مار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Serpentes
ماران
مملکه ژوی
عمومي بڼې Chordata
ځانتياوي بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
طبقه خاپوړن
فلس لرونکی ژوي
ماران

ماران یا منگوران (په لاتین: Serpentes) د فلس لرونکو ژويو څخه دي چې د نړی په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي.په اوس وخت کې په نړی کې د مارانو ۳۴۰۰ ډوله ژوند کوي او د هغو مارانو څخه تقریبا ۴۱۰ ډوله زهرلروکي ماران دي. نوموړي ژوي په ځانگړی ډول خوله لگوونكى ژوي خوري. ماران ښکار شوي ځناور د څپل زهر په مرسته وژلای یا زندۍ کولای سی.

د مارانو تکامل[سمول]

ماران ۱۰۰ - ۱۵۰ میلیونه کاله مخکې د شرمښکيانو (سمسارو) څخه رامنځ ته شوي وو. د لومړنیو پخوانيو مارانو څخه Lapparentophis defrennei تر ټواو مشهور مار وو چې ۱۵۰ میلیونه کاله مخکې په افريقا کې یی ژوند کاوه. لمړنی سمندري مار ۱۰۰ میلیونه کاله مخکې اروپا ته نژدې یی ژوند کاوه. نوموړی ژوي د لويو وچو د جوړولو په وخت کې ژوند کول چې د دي ژويو د نړی پر توزيع باندي آغېزه لرل

توصيف[سمول]

مار یو غوښه خوړونکی خاپوړن دي چې پښې نه لري. اسکلت یی د ملا تیر، پوښتيو او ككرۍ څخه جوړ شوي دي. نوموړي ژوي کولای سی ۴۰۰ مهرې ولري. مار ارتجاعى پوستکی لری چې د فلسونو لخوا پوښ شوي دي.