د مرګ سزا (اعدام)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اعدام چې د مرګ سزا په نوم هم پېژندل کېږي، د يو جرم د سزا په توګه له دولت څخه د يو چا د وژلو تاييد شوی عمل دی. هغه پرېکړه چې حکم کوي يو مجرم ته دې دا ډول سزا ورکړل شي، پر اعدام محکومېدل ويل کېږي او د دې حکم عملي کولو  چاره اعدام بلل کېږي. يو بندي چې په مرګ محکوم شوی او د اعدام لپاره انتظار باسي محکوميږي او عموماً «د اعدام په تمه» بلل کېږي.

هغه جرمونه چې سزا يې اعدام وي د سترو جرمونو، د اعدام د جرمونو يا د مرګ د جناياتو په توګه پېژندل کېږي او قضايي حوزې ته په کتنې سره بدلون مومي، خو عموماً د انسان پر ضد درانده جرمونه پکې شامل وي، لکه وژنه، ډله ييزه وژنه، د سخت جنسي تيري پېښې (عموماً پکې د ماشو جنسي ځورونې هم شاملې وي)، تروريزم، د الوتکې تښتول، جنګي جرمونه، بشريت ضد جرمونه او ټولوژنه، تر څنګ يې د دولت پر ضد جرمونه هم د دې برخه دي، لکه د حکومت د نسکورلو هڅه، خیانت، جاسوسي، بغاوت او بحري غلاوې يې د يادولو وړ دي. همدا راز په ځينو حالاتو کې، تکراري جرمونه، درندې غلاوې او انسان تښتونه، سربېره پر دې د نشه يې توکو قاچاق، د نشه يې توکو کاروبار او د نشه يې توکو ساتل، ستر جرمونه يا په جرمونو کې زياتوالی بلل کېږي.

له ژبني اړخه، په انګليسي کې د « capital» ټکی (کوم چې د «سر» په معنا دی، د لاتيني ټکو د « caput» څخه مشتق دی او د «سر» معنا ورکوي) د سر په پرې کولو سره د اعدام سزا ته ويل کېږي، خو اعدامونه په ډېرو طريقو تر سره کېږی، راځړول، په ټوپک وېشتل، مرګونی پيچکارۍ، په ډبرو ويشتل، په برېښنا وژل او په ګاز وژل پکې شامل دي.[۱]

تر ۲۰۲۲ز کال پورې، څلور پنځوسو هېوادونو کې لا هم د اعدام سزا شته، ۱۰۸ هېوادونو په قانوني ډول په بشپړه توګه د ټولو جرمونو لپاره دا سزا ختمه کړې، اوه هېوادونو د عادي جرمونو لپاره ختمه کړې (په داسې حال کې چې د ځانګړو شرايطو لپاره اوس هم پکې دا سزا شته لکه جنګي جرمونه) او ۲۶ هېوادونو په عملي ډول ختمه کړې ده. سره له دې چې ډېرو هېوادونو د اعدام سزا له منځه وړې، د نړۍ له ۶۰٪ څخه زيات وګړي په هغو هېوادونو کې ژوند کوي، چېرته چې د مرګ سزا په خپل ځای ده، لکه چين، هندوستان، د متحده ايالاتو ځينې برخې، سينګاپور، اندونيزيا، پاکستان، بنګله دېش، نايجيريا، مصر، سعودي عربستان، ايران، جاپان او تايوان.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

په ګڼو هېوادونو او دولتونو کې د اعدام سزا د اختلاف موضوع ده او په کومه سياسي نظريه يا کلتوري سيمه کې دريځونه بدلېدای شي. د بښنې نړيوال سازمان اعلان کړی چې د مرګ سزا د بشري حقوقو څخه سرغړونه ده؛ زیاتوي چې «د ژوند حق او له شکنجې يا ظلم څخه ازاد، غېر انساني يا سپکاوی کوونکی چلند يا سزا څخه ازاد ژوند کولو حق شته». دا حقوق د بشري حقوقو د نړيوالې اعلامیې په مټ خوندي شوي دي، په ۱۹۴۸ز کال کې ملګرو متلونو منلي دي. په اروپايي ټولنه کې، د اروپايي ټولنې د بنسټيزو حقوقو په څپرکي کې دويمې مادې د اعدام سزا منع کړې ده. اروپايي شورا، کومه چې ۴۶ غړي هېوادونه لری، د انساني حقوقو اړوند اروپايي کنوانسيون د ۱۳ پروټوکول په مټ هڅه کړې چې په مطلق ډول په خپلو غړیو هېوادونو کې د اعدام سزا له منځه يوسي. په هر حال، دا يواځې په هغو غړیو هېوادونو اغېز پرېباسي، کومو چې په دې شورا لاسليک کړی او تايید کړې يې ده او په دوی کې ارمينيا او اذربايجان شامل نه دي. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ له ۲۰۰۷ز کال څخه تر ۲۰۲۰ز کال پورې، اته غېرلازمي قراردادونه تصويب کړي دي، کوم چې په نړيواله کچه د اعدام د ختمولو غوښتونکي دي چې موخه يې بالاخره په بشپړ ډول د اعدام لغوه کول دي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

تاريخچه[سمول]

په ځمکه د مدنيت له پيل راهيسې په نږدې ټولو ټولنو کې د مجرمانو او مخالفينو اعدام تر سره شوی دی. تر نولسمې پېړۍ پورې، د پرمختللي زندان له نظام پرته، د مجرمانو د مخنيوي او له پښو غورځولو څخه ډاډ تر لاسه کولو لپاره ډېر ځله کوم د عمل وړ بديل نه و. له مودرن پړاو مخکې، خپله په اعدامونو کې ډېر ځله ظالمانه او دردناکو طريقو سره شکنجې شاملې وې، لکه ماتونکی څرخ، د کښتۍ پورې په اوبو کې کش کول، اره کول، راځړول، د اعدام ځای ته په اس پسې کش کول او د غړو پرې کول، په لکړه سوځول، په ژوندوني پوستکی ايستل، کرار کرار ټوټه ټوټه کول، په ژوندوني په اوبو کې جوشول، په بدن کې د تېرو الو ننويستل، په ګرز (پلک/غټ څټک) وهل، په توپ الوزول، په زوره د ناپاکو موادو څښل او د خځنده ګانو خوراک ته پرېښودل شامل وو. نورې طريقې چې يواځې په افسانو کې شته هغه د وینې باز او برونزي غويی دي (د وينې باز په طريقه وژل په دې ډول کېدل چې د انسان له بدن به په ژوندوني ځينې غړي و ايستل شول، او د باز شکل پرې جوړېدو، او د غويي ډول يې په دې توګه چې له برونزو د يو غويي په خېټه کې به انسان ايسار او بيا به لاندې ترې اور بل شو، څو انسان به هلته وريت شو).[۱۳][۱۴]

د رسمي اعدام تاريخ د ثبت شوي تاريخ تر پيل پورې رسېږي. ډيری تاريخي شواهد او بېلا بېلو لرغونو قبايلي طريقو څخه روښانه کېږي چې د مرګ سزا د دوی د عدلي نظام يوه برخه وه. د ټولنيزو ناسمو کارونو لپاره عموماً د غلطي کونکي له خوا د وینې په بدل کې پيسې ورکول (ديت)، بدني سزا، شړل، تبعيد کول او اعدام شامل وو. په قبايلي ټولنو کې، بد ورکول (د تاوان په توګه پيسې ورکول/ديت) او شړل عموماً د انصاف د يوې بڼې په توګه پوره بلل کېدل. د ګاونډيو قبايلو، قبيلو يا ټولنو له خوا د تر سره شويو جرمونو په ځواب کې رسمي معافي غوښتل، بدل ورکول، غچ اخستل او قبيلوي جګړې شاملې وې.[۱۵]

د غچ جګړې يا بدل اخستل هغه مهال منځ ته راځي، کله چې د کورنيو يا قبيلو تر منځ منځګړيتوب له ناکامۍ سره مخ کېږي يا د منځګړيتوب نظام بیخي وي نه. د عدالت دا بڼه د دولت يا منظم مذهب پر بنسټ د منځګړيتوب نظام له راڅرګندېدو مخکې ډېره عامه وه. شونې ده چې د جرم، د ځمکې پر سر شخړې يا ناموسي اصولو څخه راپيدا شوی وای. «د غچ اخستلو کارونه له خپل ځان څخه د دفاع لپاره د ټولنيزې مجمتع وړتيا راڅرګندوي او دوښمنانو ته ثابتوي (همدا راز بالقوه متحدينو ته) چې شتمنۍ، حقوق يا شخص ته زيان رسول به له سزا پرته پاتې نه شي.[۱۶]

په ډېريو هغو هېوادونو کې چې د مرګ سزاوې عملي کوي، اوس مهال يواځې د قتل، تروريزم، جنګي جرايمو، جاسوسۍ خيانت او يا د پوځي عدالت د برخې په توګه خوندي شوي دي. په ځینو هېوادونو کې جنسي جرمونه، لکه جنسي تيری، د مجردانو زنا (د غېر محصنو زنا)، د متاهلو زنا (د محصنو زنا)، له محرمو سره زنا، لواطت (لواطت یا د خولې له لارې جنسي عمل) او له ژويو سره جنسي اړيکه نيولو ته د مرګ سزا ورکول کېږي، همدا راز مذهبي جرمونه لکه حدود او زنا او د قصاص جرمونه لکه ارتداد (په رسمي ډول د دولت دين پرېښودل)، د خدای يا رسول سپکاوی (د ديني شعايرو سپکاوی کول)، محاربة (په ځمکه کې فساد کول)، حرابة (لارې شکول)، فساد، مفسد في الارض او جادو کول (جادو يا کوډې کول). په ډېرو هغو هېوادونو کې چې د مرګ سزا اوس هم عملي کوي، د نشه يي توکو قاچاق او د نشه يې توکو ساتل هم پکې درانده جرمونه دي. په چین کې، د انسانانو قاچاق، د فساد جدي قضيې او مالي جرمونو ته د مرګ سزا ورکول کېږي. د نړۍ په پوځونو کې پوځي محکمو د بزدلۍ، له پوځ تېښته، سرکښۍ يا بغاوت په څېر جرمونو لپاره د مرګ سزاوې ورکړي دي.[۱۷]

لرغونی تاريخ[سمول]

د مخالفتونو په قبايلي منځګړيتوبونو په څرګندونو کې سوله ييزه روغه جوړه شامله ده، عموماً په مذهبي طريقه او د بد ورکولو (تاوان ګاللو) په نظام تر سره کېږي. بدل ورکول د بديل د اصولو پر بنسټ تر سره کېدل په کومو کې چې توکي (د بېلګې په توګه کورني څاروي، مریان او ځمکې)، تاوان، د ناويانو يا زومانو ادلون بدلون، يا د وينې تاوان ورکول شاملېدای شي. د روغې جوړې اوصولو کولای شول اجازه ورکړي چې د انسان د وینې ځای د څاروي وينه ونيسي، یا شتمني يا د وينې پيسې انتقال کړي يا په ځينو حالاتو کې يو تن د اعدام لپاره وړاندې کړي. هغه څوک چې د اعدام لپاره وړاندې کېدو، هغه په اصل کې د جرم مرتکب نه و، ځکه چې ټولنيز نظام په افرادو نه، بلکې په قبيلو او قبايلو ولاړ و. د وینې جګړې په ناستو کې تنظمېدای شوې، لکه «نارسيمن» شيان. د وينې له جګړو څخه منځ ته راغلی نظام له ډېرو نويو قانوني نظامونو سره يو ځای پاتې کېدای شي، يا د محکمو له خوا هغوی منل کېدای شي (د بېلګې په ډول د جګړې یا وینې د پيسو «ديت» له مخې محاکمه کول). د وینې د جګړو تر ټولو نوي جوړجاړي کې يو په يو مقابله کول دي.[۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Kronenwetter 2001, p. 202
  2. "Abolitionist and Retentionist Countries as of July 2018" (PDF). Amnesty International. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Death Sentences and Executions 2020" (PDF). Amnesty International. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ مې ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Death Penalty". Amnesty International. مؤرشف من الأصل في ۲۲ اگسټ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "India: Death penalty debate won't die out soon". Asia Times. 13 August 2004. Archived from the original on ۲۰ اگسټ ۲۰۰۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  6. "Indonesian activists face upward death penalty trend". World Coalition against the Death Penalty. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  7. "Legislators in U.S. state vote to repeal death penalty". International Herald Tribune. 29 March 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The Death Penalty in Japan". International Federation for Human Rights. مؤرشف من الأصل في ۲۸ اگسټ ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Das, J.K. (2022). HUMAN RIGHTS LAW AND PRACTICE, SECOND EDITION. PHI Learning Pvt. Ltd. د کتاب پاڼې 192. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-951611-6-4. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Charter of Fundamental Rights of the European Union" (PDF). European Union. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۹ مې ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. A Record 120 Nations Adopt UN Death-Penalty Moratorium Resolution, 18 December 2018, Death Penalty Information Center
  12. "moratorium on the death penalty". United Nations. 15 November 2007. مؤرشف من الأصل في ۲۷ جنوري ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Criminal Justice: Capital Punishment Focus". criminaljusticedegreeschools.com. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Furman v. Georgia – MR. JUSTICE BRENNAN, concurring". law.cornell.edu. مؤرشف من الأصل في ۱۸ جولای ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۷. When this country was founded, memories of the Stuart horrors were fresh and severe corporal punishments were common. Death was not then a unique punishment. The practice of punishing criminals by death, moreover, was widespread and by and large acceptable to society. Indeed, without developed prison systems, there was frequently no workable alternative. Since that time, successive restrictions, imposed against the background of a continuing moral controversy, have drastically curtailed the use of this punishment. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. So common was the practice of compensation that the word murder is derived from the French word mordre (bite) a reference to the heavy compensation one must pay for causing an unjust death. The "bite" one had to pay was used as a term for the crime itself: "Mordre wol out; that se we day by day." – Geoffrey Chaucer (1340–1400), The Canterbury Tales, The Nun's Priest's Tale, l. 4242 (1387–1400), repr. In The Works of Geoffrey Chaucer, ed. Alfred W. Pollard, et al. (1898).
  16. Translated from Waldmann, op.cit., p. 147.
  17. "Shot at Dawn, campaign for pardons for British and Commonwealth soldiers executed in World War I". Shot at Dawn Pardons Campaign. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جولای ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Lindow, op.cit. (primarily discusses Icelandic things).