Jump to content

جنسي اړيکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
په مشنري ماډل کې جنسي نږدېوالی د «ایډوارډ هینري ایوریل» انځورګري (1892)

جنسي نږدېوالی‌ (جماع، سکس يا جنسي اړيکه) یو جنسي فعالیت دی چې د جنسي پارونې يا خوند اخیستنې او تکثیر لپاره د ښځینه په تناسلي غړي يا واژن کې دننه د نارينه جنسي غړی ننباسل او ايستل کېږي. [۱] دا جنسي نږدېوالی په انګرېزي کې د «واژنال سکس» په نوم هم يادېږي یانې د واژن او نارينه غړي(ذکر) سکس. [۲] [۳] جنسي نږدېوالی د وخت له پیل راهیسې د انسانانو لخوا يوه پېژندل شوې کړنه او د انسانانو ترمېنځ د جنسي چلند او ارواپوهنې یوه شهوتي او غريزوي بڼه ده. د جنسي نږدېوالي نور ډولونه عبارت دي له؛ مقعد سکس (د شا لخوا سکس چې د انال سکس په نامه هم پېژندل کېږي)، د خولې سکس (د ښځې په خولې کې ذکر/نارينه جنسي غړی ننباسل) ګوتوهنه(د ښځې په واژن کې د ګوتو ننباسل-ايستل) او داسې نور... [۴] دا کړنې د دوه یا ډېرو خلکو ترمېنځ فزیکي نږدې والی ترسره کول دي او معمولاً د انسانانو ترمېنځ یوازې د فيزیکي یا احساساتي خوښۍ لپاره ترسره کېږي. په دې کړنو سره انساني اړیکې وده کوي. [۵] [۶]

د جنسي اړيکو لپاره بېلابېل نظرونه او د انسانانو بېلابېلې خوښې شتون لري چې ځینې يې ښايي د روغتيا له اړخه ډېر احتياط او د روغتيايي لارو چارو رعايتولو ته اړتيا ولري.[۷] که څه هم په اوسنۍ نړۍ او زمانه کې جنسي اړيکه يا سکس يوازې د بدنونو يوځای کېدو ته ويل کېږي هغه که د اولاد ډېرونې په موخه وي يا د مينې اړيکې، جنسي انساني اړتيا او شهوت سړولو او يا په نورو ډولونو د نر او ښځې ترمېنځ د جنسي غړيو يوځای کېدل وي خو دغه کړنه په یوه نوم پېژندل کېږي چې هغه سکس يا جنسي اړيکه ده [۱] مګر يوازې ياده برخه نه ده، بلکې ډېر نور ډولونه شتون لري چې د جنسي اړيکې يا سکس په کورنۍ پورې اړوند کېږي لکه د خولې سکس، د مقعد يا شا سکس په دې ډولونو کې معمولاً جنسي دخول شامل وي، ،و ځينې نورې اړيکې هم شتون لري چې جنسي دخول پکې نشته خو د شهوت سړولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کېږي لکه د ننوتلو پرته سکس د تیانو سکس يا ورته نور فعاليتونه...،[۸] خو دا ټول د جنسي اړيکې په نوم پېژندل کېږي هغه که ننوتل لري یا نه [۹] سکس د جنسي اړيکې لپاره يو لنډ شوی نوم دی چې کارول کېږي او عام شوی دی. [۷] د دې ټولو ماډلونو او هرڅه سربېره جنسي اړيکې نن سبا له يوه مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي چې په نړیواله کچه روغتيايي او ارواپوهنيزې لارښوونې او لارې چارې لري او ډېره پاملرنه ورته کېږي ځکه چې جنسي اړيکې ښايي د ناروغيو او وېروسونو د لېږد لامل هم شي. [۱۰] [۱۱]

ځینې داسې دلايل هم شتون لري چې پر جنسي اړيکو بنديزونه لګوي او غيرقانوني ګڼل کېږي لکه؛ جنسي تېری، د ماشومانو سره جنسي اړيکه(که د ماشوم په خوښه وي يا جنسي تېری وي)، ځانپلورنه، د واده څخه مخکې سکس، مذهبي عقیدې، په اسلامي هېوادونو کې په نامشروع ډول جنسي اړيکې، [۱۲] [۱۳] یا قانوني موضوعګانې... د سکس په اړه د هر مذهب او ټولنې نظرونه بېلابېل دي لکه په ځينو مذهبونو کې چې له نکاح پرته جنسي اړيکې ناروا دي. په دې برخه کې هر هېواد ځانته بېل قانون لري، په ځينو هېوادونو کې له نکاح پرته د ځوانو هلکانو او نجونو ترمېنځ جنسي اړيکې، ځانپلورنه او هغه کارونه چې په خپله خوښه وي او تاوتريخوالی پکې نه وي روا دي خو په ځينو هېوادونو کې دا فعاليتونه بند دي په ځانګړي ډول په اسلامي هېوادونو کې.

د حيواناتو/څارويو ترمېنځ تناسلي جنسي اړیکې په انګرېزي کې د copulation په نوم یادېږي، په تی لرونکو حیواناتو کې جنسي اړیکې د انسانانو په څېر د نسل ډېرونې لپاره یوه مهمه اړتيا ده. [۱۴] [۱۵] تی لرونکي حيوانات هم د جنسي دخول پر مهال انزال کېږي او د ښځينه حيوانې په واژن کې سپرم تويوي چې په تخمدان کې د حاملګۍ لامل کېږي او دا په دې لړۍ د دوی نسل ډېرېږي. [۱۶] لکه څنګه چې انسانان د خوښۍ او شهوت سړولو لپاره په جنسي کړنو کې ښکېل دي، په دې ډول حیواناتو کې هم دا چلند د خوښۍ لپاره ترسره کېږي، او د دوی د ټولنیزو اړیکو پیاوړتیا کې مرسته کوونکی لامل دی. [۱۷]

چلندونه

[سمول]

تعريفونه

[سمول]
د یوې جوړې انځورګري چې د جنسي اړيکې پرمهال دي
په ۱۹مې پېړۍ کې د روم امپراتور هادریان او انټینوس د شا لخوا جنسي اړيکه په اړیکه، د «ایډوارډ هینري ایوریل» مشهوره هنري انځورګري

جنسي اړيکې ته پښتو کې په رسمي او عام ډول سکس، جنسي نږدېوالی او جماع ويل کېږي، د نورو ژبو په څېر پښتو هم دې کار ته يو غير رسمي نوم لري چې په عمومي ډول يې کارونه غیر اخلاقي او شرم ګڼل کېږي له جنسي اړیکې څخه په عمومي ډول مفهوم د ښځې د جنسي غړي(واژن) او نارینه جنسي غړي(ذکر) يوځای کېدل دي، يعنې د جنسي اړيکې ډولونه خورا ډېر دي خو که يوازې د جنسي اړيکې نوم راځي همدا یو کار يې مفهوم دی.[۱۸] په انګرېزي ژبه کې جنسي اړيکې ته په عمومي ډول «Vaginal sex» ويل کېږي چې معنا يې همدا د ښځې د واژن او د نارینه د ذکر يوځای کېدل دي دا نوم په واضح ډول ځکه يادېږي چې سکس ډېر ډولونه لري. [۲] [۱۹] د سکس فعاليتونه پرڅو ډولونو دي، د جنسي غړيو يوځای کېدلو سربېره ځينې نورې کړنې هم شته دي چې د جنسي اړيکو له کورنۍ څخه دي. [۲۰] [۲۱] د جنسي اړیکې کړنې په عمومي ډول پر دوه ډوله دي يو د ننوتلو سکس او بل د ننوتلو پرته سکس، د ننوتلو سکس عبارت دي له: د واژن سکس، د شا يا انال سکس، د خولې سکس، ګوتوهنه او ټول هغه فعاليتونه چې ننوتل پکې ترسره کېږي. د ننوتلو پرته جنسي کړنې عبارت دي له؛ له ننوتلو پرته سکس [۲۲] ، د د تیانو مېنځ، د کوناټو مېنځ او ټول نور هغه جنسي کړنې چې ننوتل پکې نه ترسره کېږي. خو په اصل کې ټولو جنسي کړنو ته د سکس نوم ورکول کېږي خو ښايي په ځينو ټولنو کې ځينې کړنې له سکس څخه جدا وبلل شي. [۲۲]

که څه هم جنسي اړیکه يا سکس کليمه يوازې په واژن کې د ذکر ننباسلو-ایستلو ته ويل کېږي، [۲۳] خو دا کليمه ښایي د دې اړوند ټولو فعالیتونو ته وکارول شي. [۷] د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) رسمي ويب پاڼې د معلوماتو پر بنسټ غیر انګرېزي وګړي او کلتورونه د سکس لپاره بېلابېلې کليمې کاروي د ځانګړو ماناګانو سره، د بېلګې په توګه؛ فاک، سکرېو، شاګ او داسې نور ...

د واژن، مقعد او خولې سکس د نورو جنسي کړنو په پرتله ډېر ځله د جنسي اړیکو په توګه پیژندل کېږي. [۲۴] هغه جنسي کړنې چې په واژن کې ننوتل نه لري لکه د تیانو، خولې او ورته نور فعاليتونه، ښايي په بېلابېلو دلايلو ترسره شي چې یو عمده دليل يې د نجلۍ د بکارت د پردې ساتنه ده. [۲۵] په ځينو ټولنو کې د ځوانو نجونو او هلکانو ترمېنځ د مينې په اړیکو کې د ننوتلو جنسي اړیکې نه وي نو دوی د بکارت پردې د سالم ساتلو لپاره هغه جنسي کړنې کوي چې ننوتل پکې شامل نه وي لکه د ښځې د تیانو په مېنځ کې د ذکر ننباسل او ايستل، يا د خولې سکس او یاهم د مقعد يا شا سکس چې په انال سکس هم يادېږي. [۲۶] ځینې همجنسبازان چې نه غواړي په مقعد کې يې ذکر ننوزي نو د خولې فعاليت ترسره کوي، د بېلګې په توګه یو همجنس پال خپله د نورو همجنس پالو په مقعد کې د ذکر ننباسلو-ایستلو سره شوق ولري خو خپله نه خوښوي چې دا کار ورسره وشي، نو په دې حالت کې خپل پارټنر ته د خولې فعاليت ترسره کوي يعنې د هغه ذکر په خپلې خولې کې ننباسي ترڅو هغه ته هم د خوند اخيستنې لامل وګرځي [۱۲] ،مجنسبازان ښايي په جنسي اړيکو کې ګوتوهنې او هرډول فعاليتونه ترسره کړي [۱۲] [۲۷]

پارېدل

[سمول]

د جنسي اړيکې د ترسره کولو او یا چمتووالي لپاره د پارېدلو ډېرې لارې شتون لري چې د جنسي شريکانو يعنې نارینه او ښځينه لخوا ترسره کېږي.

جنسي پارونه پر دوه برخو وېشل کېږي، يوه يې اروايي پارونه او بله يې فيزيولوژيکي پارونه بلل کېږي. اروايي پارونه له ښکلولو، د تیانو او کوناټو لمسولو، غېږ نيونې، شهوتي خبرو او ورته نور کارونه ترسره کول دي. خو فيزيولوژيکي پارونه له ځانګړو جنسي پلاستيکي وسیلو څخه کار اخيستنه ده چې په اوسنۍ نړۍ کې دود شوي دي د بېلګې په توګه له ځانګړو وسيلو څخه د کلټوريس پارولو لپاره کار اخيستنه.

جنسي پارونه د سکس ترسره کولو څخه مخکې د جنسي شريکانو يعنې نارینه او ښځينه لخوا پورته ياد شوي فعاليتونه ترسره کېږي ترڅو یوبل ښه چمتو شي. خو په ځينو حالتونو کې دا کارونه د سکس د چمتوالي لپاره نه وي همداسې د مينې يا شهوت له اړخه وي خو يو مهال ناڅاپه يې زړه غواړي چې سکس وکړي.

د ایډوارډ هېنري لخوا رسم شوی انځور چې د يوې جوړې لخوا په ښځه لوړه ماډل سکس ترسره کېږي، ډاکتران وايي په دې حالت کې د ښځې کلټوريس په سمه توګه پارول کېږي.

د جنسي پارونې لپاره ځانګړي غوړ مواد هم شتون لري، مواد د ښځې پر تیانو، کوناټیو يا د بدن پر نورو غړو نښل کېږي او بيا د نارینه لخوا لمسېږي، دا کړنه د خوند اخيستنې لپاره اغېزناکه ګڼل شوې.

د ښځو پارونې لپاره کلټوريس (د واژن پورته کوچينۍ زخه) هڅول او ماساجول يوه اغېزناکه لاره ګڼل کېږي، د شويو څېړنو له مخې له ۷۰ څخه تر ۸۰ سلنه پورې مېرمنې اورګاسم ته د رسېدو لپاره د کلټوريس لمسېدو ته اړتيا لري، که څه د جنسي اړیکې پرمهال د ښځې د واژن په سوري کې ذکر(د نارینه جنسي غړی) ننباسل او راباسل ښځينه اورګاسم ته رسولای شي خو بياهم په دې حالت کې د کلټوريس لمسول ډېر اړین دي.

د ايروارډ هېنري لخوا رسم شوی انځور چې پکې ښکاري يو نارینه د خولې په وسيله د ښځې د واژن سربېره د کلټوريس برخه څټي او پاروي

انال سکس يا د شا لخوا جنسي اړيکه هم د سکس کورنۍ څخه يوه پېژندل شوې کړنه ده چې په دې حالت کې نارینه د ښځينه يا بل هر هرجنس په مقعد کې جنسي غړی ننباسي، د دې کار لپاره د پارېدلو ځينې روغتيايي دلايل شتون لري چې امکان لري د هرجنس وګړی په دې عادت اخته شي.

د خولې سکس هم د جنسي اړيکو له کورنۍ څخه يوه پېژندل شوې کړنه ده چې ښايي د هرجنس لخوا ترسره شي، په دې ډول کړنې کې ښځه د نارینه جنسي غړی په خولې ننباسي، او یا نارینه د ښځې واژن په خولې څټي. دا ډول کړنه زياتره وختونه د جنسي اړيکې څخه مخکې د چمتووالي په موخه ترسره کېږي خو ځينې وخت ښايي د ټول سکس لپاره ترسره شي يعنې په همدې کار سره خپل جنسي شهوت پای ته ورسوئ.

ګوتوهنه، د پلاستيکي جنسي وسيلو څخه کار اخيسته او ورته نورې کړنې هم د جنسي اړيکو له کورنۍ څخه ګڼل کېږي، چې ترسره کوونکي يې په بېلابېلو دلايلو ترسره کوي. د بېلګې په توګه يو نارینه د ښځې په واژن کې ګوتې وهي، دا کار يا د جنسي اړیکې ټينګولو څخه مخکې ترسره کوي يا يې اصلآ د هغې د سړولو لپاره ترسره کوي پرته له دې چې جنسي اړیکه ټینګه کړي.

بياتوليد يا نسل ډېرونه

[سمول]
په ورځني توګه د اوميندوارۍ چانس. [۲۸]
د ښځې د ماشوم زېږولو کڅوړې يا تخمدان ته د نارینه د مني اوبو د لېږد يو رسم شوی انځور

د انسان د طبيعي تکثير يا بيا ډېرونې وسيله د ننوتلو سکس دی چې په ترڅ کې د نارینه د مني اوبه د ښځې په واژن کې تويي شوي وي او بيا تخمدان ته رسېدلي وي، دا کړنلاره سپرماتوزا په نوم پیژندل کېږي، د نارینه د انزال پرمهال کله چې جنسي غړی د ښځې په واژن کې دننه وي د مني اوبه د ښځې د ماشوم جوړونې کڅوړې ته ځي چې په پایله کې هغه حامله يا امېندواره کېږي، د یادونې وړ ده چې نارینه د انزال پرمهال میلیونونو سپرم راباسي چې د ښځې تخمدان ته یوازې یو سپرم رسېږي هماغه يو سپرم د ماشوم لپاره کافي دی.

جنسي شريکان د ماشوم زېږولو لپاره د واژن سکس ترسره کوي، د مياشتې په اوږدو کې د میاشتني عادت څخه څه مدت مخکې او یا يوه ورځ وروسته د حاملګۍ چانس ډېر دی، يعنې په دغه موده کې چې ښځې د اوميندوارۍ لپاره جنسي اړیکه ټینګه کړي ښایي اومېندواره شي.

د حاملګۍ کنټرول او خوندیتوب

[سمول]

هغه شريکان چې نه غواړي ماشوم وزېږوي باید د حاملګۍ د کنټرولولو لپاره هڅې وکړي، يا خو دا چې ښځه د مخنيوي درمل وخوري او یا له کانډومونو او نورو هغو لارو چارو څخه کار واخيستل شي چې مني د ښځې په واژن کې تويي نشي. ډاکټران وايي چې د حاملګۍ د مخنيوي لپاره درمل خوړل ښايي ډېر زیانونه ولري پرځای يې غوښتنه کوي چې له نورو لارو کار واخیستل شي، د بېلګې په توګه له کانډوم څخه کار واخلي او يا د انزال پرمهال د مني اوبه له واژن څخه بهر تويې کړي. د حاملګۍ د مخنيوي درمل ښايي پر اعصابو او د بدن پر نورو برخو اغېزې کېږدي.

د حاملګۍ ضد ټابلېټونه په خپل ترکیب کې دوه ډوله هورمونونه لري چې استروجن او پرجسټین دي او هر ډبی یا قوطی یو ویشت یا اته ویشت ګولۍ لري. دغه راز د حاملګي د مخنیوي وړې ګولۍ هم شته چې Progestin-only pills یا mini-pills بلل کېږي. خو دا ګولۍ هرچاته نه توصیه کېږي باید له ځانګړي ډاکټر سره خبرې وشي او ورڅخه مشوره وغوښتل شي. دغه ګولۍ استروجن هورمون نه لري او هغو مېرمنو ته ورکول کېږي چې استروجن نه شي ترلاسه کولای. د دغو ګولیو د استعمال روده په دې ډول ده چې باید هره ورځ یوه ګولۍ استعمال شي او کله چې وخوړل شي، د تخمدان په وسیله د هګیو د ازادیدا مخه نیسي. دغه راز د رحم د یوې برخې، چې غاړه ورته وايي، د مخاط یا داخلي پوښ د پنډیدا سبب کېږي او په دې ډول سپرم نه شي کولای تر هغه تېر شي. همدا ډول د رحم په پوښ کې بدلون رامنځته کوي او د هګۍ د ځای په ځای کېدا لپاره چاپېریال خرابوي. هګۍ په رحم کې نه شي ځای په ځای کېدای چې هغه القاح شي. که د حاملګي د مخنیوي ګولۍ په خپل وخت وخوړل شي او منظمې استعمال شي اغېز يې ۹۹.۷ په سلو کې دی او ۳،۰ په سلو کې دا چانس وي چې له خوړو سره سره يې مېرمن امېندواره شي، دغه روده ګټې هم لري او هغه دا چې اغېزمنې دي. کله چې مېرمن وغواړي بېرته امېندواره شي، د ګولیو په پرېښود سره دغه کار کولای شي.

په همدې ډول هغه مېندې چې نامنظم میاشتنی عادت او د مریضي په وخت درد لري، درد يې ښه کولای او میاشتنی عادت منظم کولای شي. پر دې سربېره هغه مېندې چې اضافي وېښتان پر مخ ولري، د دغو ګولیو په خوړلو سره يې اضافي وېښتان کمېدای شي او دغه راز پر مخ باندې د ځوانکو یا اکني په معالجه کې هم اغېزمنې دي، په دې سربېره، د رحم او تخمدانونو د سرطان چانس ورسره کمېږي . خو له دغو ګټو سره سره، د حاملګي د مخنیوي ګولۍ ځینې تاوانونه هم لري. یو تاوان يې دا دی چې باید هره ورځ وخوړل شي او ښايي کله يې مېرمنې هېرې کړي. دغه راز کانګې، د تیو یا سینو درد، نامنظمې خونرېزۍ او په مخ باندې لکې هم ښايي په ځینو مېرمنو کې رامنځته کړي، دغه راز په ځینو مېرمنو کې ممکنه ده د وینې فشار لوړ کړي. هغه مېندې چې له پنځه‌دېرش کلنۍ يې عمر زیات وي او سګریټ څکوي، ښايي د حاملګي د مخنیوي ګولۍ و نه خوړلای شي.

د امېندواري د مخنیوي لپاره امپولونه یا ستنې هم شتون لري چې په هر کال کې څلور ځله استعمالېږي. یانې په هرو دوولسو یا دیارلسو اوونیو کې یو ځل استعمالېږي. ستنې یوازې د پروجسټرون په نوم هورمون لري، هغو مېرمنو ته ښې وي چې پروجسټرون نه شي اخیستلاي او هغو مېندو ته ورکول کېږي چې له پنځه دېرش کلونو ډېر عمر ولري او سګریټ څکوي. ستنې له تخمدانونو د هګیو د ازادېدا مخه نیسي، د رحم د غاړې مخاط پنډوي چې بيا سپرم ترې نه شي تېرېداي، دا هم ممکنه ده چې میاشتنی عادت بېخي بند کړي او دغه راز د رحم د سرطان مخه هم پرې نیول کېداي شي. ممکنه ده دغه ستنې وزن زیات کړي او نامنظمې خونرېزۍ راپیدا کړي. دغه راز په حاملګي کې ځنډ هم ممکنه ده یوه ستونزه وي او له پېچکاري وروسته ممکنه ده تخمدان تر نهو میاشتو پورې هګۍ تولید نه کړای شي .

د رحم لپاره هورموني دستګاه هم شتون لري، دغه دستګاهIUD هم بلل کېږي او په رحم کې ایښودل کېږي. په دستګاه کې هورمونونه ځای پر ځای شوي وي، ورو ورو هورمون وینې ته لاره مومي او دغه هورمون د رحم پر دېوال خپل تاثیر پرېږدي. د دې دستګاه ګټه په دې کې ده چې تر پنځو کلونو پورې پاتې کېداي شي. د دې دستګاه بڼه د انګلېسي T توري ته ورته ده او د سپرم او هګۍ د القاح کېدا مخه نیسي. دغه راز له تخمدانه د هګیو د ازادېدا مخه نیسي او د رحم د غاړې په پنډېدا سره سپرم ته اجازه نه ورکوي چې رحم ته ننوځي، د دې دستګاه اغېز نهه نوي اعشاریه نهه په سلو کې ده، ګټه يې په دې کې ده چې پنځه کاله له هر شي بې‌غمه یاست او کله چې وغواړئ بېرته حامله شئ، دغه دستګاه باید له بدن څخه وايستل شي. دغه راز د مقاربت لپاره کومه ستونزه نه پيدا کوي، خو تاوان يې په دې کې دی چې ممکنه ده نامنظمه خونرېزي پيدا کړي. البته په ځینو مېرمنو کې ښايي د مریضي په وخت خونریزي کمه کړي، ښايي په ځینو نورو کې يې زیاته کړي چې بیا بېرته باید وایستل شي. په شپږ سلنه مېرمنو کې ممکنه ده، له رحمه بهر شي، خو دغه اله باید د ډاکټر له خوا په رحم کې کېښودل او بهر شي.

د مېرمنو شنډول؛ دا یو ډول جراحي عملیات دي چې پکې د مېرمنې نلکې تړل کېږي او هګۍ له تخمدانه رحم ته تللای نه شي. اوس په پرمختللي ډول تر نامه لاندې په یوې برخې کې، په یوه کوچني سوري سره یوه کمره د مېرمنو نس ته داخلېږي او بیا هغه نلکې د ګیرا او یا سوځولو له لارې بندېږي. دغو عملیاتو ته Laparoscopy وايي، خو په نس کې په یوه واړه سوري سره چې Mini-laparotomy ورته وايي هم دغه نلکې بندېږي.

یوه بله لاره هم شته چې دغه نلکې پرې بندېږي. دغه کار له عملیاتو پرته وي او د رحم له خولې یو کوچنی دوربین د مېرمنو رحم ته داخلېږي او د نلکو په برخه کې یو کوچنی توپ ايښودل کېږي چې درې میاشتې وروسته د یوه راډیولوجیسټ له لوري د نلکې بندېدل تایدېږي. دغه عمل ته Hysteroscopy وايي. دغه روده دایمي ده او هغه کسان چې غواړي له څو کلونو وروسته بېرته ماشومان پیدا کړي، هغو ته نه اجرا کېږي. یوه بله روده سپرم وژونکي سفنجونه دي چې په مهبل کې ايښودل کېږي چې هورمونونه نه لري، خو تاوان يې په دې کې دی چې ممکنه ده چرک رامنځته کړي.

سرپوښ او ډیافرګم؛ دا یو ډول پلاسټيکي پوښ دی چې په مهبل کي ايښودل کېږي، د رحم خوله بندوي او باید له مقاربته شپږ یا اته ساعته مخکې په مهبل کې کېښودل شي او سپرم په دې ډول هګۍ نه شي القاح کولاي. دغه اله باید له سپرم وژونکيو کریمونو سره یو ځای استعمال شي، هورمون نه لري او اغېز يې کابو یو نوي په سلو کې دی. هغه مېندې چې ماشوم ته شیدې ورکوي، په هغو کې ډېر کارول کېږي او دغه اله د زهروي او جنسي ناروغیو په مخنیوي کې هم اغېزمنه ده. باید د مقاربت په وخت کې موجوده وي او د ايښودلو خاص تخنیک غواړي چې باید مېړه او مېرمن يې زده کړي او کله ناکله د مهبل د بد بوي سبب هم کېداي شي. کله د مقاربت په وخت لېرې کېداي هم شي.

د مېرمنو خاص کانډم؛ دا یو نرم پلاسټیکي پوښ دی چې د یو ځل لپاره د مېرمنو په مهبل کې استعمالېږي او د جماع په وخت د نارینه د الت د مسقیم تماس او د اوبو د بهېدا مخه نیسي. ګټه يې په دې کې ده چې د جنسي ناروغیو مخه نیسي، خو د نارینه‌وو ترکانډم ګران دی.

د نارینه‌وو کانډم؛ په مختلفو سایزونو او بڼه نن سبا کانډم پيدا کېږي، خو باید جنسي اړيکې ته د الت د امادګۍ په وخت کې استعمال شي. د کانډم په وروستۍ برخه کې یوه کوچنۍ خالي فضا شته چې باید هغه کش نه شي، ځکه چې هلته مني ټولېږي. که سم استعمال شي اغېز يې اته نوي په سلو کې دی. یوازې دوه په سلو کې دا چانس شته چې مېرمن بیا امېندواره شي، بله ګټه يې دا ده چې د انزال موده لوړوي او د جنسي ناروغیو مخه هم نیسي. د کانډوم تاوان په دې کې دی چې که بې‌احتیاطي وشي، ممکنه ده وشلېږي او یا وښوېږي او دواړه لورو ته جنسي خوند ور په برخه نه کړي.

طبیعي لارې؛ په دې حالت کې باید نارینه تر انزال مخکې خپله تناسلي اله د مېرمنې له مهبله راوباسي او مني له مهبله بهر توی کړي. په دې حالت کې مېړه او ښځه باید همکاري وکړي. ځکه کله چې د ښځې خوند دومره ډېر شي چې مېړه ځان ته نور هم پسې ورنږدې کوي او یا د مېړه خوند د انزال په وخت کې دومره ډېر شي چې زړه یې نه کېږي له مېرمنې را ايسته شي او انزال د باندې وکړي. دا طریقه د هغو کسانو لپاره په کار ده چې په ځان باور لري.

عمر؛ نجونې له نهه کلنۍ تر دیارلس کلنۍ پورې بلوغ ته ر سېږي، خو تر دې وروسته له طبي پلوه دا چانس لري چې امېندوارې شي. تر شپاړسو کلونو کم عمره نجونې که امېندوارې شي، پر جسمي ستونزو سربېره نورې مسلې هم شته چې هغوی له ډېرو ستونزو سره مخ کولای شي. د بېلګې په توګه، کله چې نجلۍ د عمر له پلوه پخه نه وي، ماشوم ښه نه شي روزلای او نورې ډېرې ستونزې هم شته. ډاکټران وايي، د ماشوم د پيدا کېدا لپاره تر ټولو ښه عمر پنځه ویشت کلني ده. په دې عمر کې مېندې د مسوولیتونو د منلو لپاره ډېر زغم لري او په ښه توګه ماشوم روزلای شي.

د مېرمنو په تناسلي سیسټم کې د نارینه سپرم تر دوه اویا ساعتونو پورې ژوندی پاتې کېداي شي، نو که جنسي تماس په لومړیو ورځو او په دې یوې اوونۍ کې وشي، د امېنداوره کېدا چانس ډېروي. که نارینه کوم طبي مشکل و نه لري، په اوونۍ کې درې یا څلور ځله جنسي تماس ونیول شي، په لومړیو شپږو میاشتو کې ۶۰ سلنه دا چانس شته چې ښځه امېندواره شي.

روغتيايي اغېزې

[سمول]

ګټې

[سمول]

خطرونه

[سمول]

ټولنيزې اغېزې

[سمول]

لویان

[سمول]

تنکي ځوانان

[سمول]

اخلاقي او دیني ليدونه

[سمول]

عمومي

[سمول]
په لرغوني یوناني کایلکس کې د جنسي اړيکو انځورګري

جنسي جرمونه

[سمول]
د فاون سلوګوېټ لخوا پر يوې نجلۍ جنسي تېری

د مينې رومانټيکې اړيکې

[سمول]
د لارنس الما د واده د وړاندیز انځور

واده او د مينې اړيکې

[سمول]

دينونه

[سمول]

نور حيوانات

[سمول]
په کېنيا کې د زمریانو جنسي اړیکې يو انځور
د ملخانو جنسي اړيکه

اړونده ليکنې

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Sexual intercourse most commonly means penile–vaginal penetration for sexual pleasure or sexual reproduction; dictionary sources state that it especially means this, and scholarly sources over the years agree. See, for example;
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Alters S (2012). Essential Concepts for Healthy Living. Jones & Bartlett Publishers. pp. 180–181. ISBN 978-1-4496-3062-1. Most heterosexuals are familiar with the notion of 'having sex' or sexual intercourse as vaginal sex, the insertion of a penis into a vagina. Vaginal sex, or coitus, is the most common and popular form of intimate sexual activity between partners.
  3. Carroll JL (2018). Sexuality Now: Embracing Diversity. Cengage Learning. p. 289. ISBN 978-1-337-67206-1. Vaginal intercourse (also referred to as sexual intercourse) involves inserting the penis into the vagina.
  4. Rathus SA, Nevid JS, Rathus LF (2010). Human Sexuality in a World of Diversity. Allyn & Bacon. p. 251. ISBN 978-0-205-78606-0.
  5. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named health.discovery.com
  6. Freberg L (2009). Discovering Biological Psychology. Cengage Learning. pp. 308–310. ISBN 978-0-547-17779-3.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ . January 2002. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  8. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Non-penetrative
  9. Kahn AP, Fawcett J (2008). The Encyclopedia of Mental Health. Infobase Publishing. p. 111. ISBN 978-0-8160-6454-0.
  10. Hales D (2008). An Invitation to Health Brief 2010–2011. Cengage Learning. pp. 269–271. ISBN 978-0-495-39192-0.
  11. Kumar B, Gupta S (2014). Sexually Transmitted Infections. Elsevier Health Sciences. p. 93. ISBN 978-81-312-2978-1.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ See page 11 onwards and pages 47–49 for views on what constitutes virginity loss and therefore sexual intercourse or other sexual activity; source discusses how gay and lesbian individuals define virginity loss, and how the majority of researchers and heterosexuals define virginity loss/"technical virginity" by whether a person has engaged in penile–vaginal sex. Carpenter LM (2005). Virginity Lost: An Intimate Portrait of First Sexual Experiences. NYU Press. pp. 295 pages. ISBN 978-0-8147-1652-6. Invalid <ref> tag; name "Carpenter" defined multiple times with different content
  13. Strong B, DeVault C, Cohen TF (2010). The Marriage and Family Experience: Intimate Relationship in a Changing Society. Cengage Learning. p. 186. ISBN 978-0-534-62425-5. نه اخيستل شوی October 8, 2011. Most people agree that we maintain virginity as long as we refrain from sexual (vaginal) intercourse. But occasionally we hear people speak of 'technical virginity' [...] Data indicate that 'a very significant proportion of teens ha[ve] had experience with oral sex, even if they haven't had sexual intercourse, and may think of themselves as virgins' [...] Other research, especially research looking into virginity loss, reports that 35% of virgins, defined as people who have never engaged in vaginal intercourse, have nonetheless engaged in one or more other forms of heterosexual sexual activity (e.g., oral sex, anal sex, or mutual masturbation).
  14. Michael Kent (2000). Advanced biology. Oxford University Press. pp. 250–253. ISBN 978-0-19-914195-1. نه اخيستل شوی October 21, 2015.
  15. Showick Thorpe; Edgar Thorpe (2009). The Pearson General Studies Manual 2009, 1/e. Pearson Education India. p. 1.79. ISBN 978-81-317-2133-9. نه اخيستل شوی October 21, 2015.
  16. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Non-human
  17. Balcombe, Jonathan (2006). Pleasurable Kingdom: Animals and the Nature of Feeling Good. Palgrave Macmillan. pp. 106–118. ISBN 978-0-230-55227-2.
  18. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Coitus
  19. See page 302 for orgasm information, and pages 285–286 for definitions, prevalence and length of sexual intercourse. Carroll JL (2012). Discovery Series: Human Sexuality (1st ed.). Cengage Learning. pp. 656 pages. ISBN 978-1-111-84189-8.
  20. Milkman HB, Wanberg KW (2004). Pathways to Self-Discovery and Change: Criminal Conduct and Substance Abuse Treatment for Adolescents. SAGE. pp. 254–255. ISBN 978-1-4129-0614-2.
  21. Kinetics H (2009). Health and Wellness for Life. Human Kinetics. p. 207. ISBN 978-0-7360-6850-5.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Barrows EM (2011). Animal Behavior Desk Reference: A Dictionary of Animal Behavior, Ecology, and Evolution. Taylor & Francis. pp. 122–124. ISBN 978-1-4398-3651-4.
  23. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Most common2
  24. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Most common forms
  25. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Technical virginity
  26. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Technical virginity 2
  27. Lerner RM, Steinberg L (2004). Handbook of Adolescent Psychology. John Wiley & Sons. pp. 193–196. ISBN 978-0-471-69044-3. When researchers use the term sex, they nearly always mean sexual intercourse – more specifically, penile–vaginal intercourse... The widespread, unquestioned equation of penile–vaginal intercourse with sex reflects a failure to examine systematically 'whether the respondent's understanding of the question matches what the researcher had in mind.'
  28. Dunson, D.B.; Baird, D.D.; Wilcox, A.J.; Weinberg, C.R. (1999). "Day-specific probabilities of clinical pregnancy based on two studies with imperfect measures of ovulation". Human Reproduction. 14 (7): 1835–1839. doi:10.1093/humrep/14.7.1835. ISSN 1460-2350. PMID 10402400.