شاه شجاع

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
شاه شجاع

د شاه شجاع يو رسم شوی انځور
واکمني ۱۸۰۳ ز.–۱۸۰۹ ز.
۱۸۳۹ ز.-۱۸۴۲ ز.
تاج گټنه ۱۳ د جولای، ۱۸۰۳
بشپړ نوم شاه شجاع دراني
زېږون ۴ د نومبر، ۱۷۸۵ ز.
مړينه ۵ د اپرېل، ۱۸۴۲ ز.
مخکنی پاچا شاه محمود سدوزى
وروستنی پاچا امير دوست محمد خان
کورنۍ دراني
پلار تېمور شاه دراني

شاه شجاع د اعليحضرت تېمور شاه زوى د ۱۷۸۵ ز كال د نوامبر د مياشتې په ۴ زېږېدلى دى . دده لومړنۍ دوره پاچاهۍ په ۱۸۰۳ ز كال كې د شاه محمود سدوزي له واكمنۍ نه وروسته پيل كيږي او تر ۱۸۰۹ ز كاله پورې دوام كوي . په ۱۸۰۳ ز كال كې د کابل ، لوګر ، كلات او غزني غلځيو په گډه شاه شجاع ته بلنه وركړه ، چې كابل ته راشي . دغه مهال وزير فتح خان په پېښور كې وو . په پايله كې شاه محمود سدوزى يا ياغي محمود خلع شو او شاه شجاع د محمود له درې كلنې واكمنۍ نه وروسته پادشاه شو . خو د لوى افغانستان د خراسان ولايت ، نيشاپور او مشهد له لاسه ووتل . وزير فتح خان چې حالات داسې وليدل ، نو له پېښوره كندهار ته ولاړ او هلته د محمود له زوى كامران سره يوځاى شو . شاه شجاع چې دا مهال د افغانستان پاچا شوى وو ، نو يې جنرال احمد خان نورزايي كندهار ته واستاوه . ملا عاشق يې كابل ته راوغښت . د كوه نور الماس چې دده په كور كې شاه زمان اېښى وو ، هغه يې ځنې واخيست او عاشق يې مړ كړ . وزير فتح خان له شاه شجاع څخه بښنه وغوښته او هغه هم وباښه . كابل ته راغى ، خو كله چې شاه شجاع پېښور ته ولاړ ، فتح خان كندهار ته وتښتېد او شاهزاده قيصر ، چې د كندهار والي وو ، هغه يې راوپاراوه ، چې ځان پادشاه اعلان كړي او هغه هم دا كار وكړ . كله چې شاه شجاع كندهار ته متوجه شو ، فتح خان بيا وتښت او فيصر ته تسليم شو او بېرته د كندهار د والي په توگه وټاكل شو . د شاه شجاع لومړۍ دوره تې يوې اندازې پورې ښه تېريږي ، خو دده دويمه دوره او هغه تړون چې دده ، رنجيت سينگهـ او اتنگليسانو تر منځ ، چې د لاهور د درې اړخيز تړون په نامه ياديږي ، د ملي تاريخ يوه ډېره بدمرغه مرحله ده .

شاه شجاع او د لاهور تړون

په ۱۸۰۹ كې شاه شجاع په لاهور كې وو او په كابل كې هماغه ياغي محمود يا شاه محمود سدوزى د وزير فتح په مرسته د دويم ځل لپاره پر پلاز كېناست . شاه شجاع ددې لپاره چې محمود له پښو وغورځوي او پخپله پادشاه شي نو د لاهور تړون يې داسې ورسره لاسليك او ومانه ، چې كشمير ، اټك ، چچ هزاره كېمبل پور ، پېښور ، هشنغر ، كوهاټ ، هنگو ، ملتان ، ډېره غازي خان ، ډېره اسماعېل خان يې د تل لپاره له لاسه وركړل او رنجيت سېنګهـ او دده وكيلان چې هره پرېكړه د سند په اړه وكړي ، نو شاه شجاع به هغه مني . د لاهور په تړون كې شاه شجاع ته شاه ويل شوي وو ، خو له دې وروسته پادشاهان د جناب ، والي كابل يا امير په نامه ياد شوى او د ولى افغانستان د پوره له منځه وړلو لپاره يې كار پيل كړى او دغه حكم له لندن نه راغى ، چې افغانستان بايد د نړۍ له نقشې نه وايستل شي . خو د افغانستان خلكو دا مقاومت كړى ، چې افغانستان د نړۍ په نقشه كې پاتې شي .

د غازيانو پاڅون

په ۱۸۴۱ ز كال كې مكناټن شاه شجاع ته يو ليك واستاوه ، چې د كابل نور افغاني مشران په يوه پلمه خپل څنگ ته دروغواړه ، بيا به دوى ټول ونيسو ، زه به يې هندوستان ته بوزم او ستا پاچاهي به كراره شي . شاه شجاع د مكناټن د ليك ځواب ور نه كړ ، خو افغان مشران يې لكه عبدالله خان اڅكزى ، امين الله خان لوګري ، عبدالسلام خان پوپلزى ، سكندر خان ، نواب زمان خان ، محمد شاه خان بابكر خېل ، مير حاجي او نور مشران يې وروغوښتل ، دوى ته يې د منكناټن نيت څرگند كړ او د ځان له پلوه يې دا اختيار وركړ ، هر ډول گام چې دوى ښه گڼي هغسې دې يې اوچت كړي . دوى د شاه شجاع له درپاره ووتل ، د شپې د كابل په يوه كور كې سره جرگه شول او يو لړ پرېكړې يې وكړې . دوى دا سره وتړله ، چې په گډه به ملي پاڅون ته تيارى نيسي او د هېواد گوټ گوټ ته به خبر وركوي . دوى دا پېكړه هم وكړه ، چې ډېل به كوي ، څو د انگرېزانو له خوا يو نوى تېرى وشي ، هماغه به پلمه او د يون كولو بنسټ وگرزوو او په پاك قران يې لوړه سره وكړه . رابرټ برنس ، چې د كابل والي دى ، په انگليسي او هندي ښځو موړ وو . يوې كابلۍ ته يې هوا شوې وه ، چې د خپلو اړېكو په لاره يې د عبدالله خان اڅكزي يوه مينځه وموندله . كله چې غازيان د يوې پلمې په انتظار كې ول ، نو دا يوه ښه پلمه په لاس ورغله چې غزا پيل كړي . غازي عبدالله خان د نوامبر په دويمه د سهار لومنځ وكړ او د نورو غازيانو په سر كې په شنه سهار د برنس كلا ته ورسېدل . د برنس ساتوكي يې وووژل او كورته وردننه شول . دوه انگليسي ، دوه هندي او يوه ې هماغه ښه ونيوله او ويې وژل . برنس په مقاومت لاس پورې كړ ، خو ډېر ژر د غازيانو په لاس ورغى او د كوره د باندې يې د پارېدلو غازيانو ډلې ته وروغوځار كړ . دده مرستيال ، خزانه دار او نوكران د غازيانو په لاس ټوټې شول . غازيانو د كابل د ښار اوسېدونكي انگرېزان يو په بل پسې ونيول . د انگرېزانو له چاوڼۍ نه منظم لښكر راغى ، خو افغاني زمريانو د سوى د غوښې په شان وڅيرل . شاه شجاع له بالاحصار نه په دوربين كې دغه ننداره كوله او له سترگو يې اوښكې بهېدې ، چې زه څه بدمرغه وم ، چې دغسې ننگيالي ملت ته مې انگرېزان راوستل...د كوهدامن ، چهاردهي ، لوگر ، ميدان او نورو شاه وخوا سيمو غازيان راتلل او عبدالله خان اڅكزي ته يې ډاډ وركاوه ، چې جگړې ته دوام وركړي . شاه شجاع له دې نه مخكې افغاني غازيانو ته ويلي وو ، چې زه په دغسې يو چال كې نښتى يم ، خو د غازيانو لپاره له خپلې خزانې څخه خرڅ وركوم . په داسې حال كې چې غزا روانه وه ، غازي عبدالله خان ټپي شو . نور غازيان او كابليان پرېشانه شول . مورخ احمد علي كهزاد ليكي ، چې عبدالله خان په ټپي حالت كې پر اس سپور شو او د كابل په ښار كې وگرزېد ، ددې لپاره چې غازيان نور هم تشويق شي . كله چې عبدالله كور ته راغى ، نو د شپي يې ساه وركړه او شهيد شو . دده جنازه د چهاردهي په قلعه سرخ كې پر يوه غونډۍ دفن كړاى شوه . د جنازې تر خښولو وروسته ملا مومن غلزى ، امين الله خان لوگرى ، شمس الدين باركزى ، گل محمد خان ، عبدالعزيز خان ، محمد شاه خان بابكرخېل ، سكندر خان باميزى او عبدالسلام خان پوپلزى سره جرگه شول او د غزا د دوام پرېكړه يې وكړه . د ۱۸۴۱ ز كال د نوامبر د دويمې نېټې ملي پاڅون دې حالت ته ورسېد ، چې انگرېزان خبرو ته حاضر شوي او وتلو ته چمتو شوي وو . د دوى وسله او توپخانه هم د غازيانو لاس ته ورغلې وه . پاچا او شاهي كلا هم د غازيانو په لاس كې وه ....له هندوستان څخه نوې لښكرې راوخوځېدې ، چې د بخارا پادشاه سردار اكبر خان ته اجازه وركړه ، چې هېواد ته راشي . امير دوست محمد خان چې د كوهستان او كاپيسا بريالي غازيان يې پر ميدان پرې اېښي وو او پخپله مكناټن ته تسليم شوى وو ، دا مهال په هندوستان كې وو او انگرېزان له ده سره هم د خبرو په حال كې ول . مورخين وايي ، چې امير دوست محمد د غازيانو له سترو برياليتوبونو نه بېخي ناخبره وو او دى د پادشاهۍ دومره لېوال وو ، چې ده او نورو سردارانو هېڅكله د ملت توره په نظر كې نه ده نيولې . د سردار اكبر خان په رارسېدو سره مشران خوشاله شول او دى يې خپل مشر ومانه او يو گټلى ميدان يې ده ته وسپاره ، خو د اكبر خان ټول حركات ددې لپاره وو ، چې خپل پلار بېرته پر پلاز كېنوي . ټولو ملي مشرانو دده تود هركلى وكړ . سردار اكبر خان په حالاتو پوه وو ، چې انګرېزانو پوره ماتې خوړلې ده ، نو يې په ډاډه زړه مكناټن ته ليك واستاوه او د خبرو اترو غوښتنه يې وكړه ....

د شاه شجاع مړينه

له بلې خوا شاه شجاع د پخوانيو دبدو په حساب خواشينى مالومېده ، نو شاه شجاع د نايب امين الله خان لوگري پر خوا ډېره پاملرنه كوله ، چې دغې پاملرنې د باركزو سردارانو خوا بدوله . دا خبره هم د مكناټن په گټه وه ، خو ورستيو پېښو موضوع بل ډول كړه ، چې ان د شاه شجاع سدوزي په مرگ تمامه شوه . د نواب زمان خان زوى شجاع الدوله ، چې شاه شجاع سدوزي خپل نوم پر هغه اېښى وو ، شاه شجاع سدوزى پر هغه ورځ وواژه ، چې شاه شجاع له انگيسانو سره د جگړې لپاره چمتو شوى وو او له هغه لښكر سره ، چې د كابل په سياه سنگ كې د جلال اباد په لور د حركت په حال كې وو ، وخوځېد . شاه شجاع ناڅاپه د ځينو جوهراتو په فكر بالا حصار ته ولاړ او چې بېرته لښكرځاى ته راستنېده ، شجاع الدوله له خپلو لښكرو سره بريد پرې وكړ او هغه يې وواژه . هغه پروگرام ، چې د غزا لپاره دا مهال شتون درلود ، هغه معطله شو .

سرچینه

  1. قدرت الله حداد ( فرهاد ) ، د افغان ملي تاريخ ، ۳۹۳ ، ۴۱۶ - ۴۲۰ مخونه ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مركز د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .