Jump to content

انال سکس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د انال سکس يوه بېلګه

د شا لخوا جنسي اړيکه یا انال سکس د جنسي اړیکې يو ډول دی چې پکې د يو چا تناسلي غړی(ذکر) د بل چا د شا په سوري يا مقعد کې ننباسل کېږي [۱][۲] ځينې نور فعاليتونه چې پکې له مقعد يا د شا سوري څخه کار اخيستل کېږي لکه؛ په مقعد کې ګوتې وهل، مقعد څټل او داسې نور... د انال سکس له کورنۍ څخه ګڼل کېږي او د دې اړیکې نور ډولونه دي.[۳][۴] خو په اصل کې د انال سکس له نامه څخه مفهوم او موخه نارینه تناسلي غړی په مقعد سوري کې ننوتل دي [۵][۳] ځکه خو په دې اړوند پورې نورې کړنې «مقعدي موټوهنه» نومېږي چې پکې ترسره کوونکی په خپلې شا کې ګوتې وهي.[۶]

ډېری فکر کوي چې انال سکس يوازې د نارینه وو په مېنځ کې دود دی خو څېړنو ښودلې ده چې ټوله همجنس پال نارینه انال سکس نه ترسره کوي او په مخالف جنسي اشخاصو يعنې د نارینه او ښځينه ترمېنځ دا ډول اړيکې خورا ډېرې دي[۲][۷] همداراز د ښځينه همجنس پالونکیو لخوا هم ښايي دا ډول فعالیتونه د ځانګړو وسيلو او ګوتو په کارولو سره ترسره شي.[۸]

د مقعد د سوري په برخه کې د اعصابو د ځينو رګونو د شتون له امله ښايي دغه کسان په دې ډول سکس کې د خوند احساس وکړي او يا اورګاسم ته ورسېږي. دا خوند په نارینه وو کې د پروستات له پارونې او په ښځينه وو کې د کلتوريس يا د شاوخوا سيمې پارولو سره سم رامېنځته کېږي..[۲][۳][۹] د شا لخوا جنسي اړيکه یا انال سکس ښايي د درد لامل هم شي.[۱۰] دا درد ښايي اعصابي [۱۰] یا فېزیکي دليلونه ولري.

انال سکس يا د شا لخوا اړيکه يوه له خطر لرونکو جنسي اړيکو څخه ګڼل شوې هم د ناروغيو د لېږدونې له اړخه او هم د مقعد سوري د څېړلو له اړخه. ځکه چې مقعد د مهبل(د ښځې تناسلي آلې) په څېر نرمې اوبه نه توليدوي چې د تناسلي غړي دخول او خروج اسانه کړي، خو د ځانګړو غوړو او موادو په کارولو سره دا ستونزه له مېنځه ځي.[۲][۱۱] د دې ډول اړيکې خطر به هغه مهال لاهم ډېر وي چې له کانډوم څخه کار وانخيستل شي.[۱۱][۱۲][۱۳] د همدې امله د روغتيا نړيوال سازمان د انال سکس لپاره د کانډوم څخه کار اخیستنه توصیه کوي ترڅو خوندي اړیکه وي. دا کار د نارینه او ښځينه ترمېنځ هم د جنسي اړيکې په نوم پېژندل کېږي چې پکې نارینه د ښځې په مقعد کې خپل تناسلي غړی(ذکر) ننباسي.

په کلتورونو کې

[سمول]
د ایډوارډ هینري ایوریل لخوا په 1892 زېږديز کال کې يوه انځورګري چې پکې يوه مېرمن او سړی د انال سکس پرمهال ښکاروي

عمومي

[سمول]

د انساني ژوند په تاریخ او په مختلفو کلتورونو کې د دې ډول جنسي اړیکو په اړه مختلف نظرونه شتون لري. ځینې کلتورونه د نورو په پرتله ډېر مثبت نظر لري، [۱۴] [۱۵] [۱۶] مګر په تاریخي توګه دا ډول جنسي چلند منع شوی او کله ناکله غندل شوی، په ځانګړې توګه کله چې د مذهبونو خبره راځي. دا ډول جنسي اړیکه په یو ډول د یو کس (هغه څوک چې دخول کوي) په بل کس (هغه څوک چې اخيستونکی يعنې مفعول دی) باندې د غلبې او بهترۍ څرګندونه کوي، لومړی ډول یې نارینه ته منسوب شوی او دوهم یې ښځې ته. [۱۴] [۱۵] په ځینو کلتورونو کې، د نارینه وو ترمنځ د شا لخوا سکس ټولنیزه بدنامي او د شرم وړ ګڼل کیږي. [۱۷] [۱۸] [۱۹] په ځینو ټولنو کې که چیرې داسې کسان د داسې کار ترسره کولو پرمهال وليدل شي، ډېره سخته سزا به ورکړل شي لکه سر پرې کول، سوځول او داسې نور... [۴]

په اسلامي هېوادونو کې د دې له امله چې دا کړنه د دین له اړخه ناروا ده په اړه يې ډېرې څېړنې نه دي شوي. خو د بکارت پردې ساتنې، له واده مخکې د سکس بنديز او د ځوانۍ سره سم د نجونو او هلکانو ترمېنځ د مينې اړيکو د پراختيا له امله د شا لخوا جنسي اړيکې د پام وړ ډېرې ترسره کېږي. په اسلامي هېوادونو کې ځينې ټولنې چې له واده مخکې سکس ناروا ګڼي نجونې او هلکان دې ته اړ کېږي چې د شا لخوا سکس وکړي همداراز هغه نجونې چې په دې ټولنه کې وي او نشي کولای چې د بکارت پرده له لاسه ورکړي د شا لخوا سکس ته تن ورکوي.

په ځانګړ ي ډول د پېغلو نجونو ترمېنځ د بکارت پردې ته په پاملرنې سره ښايي د انال سکس وکړي يعنې نجونې په خپل مېنځ د يو بل په مقعد سوريانو کې ګوتې يا جنسي وسيلې ننباسي؛ که چېرته دا کار په سمه توګه ترسره نشي او روغتيايي پروتوکول رعایت نشي نو د جنسي انتقالي ناروغیو د لېږد لامل به شي لکه ايډز او داسې نور...

لرغوني او غیر غربي کلتورونه

[سمول]

یونان

[سمول]

د يوناني مينې اصلاح د شا لخوا سکس ته منسوبه کارېدل، په ځينو اشارو کې «يوناني سکس» همدا د شا لخوا جنسي اړيکه ګڼل کېده. د لرغوني یونان ځينو برخو دغه کړنه منلې وه او په عامه توګه پکې دود وه، د نارینه او ښځې ترمېنځ د مينې په اړيکه کې دغه کار يو لومړيتوب وو پر دې سربېره د مينې په اړيکه کې نارینه باید بالغ وای يانې عمر يې ښه پوخ وای خو ښځينه باید له 13 څخه تر 15 کلنو پورې عمر درلودلای..[۲۰]

د لرغوني یونان په ځینو هغو برخو کې چې دا ډول اړیکې نه منل کېدې، خلکو یې ورپورې ملنډې وهلې [۲۱] د بیلګې په توګه؛ ارسطو په مسخره توګه دې جنسي کړنې ته په اشارې سره وویل: «نن ورځ د کان ډیری اوسیدونکي بدکاره دي» [۲۲] (europroktoi) "، europroktoi او katapygon هغه اصطلاحات وو چې خلکو د ملنډې په توګه هغه کسانو ته کارولې چې د شا لخوا به په سکس کې مفعول وه(يعنې مقعد کې يې د بل کس تناسلي غړی ننوته). [۲۳] د دې ملنډو سربېره د ضد په توګه، د لرغوني یونان د تعلیمي سیسټم یوه برخه ځوان هلکان دې ته اړ شول چې په اتن او سپارتا کې د نارینه وو سره په بشپړه توګه جنسي اړیکې ونیسي. [۲۴]

اسلام

[سمول]

د قرآن د ملک يمين د جنسي نږدېوالي د قانون پر اساس؛ که چېرته يو سړی له خپلې مينځي سره د شا لخوا جنسي اړيکه ټینګه کړي هيڅ ستونزه نه لري، د زیاترو فقهو پر اساس که چېرته يو نارینه له خپلې مېرمنې سره د شا لخوا جنسي اړيکه ونيسي روا خو په شرط د دې چې مېرمن يې راضي وي او دا کار په جبر نه وي. د مومنون سورت په شپږم آیات او د معراج سورت په ۳۰ آیات کې د ښځينه مینځو او مېرمنو سره د شا لخوا جنسي اړيکه روا ګڼي او وايي: "أَزْوَاجِهِمْ أَوْ مَا مَلَکَتْ أَیْمَانُهُمْ". همداراز د اسلامي شرعې پر بنسټ د سکس لپاره د ښځینه مینځو اخيستل روا دي، چې دغه کار په تاریخ کې د مينځو اخيستلو لپاره يو غټ دليل وو. په ځينو اسلامي فقهو کې ويل شوي که چېرته يو خاوند خپله مېرمن د شا لخوا جنسي اړیکې ته په زور سره مجبوره کړي نو دغه ښځه حق لري چې له خپل خاوند څخه طلاق واخلي، خو د رضایت په حالت کې کومه ستونزه نشته.

اناټومي او د مقعد پارېدنه

[سمول]

د مقعد په برخه کې د ځينو اعصابي رګونو د شتون له امله د شا لخوا جنسي اړيکه يا انال سکس ښايي د خوند لامل وګرځي، څېړنو ښودلې تر هنجنسپالانو نارینه وو ډېر ښځينه وې دغه کار ډېر ترسره کوي او خوښوي يې که هغه په خپل مېنځ کې وي که يا د نارینه سره وي. خو ځينې روغتيايي پروتوکولونو ته نه پاملرنه د دې لامل کېږي چې د دې ډول سکس پرمهال په مقعد کې شديد درد رامېنځته شي، دغه ډول تجربې جنسي شريکان دې ته اړوي چې نور دا ډول جنسي کړنه له پامه وغورځوي او ترسره يې نه کړي.

ترسراوی

[سمول]

انال سکس ته د هڅېدو ځينې لاملونه ښايي سکسي فلمونو او عکسونه وي. په سکسي فلمونو کې انال سکس معمولا د يوې نورمالې، پارونکي، احساساتي او بې درده طریقې په توګه ښودل کېږي. دا ډول کيسې او پرله پسې د سکسي فلمونو ليدل د دې سبب ګرځي چې جنسي شريکان له پوهېدو او لازمو شرايطو پرته دغه کړنه ترسره کړي او بيا وروسته پښېمانه شي يا د مېرمنو لپاره دردوونکي تمامې شي. د درد کمولو لپاره د انال سکس دغوړ کارول د ځینې ډاکټرانو لخوا وړاندیز شوي دي. [۲۵] [۲۶] د ډاکټرانو په وینا مقعد د مهبل په څېر ټینګه غوښه نه لري ځکه خو د پرې کېدو، پراخېدو او شوړېدو خطر يې ډېر دی. [۲] [۱۰]

عمومي خطرونه

[سمول]

فزیکي زياتونه

[سمول]
د مقعد مغز غشا

د مذهبونو نظرونه

[سمول]

په اسلام کې، د دوو نارینه وو ترمېنځ د شا لخوا جنسي اړيکې ته لواطت ویل کېږي، او د نارینه او یوې ښځې تر مینځ جنسي اړيکې ته «وتي دبر» ویل کېږي. په دې دين کې لواطت په کلکه حرام او ناروا دی او له لويو ګناهونو څخه ګڼل کېږي چې د ترسره کوونکيو لپاره د مرګ سزا ده. خو د ښځې او نارينه ترمېنځ د شا لخوا جنسي اړيکې ته د جواز پر سر اختلافات شته چې د ځينو په اند دا کار مطلق حرام دی او که څوک يې وکړي نو توبه به باسي او د ځينو په اند که ښځه راضي وي حرامه نه ده خو راضي نه وي بيا حرامه ده. په اهل سنت ډلې کې دا کار سخت حرام دی، ځینو علماوو فتوا صادره کړې ده چې که یو سړی له خپلې مېرمنې سره داسې کار وکړي، ښځه دې سمدستي طلاق ورکړي.

څاروي

[سمول]

په ډېرو ځنګولو او بندونو کې حیوانات ليدل شوي چې انال سکس کوي. انال سکس په حیواناتو کې هم د انسانانو په څېر مثال لري او د نسل ډېرونې لامل نه کېږي .

سرچينې

[سمول]
  1. Wayne Weiten; Margaret A. Lloyd; Dana S. Dunn; Elizabeth Yost Hammer (2016). Psychology Applied to Modern Life: Adjustment in the 21st century. Cengage Learning. p. 349. ISBN 1-305-96847-6. نه اخيستل شوی March 11, 2017. Anal intercourse involves insertion of the penis into a partner's anus and rectum.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ See pages 270–271 for anal sex information, and page 118 for information about the clitoris. Janell L. Carroll (2009). Sexuality Now: Embracing Diversity. Cengage Learning. pp. 629 pages. ISBN 978-0-495-60274-3. نه اخيستل شوی December 19, 2010.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Barry R. Komisaruk; Beverly Whipple; Sara Nasserzadeh; Carlos Beyer-Flores (2009). The Orgasm Answer Guide. JHU Press. pp. 108–109. ISBN 978-0-8018-9396-4. نه اخيستل شوی November 6, 2011.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Vern LeRoy Bullough; Bonnie Bullough (1994). Human Sexuality: An Encyclopedia. Taylor & Francis. pp. 27–28. ISBN 0-8240-7972-8. نه اخيستل شوی July 5, 2013.
  5. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named WebMD
  6. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named McBride and Fortenberry
  7. Kaye Wellings; Kirstin Mitchell; Martine Collumbien (2012). Sexual Health: A Public Health Perspective. McGraw-Hill International. p. 91. ISBN 0-335-24481-5. نه اخيستل شوی August 29, 2013.
  8. Felice Newman (2004). The Whole Lesbian Sex Book: A Passionate Guide For All Of Us. Cleis Press. pp. 205–224. ISBN 978-1-57344-199-5. نه اخيستل شوی November 6, 2011.
  9. Rosenthal, Martha (2012). Human Sexuality: From Cells to Society. Cengage Learning. pp. 133–135. ISBN 978-0-618-75571-4. نه اخيستل شوی September 17, 2012.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ Joel J. Heidelbaugh (2007). Clinical men's health: evidence in practice. Elsevier Health Sciences. p. 273. ISBN 978-1-4160-3000-3. نه اخيستل شوی October 14, 2011.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Robert I Krasner (2010). The Microbial Challenge: Science, Disease and Public Health. Jones & Bartlett Publishers. pp. 416–417. ISBN 0-7637-9735-9. نه اخيستل شوی August 28, 2013.
  12. Dianne Hales (2008). An Invitation to Health Brief 2010-2011. Cengage Learning. pp. 269–271. ISBN 0-495-39192-1. نه اخيستل شوی August 29, 2013.
  13. Werner W. K. Hoeger; Sharon A. Hoeger (2010). Lifetime Fitness and Wellness: A Personalized Program. Cengage Learning. p. 455. ISBN 1-133-00858-5. نه اخيستل شوی August 28, 2013.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ LeRoy Bullough, Vern; Bullough, Bonnie (1994). Human Sexuality: An Encyclopedia. Taylor & Francis. pp. 27–28. ISBN 0-8240-7972-8. Archived from the original on September 17, 2020. نه اخيستل شوی July 5, 2013.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Steven Seidman; Nancy Fischer; Chet Meeks (2011). Introducing the New Sexuality Studies (2nd ed.). Routledge. pp. 108–112. ISBN 978-1-136-81810-3. Archived from the original on May 5, 2021. نه اخيستل شوی December 22, 2013.
  16. Jeffrey S. Nevid (2008). Psychology: Concepts and Applications. Cengage Learning. p. 417. ISBN 0-547-14814-3. نه اخيستل شوی December 22, 2013. Some cultures are more permissive with respect to such sexual practices as oral sex, anal sex, and masturbation, whereas others are more restrictive.
  17. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Discovery.com
  18. Raymond A. Smith (1998). Encyclopedia of AIDS: A Social, Political, Cultural and Scientific Record of the HIV Epidemic. Taylor & Francis. pp. 73–76. ISBN 0-203-30549-3. Archived from the original on March 10, 2021. نه اخيستل شوی December 23, 2013.
  19. George Haggerty (2000–2013). Encyclopedia of Gay Histories and Cultures. Routledge. pp. 788–790. ISBN 1-135-58506-7. نه اخيستل شوی December 23, 2013.
  20. Paul Baker (2005). Public Discourses of Gay Men. Routledge. p. 2. ISBN 0-203-64353-4. نه اخيستل شوی December 23, 2013.
  21. Joan Roughgarden (2004). Evolution's Rainbow: Diversity, Gender, and Sexuality in Nature and People. University of California Press. pp. 367–376. ISBN 0-520-24073-1. نه اخيستل شوی December 22, 2013.
  22. Ralph Mark Rosen; Ineke Sluiter (2003). Andreia: Studies in Manliness and Courage in Classical Antiquity. Brill. p. 115. ISBN 9004119957. نه اخيستل شوی September 15, 2014.
  23. Carol R. Ember; Melvin Ember (2004). Encyclopedia of Sex and Gender: Men and Women in the World's Cultures Topics and Cultures A-K - Volume 1; Cultures L-Z -. Springer Science+Business Media. p. 207. ISBN 0-306-47770-X. نه اخيستل شوی September 15, 2014.
  24. Anna Clark (2012). Desire: A History of European Sexuality. Routledge. p. 23. ISBN 1-135-76291-0. نه اخيستل شوی December 22, 2013.
  25. See page 560 for effects of viewing pornography with regard to anal sex, and pages 286–289 for anal sex as a birth control method. Robert Crooks; Karla Baur (2010–2011). Our Sexuality. Cengage Learning. pp. 570 pages. ISBN 0-495-81294-3. نه اخيستل شوی May 7, 2013.
  26. Thomas Johansson (2007). The Transformation of Sexuality: Gender And Identity In Contemporary Youth Culture. Ashgate Publishing. pp. 56–58. ISBN 1-4094-9078-5. نه اخيستل شوی May 7, 2013.