوږد مهالې سترې 'کیڼ اړخې' تېروتنې اصلي مسئولیت په واقعیت کې د ملګري مائوتسه تونګ پر غاړه دی». په دې ادعا سره چې دغه خوځښت د لین بیائو او جیانګ چینګ د انقلاب ضد ډلو له امله د بدترینو سخت دریځیو لامل وګرځېد او د مائو پړ ګڼل یې په کې کم رنګه کړل. دغې اعلامیې تائید کړه چې کلتوري انقلاب «د کمونیست ګوند او د چین د خلکو لپاره لویه فاجعه او ګډوډۍ رامنځته کړې». [۱۲]

د دغه رسمي نظر موخه په کلتوري انقلاب کې د مائو د اقداماتو او همدارنګه د چین د داخلي جګړې او د چین او جاپان د دویمې جګړې پر مهال د هغه د قهرمانانه فعالیتونو جلا کول و. همدارنګه یې د مائو شخصي تېروتنې د هغې تیوري له صحیح والي څخه چې ده رامنځته کړې وه جلا کړې. آن تر دې ځایه په کې مخکې ولاړل چې عقلاني یې وبلله چې کلتوري انقلاب د مائو له تفکر سره هغه چې د چین د کمونیست ګوند د رسمي ایډیالوژۍ لارښود دی توپیر لري. ډنګ شیائوپینګ دغه جمله په دې توګه را لنډه کړه: «مائو ۷۰٪ ښه وه، ۳۰٪ بد». له کلتوري انقلاب وروسته ډنګ تائید کړه چې مائویستي ایډیالوژي د کمونیست ګوند د انقلابي بریا لامل ګرځېدلې، خو په عمل کې یې «د چیني ځانګړنو لرونکي سوسیالېزم» په ګټه هغو ته شا کړه؛ کوم چې د دولت له خوا د کنټرول کېدوني د بازار اقتصاد جلا ډول دی. [۱۳]

په چین کې د ګوند رسمي نظر اوس مهال د هغې دورې د تاریخ لیکنې په موخه د غالب لارښود په توګه عمل کوي او نور نظریات تر ډېره باوري نه ګڼل کېږي یا په پام کې نه نیول کېږي. له کلتوري انقلاب وروسته د ادبیاتو نوی ژانر د «سکار ادبیاتو» (Shanghen Wenxue) په نوم رامنځته شو چې له مائو څخه د وروسته دولت له خوا وستایل شو. [۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Tom Phillips (11 May 2016). "The Cultural Revolution". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. For a more comprehensive and detailed overview of the death toll, see the relevant section.
  3. (په January 6, 1993 باندې). A Tale of Red Guards and Cannibals. The New York Times.
  4. Yan, Lebin. "我参与处理广西文革遗留问题". Yanhuang Chunqiu (په چينايي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر November 24, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 22, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 2008-08-20 باندې). Hua Guofeng, Transitional Leader of China After Mao, Is Dead at 87. The New York Times.
  6. Barmé, Geremie R. "History for the Masses". Morning Sun. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "关于建国以来党的若干历史问题的决议". The Central People's Government of the People's Republic of China (په چينايي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه April 23, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Resolution on Certain Questions in the History of Our Party since the Founding of the People's Republic of China" (PDF). Wilson Center. June 27, 1981. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sixth Plenary Session of the Eleventh Central Committee of the Communist Party of China. June 27, 1981. "Resolution on Certain Questions in the History of Our Party Since the Founding of the People's Republic of China." Resolution on CPC History (1949–81). Beijing: Foreign Languages Press. p. 32.
  10. Lu, Xing (2004). Rhetoric of the Chinese Cultural Revolution: The Impact on Chinese Thought. د کتاب پاڼې 2. Known to the Chinese as the ten years of chaos [...] الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Gao, Mobo (2008). The Battle for China's Past: Mao and the Cultural Revolution (PDF). Pluto Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7453-2780-8. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر November 3, 2012 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ "Resolution on Certain Questions in the History of Our Party Since the Founding of the People's Republic of China (Chinese Communism Subject Archive)". مؤرشف من الأصل في December 13, 2012. د لاسرسي‌نېټه December 27, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Schiavenza, Matt. "Does a New Biography Tell the Whole Story on Deng Xiaoping?". Asia Society. مؤرشف من الأصل في October 22, 2011. د لاسرسي‌نېټه October 30, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Gao, Mobo (2008). The Battle for China's Past: Mao and the Cultural Revolution (PDF). Pluto Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7453-2780-8. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر November 3, 2012 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)