خيبر پښتونخوا چې د نوم مانا يې د "د پښتنو سيمه" جوړېږي؛ د پاکستان د څلورو ايالتونو څخه يو ایالت ګڼل کېږي.ددې ایالت پلازمېنه پېښور ښار دی او ایالتي ژبه يې پښتو ده. دغه ايالت په شمال لويديځ کې له افغانستان سره، په شمال ختيځ کې له گلگت بلتستان، په لويديځ کې له منځنۍ قبايلي سيمو، په سوېل کې له اسلام آباد او پنجاب سره گډې پولې لري. د خيبر پښتونخوا په ايالات کې يوه اهمه دره پرته ده چې د خيبر درې په نوم يادېږي. د خیبر پښتونخوا زيات خلک پښتانه دي او دين يې اسلام دی.