کيشپ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Testudines
کيشپان
مملکه ژوی
عمومي بڼې Chordata
ځانتياوي بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
طبقه خاپوړن
کيشپان

کيشپان (کیشپه)(په لاتين: Testudines) د خاپوړن ژويو څخه دي چې د نړی په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي او په دوو مهمو ډلو (د اوبو کيشپان او مځکنی کيشپان) تقسیم کېږي. مځکنی کيشپان بوټي خوړونکی ژوي دي او د اوبو کيشپان په ځانگړي ډول غوښه خوري خو بوټي هم خوړلای سی. تر اوسه پورې د کيشپانو ۳۰۰ ډوله پېژندل شوي دي. د کيشپ عمر ۱۸۰ کالو ته رسیدلای سی.

90 کلن کیشپه

په 15’4’2019 د یوازی دری ګونو کیشپانونه یویې په چین کې ومړ دا کیشپه چې نوی کاله عمر درلود د چین په یوه ژوبڼ کې ومړ ددی کیشپه ورته دوه نور د ویتنام په ځنګلونو کې ژوند کوی. کار پوهانو ډیره هڅه وکړه چې ددی کیشپه دنسل زیاتولو لپاره هغه مصنوعی امیدواره کړې اما تردی دمه دی کار نتیجه ورنکړه مخکې تر دی چې دا کیشپه ومری دوه ورځی وړاندی کارپوهانو ددی د مصنوعی نسل زیاتولی (امیدواری) هڅه کړی وه.

د کيشپانو تکامل

کيشپان ۲۰۰ میلیونه کاله مخکې رامنځ ته شوي ول. خو لمړنی اوسنی کيشپان چې تر اوسه بورې په جنوبی آمریکا کې ژوند شوی دي، ۱۲۰ میلیمونه کاله مخکې رامنځ ته شوي ول . د اوبو کیشپان تقریبا ۱۱۰ میلیونه کاله مخکې رامنځ ته شوي ول. د هغو کيشپانو څخه Archelon وو چې ۸۰ میلیونه کاله مخکې یی ژوند کاوه او د نړی تر ټولو لوی سمندري کیشپ هم وو. اوږدوالی یی ۴ متره وو او وزن یي ۲۲۰۰ کیلوگرامه وو. په اوس وخت کې Dermochelys coriacea د نړی تر ټولو لوی کیشپ دی او وزن یي ۶۰۰ - ۱۰۰۰ کیلوگرامه دي.

توصيف

کيشپ یو خاپوړن ژوی دی چې یو سر او څلور پښې لري. اوږدوالی یی مختلف وي. بدن یی د دوو کاسو (د ملا کاسه او د بطن کاسه) لخوا پوښ شوي دي چې د دی ژوی د پوښتیو څخه رامنځ ته شوي وې. کيشپان چې په وچو سیمو کې ژوند کوي څلور پښې لري ورو ورو قدم وهي او لوی کاسه لري. نوموړي کيشپان مېوې او سبزي خوري. کیشپان چې په خوږو اوبو کې ژوند کوي د گوتو په منځ کې پردې لری او لکه سپی غوندي لامبو وهي. سمندري کيشپان د پښو په ځای د کب شاپرونه (وزرونه) لری. که چې هم نوموړی ژوي په اوبو کې ژوند کوي خو په وچو سیمو کې هگی اچوي. سمندري کیشپان پلانکټون، کبان خوري.