امير عبدالرحمان خان

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
عبدالرحمن خان

عبدالرحمن خان
واکمني ۳۱ د مۍ، ۱۸۸۰ ز. – ۱ د اکتوبر، ۱۹۰۱ ز.
بشپړ نوم ضيا الملت و دين امير المومنين امير عبدالرحمن خان
زېږون 1840–1844
مړينه کينډۍ:Death-date
هديره کابل, افغانستان, ۱۹۰۱ ز.
مخکنی پاچا ايوب خان
وروستنی پاچا امير حبيب الله خان
کورنۍ بارکزي
پلار امير محمد افضل خان

ضيا الملت و دين امير المومنين امير عبدالرحمن خان (۱۸۴۴ يا ۱۸۴۰ ز. - ۱ د اکتوبر، ۱۹۰۱ ز.) د ۱۸۸۰ څخه د ۱۹۰۱ کال پورې د افغانستان امير پاتې شوی دی. امير عبدالرحمن خان د افغانستان په تاريخ کې د هغه ځواکمن حاکم په توګه پېژندل کېږي چې په هېواد کې یې له هغو ناخوالو او ګډوديو وروسته چې د افغان- انګرېز له دوهمې جګړې وروسته رامنځ ته شوې وې، بېرته په کابل کې د افغان دولت واک له سره ورغوه.

نيوليک

مخينه

هغه د امير محمد افضل خان مشر زوی او د دوست محمد خان لمسی و. په بلخ کې يې دوديزې زده کړې ترلاسه کړي.

ماندينې

لومړنی واده يې د سردار فقير محمد خان بارکزي د لور مريم بېګم چې لقب يې بوبو جهان قلای هزارا وه سره وکړ او له هغې يې هېڅ کوم اولاد پيدا نه شو. بيا يې دويم واده د بدخشان د يوه اوزبک مشر د لور بي بي وليده جهان سره وکړ. درېيم واده يې د بخارا د امير اعلحضرت امير المومنين سيد امير مظفر الدين عبدل خان بهادر سلطان د لور سره وکړ. څلورم واده يې د واخان يوې کنيزې، اصل بېګم چې پخوا ګلراز بي بي نومېده وکړ، پينځم واده يې د سيد امير عتيق الله خان لور بي بي حليمې سره چې لقب يې بوبو جهان جاغدار بېګم سره وکړ، شپږم واده يې د مير حکيم خان د شبرغان نظام الدوله د لور سره وکړ. اووم واده يې يوې چترالۍ پېغلې صفورا بېګم چې لقب يې بي بي ستارو وه وکړ، اتم واده يې د بلخ د مزاري سيد د لور پادشا بېګم سره وکړ، نهم واده يې بي بي ګلراز دويمې سره چې د قولاب وه واده وکړ. لسم واده يې يوې بلې قولابۍ پېغلې سره وکړ، يوولسم واده يې د بدخشان د مير محمد علي خان يفتلي مشرې لور ساجده بېګم سره وکړ چې له هغې يې هم اولاد و نه شو. دوولسم واده يې يوې بلې قولابۍ پېغلې سره وکړ. ديارلسم واده يې يوې چترالۍ سره چې نوم يې بي بي نېک آدمه وه وکړ څوارلسم واده يې د محمد حسين خان منګ د لور سره واده وکړ. د امير عبدالرحمن خان نه دوولس زامن او څلور لوڼې پاتې شوې.

زامن او لوڼې

  1. سردار عبدالله خان (د مريم بېګم زوی)
  2. سراج الملت و دين امير المومنين حبيب الله شاه سرکار والا (د اصل بېګم زوی)
  3. سردار نصرالله خان نايب السلطنة اتواد الدوله (د اصل بېګم زوی)
  4. سردار فتح الله خان (د اصل بېګم زوی)
  5. سردار عبدالفحد خان (د اصل بېګم زوی)
  6. سردار شمس الدين خان (د بي بي حليمې زوی)
  7. سردار حفيظ الله خان (د بي بي ګلراز زوی)
  8. سردار محمد امين خان (د بي بي نېک قدم زوی)
  9. سردار اسد الله خان (د قولابۍ کنيزې زوی)
  10. سردار محمد افضل خان (د پادشا بېګم زوی)
  11. سردار محمد عمر خان (د بي بي حليمې زوی)
  12. سردار غلام علي جان (سخي داد خان) (د پادشا بېګم زوی)
  13. ګوهر خانم (د بي بي وليده جهان لور)
  14. روقيه خانم (دصفورا بېګم لور)
  15. فاطمه بېګم (د بي بي زهرا لور)
  16. حاجره بېګم (د صفورا بېګم لور)

سياست

کله چي انګرېزانو امير عبدالرحمن د سردار محمد افضل خان زوی د تاشکند څخه راوغوښت نو يې د ده سره د يو شمېر مرستو قول و کړ پدې شرط چي که دی په خارجي سياست کي د انګرېزانو سره مشوره و کړي . امير عبدالرحمن هم د مجبوريت له مخي قبوله کړه . دی ډېر تجربه کاره سړی وو ، دی پوهېدئ چي د قومي خلکو سره څرنګه چلند و کړي او هم د انګرېزانو سره څرنګه په خپله ګټه په نرمي چلند و کړي .

ده و کولای شول چي د څو ورځو په مدت کي په کابل کي امنيت راولي او بيا د افغانستان نورو ښارونو ته پام شو . او پدې ډول د افغان او انګليس دويمه جګړه پای ته و رسېده .

امير عبدالرحمن په ډېر لږ وخت کي په هيواد کي خپل مخالفان يا له مينځه يوړه ، يا يې بنديان او يا يې فراره کړه . انګرېزانو هم د ده سره مرستي کولې . په ١٨٨٠ م کال کي يې پنځه لکه روپۍ ، څو سوه توپونه او څو زره توپکان امير ته ور کړه او هر کال به يې ١٨٠٠٠ پونډه مرسته ور سره کوله .

ده ډېر ژر ټوله بلواګر لکه د غزني غلجيان او د منځني افغانستان هزاره ګان د ځان تابع کړه . د سپاه سالار جنرال غلام حيدر خان چرخي په واسطه يې د هيواد ټولي هغه برخي چي د افغاني دولت له لاسه وتلي وې بيرته په لاس راوړې . په نورستان کي يې د اسلام دين خپور کړ او هغه ځای يې د نورستان په نامه و باله .

امير په هيواد کي د جاسوسۍ دايره جوړه او قوي کړه ، تکړه قاضيان يې مقرر کړ ه، د پوستې دفترونه يې خلاص کړه ، شرعي محکمې يې د سره خلاصي کړې ، د کابل په شاهي مدرسه کي يې ديني عالمان مقرر کړه ، چاپخانه يې بيا خلاصه کړه ، په کابل کي يې د توپک جوړولو فابرکه په کار واچول . د ماليې دفترونه يې خلاص کړه ، د لارو غله يې له منځه يوړه .

د خارجي سياست په برخه کي يې په نرمي ګام اخيسئ . په ١٨٨٥ م کال کي تزاري روسيې پر شمالي پنجده حمله وکړه او هغه يې و نيوله . که څه هم انګرېزانو بايد پدې هکله د ده سره مرسته کړې وای خو و يې نه کړه .

امير عبدالرحمن خان يوه لويه غلطي چي کړېده هغه د ډيورنډ معاهده ده چي بېله د ملت د نمايندګانو د خبرتيا يې په خپل سر امضا کړه . پدې معاهده کي افغانستان په شرقي او جنوبي سيمو کي ډيري مځکي له لاسه ور کړې ١٨٩٣ م . امير عبدالرحمن خان په کابل کي په ١٩٠١ کال کي مړ سو او پر ځای يې د ده زوی سردار حبيب الله خان پاچا سو .

انځورتون