ټولنیز داغ (پیغور - بدنامي)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټولنیز پېغور یا بدنامي، دیوه کس یا یوې ډلې پروړاندې دلیدلو وړټولنیزو ځانګړتیاوو پراساسی ډول ناخوښي یاتبعیض دی،چې دټولنې له نوروغړوسره د دوی د توپیر او جلا کېدو لامل کېږي. ټولنیزپېغورونه په عمومي توګه دکلتور، جنسیت، توکم، ټولنیزې- اقتصادي طبقې،عمر،جنسي لېوالتیا، بدني انځور، هوښیارتیا یا دهوښیارتیا نشتوالي اوروغتیا پورې اړوند کېږي. همدارنګه پېغور یا بدنامي د خپله یوه کس پر وړاندې هم کېدای شي، چې په منفي لیدلوري سره له یوې شخصي ځانګړتیا نه رامنځته کېږي او په پایله کې د«خراب شوي هویت» (یعنې ځان پالنې یا خپل ځان د بدنامۍ) لامل کېږي.[۱][۲]

تشرېح[سمول]

ستیګما (جمع بڼه یې ستیګماز یا ستیګماتا) یوه یوناني کلیمه ده،چې په اصل کې یو ډول نښه کولویا ټاټوته ویل کېږي،چې د ښکاره او څرګندې پېژندنې په موخه دجرمي سوابق لرونکو خلکو،غلامانویاهم دهغه چاپه پوټکي باندې په پرې شوې یا سوځل شوې توګه وهل کېږي، چې د خاینینو په توګه پیژندل شوي وي او په دې توګه دا خلک پېژندل کېږي، چې زیانمن شوي یا هم له اخلاقي پلوه ککړ شوي اشخاص دي. په هر ځای او په ځانګړې توګه په عمومي ځایونو کې باید ددې ډول اشخاصومخنی ویوشي.[۳]

ټولنیز پېغورونه یا بدنامۍ ‎په بېلابېلو بڼو پېښېدای شي، چې تر ټولو عام او مروجې بڼې یې د کلتور، جنسیت، توکم، دین یا مذهب، جسمي او فکري ناروغیو سره مل دي. هغه اشخاص چې له پېغور یا بدنامۍ سره مخ وي، تر ډېره یو ډول جلا احساس لري او د نورو په وسیله ډېر بې ارزښته کېږي.

کېدای شي ستیګما یا پېغور د یوتور او داغ په توګه هم تشرېح شي، چې یوکس له داسې بېلابېلو ناغوښتل شویو ځانګړنو سره تړل شوی او نښلول شوی وي، چې یوه کلیشه یي ډله جوړوي. کله چې وګړي د یو کس توپیرونه وپیژني او بېلابېل تورونه او پېغورونه پر یو شخص پورې کړي، نو نور وګړي داسې انګیري، چې ښایي همداسې به وي او ټاکل شوی کس به ترهغه وخته تورن او بدنام پاتې شي، ترڅوچې دپېغور لګولو یا ددې بدنامۍ حقیقت نه وي څرګند شوی. دبېلابېلو ګروپونو رامنځته کولو لپاره د پام وړعمومي کولوته اړتیا ده،په دې معنی چې خلک پرته له دې چې پوه شي یو کس څومره په یوه ډله کې مناسب دی، هغه کس په عمومي ګروپ کې شاملوي. په دې توګه هغه ځانګړتیاوې چې ټولنه یې غوره کوي،هغه له وخت اوځای سره توپیرلري.هغه څه چې په یوه ټولنه کې نامناسب او بېځایه ګنل کېږي، کېدای شي په بله ټولنه کې عادي وي. کله چې د ټولنې وګړي په ځانګړو ګروپونو ډلبندي کوي، نو تورن شوی کس د خپل حیثیت او موقعیت له لاسه ورکولو او تبعیض له حالت سره مخ کېږي، کله چې فرهنګي کلیشې خوندي شي، نو ټولنه به ددې ډلوپه هکله هیلې او تمې رامنځته کول پیل کړي.[۴]

کېدای شي ستګما یا پېغور او بدنامي د هغو کسانو په چلند اغیز وکړي چ ېتورن شوي یا بدنام شويدي. هغه کسان چې کلیشه ای شويدي، ډېری وخت داسې کړنې او چلندونه پیلوي، چې ددوی بدناموونکي یې ترې تمه لري. دا نه یوازې ددوی چلند بدلوي، بلکې ددوی احساسات اوباورونه هم بدل او جوړوي. د تورن شویو یا بدنامه ټولنیزو ډلوغړي تر ډېره له داسې تعصب سره مخ کیږي، چې د ژور خفګان یا افسردګۍ لامل کېږي. دا تورونه د یوکس ټولنیزهویت په ګواښوونکوحالتونو لکه ځانته د کمې اندازې درناوي لرلو یا د عزت نفس له منځه وړلو په حالت کې راولي. له همدې امله دهویت اړوند نظریو په هکله ډېرې څیړنې شوي دي. کېدای شي دهویت ګواښونکې تیورۍ د تورنولو یا داغ لګولو له تیوریو سره یوځای شي. [۵][۶]

دتورن شویو یا بدنامو ډلوغړي په دې پوهېږي، چې له دوی سره مناسب او سم چلند نه کیږي اودغه راز پوهیږي، چې کېدای شي دوی سره تبعیض وشي. څېړنو ښودلې چې «ډېری ماشومان په ۱۰ کلنۍ کې د ټولنې بېلابېلو ډلو له فرهنګي کلیشو څخه خبر وي او هغه ماشومان چې دتورن شویو یا بدنامه ډلوغړي دي، هغوی بیا ان په کم عمرکې هم له فرهنګي بڼو او ډولونوڅخه خبروي».[۵]

اصلي نظریې او مشارکتونه[سمول]

ایمیل دورکیم[سمول]

فرانسوي ټولنپوه ایمیل دورکیم لومړی کس و، چې ستیګما یا پېغور یې په ۱۸۹۵ ز کال کې دیوې ټولنیزې پدیدې په توګه وڅېړه. د پیرانو یا اولیاوو ټولنه تصورکړئ، دمثالي اشخاصو یوه بشپړه ټولګه یا کلستر دی. جرمونه یا انحرافونه په کې خورا مجهول وي؛ خوهغه عیبونه، چې عاموخلکوته دسپکاوي او شرم وړښکاري، ایاهلته همغه رسوايي رامنځته کوي، چې عادي جرم یې په عادي شعورکې رامنځته کوي. که دا ټولنه دقضاوت او سزا ورکولو واک ولري، نو دا اعمال د جرمي (یا انحرافي) اعمالو په توګه تعریفوي او دوی سره به ورته چلندوکړي.[۷]

اروین ګافمن[سمول]

اروین ګافمن پېغور یا بدنامي د داسې یوې پدیدې په توګه تشرېح کړه،چې له مخې یې یوکس دهغوځانګړتیاوو پر اساس له ټولنې څخه کسب کوي، چې په ژوره توګه د ټولنې له لوري بې اعتباره او بدنامه شوې ځانګړتیاوې وي. ګافمن بدنامي یا پېغور داسې یو بهیر او پروسه ګڼله، چې په هغه کې د نورو غبرګون عادي او نورمال هویت له منځه وړي. [۸]

په کره توګه هغه څرګنده کړه؛ هغه څه چې داځانګړتیاوې رامنځته کوي، ټول یې دوخت په تیریدوسره بدلون مومي. «د اباید ولیدل شي چې د ځانګړتیاوو ژبه نه، بلکې د اړیکو ژبه په حقیقت کې د اړتیا وړ ده. هغه صفت چې په یو ډول مالک ته سپکاوی کوي، کولای شي دبل متداول اوسېدل یا عموميت تایید کړي او له همدې امله په یوازې توګه د باور او اعتبار وړ نه وي».[۸]

د ټولنیز پیغور یا بدنامۍ په هکله دګافمن په نظریه کې، پېغور یا بدنامي یوصفت، چلند، یا شهرت دی،چې په ټولنیزډول په یوځانګړي ډول بې اعتباري ده: دا صفت ددې لامل کیږي،چې یوکس دنوروله خواپه ذهني توګه د یومنل شوي اونورمال حالت او چوکاټ پر ځای په یو نامطلوبه او رد شوي کلیشه ای چوکاټ کې ډلبندي شي. ګافمن ټولنیز پېغور یا بدنامي دمجازی ټولنیزهویت اوحقیقي ټولنیزهویت ترمنځ د یوځانګړي ډول تشې په توګه تعریف کړې ده:

حال داچې یواجنبي زموږ پر وړاندې وي، داسې شواه د شته، چې ښيي هغه داسې ځانګړتیاوې لري،چې هغه له نوروهغو خلکوڅخه جلا کوي، چې دهغه لپاره دموجودوکسانوپه کټګورۍ کې دي، او یوکمه اندازه مطلوب ډول کې دي– په پایله کې هم په بشپړه توګه یو جلا، خطرناک یا کمزوری کس وي. له همدې امله هغه زموږ په ذهنونو کې له یو بشپړاوعادي  کس نه په یو داغدار او ککړ شخصیت لرونکي شخص ته راټیټېږي. داډول صفت ننګ او بدنامي ده، په ځانګړې توګه هغه وخت چې دبې باورۍ اغېزه یې ډېره پراخه وي. دادمجازي اوحقیقي ټولنیزهویت ترمنځ یوځانګړی توپیر او ناهمغږۍ رامنځت هکوي.

پېغور یا بدنام شوي، عادي او هوښیار[سمول]

ګافمن له تور یا بدنامۍ سره دفرد اړیکه په درېیوکټګوریو وېشي:

  1. تورن شوي کسان یا بدنامي هغه څوک دي، چې پېغور یا بدنامي زغمي.
  2. نورمال کسان هغه دي، چې دبدنامۍ زغم نه لري او
  3. هوښياران هغه کسان دي، چې د عادي خلکو په منځ کې دي، چې پېغور یا بدنامي حالت د«هوښيار»په توګه خپل وضعیت (د همجنسګرایانو له ټولنې څخه د دې اصطلاح په پور اخیستل) ته مني.

هوښیارنورمال وګړي یوازې هغه نه دي،چې په یوډول سره پېغور یا بدنامي مني. بلکې«هغه کسان دي،چې  د دوی ځانګړی وضعیت د دې لامل شوی، چې د بدنامه شویو خلکو له پټ ژوند څخه خبر او له هغو سره خواخوږي کوي، او ځان یې په ټولنه کې په عدالت او محترمانه غړیبتوب په شکل منلي دي». یعنې دا چې د پېغور خوړونو یا بدنامو د ډلې په وسیله د یادې ډلې د «افتخاري غړي» په توګه منل کېږي. ګافمن دا هم وویل: «هوښیارخلک هغه حاشیه یي خلک دي، چې دهغوی پر وړاندې عیب لرونکی کس دېته اړتیا نه لري، چې دشرم احساس وکړي یا هم ځان کنټرول کړي، ځکه چې پوهېږي دهغه په ناکامۍ سره سره به هغه د یوعاد يشخص په توګه لیدل کېږي» موقعیتونه هم د عادي او نورمالو اشخاصو په پام کې نیولو سره بدنامۍ سره مخامخ دي یعنې کېدای شي د هوښیار اوسېدو له امله هم تورن یا بدنامه شي. د بېلګې په توګه: یو شخص د یوې همجنس بازه کورنۍ څخه دی. بل هم یوه سپینه ښځه ده،چې له تور پوستکي لرونکي سړي سره په معاشرت لیدل کیږي. (چې خپل ځان په داسې ټولنیزو چاپېریالونو سره محدود کوو، چې په هغو کې همجنسبازان اوتوکمیزاقلیتونه بدناموي).[۹]

سرچينې[سمول]

  1. Goffman, E. (1963). Stigma: Notes on the management of a spoiled identity. New York, NY: Simon & Schuster.
  2. Lynn C. Holley, Natasha S. Mendoza, Melissa M. Del-Colle & Marquita LynetteBernard (2016) Heterosexism, racism, and mental illness discrimination: Experiences of people withmental health conditions and their families, Journal of Gay & Lesbian Social Services, 28:2, 93-116, DOI: 10.1080/10538720.2016.1155520
  3. Goffman, Erving (2009). Stigma: Notes on the Management of Spoiled Identity. New York: Simon and Schuster. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-671-62244-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Jacoby A, Snape D, Baker GA (2005), "Epilepsy and Social Identity: the Stigma of a Chronic Neurological Disorder", Lancet Neurology, 4 (3): 171–8, doi:10.1016/s1474-4422(05)70020-x, PMID 15721827 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brenda Major; Laurie T. O'Brien (2005). "The Social Psychology of Stigma". Annual Review of Psychology. 56 (1): 393–421. doi:10.1146/annurev.psych.56.091103.070137. hdl:2027.42/146893. PMID 15709941. S2CID 7029680. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Cox, William T. L.; Abramson, Lyn Y.; Devine, Patricia G.; Hollon, Steven D. (2012). "Stereotypes, Prejudice, and Depression: The Integrated Perspective". Perspectives on Psychological Science. 7 (5): 427–49. doi:10.1177/1745691612455204. PMID 26168502. S2CID 1512121. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Émile Durkheim (1982). Rules of Sociological Method (1895) The Free Press
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Goffman, Erving (1963). Stigma: Notes on the Management of Spoiled Identity. Prentice Hall. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-671-62244-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Smith, R. (2012). "Segmenting an Audience into the Own, the Wise, and Normals: A Latent Class Analysis of Stigma-Related Categories". Communication Research Reports (الطبعة 29). 29 (4): 257–65. doi:10.1080/08824096.2012.704599. S2CID 144433184. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)