Jump to content

هنډجاب (جنسي کړنه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
په ۱۸۴۰ ز کال کې د جوهان نیپوم لخوا د هنډجاب رسامي چې پکې يوه ښځه او نارينه د دې کړنې ترسره کولو په حال کې ليدل کېږي.

هنډجاب Handjob (پښتو ژباړه؛ لاسي دنده) له ننوتلو پرته يوه جنسي کړنه ده چې ښځينه د لاس په کارولو سره د نارینه جنسي غړی پاروي، يا نارینه د ښځې جنسي غړی يعنې واژن لمسوي او پاروي (که څه هم هنډجاب یوازې نارینه وو ته راجع کېږي، يانې د دې کړنې پرمهال ښځه د نارینه تناسلي غړی پاروي خو کله کله داسې امکان هم شته چې نارینه د ښځې په واژن کې هم ګوتې ووهي). [۱] دا کړنه د جنسي خوښۍ، پارونې او شوق له مخې ترسره کېږي چې ښايي په انزال او اورګاسم پای ته ورسېږي. [۲]

د هنډجاب کړنه ښايي په هر دليل ترسره شي چې د جنسي شريکانو په وخت او حالت پورې اړه لري، په دې ډول فعاليت کې معمولاً جنسي دخول نه وي خو کله کله ښايي د دې کړنې ترسره کولو پرمهال جنسي دخول هم ترسره شي، يانې ځينې وختونه جنسي شريکان نارینه او ښځه دغه کړنه د انزال لپاره ترسره کوي خو ځينې وختونه يې شايد د جنسي اړيکې له پيل څخه مخکې ترسره کړي يا همداسې د دې کار کولو پرمهال زړه يې وغواړي چې جنسي دخول ترسره کړي. [۳]

څرنګوالی

[سمول]

عمومي

[سمول]

په دې حالت کې ښځه د نارینه تناسلي غړی(ذکر) په یوه یا دوو لاسونو کې نيسي او لکه موټوهنه ښکته پورته کوي يې.[۴] دا کار تر هغو پورې کوي چې نارینه انزال شي، [۵] [۶] ځينې کسان له ځانګړو غوړيو څخه کار اخلي خو په عمومي توګه له ناړو(داړو) يا د خولې اوبو څخه کار اخيستل کېږي، کله کله ښايي ښځه په خپلې خولې سره د نارینه جنسي غړی لوند کړي او بيا دا کړنه ترسره کړي. [۷]

دا کړنه د جنسي فعاليتونو په مېنځ کې د تنوع او نویو ډولونو ترسره کولو په موخه کېږي، يعنې جنسي شريکانو ډېرې جنسي اړيکې ټينګې کړې وي خو اوس غواړي دا کار هم سره تجربه کړي، يا په هر حال له دې کاره خوند واخلي.

په ماساج کې

[سمول]

د ماساج لپاره په هر هېواد کې ځانګړي ځایونه شتون لري چې يو ډول يې د ښځو لخوا د نارینه وو ماساجول دي، په دې وروستیو کې د ښځو ماساجوونکو لخوا د نارینه وو د بدن ترڅنګ جنسي غړی(ذکر) هم ماساجېږي، يعنې دغه کړنه په ماساژي برخه کې هم ډېره کارېږي [۸] [۹]

د 2011 په جنورۍ کې د نیویارک ټایمز لخوا یوې څیړنې وموندله چې د نیویارک ښار ډیری ماساج‌ځایونه د "جنسي ماساج" اعلانونه کوي او د بدني ماساج ترڅنګ هنډجاب هم ترسره کوي. دا ماساج‌ځایونو د دې کړنې ترسره کولو لپاره د 60 څخه تر 160 ډالرو پورې پيسې اخلي، خو معمولاً دا کړنې د جنسي کارکوونکو لخوا هم ترسره کېږي نو نارینه د دې لپاره چې دومره پيسې هلته ورکړي ځي يوې جنسي کارکوونکې ته يې ورکوي چې هم سکس وکړي او دا ډول کړنه تجربه کړي. خو جنسي کارکوونکې ښايي د ماساج په برخه کې کمزورې وي نو ځکه د ماساج ښځينه کارکوونکيو ته هم اړتیا پیدا کېږي، چې اوسمهال د ماساج ښځينه کارکوونکي هم د سکس لپاره چمتو دي، يعنې د ماساج کارکوونکي د اضافه پيسو په بدل کې سکس هم کوي.. [۱۰]

ورته ليکنې

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. "Handjob".. Oxford Advanced Learner's Dictionary. 
  2. Crooks, Robert L.; Baur, Karla; Widman, Laura (2020). Our Sexuality. Cengage Learning. p. 229. ISBN 978-0-35703-839-0. نه اخيستل شوی September 14, 2023.
  3. Bryan Strong; Christine DeVault; Theodore F. Cohen (2010). The Marriage and Family Experience: Intimate Relationship in a Changing Society. Cengage Learning. p. 186. ISBN 978-0-534-62425-5. نه اخيستل شوی October 8, 2011. Most people agree that we maintain virginity as long as we refrain from sexual (vaginal) intercourse. But occasionally we hear people speak of 'technical virginity' [...] Data indicate that 'a very significant proportion of teens ha[ve] had experience with oral sex, even if they haven't had sexual intercourse, and may think of themselves as virgins' [...] Other research, especially research looking into virginity loss, reports that 35% of virgins, defined as people who have never engaged in vaginal intercourse, have nonetheless engaged in one or more other forms of heterosexual sexual activity (e.g., oral sex, anal sex, or mutual masturbation).
  4. Sussman, Ellen (2008). Dirty Words: A Literary Encyclopedia of Sex. Bloomsbury USA. p. 129. ISBN 978-1-59691-474-2. نه اخيستل شوی September 14, 2023.
  5. Carroll, Janell L. (2015). Sexuality Now: Embracing Diversity. Cengage Learning. p. 243. ISBN 978-0-495-60274-3. نه اخيستل شوی September 13, 2023.
  6. Soble, Alan (2022). The Philosophy of Sex: Contemporary Readings. Rowman and Littlefield Publishers. p. 73. ISBN 978-1-53815-538-7. نه اخيستل شوی September 13, 2023.
  7. Haberman, Hardy (2001). Family Jewels: A Guide to Male Genital Play and Torment. Greenery Press. p. 6. ISBN 9781890159344. Using water - based personal lube is a wonderful adjunct to almost any genital sex, and particularly for handjobs and masturbation .
  8. . October 6, 2015. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  9. . November 20, 2015. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  10. . January 25, 2011. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)