كپېړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
How to read a taxoboxويکيپېډيا:How to read a taxobox
How to read a taxobox
'تماسح'

ساينسي ډلبندۍ
سلطنت: ژوی
Phylum: Chordate
ټولگی: خاپوړن ژوي

  

كپېړ، ډېرگړی كپېړان، په پاړسي ژبه كې (تمساح)، ( Crocodylia, يا Loricata ) د اوبو له هغو شمزنو (فقاريه) ژويو څخه دى، چې د خاپوړنو ژويو په ډله كې شمېرل كېږي او په افریقا، امریکا، استرالیا کې په سیندونو کې ژوند کوي. کپېړ په افریقا کې په نیل سیند کې او په امریکا کې په میسیسیپي سیند کې ژوند کوي.

كپېړ په يوناني ژبه كې د ( κροκόδειλος ) په نامه ياديږي، چې د «ځيږه چينجي» يا «شډل پوست لرونكي چينجي» مانا لري. داسې گڼل كېږي، چې كپېړان يوسلو شل ميليونه كاله پخوا، په ميلوي پېر كې راپيدا شوي دي. په اوسنيو ژونديو موجوداتو كې د هغوی نږدې خپلوان مرغان دي. اوسني ټول كپېړان د دوه ډوله ژوند لرونکيو ژويو په ډله کې شمېرل کېږي. په بله وينا کپېړ د نيم وچې او نيم اوبو ژوند لرونكی داړونكی ژوی دی چې په اوبو كې، اوبو ته نږدې او يا هم پر هغو نورو ژويو بريدونه كوي، چې د اوبو څښلو لپاره اوبو ته نږدې كېږي.

د کپېړ بدن

کپېړ يو خاپوړن دی چې ځواکمنه لکۍ لری. کوپړۍ يې لويه ده او هډوکي يې تش دي. د کپېړ بدن د پوستکي سپر پوښولی کېږي.

د کپېړ زړه

د کپېړ زړه دوه دهلیزونه او دوه د زړه بطنونه لری. د هغه د وینې د بهير جهاز تړلی غوڼدال (سیستم) دی. د کپېړ د بدن تودوخه دايمي ده. هغه د تيورو ځناورو، کبانو او نورو خاپوړنو ژويو ښکار کوي.

د کپېړ جنس

کپېړ په دوو جنسونو تقسيم کېږی. د کپېړ ښځينه هر کال نژدې ۱۵ هگۍ اچوي. کپېړ تر پيدايښ وروسته په سيند کې لامبلای شي.

د کپېړ ډولونه

  • کپېړ
  • اليگاټور
  • Gavialidae
کپېړ - اليگاټور - Gavialidae

مارفولوجيكي ځانگړنې

د كپېړ او اليگاتور ترمنځ توپير

د كپېړ پوستكى

د هډوكو غونډال

د تنفس جهاز

د وينې غونډال

د هاضمې غونډال

د زياتېدو او زېږېدنې غړي

عصبي غونډال او حسي غړي

د ژوند طرز

د شمېر زياتېدنه

تكاملي(اوږدمهاله )وده

اړين مالومات

د كپېړانو ډلبندي

سرچينې

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Crocodylia

باندنۍ تړنې