خاپوړن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Reptilia
خاپوړن
مملکه ژوی
عمومي بڼې Chordata
ځانتياوي بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
طبقه خاپوړن

خاپوړن ژوي (په لاتين: Reptilia) د شمزۍ لرونکو ژويو څخه دي چې د نړی په پېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي او په درو مهمو دلو تقسیم کېږي.


تاریخ

خاپوړن ژوي ۳۰۰ میلیونه کاله مخکې د دوه ژوندويو څخه رامنځ ته شوي وو. لمړنو خاپوړن ژويانو چې د کاربن په موده کې یی ژوند کول او اوږدوالی یی لکه د اوسنیو سمندرانو او شرمښکيانو اوږدوالی غوندی ول، د نورو ژویو په مقابله کې په وچو سیمو کې ژوند کولای سول. په دی وخت کی د Synapsid ژويان هم منځ ته راغلل چې د تې لرونکو ژويو او خاپوړن ژویو ځانگړنې (فزيالوجې خاصيت) یی لرل. د Synapsid ژوي د خاپوړن ژويو په مقابله کې زيږوونكى ژوي ول او لاندينی زامه یی د یو اډوکی څخه جوړه شوي وه. نوموړي ژوي ۲۵۰ میلیونه کاله مخکې مړ شوي ول.

د ډانگسرانو دوره

خاپوړن ژويان ۲۳۵ میلیونه کاله مخکې د مځکې مسلط ژوي ول.چې دا موده د جوراسيک پيل (نژدې ۲۰۰ ميليونه کاله وړاندې) نه تر کريټاسيوس (۶۵،۵ ميليونه کاله وړاندې) پورې وغځېده. په دي وخت کې پخوانیو خاپوړن ژويو مځکه، اوبه (سمندرونه او سیندونه) او آسمان آباد کړی ول. د ډانگسرانو بدن حرارت دایمي وه او ټول بدن یي احتمالا د رنگیو بڼکو لخوا پوښ شوي ول.ډانگسران تقريبا ۶۶ میلیونه کاله مخکې مړ شوي ول.

توصیف

خاپوړن ژوي د شمزۍ لرونکو ژويو څخه دي چې بدن یی د فلسونو یا کاسو (لکه دكيشپ کاسه) لخوا پوښ شوي دي.د بدن حرارت یی دایمی نه دی او د سږو په مرسته تنفس کوی. خاپوړن ژوي د تی لرونکو ژويو او كپېړانو په مقابله کې دپافرام نه لري. نوموړي ژوي هگۍ اچوی ، سړه وینه لری او کوپړۍ یی د ملا د تیر سره د مفصلونو په واسطه تړل شوي دي. د دی ژويو د وینو د جریان جهاز تړلی دي. زړه یی دوه دهلیزه، یو بطن او ښارگي پرده لری. (خو د كپېړانو زړه د دوو دهلیزونو او دوو بطنونو څخه جوړه شوي ده).