فساد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فساد د نه رښتینولۍ او یا هم جنایي جرمونو یو ډول دی چې د یو واک لرونکي سازمان او یا هم یو کس له خوا د نامشروعه ګټو او یا هم شخصي ګټې د ترلاسه کولو په موخه له واک نه د ناوړې ګټنې په واسطه ترسره کېږي. په فساد کې کېدلای شي، د بډو (رشوت) او اختلاس سربېره ډېرې داسې چارې هم شاملې شي، چې په ګڼ شمېر هېوادونو کې قانوني دي. سیاسي فساد هغه مهال رامنځته کېږي، کله چې یو مسئول کس یا دولتي مامور له خپل اداري واک نه د شخصي ګټې په موخه کار واخلي. فساد تر ډېره په غل سالاري یا kleptocracies، الیګارشي (د لږه کیو تر واک لاندې حکومتونو)، نشه یي توکو پر بنسټ دولتونو او مافیايي حکومتونو کې عام دی.[۱]

هغه ستراتیژۍ چې له فساد سره د مقابلې په موخه ترې کار اخیستل کېږي، تر ډېره د فساد ضد ټولیزې اصطلاح تر چتر لاندې خلاصه کېږي. په دې سربېره، د نړیوالو نوښتونو، لکه: د ملګرو ملتونو د تلپاتې ودې د ۱۶ موخو یوه هدفمنده موخه دا ده چې په ټولو برخو کې په پام وړ ډول فساد را کم کړي.[۲]

لاملونه[سمول]

د رابرت کلیتګارد پر باور: فساد هغه وخت رامنځته کېږي، چې د فاسد کس لپاره د فساد ګټه د هغو د نیونې د شونتیا او قانوني چلن له مجازاتو زیاته وي.[۳]

په داسې حال کې چې د واک او امتیازاتو په زیاته کچه انحصار او د روڼتیا ټیټه کچه په اتوماتیک ډول د فساد لامل نه ګرځي، یو شمېر نورو «اخلاق» یا «رښتینولي» د هغو څلورم متغیر ښوولی. دغه اخلاقي اړخ دوه برخې لري چې داخلي هغه یې «ذهني ستونزې» ته اشاره کوي او بهرنۍ یې بیا یو شمېر شرایطو، لکه: بېوزلي، نامناسب معاش، نامناسبو کاري شرایطو او یا هم هغو نه پلي کېدونکو او یا هم ډېرو پیچلو لارو چارو ته اړوندېږي چې وګړي کمزوري کوي او اجازه ورکوي، څو «بدیل» حل لارې ورته ومومي.

په ۲۰۱۷ ز کال کې د یوې څېړنیزې سروې له مخې، لاندې فکتورونه د فساد د لاملونو په توګه ښوول شوي:[۴]

  • د پیسو لپاره تمع اوهیلې.
  • د بازار او سیاست په لوړه کچه انحصار.
  • د دیموکراسي ټیټه کچه، کمزورې مدني ونډه او په کمه کچه سیاسي روڼتیا.
  • په لوړه کچه بیروکراسي( کاغذ پراني) او بې ګټې ادارې جوړښتونه.
  • د مطبوعاتو لږ آزادي.
  • په ټیټه کچه اقتصادي آزادي.
  • لوی قومي وېشونه او په دغو ډلو کې دننه په لوړه کچه پلویتوب.
  • جنسیتي توپیرونه.
  • بېوزلي.
  • سیاسي بې ثباتي.
  • د مالکیت ضعیف حقونه
  • له فاسدو ګاونډیو هېوادونو سرایت .
  • په ټیټه کچه سواد.
  • له ټولنې سره د ژمنتیا نشتوالی.
  • زیات غوښتونکې کورنۍ.
  • بېکاري

د تر ټولو زیاتو فاسدو او لږ فاسدو هېوادونو ترمنځ په پرتله کې دې ته اشاره شوې، چې په لومړنۍ ډله هېوادونو کې په پراخه کچه ټولنیز- اقتصادي توپیرونه شتون لري په داسې حال کې چې په دویمه ډله کې بیا په لوړه کچه ټولنیز او اقتصادي عدالت شته دی.[۵]

لارې چارې (مېتودونه)[سمول]

په سیستماتیک او لوړه کچه فساد کې په یو مهال کې له ګڼ شمېر لارو چارو نه د یو ډول موخو لپاره کار اخیستل کېږي.[۶]

بډې (رشوت)[سمول]

په بډو یا رشوت کې له ډالیو او ښېګڼو نه د شخصي ګټو په موخه ناوړه ګټنه شاملېږي. د kickbacks او یا هم لکه په منځني ختیځ کې د بخشش په نوم پېژندل کېږي. دا د فساد تر ټولو معمول ډول دی. په دغه ډول فساد کې بېلابېل ډوله ښېګڼې، لکه: پیسې، ډالۍ، کور، ترفیعات، جنسي ښېګڼې، کاري ښېګڼې، د شرکت اسهام، امتیازات، تفریح، په کار ګومارنه او سیاسي ګټې شاملېږي. په شخصي ګټه کې کېدای شي، د یو فعالانه ترجیحي چلن نه په یوې بې احتیاطۍ یا جنایت باندې تر سترګو پټولو پورې هر څه شامل شي.[۷]

بډې کېدلای شي، ځينې مهال د فساد د سیستماتیکې کارونې د نورو موخو؛ د بېلګې په توګه د لا زیات فساد په موخه وي. بډې کېدلای شي، چارواکي له بلک مېل کېدو(باج اخیستو) او یا هم ګواښ کېدلو سره مخامخ کړي.

اختلاس، غلا او تقلب[سمول]

اختلاس او غلا دا ده چې یو کس په غیر قانوني ډول بودیجه او یا هم نوره پانګه تر خپل واک لاندې راولي. تقلب بیا هغه مهال دی چې د توکو څښتن ته په چل ورکولو هغه متقاعد کړي، څو خپله پانګه بې صلاحیته او یا هم غیر مجاز لوري ته وسپاري. د بېلګې په توګه: د غیر واقعي شرکتونو یا shadow companies لوري ته د یوه شرکت د پانګې یا بودیجې انحراف او وروسته د فاسدو کارکوونکو جیبونو ته د هغو بېرته لېږد، له نړیوالو مرستو غلا، درغلۍ، ټاکنیزې درغلۍ او نورې فاسدې چارې په کې شاملېږي.

پیوند (Graft)[سمول]

د پیوند سیاسي عمل یا فساد هغه مهال رامنځته کېږي، کله چې سیاستوال له خپل ځایګي نه په ناوړه ګټنې سره د عامه پروژو لپاره ځانګړې شوې بودیجه هغه لوري ته منحرفه کړي ،څو تر ټولو زیاته ګټه یې خپلو نږدې کسانو(شرکتونو او یا له هغوی سره په اړیکه کې کسانو) ته ورسېږي.

باج اخیستل او ګواښول یا بلک مېل[سمول]

په داسې حال کې چې بډې ورکول د فاسدو موخو لپاره له مثبتو انګېزو کار اخیستل دي، خو باج اخیستنه او ګواښونه له ګواښونو نه په کار اخیستو تمرکز لري. په دغو ګواښونو کې کېدلای شي، فزیکي تاوتریخوالی یا کاذب بندي کول، د یوه کس د اسرارو او یا هم پخوانیو جرمونو افشا کول شامل شي.

په دغه ډول کې دغه چلندونه شاملېږي، لکه: یو مخکښ کس د چټکو روغتیايي خدمتونو د نه ترلاسه کولو په حالت کې (د نورو ناروغانو په لګښت) رسنیو ته مراجعه وکړي، دولتي چارواکي د دوی په خوښه د نه پرېکړه کولو په حالت کې د هغوی د رازونو په افشا کولو وګواښي او یا هم د رازونو ساتلو ته د دوام ورکولو په موخه د پیسو غوښتنه ولري. بله بېلګه یې کېدای شي، د یو لوړ پوړي چارواکي اړوند څېړنو ته د دوام ورکولو په اړه یوه پولیس افسر ته د هغه د لوړ پوړو چارواکو له خوا د دندې د له لاسه ورکولو ګواښ وي.

د نفوذ قاچاق[سمول]

د نفوذ قاچاق په معمول ډول د تادیاتو د ورکړې په برخه کې د ښېګڼې او یا هم ترجیحي چلن د ترلاسه کولو په موخه په دولت کې د اغېز لرلو او یا هم له دولتي چارواکو سره د اړیکو لرلو نه ناقانونه ګټه اخیستنه ده.

شبکه جوړونه[سمول]

شبکه جوړونه (دواړه سوداګریزه او شخصي) د کار لټون کوونکو لپاره اغېزمنه لار ده چې هغوی ته د کار په بازار کې د نورو لټون کوونکو په پرتله د پام وړ امتیازات برابروي. د دغو شبکو آیډیا یا کاري چلن دا ډول دی چې، شبکه جوړوونکی هڅه کوي، د کار له څښتنانو، د کارکوونکو د ګومارنې له پلاوي او نورو سره دوستانه اړیکې په دې هیله ټینګې کړي، څو خپل یوه غوښتنه کوونکي ته د یوې دندې د ترلاسه کولو په برخه کې له هغو ناوړه ګټنه وکولای شي. د شبکې جوړونې دغه ډول، د استخدام د رسمي بهیرونو چې ټولو ته یو ډول شرایط برابروي او نوماندان کولای شي، خپلې وړتیاوې په کې ټاکونکي پلاوي ته څرګندې کړي؛ د تخریب کولو د هڅې په توګه توصیف شوی. [۸][۹]

له واک نه ناوړه ګټه اخیستنه[سمول]

له واک نه ناوړه ګټه اخیستنه، د پرېکړې کولو په برخه کې له واک نه ناوړې یا غیرقانوني ګټنې ته اړوندېږي. د بېلګې په توګه: کله چې قاضي د مقرراتو سره په خلاف یوه جنايي دوسیه لغو کړي یا د ګمرک چارواکي له ګمرک نه د ممنوعه موادو د تېرېدو اجازه ورکړي.

پلویتوب، خپلوي پالنه او مشتري پالنه[سمول]

پلویتوب، خپلوي پالنه او مشتري پالنه، د فساد ترسره کوونکي ته کومه ښېګڼه نه رسوي بلکې ښېګڼه یې د هغو اړوندو کسانو، لکه: ملګرو، کورنیو غړو او یا هم ډلې ته رسېږي. د بېلګې په توګه: کېدلای شي، د کورنۍ د غړي او یا هم د یوه  کارکوونکي ګومارنې یا ارتقا ته اشاره وکړو چې د اړوند بست وړتیا په کې نه وي او دغه چاره د وړتیا له مخې نه، بلکې یوازې یوې سیاسي ډلې ته د دواړو لورو د اړوند والي پر بنسټ ترسره شوې وي.[۱۰]

له اقتصادي ودې سره یې اړیکې[سمول]

فساد په جدي ډول د خصوصي پانګونې په برخه کې مخه نیونکی منفي اغېز لري، چې په پایله کې د اقتصادي ودې د کمښت لامل کېږي. فساد د تولیدي فعالیتونو ګټه راکموي.[۱۱]

فساد د نابرابریو د زیاتوالي لپاره زمینه برابروي، د تولیدي چارو د ګټې د کمښت لامل ګرځي، چې له امله یې دلالي اقتصاد او فساد په زړه پورې کوي. د نابرابریو زیاتوالی نه یوازې د محرومو قشرونو ترمنځ د ناهیلیتوب د رامنځته کېدو لامل ګرځي، بلکې د تولیدي ودې، پانګونې او کاري موکو د کمښت لامل ګرځي.[۱۱]

سرچینې[سمول]

  1. "Report" (PDF). siteresources.worldbank.org. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ مې ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Doss, Eric. "Sustainable Development Goal 16". United Nations and the Rule of Law (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Klitgaard, Robert (1998), Controlling Corruption, University of California Press, Berkeley, CA
  4. Dimant, Eugen; Tosato, Guglielmo (1 January 2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Causes and Effects of Corruption: What Has Past Decade's Empirical Research Taught Us? a Survey"] (in en). Journal of Economic Surveys 32 (2): 335–356. doi:10.1111/joes.12198. ISSN 1467-6419. 
  5. (په 20 January 2019 باندې). The root cause of corruption.
  6. "United Nations Handbook on Practical Anti-Corruption Measures For Prosecutors and Investigators" (PDF). United Nations Office on Drugs and Crime (UNODC). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Wang, Peng (2013). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The rise of the Red Mafia in China: a case study of organised crime and corruption in Chongqing"]. Trends in Organized Crime 16 (1): 49–73. doi:10.1007/s12117-012-9179-8. 
  8. "Just what are you trying to pull?". 30 September 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Dobos, Ned (14 September 2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Networking, Corruption, and Subversion"]. J Bus Ethics 144 (3): 467–478. doi:10.1007/s10551-015-2853-4. 
  10. . Favoritism, Cronyism, and Nepotism. Santa Clara.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Mo, P.H. (2001). Corruption and Economic Growth. Journal of Comparative Economics, 29, 66–79.