هېلنیسټي دوره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

هېلنیسټي(Hellenistic) دوره، په ۳۲۳ م. ز کال کې د لوی سکندر د مړینې او د روم سترواکۍ ظهور تر منځ د مدیترانې تاریخ دوره را نغاړي، چې په ۳۱ م.ز کال کې د اکتیوم د جګړې او یو کال وروسته یې د بطلیموسي مصر له سوبې سره څرګنده شوه. له هېلنیستي  دورې نه مخکې د یونان دوره د کلاسیک یونان په نامه پیژندل کیږي، حال دا چې له هغه وروسته دوره یې د یونان – روم دورې په نامه پیژندل کیږي. د هلاس لرغونې یوناني کلمه (Ἑλλάς, Hellás) په اصل کې د یونان یو پېژندل شوی نوم و، چې د هېلنیستي اصطلاح ترې اخیستل شوې ده. « هېلنیستي » له « هېلنیک» سره په دې برخه کې توپیر لري، چې لومړني یې ټولې هغه سیمې پوښلي، چې په مستقیمه توګه د لرغوني یونان تر مستقیم اغېز لاندې دي، حال دا چې دویمه کلیمه یې خپله یونان ته اشاره کوي. په دې برخه کې په ختیځ کې د لوس اسکندر له فتحې وروسته د هېلنیستي کلیمه هغه څه ته ویل کېږي، چې د یوناني کلتور په وسیله اغېزمن شوی وي.[۱][۲][۳]

د هېلنیسټي دورې په لړ کې د یونان کلتوري نفوذ او ځواک د خپلې جغرافیایي پراختیا اوج ته ورسید، چې د مدیترانې نړۍ او د لویدیځې او مرکزي اسیا په ډېریو برخو کې، ان د هند شبه الجزیرې په ځینو برخو کې واکمنه وه او دغه راز د هنرونو او ستورپوهنې، څېړنې، ادبياتو، تياتر، معمارۍ، موسیقۍ، رياضي، فلسفې او ساينس په برخه کې یې د سوکالۍ او پرمختګ تجربه وکړه. پر دې سربېره د روښانتیا په پرتله د یونان لرغونې دوره تر ډېره د لیږد یوې دورې او ځینې وختونه ان د زوال یا انحطاط دورې په توګه ګڼل کېږي. هېلنیسټي دوره د نوې کومیډي، د اسکندریه شعر، رواقي فسلفې، ایپیکوریانیزم او پیرونیزم اړوند فلسفې د ودې او پراختیا شاهده دوره وه. یوناني علم د اقلیدوس او ارشمیدیس او نورو ریاضي پوهانو په وسیله وده وکړه. دیني برخو هم وده وکړه او نوي خدایان په کې پیدا شوو لکه سراپیس په نامه یوناني او مصري خدایان، د اتیس او سیبل په څېر ختیځ خدایان او په باختر او شمال لویدیځ هند کې د هېلنیستي کلتور او بودیزم ترمنځ همغږي په کې شامل و. [۴]

په ۳۳۰ م.ز کال کې د هخامنشیانو په سترواکۍ باندې د لوی سکندر تر حملې او دغه راز لږ وخت وروسته له دې یادې سترواکۍ تر تجزیه کېدو وروسته، د هېلنیسټيک سلطنتونو په ټولې سویل لویدیځې اسیا (د سلوکیانو سترواکي، د پرګامون سلطنت)، شمال ختیځه افریقا (د بطلیموس سلطنت) او سویلي اسیا (یونانو- باختري سلطنت او هند – یونان سطلنت) کې رامنځته شوو. د هېلنیستي دوره د یوناني استعمار له یوې نوې څپې سره څرګنده شوه، چې په اسیا او افریقا کې یې د یونان ښارونه او سلطنتونه رامنځته کړل. دا هرڅه د دې لامل شو، چې یوناني کلتور او ژبه دې نویو سیمو ته ورسېږي، چې تر ننني هند پورې اړوند برخې په کې شاملې وې. دا نوي سلطنتونه هم د بومي یا کورنیو کلتورونو پر وسیله اغیزمن شو او په هغو مواردو کې یې ځایي یا سیمه ییز دودونه غوره کړل، چې هلته اړین، ګټور یا مناسب و. له همدې امله هېلنیستي کلتور په دې توګه له لویدیځې اسیا، شمال ختیځې افریقا او سویل لویدیځې اسیا سره د لرغوني یوناني نړۍ د همغږۍ او یوځای والي څرګندونکی ده. دا یوځای والی او ترکیب د اتیک پر بنسټ د یوې نوې خبري طریقې یا ګویش د رامنځته کېدو لامل شو، چې په یوناني کوئنه باندې مشهور شوی، چې د کوین یونان په نوم پیژندل کیږي، چې په ټولې هېلنیستي نړۍ کې نړیواله ژبه شوه. [۵][۶][۷]

دا چې کومې پېښې د هېلنیستي دورې د ختمېدو لامل شوې، په دې هکله عالمان او تاریخ پوهان په یو نظر نه دي. کېدای شي هېلینسټي دوره په ۱۴۶ م.ز کال کې د روم په وسیله د یونان اړوند جزایرو په وروستۍ فتحې سره د اکین له جګړې نه وروسته په ۳۱ م.ز کال کې د اکتیوم په جګړه کې د بطلیموس سلطنت په وروستۍ ماتې سره یا ان له میلاد نه وروسته په ۳۳۰ م ز کال کې قسطنطنیې ته د روم سترواکۍ له پلازمینې د لوی کنستانتین سترواک حرکت نه وروسته پای ته ورسېږي. انجلوس چانیوتیس د هېلنیسټي دوره له میلاد څخه وروسته ۱۳۸ م ز کال کې د هادریان په مړینې سره پای ته رسوي، چې یونانیان یې په بشپړه توګه د روم سترواکۍ سره یوځای کړل او دغه راز هېلنیسټي دورې ته له ۳۲۱ م.ز څخه تر ۲۵۶ ز کاله پورې اړوند محدوده هم ورکول کېدای شي. [۸][۹][۱۰][۱۱]

رېښه[سمول]

د هېلینسټي دورې نظریه د ۱۹مې پېړۍ یو مفهوم دی چې په لرغوني یونان کې نه و. که څه هم کلمې د شکل او بڼې له پلوه یا هم معنی له پلوه یو بل سره تړاو لري، د بیلګې په توګه، هېلینسټ (لرغوني یونان کې: Ἑλληνιστής, Hellēnistēs، له لرغونو زمانو راهیسې کارول شوې او تایید شوې ده، جوهان ګوستاو درایسن د ۱۹مې پېړۍ په منځنۍ دوره کې خپل اثر (د هېلینیزم تاریخ - Geschichte des Hellenismus کې یې هېلینسټي اصطلاح ته اشاره وکړه او د سکندر له سوبې وروسته یې په غیر یوناني نړۍ کې د یوناني کلتور د پراختیا دوره تعریف او تشریح کړه. له درایسن څخه وروسته هېلینسټي اصطلاحات لکه هلېنیزم او داسې نور یې په پراخه توګه په بېلابېلو برخو کې کارول شوي دي. دا ډول د پام وړ کارونه د متیو ارنولد فرهنګ او بې نظمۍ په نامه اثر کې ده، چې هلته هیلینیزم، د هیبرایزم دود پر وړاندې کارول کېږي. [۱۲][۱۳][۱۴]

د هېلینسټي کلیمې لویه ستونزه د دې اصطلاح په اسانۍ کې ده، ځکه چې د یوناني کلتور خپریدل هغه عمومي پدیده نه وه، چې دې کلمې بیانوله. د فتحه شوې نړۍ ځینې برخې د نورو په پرتله ډېرې د یوناني نفوذ له خوا اغیزمنې شوې. همدارنګه د هېلینسټي اصطلاح دا هم بیانوي، چې په هغو سیمو کې چې یوناني جمعیت میشت شوی، په هغو کې اکثریت و؛ خو په ډېری مواردو کې، یوناني کډوال په حقیقت کې د اصلي او بومي خلکو په منځ کې اقلیت وو. یوناني خلک او اصلي یا بومي خلک تل له یو بل سره نه یو ځای کېدل؛ یونانیانو حرکت وکړ او خپل کلتور یې راوړ؛ خو هیڅکله تعامل رامنځته نه شو.

سرچینې[سمول]

په داسې حال کې چې څو بېلابېلې ټوټې شته، خو داسې هیڅ بشپړ تاریخي سند او اثر نشته چې د سکندر له مړینې وروسته سلو کلونو پورې اړوند وي. د اصلي هېلینسټي تاریخ لیکونکو هېرونیموس اثار له کاردیا (چې د سکندر، لومړي انتیګوس او نورو ځایناستو تر نظر لاندې یې کار کاوه)، دوریس، ساموس او فیلارخوس څخه ټول ورک شوي دي، چې د پاتې شویو سرچینو په وسیله کارول شوي و. د هېلینسټي دورې لپاره تر ټولو لومړنۍ او خورا معتبره ژوندۍ سرچینه د میګالوپولیس پولیبیوس (کابو ۱۱۹ – ۲۰۰)، د اخایي ټولنې سیاستوال تر ۱۶۸ م.ز کاله پورې، کله چې دې ته اړ شو، چې د یرغمل په توګه روم ته لاړ شي. په پای کې د هغه تاریخونه څلویښتو کتابونو ته ورسېدل، چې د ۲۲۰ تر ۱۶۷ م.ز کلونو پورې موده یې په کې تر پوښښ لاندې راوستې ده.[۱۵]

له پولیبیوس نه وروسته تر ټولو مهمه سرچینه دیودورس سیکولس ده، چې د (Bibliotheca history) په نامه خپل اثر یې د ۶۰ تر ۳۰ م.ز کلونو تر منځ ولیکه او یو شمېر اړینې پخوانۍ سرچینې لکه هیرونیموس یې بیا تولید کړې؛ خو د هېلینستي دورې په هکله د هغه راپور د ایپسوس له جګړې (۳۰۱ م.ز کال) وروسته بند شو. بله مهمه سرچینه د پلوتارک د ژوند بېلابېل موازي دورې (کابو ۵۰ کاله مخکې له میلاده تر ۱۲۰ ز کاله)، که څه هم تر ډېره د شخصیت او شخصي اخلاقو اړوند مسایلو کې ښکېل دی، چې د هېلنیسټي دورې مهمو شخصیتونو تاریخچه بیانوي. اپیان اسکندریه (۱۶۵ م.ز کال څخه د لومړۍ میلادي پیړۍ وروستیو پورې) د روم د سترواکۍ تاریخ لیکلی، چې د ځینو هېلینسټي پاچاهیو معلومات په کې شامل دي.

په نورو سرچینو کې د جاستین (دویمه زېږدیزه پېړۍ) د (Pompeius Trogus Historiae Philipicae) او له سکندر څخه وروسته د قسطنطنیه د لومړني فوتیوس په وسیله د اریان د پېښو لنډیز شامل دی. په کمې کچې بشپړونکو سرچینو کې کورتیوس روفوس، پاوسانیاس، پلیني، او د بیزانسي سودا دایرة المعارف شامل دي. د فلسفې په برخه کې د نامتو فیلسوفانو لکه دیوژن لائرتیوس ژوند او نظریات یې اصلي سرچینه ده. د سیسرو د (De Natura Deorum) په څېر آثار هم د هېلینسټي دورې اړوند فلسفي مکتبونو په اړه لا ډېرې څرګندونې وړاندې کوي.

سرچينې[سمول]

  1. Art of the Hellenistic Age and the Hellenistic Tradition. Heilbrunn Timeline of Art History, Metropolitan Museum of Art, 2013. Retrieved 27 May 2013. Archived here.
  2. Hellenistic Age. Encyclopædia Britannica, 2013. Retrieved 27 May 2013. Archived here.
  3. "Alexander the Great and the Hellenistic Age". www.penfield.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Green, Peter (2008). Alexander The Great and the Hellenistic Age. London: Orion. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7538-2413-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Ulrich Wilcken, Griechische Geschichte im Rahmen der Altertumsgeschichte.
  6. Professor Gerhard Rempel, Hellenistic Civilization (Western New England College) Archived 2008-07-05 at the Wayback Machine..
  7. Green, p. xvii.
  8. Chaniotis, Angelos (2018). Age of Conquests: The Greek World from Alexander to Hadrian. Cambridge, MA: Harvard University Press. د کتاب پاڼې 4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Hellenistic Age". Encyclopædia Britannica Online. Encyclopædia Britannica, Inc.. 
  10. Green, P (2008). Alexander The Great and the Hellenistic Age. د کتاب پاڼې xiii. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7538-2413-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Law and archaeology: Modified Wigmorean Analysis". Material Evidence: Learning from Archaeological Practice. (2015). Abingdon, UK; New York, NY: Routledge. ISBN 978-1-317-57622-8. 
  12. کينډۍ:LSJ.
  13. Arnold, Matthew (1869). "Chapter IV". Culture and Anarchy. Smith, Elder & Co. د کتاب پاڼې 143. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Arnold, Matthew; Garnett, Jane (editor) (2006). "Chapter IV". Culture and Anarchy. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 96. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-280511-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  14. Chaniotis, Angelos (2011). Greek History: Hellenistic. Oxford Bibliographies Online Research Guide. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-980507-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. F.W. Walbank et al. THE CAMBRIDGE ANCIENT HISTORY, SECOND EDITION, VOLUME VII, PART I: The Hellenistic World, p. 1.