جنسي بیا توليد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

جنسي بيا توليد، د بيا توليد يوه بڼه ده چې د ژونديو پېچلی جريان په کې ښکېل وي، په کوم کې چې یو ګاميټ (لکه سپرم يا د هګيو حجره) چې د کروموزومونو د يوه ټولګې لرونکی وي (هاپلوايډ) له يو بل سره يو ځای کېږي، تر څو زايګوټ توليد کړي، کوم چې د يو ژوندي په داخل کې وده کوي، کوم موجود چې د داسې حجرو څخه جوړ وي چې د دوو ټولګو کروموزوم (ډيپلوايډ) لرونکی وي. جنسي بیا توليد په ګڼ حجروي «يوکرايوټونو» کې د ژوند د جريان تر ټولوعام ډول دی، لکه: ژوي، فونګي او بوټي. جنسي بيا توليد په «پروکيرياټونو» (هغه ژوندي موجودات چې د حجرې هسته نه لري) کې منځ ته نه راځي، بلکې دوی د همداسې اغېزو جريانات لري، لکه: باکترياوي يو ځای کېدل، بدلېدل او لېږدېدل، کوم چې شونې ده په لومړيو يوکرايټسونو کې د جنسي توليد له مخکې څخه شته زېرمه و اوسي.[۱]

په «ايکاريوټونو» کې د جنسي حجرو د توليد پر مهال، ډيپلوايډ مور حجرې وېشل کېږي، څو هاپلوايډ حجرې توليد کړي چې د ګاميټونو په نوم ېاديږي، دا په داسې يوه پروسه کې جريان پيدا کوي چې د «مايوسس» په نوم پېژندل کېږي او جنيتيکي بيا يو ځای کېدل پکې ښکېل وي. «هومولوګيوس کروموزومونه» سره يو جوړه کېږي او په دې ډول د دوی د ډي اين ای لړۍ يو له بره برابرښت پيدا کوي، له دې وروسته د دوی تر منځ جنيتيکي معلوماتو بدلون منځ ته راځي. د حجرې د وېش دوه پړاونه بيا څلور هاپلوايډ ګامينډونه زېږوي چې هر يو يې د هر والدين حجرې نيمايي شمېر کې کروموزومونه لري، خو په والدينو کروموزومونو کې جنيتيکي معلومات بيا سره يو ځای کېږي. دوه هاپلوايډ ګاميټونه په يو ډيپلوايډ حجره کې سره يو ځای کېږي چې د زايګوت په نوم پېژندل کېږي، دا يوه پروسه ده چې د حمل يا اميدوارۍ په توګه پېژندل کېږي. زايګوټ له دواړو ګاميټونو څخه جنيتيکي مواد سره يو ځای کوي. د کروموزومونو د شمېر له بدلون پرته د حجرې ګڼ وېشونه، بيا يو ګڼ حجروي ډيپلوايډ پړاو يا نسل جوړوي.

په انساني بیا تولید کې، په هرو ۲۳ جوړو کې هره حجره ۴۶ کروموزومونه لري. په والدينو غدودو کې مايوسس ګاميټونه تولیدوي چې هر يو ۲۳ کروموزمونه لري، کوم چې د والدينو په کروموزومونو کې د شته ډي اين ای جنيتيکي ترتيب بيا پيدا کوي. کله چې د ګاميټونو هستې سره يو خای کېږي، څو يوه بلاربه هګۍ يا زايګوټ پیدا کړي، نو د دې په پايله کې د پیدا کېدونکي ماشوم په هره حجره کې د هر والد څخه ۲۳ کروموزومونه وي يا به ټول ټال ۴۶ وي.[۲][۳]

يواځې په بوټو کې، ډيپلوايډ پړاو، کوم چې د «سپوروفايټ» په نوم پېژندل کېږي، د مايوسيس له لارې تخم تولیدوي، کوم چې وده (شين کېدل/راټوکېدل) چمتو کېږي او له هغې وروسته د «مايټوسيسس» په مټ وېشل کېږي، څو يو ګڼ حجروي هاپلوياډ پړاو منځ ته راوړي چې «ګامتوفيټ»، همدا بيا نېغ په نېغه د مايټوسيس په مټ ګاميټونه تولیدوي. دا د ژوند د جريان يوه بڼه ده چې د دوه ګڼ حجروي مرحلو تر منځ ادلون بدلون پکې ښکېل دی، جنسي هايپلويډ ګيموفايټ او غیر جنسي ډيپلوياډ سپوروفايټ، د نسلونو د بدلونونو په نوم هم پېژندل کېږي.

د جنسي بيا توليد تکامل تضادي بلل کېږي، ځکه چې غیر جنسي بيا توليد بايد له دې څخه د غوره عمل د څرګندولو وړتيا ولري، له دې امله چې هر ځوان ژوندی موجود خپل ځوان زوزات ځغملی شي. د دې مطلب دا دی چې غیر جنسي نفوس له هر نسل سره په ډېرې چټکۍ سره د ودې کولو داخلي وړتيا لري. دا ۵۰٪ ارزښت د جنسي بيا توليد د بدني وړتيا عيب دی. په جنسي اړيکو کې دوه برابره ارزښت کې دا ارزښت او دا حقيقت هم شام لدی چې هر يو ژوندی موجود د خپل جينز يواځې ۵۰٪ خپل زوزات ته لېږدو. د جنسي بيا تولید يوه ټاکلې ګټه دا ده چې دا د جنيتيکي بدلونونو د راټولېدو په وړاندې يو خنډ دی.جنسي غوراوی د طبيعي غوراوي يوه بڼه ده، په کوم کې چې ځينې افراد د نفوس نور يو ځل بيا پيدا کوي او دا ځکه چې هغه د جنسي توليد لپاره د نورو ملګرو د خوندي کولو په برخه کې ډېر ښه وي. دا په دې ډول تشرېح شوی چې دا «يو پیاوړی تکاملي ځواک دی، کوم چې په جنسي نفوس کې نه شته».[۴][۵][۶][۷][۸][۹]

تکامل[سمول]

په ايوکارياوټونو کې د جنسي بيا توليد لومړی متحجر پاتې شونو ثبوت شا اوخوا ۱.۰۵ مليارده کاله څخه د مخکې «سټينين» پړاو څخه موندل شوی.[۱۰][۱۱]

د تکامل څېړنه کوونکي بيالوژي پوهان د جنسي بیا توليد د ودې او د هغې د پالنې لپاره د ګڼو تشرېحاتو وړانديز کړی دی. په دې لاملونو کې د زيان رسونکو بدلونونو د شونتيا کمول، له بدلېدونکي چاپيريال سره د سمښت په کچه کې زیاتوالی، له له مقابلې سره مبارزه، د ډي اين ای ترميم او د زیان رسونکو بدلونونو پټول شامل دي. ټول دا اندونه چې ولې جنسي بيا توليد پايدلی دی په عموم کې له ملاتړ څخه برخمن دي، خو په پايله کې د نفوس اندازه د دې ټاکنه کوي چې ايا جنسي بيا توليد په ټوله معنا ګټور دی. د کوچني نفوس په پرتله ستر نفوس جنسي بیا توليد په مټ تر لاسه کېدونکو ځينو ګټو لپاره غبرګون په ډېرې تېزۍ سره څرګندوي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د جنسي بیا توليد ساتنه د هغو اندونو به مټ روښانه شوي دي، کوم چې د غوراوي په ګڼو کچو کار کوي، خو بيا هم ځينې دا نمونې يې مختلف فيه دي. په هر حال، په وروستيو کلونو کې نوې وړاندې شوې نمونې د پېچلو ژونديو موجوداتو لپاره په کرار اکرار د بيا توليد په برخه کې د جنسي بيا توليد لپاره د بنسټيزې ګټې وړانديز کوي.

جنسي بيا توليد دې انواعو سره مرسته کوي چې د هغو خصوصياتو څرګندونه کوی، کوم چې د ځانګړي چاپېريال پورې چېرته چې دوی ژوند کوي او د هغو ید بقا د ځانګړيو تګلارو پورې تړلي دي، له کومو څخه چې دوی کار اخلي. [۱۷]

جنسي غوراوی[سمول]

د دې لپاره چې د جنسي عمل له لارې بيا توليد وکړای شي، هم نارینه او هم ښځينه اړتيا لري چې خپله جوړه (ملګری/ملګرې) پیدا کړي. عموماً په ژویو کې د جوړې د پیدا کېدو غوراوی د ښځينه له خوا کېږي، په داسې حال کې چې نارینه په دې سيالۍ کې اخته وي چې غوره شي. دا چاره ژوندي موجودات د بیا توليد لپاره د زياتو هڅو په لور بیولای شي، لکه جګړه او ښودنه، يا د يو مثبت غبرګون په پايله کې د سختو ځانګړتياوو پیدا کولو پر لور، کوم چې د فيشيرين تېښتې په نوم پېژندل کېږي. په همدې بنسټ د طبيعي غوراوي د يوې بڼې په توګه، جنسي بيا توليد به تکامل اغېزه لري. جنسي «ډيمورفيزم» (دوه شکله) هغه ځای دی، چېرته چې ښکارېدونکي بنسټيزې نښې د همدې يوې نوعې په نارينه او ښځينه کې سره توپير لري. ډيمورفيزم هم په جنسي غړو او هم په ثانوي جنسي خصوصياتو کې یعنې د بدن اندازه، بدني پیاوړتيا او مورفولوژي، بيالوژيکي ښکلا، چلند او بدني صفاتو کې لیدل کېږي. بیا هم، جنسي غوراوی يواځې يوه اوږده موده په ځان کې رانغاړي، د کوم په پايله کې چې جنسي بدلون پيدا کېږي.[۱۸]

ژوي[سمول]

خځنده (حشرې)[سمول]

د خځنده ګانو انواع د ټولو شته ژويو له انواعو څخه دوه برابره زیات دی. د خځنده ګانو ډيری انواع د جنسي عمل له لارې بیا توليد کوي، خو ځينې انواع يې په اختياري ډول«پارټينوجينيک» دي. د خځنده ګانو ډېری انواع يې جنسي ډمورفيزم لر، په داسې حال کې چې به نورم جنسيتونه تقريباً يو ډول  ښکاري. عموماً دوی دوه جنسونه لري چې نارينه يې نارينه يې نطفه او ښځينه يې هګۍ توليدوي. بيضه په هګيو کې وده کوي، کوم چې يو پوښ لري چې کورين يې بولي او دا له داخلي بلاربېدو مخکې منځ ته راځي. خځنده ګان ډېر مختلف او ډول ډول يو ځای کېدل او د بيا توليد تګلارې لري، د کوم په پايله کې چې ډيری وخت نارينه د ښځينه په داخل کې نصفه راټوي، هغه يې په خپل ځان کې زېرمه کوي، تر دې چې هغه د هګيو د زرخېزه کولو لپاره چمتو شي. له بلاربېدو يا القاح او د زيګوټ له جوړېدو تر څنګ يې د ودې له بېلا بېلو اندازو وروسته، په ډېريو انواعو کې هګۍ له ښځينه څخه بهر وځي؛ به داسې حال کې چې نور يې په ښځينه وو کې زياته وده کوي او بيا ژوندي پيدا کېږي.

تي لرونکي[سمول]

د تي لرونکو درې شته ډولونه شته چې دا دي: مونوټرمز، جوړه او کڅوړه لرونکي چې ټول يې داخلي القاح لرونکي دي. په جوړه تي لرونکو کې، زوزات د ځوانانو په توګه زېږېږي: بشپړ ژوي چې شبږ جنسي غړي يې موجود وي، که څه هم دا غړي د بیا توليد له اړخه فعال نه وي. له څو مياشتو يا کلونو وروسته، جنسي غړي يې زياته وده کوي تر څو ژوی له جنسي اړخه بالغ شي، خو دا تر انواعو پورې اړه لري. ډيری ښځينه تي لرونکي يواځې د ټاکلو «ايستوريس» (هغه وخت چې جنسي عمل ته چمتوالی لري) جرياناتو پر مهال زرخېره وي، په کومه نقطه کې چې دوی د يو ځای کېدو لپاره چمتو وي.انفرادي نارینه او ښځينه تي لرونکي سره يو ځای کېږي او جنسي عمل تر سره کوي. په ډېرو تي لرونکو کې، نارينه او ښځينه د خپل بلوغ ژوند په اوږدو کې جنسي شریکان سره بدلوي.[۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. John Maynard Smith & Eörz Szathmáry, The Major Transitions in Evolution, W. H. Freeman and Company, 1995, p 149
  2. "Fertilization". Merriam-Webster. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Otto, Sarah P.; Lenormand, Thomas (1 April 2002). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Resolving the paradox of sex and recombination"]. Nature Reviews Genetics 3 (4): 252–261. doi:10.1038/nrg761. PMID 11967550. 
  4. John Maynard Smith The Evolution of Sex 1978.
  5. Ridley M (2004) Evolution, 3rd edition. Blackwell Publishing, p. 314.
  6. Hussin, Julie G; Hodgkinson, Alan; Idaghdour, Youssef; Grenier, Jean-Christophe; Goulet, Jean-Philippe; Gbeha, Elias; Hip-Ki, Elodie; Awadalla, Philip (2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Recombination affects accumulation of damaging and disease-associated mutations in human populations"]. Nature Genetics 47 (4): 400–404. doi:10.1038/ng.3216. PMID 25685891. 
  7. Cecie Starr (2013). Biology: The Unity & Diversity of Life (الطبعة Ralph Taggart, Christine Evers, Lisa Starr). Cengage Learning. د کتاب پاڼې 281. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په January 29, 2014 باندې). Large testicles are linked to infidelity. Phys.org.
  9. Agrawal, A. F. (2001). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sexual selection and the maintenance of sexual reproduction"]. Nature 411 (6838): 692–5. doi:10.1038/35079590. PMID 11395771. Bibcode2001Natur.411..692A. 
  10. N.J. Butterfield (2000). "Bangiomorpha pubescens n. gen., n. sp.: implications for the evolution of sex, multicellularity, and the Mesoproterozoic/Neoproterozoic radiation of eukaryotes". Paleobiology 26 (3): 386–404. doi:10.1666/0094-8373(2000)026<0386:BPNGNS>2.0.CO;2. http://paleobiol.geoscienceworld.org/content/26/3/386.abstract. 
  11. T.M. Gibson (2018). "Precise age of Bangiomorpha pubescens dates the origin of eukaryotic photosynthesis". Geology 46 (2): 135–138. doi:10.1130/G39829.1. Bibcode2018Geo....46..135G. https://pubs.geoscienceworld.org/gsa/geology/article/46/2/135/524864/Precise-age-of-Bangiomorpha-pubescens-dates-the. 
  12. Michod RE, Bernstein H, Nedelcu AM; Bernstein; Nedelcu (May 2008). "Adaptive value of sex in microbial pathogens". Infect. Genet. Evol. 8 (3): 267–85. doi:10.1016/j.meegid.2008.01.002. PMID 18295550. http://www.hummingbirds.arizona.edu/Faculty/Michod/Downloads/IGE%20review%20sex.pdf. 
  13. Bernstein, Harris; Bernstein, Carol (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Evolutionary Origin of Recombination during Meiosis"]. BioScience 60 (7): 498–505. doi:10.1525/bio.2010.60.7.5. 
  14. Bernstein H, Bernstein C, Michod RE. (2012) "DNA Repair as the Primary Adaptive Function of Sex in Bacteria and Eukaryotes Archived 2013-10-29 at the Wayback Machine.". Chapter 1, pp. 1–50, in DNA Repair: New Research, Editors S. Kimura and Shimizu S. Nova Sci. Publ., Hauppauge, New York. Open access for reading only. کينډۍ:ISBN
  15. Colegrave, N (2002). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sex releases the speed limit on evolution"]. Nature 420 (6916): 664–6. doi:10.1038/nature01191. PMID 12478292. Bibcode2002Natur.420..664C. 
  16. Gray, J. C.; Goddard, M. R. (2012). Bonsall, Michael. ed. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Gene-flow between niches facilitates local adaptation in sexual populations"]. Ecology Letters 15 (9): 955–962. doi:10.1111/j.1461-0248.2012.01814.x. PMID 22690742. 
  17. Kleiman, Maya; Tannenbaum, Emmanuel (2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Diploidy and the selective advantage for sexual reproduction in unicellular organisms"]. Theory in Biosciences 128 (4): 249–85. doi:10.1007/s12064-009-0077-9. PMID 19902285. 
  18. Dimijian, G. G. (2005). Evolution of sexuality: biology and behavior. Proceedings (Baylor University. Medical Center), 18, 244–258.
  19. Reichard, U.H. (2002). "Monogamy—A variable relationship". Max Planck Research 3: 62–7. http://www.mpg.de/1028786/W001_Biology-Medicine_062_067.pdf. Retrieved 24 April 2013. 
  20. Lipton, Judith Eve; Barash, David P. (2001). The Myth of Monogamy: Fidelity and Infidelity in Animals and People. San Francisco: W.H. Freeman and Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7167-4004-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Research conducted by Patricia Adair Gowaty. Reported by Morell, V. (1998). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Evolution of sex: A new look at monogamy"]. Science 281 (5385): 1982–1983. doi:10.1126/science.281.5385.1982. PMID 9767050.