Jump to content

د سکس ماډلونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

احمدفیلم سوپر


سکس یا جنسي اړيکې خورا ډېرې بڼې او ډولونه لري، چې جنسي شريکان يعنې نر او ښځه يې د خپلو شخصي خوښو او سليقو پر اساس ټاکي او هماغسې اړيکه ترسره کوي، که څه هم فیلم سوپریلم اړيکو کې دخول او خروج له ترټولو مهمو برخو څخه دی خو ځينې نورې لارې چارې هم شتون لري چې شريکان يې د ځانګړي 'سکسي ماډل' په انتخابولو سره ترسره کوي، د مثال په توګه ځينې شریکان خوښوي چې د جنسي اړيکې ترسره کولو پرمهال د يوبل سترګو ته وګوري، د يوبل شونډان ښکل کړي، يوبل په غېږ کې ونيسي، نو د دې ډول کارونو لپاره ځانګړي سکسي موډلونه يا پوزېشنونه شتون لري.

د جنسي اړيکو يا جنسي فعاليتونو ترسره کولو لپاره خورا ډېړې کټګورۍ شتون لري، لکه؛ د واژن سکس، د مقعد يا د شا سوري سکس، د خولې يا د تیانو مېنځ سکس او ځينې نورې بڼې يې بېلګې دي.

همداراز ځينې نورې برخې يې لکه؛ د ښځې په واژن کې د لاس يا ګوتو ننباسل او د جنسي وسيلو څخه کار اخيستل دي ترڅو جنسي شريکه ارضا شي، او په ورته شکل د نارينه لپاره بيا ښځې هم ځانګړی رول لوبولای شي لکه د تناسلي آلې لمسول، په خوله کې نیول او داسې نور.  

تاریخ

[سمول]
د سنګا دورې څخه د جنسي اړيکې مجسمه (لومړۍ پیړۍ)

د جنسي اړيکو د ښه ترسره کولو لپاره لارښوونې ډېر پراخ تاریخ لري، له پخوا څه په دې اړه ډېرې لارښونې کېدلې د حکومت روغتيايي سازمانونو او يا شخصي ډاکټرانو لخوا په دې اړه کتابونه ليکل کېدل او خلکو ته لارښوونې کېدلې ترڅو په سمه توګه جنسي اړيکې ترسره کړي او هرډول روغتیايي پروتوکول په پام کې ونيسي ترڅنګ يې د جنسي اړيکو اصلي کيفيت او خوند هم تجربه کړي.

د ګریکو-رومن په دوره کې، د جنسي اړيکو لارښود کتابو د لومړي ځل لپاره د 'ساموس د فیلینیس" لخوا وليکل شو، خو ځينې په دې باور دي چې دا کتاب د هیلینیسټیک دورې يعنې درېیمې پېړۍ ته غځېږي. [۱] ترټولو ډېر د "واتسیانا کام سوترا" ليکل شوی کتاب په تاريخي اثارو کې مشهور شوی دی، ځينې تاريخ پوهان په دې آند دي چې دا کتاب په دوهمې پېړۍ کې ليکل شوی، [۲] همداراز پینځلسمې پېړۍ کې ځينې پخواني آثار کشف شوي چې تاریخ يې د اټکلونو له مخکې لومړیو شپږو پېړيو ته غځېږي . [۳] [۴]

د کارونې پراختيا

[سمول]

په ماډلونو کې ټولې جنسي اړيکې شاملې دي، د بېلګې په توګه؛ په خولې کې ننباسل، په واژن او مقعد کې ننباسل او داسې نور...

د تارکینیا ملي موزیم کې د مېشنري ماډل جنسي اړيکې يوه بېلګه انځور شوې

ترټولو ډېر کارېدونکی سکسي ماډل د مشنري ماډل دی په دې حالت کې جنسي شريکان له یو بل سره مخامخ کېږي. ښځه پر ملا پرته وي او پښې يې سره بېلې وي، او نر ورباندې سربېره وي دخول او خروج ترسره کوي، په ورته توګه سترګو ته هم ګوري او ترڅنګ يې ځينې نور فعاليتونه لکه ښکلول، د تیانو لمسول هم ترسره کوي، دا ماډل د نورمال جنسي اړيکې ترڅنګه د مقعد جنسي اړيکې يا "انال سکس" لپاره هم کارېږي.

مېشنري

[سمول]
دوه جنسي شريکان (نر او ښځه) د مېشنري ماډل جنسي اړيکې ترسره کولو په حال کې. [۵] [۶] په داسې حالت کې نر د ښځې پر بدن سربېره وي، ننوتل او وتل او همداراز نور فعاليتونه ترسره کوي

د مشنري ماډل (په انګرېزي: Missionary position) یا سړی برسېره ښځه لاندې د جنسي اړيکو يو سټایل دی چې په عموم ډول، ښځه د نر تر بدن لاندې وي او پښې یې پورته وي په مېنځ کې يې د سړي بدن وي، په داسې حال کې چې دوی له یو بل سره مخ کېږي او اندامونه يې سره نښلي. [۷] [۵] دا ماډل د نورو جنسي فعالیتونو لپاره هم کارول کېږي لکه د انال سکس(د شا اندام غیر نورمال يا مقعدي اړيکه)

دا ماډل معمولاً د نر او ښځې يعنې متضادو جنسونو لخوا ترسره کېږي، مګر د همجنس جوړو لخوا هم کارول کېږي. [۷] دا ډول جنسي اړيکه کېدای شي په جنسي انزال ختمه شي خو کله کله يوازې د سطحي اړيکې لپاره هم کارول کېږي، يعنې ښځه او نر يوازې سره ښکلوي يا آند دا چې دخول او خروج هم ترسره کوي خو د انزال مخکې په مېنځ کې يې پای ته رسوي. [۸]

دا ډول جنسي اړيکه د مېرمنو لپاره ډېره خوندوره وي، ځکه هم دخول او خروج ترسره کېږي، هم په ورته وخت کې د بدن حساس ځایونو ته پاملرنه کېږي، لکه ښکلول، د تیانو لمسول د نارینه له بدن سره يې د بدن لګېدل، هغه څه چې ښځې په اسانۍ سره اورګاسم ته رسوي.

د مشنري ډول ترټولو عام جنسي ماډل دی، مګر په نړیواله کچه د ترټولو غوره په توګه نه ګڼل کېږي. مشنري سټایل زیاتره د هغو جوړو لخوا انتخاب کېږي چې د يوبل بدنونو نښلېدلو او له رومانتيک اړخونو څخه خوند اخلي او په ورته وخت کې د یو بل سترګو ته ګوري او یو بل ښکلوي او لمسوي.


دا ډول جنسي اړيکې ترسره کول ډېرې ګټې لري، چې له جملې يې په نارینه کې د حوصلې کنټرول دی، يعنې د جنسي اړيکې پرمهال کولای شي چې د څو ثانیو لپاره دخول او خروج ودروي، او نور فعاليتونه لکه د ښځې ښکلول، سترګو ته يې کتل، د تیانو لمسول او ورته فعاليتونه ترسره کېږي چې دا کار د ژر انزالېدلو مخه هم نيسي.

لغات پېژندنه او کارونې

[سمول]

یوه عامه کیسه او باور دا دی چې د 'مشنري ماډل' اصطلاح د انګلیسي ژبو عیسوي مشنریانو رامېنځته کړې، دوی په نويو بدلونونو پسې کتل ترڅو د جنسي اړيکو ماډلونو ته نوښت ورکړي. [۹] . [۱۰]

فرانسویان دې ته د 'کلاسیکې جنسي اړيکې' نوم ورکوي. ټوسکان دې ماډل ته د 'انګلیسي ماډل' نوم ورکوي، خو ځینې عربي ژبې هېوادونه دې ماډل ته ' د مارانو ماډل' نوم ورکوي.

د شا لخوا ننباسل

[سمول]
د شا لخوا ننباسل، دا ماډل په ډاګي سټایل هم مشهور دی
ډاګي سټایل په پرېوتي حالت کې

ډاګي سټایل د جنسي اړيکې يو ډول دی، چې پکې ترسره کوونکي د جنسي اړيکې پرمهال له دې ماډل څخه کار اخلي، ښځه پر زنګنو د سپي په شکل کېني ترڅو نارینه د شا لخوا خپل رول ولوبوي. دا سټایل د شا لخوا دخول لپاره ډېر ګټور تمامېږي چې د جنسي اړيکو يو له ترټولو غوره ماډلونو څخه دی [۱۱] په دې ډول جنسي اړيکه ترسره کول د نورمالو اړيکو لپاره وي (يعنې د ښځې د مخ تناسلي آلې کې ننباسل ترسره کېږي) خو معمولاً ښايي د انال‌سکس(د شا لخوا غیر نورمال جنسي اړيکې) لپاره هم له دې لارې کار واخيستل شي. [۱۲]

که څه هم دا تر ټولو عام کاروونکی سکسي ماډل نه دی، خو د نارینه وو لخوا د خوښې ماډل په توګه ګڼل کیږي، خو ځينې څېړونکي په دې باور دي چې ښځې له نارینه وو زیات له دې ماډل سره مینه لري. د جنسي شریکانو په مینځ کې، د ډاګي سټایل ماډل کې سړي معمولاً غیر فعال وي [۱۳] يعنې ښځې ډېر رول لوبوي ډېر فعاليت ترسره کوي، د شا لخوا مخ‌ته شاته حرکتونه ترسره کوي ترڅو ننوتل او وتل/خروج او دخول ترسره شي(که څه هم کله ناکله دا ډول ماډل کې دواړه جنسي شريکان يعنې ښځه او نارينه دواړه خپل رول لوبوي او په يوه اندازه فعالت ترسره کوي). [۱۳]

تاریخ

[سمول]
د لرغوني روم د تیلو په یوه څراغ کې د ډاګي سټایل ماډل انځور شوی

په لرغوني روم کې دا عمل په لاتین کې د "د ځناورو یا حيواناتو په بڼه جنسي اړيکې" coitus more Ferarum په نوم پیژندل شوی وو. [۱۴] د ډاګي سټایل اصطلاح يې مشخص نوم نه وو هغه مهال، په لومړي سر کې د حیواناتو بڼه ورته ویل کېدل چې بيا وروسته د ډاګي سټایل په نوم مشهور شو، خو دا ډول جنسي اړيکه په "کاما سوترا" کې د غوا ماډل یادول شوی [۱۵]. [۱۶]

ګټې او زیانونه

[سمول]

په "ډاګي سټایل" بڼه جنسي اړيکه ترسره کول ډېره ګټوره ده که چېرته دواړه خواوې يعنې نارینه او ښځینه روغتیايي برخې په پام کې ونيسي يعنې پاک ځای کې دا کار ترسره شي او ځينې نور هغه پروتوکول رعایت شي چې د جنسي اړيکو د ښه کيفيت تضمين کوي. دا ډول حالت کې د ښځو تناسلي آله په بشپړه توګه چمتو وي او د نارینه تناسلي آلې ته پوره ځای لری، يعنې په بشپړه توګه تناسلي آله ننوزي چې دا کار ښځه ژر اورګاسم ته رسوي. [۱۷] [۱۸]


همدا راز ډاګي سټایل د نارینه وو لپاره هم ډېر خوندور او آسانه وي، ځکه د تناسلي آلې ننباسلو پرمهال په بشپړه توګه د ښځې تناسلي غړی احساسوي [۱۸]

خو ځینې ښځې ممکن په دې حالت کې زیان احساس کړي، يوازې هغه مهال چې نارینه شريک يې هېڅ فعاليت نه ترسره کوي، يوازې ښځه مجبوره وي چې مخته او شاته شي ترڅو دخول او خروج ترسره شي [۱۹] ، خو په هر حال ځينې میرمنې له دې خوند اخلي چې ډېر فعاليت ترسره کړي او نارینه شريک ته د خوند ورکولو لامل وګرځي.

ښځه سربېره يا (کاوګېرل)

[سمول]

ښځه لوړه يا سربېره (په انګرېزي: Woman on top) د سکس يا جنسي اړيکې يو ماډل دی، هر هغه حالت چې ښځه د جنسي اړيکې پرمهال د خپل جنسي ملګري سربېره ناسته یا ولاړه وي دا نوم ورته کارول کېږي. دا ماډل د سواري يا سپرتیا ماډل په نوم هم يادېږي. په دې حالت کې يو سړی ارام ناست وي ښځه ورباندې سربېره ناسته وي او پورته ښکته کېږي ترڅو خروج او دخول ترسره کړي [۲۰]

د دوو ډولونو بېلګې:

1؛ مخ په مخ، په دې حالت کې دواړه د يوبل سترګو ته ګوري

2: د ښځې شا د نر مخ ته، په دې حالت کې نر د ښځې شا ويني

د سپرتیا ماډل عموماً یو له خورا مشهوره جنسي سټایلونو څخه شمېرل کېږي، دا ماډل د ښځو ډېر خوښېږي، ځکه چې په دې ډول اړیکو کې ښځې د هرڅه کنټرول لري، خپل بدن پورته او ښکته کوي څومره چې يې زړه غواړي هغومره د نر تناسلي آله په ځان ننباسي او هر وخت چې يې زړه غواړي راباسي يې. په دې شکل ښځه په ښه توګه کولای شي چې خپل کلټوريس ته پاملرنه وکړي. [۲۰] ځينې نور ماډلونه هم شتون لري چې ښځه پر سړي سربېره وي، لکه د 69 او "پومپیر" ماډلونه.

په دې ماډل کې ښځه له نر څخه ډېره فعاله وي، او پورته ښکته کېږي، خو نر هم څه ناڅه فعالیت لري، دا ډول اړيکه د ښځو لپاره يوه بله دا ګټه هم لري چې د نر له انزالېدلو وروسته بياهم د هغه نارینه د ګوتو په مرسته ځان اورګاسم ته ورسوي. همدا راز هغه ښځې چې نغواړي په تناسلي آلې کې دننه يې د مني اوبه تويې شي نو ژر کولای شي چې خپل ځان لېرې کړي، خو ځينې ښځې نه پوهېږي چې نر کله انزالېږي، په دې اړه باید نر له مخکې خبر ورکړي چې ځان لېرې کړي.

د «کاوګېرل» ماډل

[سمول]

کاوګرل يعنې د جنسي اړيکې پرمهال د نجلۍ شا برخه د غوا په څېر د شا لخوا ښکاري، دا هم د یاد ماډل یوه بله بڼه ده، په دې حالت کې سړی پروت یا ناست وي، او ښځه د هغه د تناسلي پر برابرې سيمې ورسپره وي، داسې حالت دوه ډولونه لري، يو يې دا دی چې د ښځې مخ د نر مخ خواته وي، بل ماډل يې دا دی چې د ښځې شا د نر خواته ښکاري، په دې حالت کې نارینه ډېر خوند اخلي ځکه د شا (کوناټېو) برخه ويني.

د «مېشنري ماډل» سرچپه بڼه

[سمول]
د جوهان نیپومک ګیګر لخوا د سرچپه مېشنري ماډل يو انځور (1840)

مېشنري خپله د جنسي اړيکې يو بېل ماډل دی خو کله چې ښځه د خپل ملګري په سینه کې پرته وي، دې ته د مېشنري سرچپه بڼه ویل کېږي [۱۱]. که سړی خپلې پښې جلا کړي، ښځه کولی شي خپلې پښې د هغه په منځ کې کېږدي. [۱۱] په دې حالت کې ښځه کولای شي د پښو په په یوځای کولو سره د سړي په تناسلي الې کې ټینګښت زیات کړي، یا سړی کولی شي د میرمنې ورنونه يا پښې یوځای کړي او سره نږدې يې کړي. دا کار د ښځې د تناسلي آلې د تنګوالي لپاره ګټور دی.  

ګټې

[سمول]

د دې ماډل يوه ګټه دا ده چې د سړي وزن پر ښځې نه وي. همداراز د امیندوارۍ په بهير کې هم ګټور دی ځکه چې د میرمنې پر نس باندې هېڅ فشار نه راځي او د هغې لپاره د ننباسلو او د راايستلو سرعت کنټرول کول اسانه دي. همداراز ځينې ګټې یې دا دي؛ که چېړی سړی د جدي ناروغۍ یا جراحۍ څخه روغ شوی وي، يا که ښځه په دې تازه وخت کې لنګه شوې وي, نو دا حالت به ورته اسانه او بې بوجه وي. [۱۱]

ګالري

[سمول]

د ښځې سره سکس د هرې ټولنې په کلتور کې د ځانګړي اهميت په توګه په اثرونو او انځورونو کې کاږل شوي وي.

ولاړ

[سمول]
په ولاړ ډول جنسي اړيکه

69 ماډل

[سمول]

نهه شپېته یا 69 یو سکسي ماډل دی چې پکې دوه کسان خپل ځانونه داسې تنظیموي چې د هر یوه خوله د يوبل تناسلي غړو ته نږدې وي ترڅو دواړه په یو وخت کې یو بل ته د خولې سیکس ترسره کړي. [۲۱] [۲۲] [۲۳] جنسي شريکان داسې سره تنظيم وي لکه د انګرېزي 69 تورې چې سرونه يې سرچپه وي او هماغسې مثال لري نو ځکه دا نوم پرې پوخ شوی دی.[۲۳] [۲۴] د انګرېزي ژبې 9 او 6 تورې چې سره يو شي يعنې دا چې د نر سر د ښځې لاندې او د ښځې سر د نر لاندې وي.

په لومړي کې دا نوم په فرانسوي ژبې کې راپيدا شوی وو چې بيا وروسته په انګرېزي او نورو ژبو کې عام شو، د دې نوم مانا دا ده چې دواړه جنسي شريکان د يو بل خولې تجربه کولای شي او د خولې سکس تجربه کولای شي. دا ډول جنسي اړيکې ته د خولې سکس ويل کېږي خو ځينې وخت د اصلي سکس مخکې دا کار کېږي ترڅو د يوبل تناسلي غړي لانده کړي او هم په ورته مهال خوند واخلي بيا وروسته له دې نورمال سکس وکړي.

ورته ليکنې

[سمول]

ميشېنري (د سکس ماډل)

ډاګي سټایل

ښځه لوړه (د سکس ماډل)

جنسي دخول

سرچينې

[سمول]
  1. Sanders, E.; Thumiger, C.; Carey, C.; Lowe, N. (2013). Erôs in Ancient Greece. OUP Oxford. p. 287. ISBN 9780199605507. Archived from the original on 2016-09-12. نه اخيستل شوی 2014-12-07.
  2. 6 Positions For Sexual Intercourse - In Order Of Popularity - Sex, Love And Marriage - Book of Lists - Canongate Home
  3. Michael R. Solomon, editor (1986). Text and Concordance of Speculum al foderi, Biblioteca Nacional MS. 3356. ISBN 0-942260-60-0
  4. Michael R. Solomon (1990). The Mirror of coitus: a translation and edition of the fifteenth-century Speculum al foderi. Spanish. ISBN 0-940639-48-3
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Keath Roberts (2006). Sex. Lotus Press. p. 145. ISBN 8189093592. Archived from the original on March 10, 2021. نه اخيستل شوی August 17, 2012.
  6. Wayne Weiten; Margaret A. Lloyd; Dana S. Dunn; Elizabeth Yost Hammer (2008). Psychology Applied to Modern Life: Adjustment in the 21st Century. Cengage Learning. p. 423. ISBN 978-0495553397. Archived from the original on July 12, 2021. نه اخيستل شوی January 5, 2012.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ . May 26, 2015. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  8. Dixson, Alan F. (1998). Primate Sexuality: Comparative Studies of the Prosimians, Monkeys, Apes, and Human Beings. Oxford, England: (Oxford University Press. p. 113. ISBN 978-0-19-850182-4. Archived from the original on 2024-04-04. نه اخيستل شوی 2020-11-06.
  9. Roberts, Amanda; Padgett-Yawn, Barbara (1998). Reader's Digest Guide to Love & Sex. Reader's Digest Association. ISBN 9780762100439. Archived from the original on 4 April 2024. نه اخيستل شوی 27 July 2015. The missionary position is so called because it was allegedly the sexual position recommended by Christian missionaries to their Polynesian converts in the era of European colonialism.
  10. . 2005-06-17. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ ۱۱٫۳ Nilamadhab Kar; Gopal Chandra Kar (2005). Comprehensive Textbook of Sexual Medicine. Jaypee Brothers Publishers. pp. 110–111. ISBN 978-8180614057. Archived from the original on June 27, 2014. نه اخيستل شوی February 10, 2014.
  12. . 24 August 2022. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Comfort, Alex; Quilliam, Susan (2008). The Joy of Sex. London: Mitchell Beazley. ISBN 978-1-84533-429-1.
  14. Robert J. Campbell (2009). Campbell's Psychiatric Dictionary. Oxford University Press. p. 204. ISBN 978-0-19-534159-1.
  15. The Kama Sutra, as given at "CHAPTER VI". The Kama Sutra of Vatsayayana. Kamasutra-sex.org. 1883. Archived from the original on 6 September 2008. نه اخيستل شوی 4 October 2006.
  16. The Perfumed Garden. Park Street Press. pp. 38–41. ISBN 978-0892814435.
  17. Janssen, Erick, Nicole Prause, and James H. Geer. "The sexual response." Handbook of psychophysiology (2007): 245-266
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Jones, Richard (2013). Human Reproductive Biology. Academic Press. p. 74. ISBN 9780123821850. The rear-entry position of mating may allow the scrotum to stimulate the clitoris and, in this way, may produce an orgasm ...
  19. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Keesling
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ "Discovery Healthپورته کوي چې دواړه خوند واخلي او جنسي اړيکه پیل شي Archived 15 January 2012 at the Wayback Machine.d 22 په دې حالت کې ښځه ډېر کنټرول لري يعنېb
  21. Rojiere, Jean (2001). The Little Book of Sex. Ulysses Press. ISBN 1-56975-305-9.
  22. Julie Coleman, "Love, sex, and marriage: a historical thesaurus", Rodopi, 1999, ISBN 90-420-0433-9, p.214
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Aggrawal, Anil (2009). Forensic and Medico-legal Aspects of Sexual Crimes and Unusual Sexual Practices. Boca Raton: CRC Press. p. 380. ISBN 978-1-4200-4308-2.
  24. René James Hérail, Edwin A. Lovatt, "Dictionary of Modern Colloquial French", Routledge, 1990, ISBN 0-415-05893-7, p.484