بارکزي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بارکزي په اصل کې سړبني پښتانه او د درانيو د زيرک په څانگې پورې تړلي دي٠ بارکزي ، پوپلزي او الکوزي سره ټولې وروڼه قبيلې دي٠ اڅکزي د بارکزي زوي دي چي اوس په خپل نامه سره ژغ کوي. بارکزي په نورو ډيرو ښاخونو او څانگو ويشل شوي دي چې په لاندي ډول پيژندل کيږي: محمدزی (شاهي کورنۍ)، عمرخانزي، سرپازی(سرپاژی)، باکل زي، گورجيزي، خانچه زي، خواجک زي، ملک دين زي، مسي زي، انگيزي، غيبي زي، نورالدين زي، نصرت زي، مدي زي، جنک زي، بيان زي، تاروزي، خونسي زي، اتما نزي، ولي زي، جمال زي، بورزي، خواجي زي، ابازي، اين زي، شيخي زي، بايزي، سنجر زي، سليمانزي، سوندرزي، موسي زي او عبدالله زي٠

دحيات افغاني ليکوال ډپټي حيات خان د بارکزيو په اړوند داسي کښلي دي:"بارکزي د شمير له مخي تر پو پلزيو ډير دي او دوی د کند هار جنوب ته په ارغستان او د هيلمند دسيندونو پر غاړو پر وچ ميدان ميشته دي٠ دبارکزيو هغه برخه چې کندهار ته نږدې د ارغستان او هيلمند دسيندونو پر غاړو ميشته دي د ښو ځمکو د درلودلو په وجه په کرنې بو خت دي، خو ځيني نور يې د وچ بيا بان په مينځ کې په ډيرې سختۍ او زحمت سره دکر کيلې په چارو بو خت دي٠د غه خلک ډير زړور او جنگيا لي دي٠.د وزير فتح خان با رکزي له وخته دغه خلک ډير مشهور شول،په تيره بيا کله چې امير دوست محمد خان د کا بل د واکمنۍ پر گدۍ کښينا ست، نو د هغه په سبب ددوی په شهرت کې نور هم ډير والی تر ستر گو شو٠."

امير دوست محمد خان په ۱۸۲۳ زيږديز کال کې په افغانستان کې دبارکزيو د واکمنۍ بنسټ کيښود چې تر هغه وروسته دبارکزيو قبيلې نه لانديني واکمنان په قدرت کې پاتي شوي دي: امير شير علي خان،امير محمد ا فضل خان،امير محمد يعقوب خان،امير عبد الر حمن خان،امير حبيب اله خان،امير امان الله خان،محمد نادرشاه،محمد ظاهر شاه او د افغا نستان د جمهوريت مؤ سس شهيد محمد داؤد خان، چې په مجموع کې بار کز يو پر افغا نستان ۱۵۵کلونه واکمني چلو لې ده.


په او سني وخت کې بارکزي په افغا نستان کې په لا ندې ډول مېشته دي: ١-د کند هار په ولايت کې: د کند هار بارکزي دکند هار ولايت په مر کز،د دامان،شاه ولي کوټ،ار غنداب، پنجوايي،ار غستان او معروف په ولسو اليو کې مېشته دي او د ١٣٦٠ کال دسر شميرنې له مخې په دغه ولايت کې ددوی شمير تر سلو زرو تنو لوړ دی٠ ٢-د هيلمند په ولايت کې: په دغه ولايت کې با رکزي دهلمند په مر کز لشکر گاه،د ناد علي ، واشيو، ناوه بارکزايي،نو زاد او نهر سراج په ولسو اليو کې او سيږي او د ١٣٦٠ لمر يز کال د سر شميرنې له مخې د با رکزيو مجمو عي شمير ١٨٠٠٠٠ تنه ښو دل شوی دی٠ ٣- دنيمروز په ولايت کې: ددغه ولايت با رکزي دنو موړي ولايت په مر کز زرنج،او د کنگ او چار بر جک په ولسواليو کې ا و سيږي چې ټول شمير يې د ١٢٠٠٠ تنو په شا او خواکې ښودل شوی دی ٠ دفراه په ولايت کې: با رکزي ددغه ولايت په مر کز او د با لا بلوک او گلستان په ولسو اليو کې ميشته دي٠ دفراه په و لايت کې ددوی مجمو عي شمير د ١٣٠٠٠٠ تنو په شا او خو اکې ښو دل شوي دي٠ د هرات په ولايت کې: بارکزي په هرات کې ددغه ولايت د انجيل، گذرې، پښتون زر غون، گلران، غو ريان، زنده جان او ادسکن په ولسو اليو کې ميشته دي چې د ١٣٦٠ لمر يز کا ل د سر شميرنې له مخې ددوی مجمو عي شمير ٦٧٠٠٠ تنه ښودل شوي دي٠ د بادغيس په ولايت کې: ددغه ولايت با رکزي د مر غاب او غور ما چ په ولسو اليو کې ميشته دي چې شمير يي د لسو زرو تنو په شا او خواکې ښو دل شوي دي٠ بارکزي کو چيان: يوډير شمير با رکزي په کو چيا ني ډول ژوند کوي٠ دوی د ليږد يدو او کو چ له پاره بيلا بيلې لارې لري دبيلگي په تو گه يو شمير با رکزي کو چيان د دوبي په مو سم کې له خپلو رمو سره له هراته دغور د جنو بي څنډو پورې ځي او خپل ما لونه لکه پسو نه او وزې په دغو ورشو گانو کې څر وي٠دويمه ډ له يې له با دغيس نه د غو رماچ په لاره د فارياب ولايت د قيصار او جلاير له لارې ځا نونه تير بند تر کستان ته رسوي٠ددغو بارکز يو کو چيان د ختيز کندز(نو اباد) نه د بغلان دشت بای سقال،پورتني اندراب،او خوست او فر نگ ته ځا نونه رسوي،په داسي حال کې چې بله ډله يي ځا نو نه د بد خشان دشت سيوه ته رسوي٠بايد ووايو چې د افغا نستان په شمالي ولايتونو کې د بارکزيو کو چيانو مجمو عي شمير ٢٢٠٤ کو رنۍ ښو دل شوی دی٠ با رکز يان غير تمن، ميړني،ميلمه پالو نکي خلک دي٠ دعلم او پو هې سره زياته مينه لري٠په دوی کې گڼ شمير عا لمان، ليکوال او شا عران تير شوي دي او همدا اوس هم شته٠ حنان بارکزی د پښتو ژبي مشهواو وتلی شاعر تير شوی دی چې د با رکزيو له قبيلې سره يې تړاو درلود٠

سرچينې

  • ١- حيات افغاني،١٥٣ مخ
  • ٢-پښتني قبيلي ٣٨-٣٩مخو نه
  • Ddictionary of Pathan-٣