غازي محمد ايوب خان

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
امير محمد ايوب خان

غازي محمد ايوب خان
واکمني ۱۲ د اکتوبر، ۱۸۷۹ ز. - ۳۱ د مۍ، ۱۸۸۰ ز.
بشپړ نوم غازي محمد ايوب خان
لقبونه د افغانستان ملي اتل, سردار, جنرال, غازي, مجاهد
زېږون ۱۸۵۷ ز.
زېږونځای کابل, افغانستان
مړينه ۷ د اپرېل، ۱۹۱۴ ز.
د مړينې ځای لاهور, ننی پاکستان
هديره پېښور, ۱۹۱۴ ز
مخکنی پاچا امير محمد يعقوب خان
وروستنی پاچا امير عبدالرحمن خان
کورنۍ بارکزي
پلار امير شېر علي خان
غازي محمد ايوب خان
ايوب خان

غازي محمد ايوب خان (۱۸۵۷، کابل - د اپرېل ۷، ۱۹۱۴ لاهور) چې انګرېزان يې د مېوند فاتح يا افغان شهزاده چارلي په نومونو هم يادوي. نوموړى د هرات پخوانی والي او د مېوند د جګړې فاتح و. د افغانستان ملي اتل غازي محمد ايوب خان د امير شېر علي خان زوی وو او دده مور د لالپورې د مومندو مشر ، سادت خان لور وه. د ۱۸۸۰ زيږديز کال د جولاى په ۲۷ يې انګرېز جنرال بارو ته د مېوند په جګړه کې ماتې ورکړه او بيا يې په کندهار کې د انګرېزانو پوځ كلابند کړ. د ۱۸۸۰ ز کال د سيپټمبر په ۱ يې د انګرېزي جنرال فرېدرېک روبرټس نه د کندهار په جګړه کې ماتې وخوړه ، او په همدې توګه د افغان انګرېز دويمه جګړه پای ته ورسېده. يو کال وروسته ايوب خان بيا د کندهار د نيولو تکل وکړ ، خو دا ځل بيا د امير عبدالرحمن خان له خوا له ماتې سره مخامخ شو. په ۱۸۸۸ کال کې ايوب خان له ايران نه ولاړ او په برتانوي هند کې تر خپلې مړينې واوسېده. د ايوب خان قبر د پېښور د دُرانيو په هديره کې د شېخ حبيب مقبرې کې ځای لري.

مخينه

سردار محمد ايوب خان چې د انګرېزانو په مقابل د افغان انګليس په دوهمې جګړې کې برخه درلوده او د اسلامي ولولو له کبله ورته د غازي لقب ور په برخه شوی او لدې کبله د افغانستان ملي اتل هم يادېږي . دی د امير شېر علي خان زوی و . مور ېې د ننګرهار د لالپورې د سعادت خان لور وه .

دامير شېر علي خان څخه خپګان

غازي ايوب خان له خپل مشر ورور سردارمحمد يعقوب خان سره ، چې د پلار لخوا د هرات حکمران مقرر شوی و اوسېده . کله چې سردارمحمد يعقوب خان په ۱۲۵۲ لمريز (۱۸۷۳ ز) کال کابل ته ولاړ ، د خپل پلار لخوا د مخکيني بغاوت په جرم بندي شو او تر سختو جسمي او اروايي ربړو او کړاؤونو لاندې ونيول شو ، نو سردار ايوب خان په دې کار له خپل پلار څخه سخت خپه شو . سره له دې چې امير شېر علي خان د هرات د حکمران په توګه د هغه د مقرررۍ فرمان د مستوفي حبيب الله وردګ او محمد عمر خان په لاس هرات ته ورولېږه ، خو نوموړي ونه مانه او د خپل پلار په وړاندې ېې پاڅون وکړ . امير شېر علي خان د دغه پاڅون د ارامولو له پاره د سر لښکر حسين علي خان او مستوفي حبيب الله وردګ تر مشرۍ لاندې خپل لښکر هرات ته ولېږه . محمد ايوب غازي چې د هغه د مقابلې ځواک په ځان کې ونه ليد، له ډېر لږ مقاومت څخه وروسته اوسيني ايران ته واوښت . هلته ېې پناه واخيسته او په مشهد کې دېره شو . کله چې په ۱۸۷۸ زېږيز کال د ډسمبر په مياشت کې امير شېر علي خان له کابل څخه تېښتې ته اړ او بلخ ته ولاړ ، څو مياشتې وروسته يعقوب خان چې له زندان څخه آزاد او د کابل والي وټاکل شو د واکمنۍ اعلان ېې وکړ . په همدغه مهال سردار ايوب خان له مشهد څخه هرات ته راستون شو او د نايب الحکومه (والي ) په توګه ېې د چارو په سمبالښت لاس پورې کړ .

امير ته د بښنې ليک لېږل

کله چې غازي ايوب خان له ايران څخه راستون شو او د لوېديځې سيمې د چارو واګي ېې سمبال کړل نو پلار ته ېې د بښنې يو ليک له هرات څخه مزار شريف ته واستاوه . امير شېر علي خان د ۱۲۵۸ لمريز کال چې د ۱۸۷۹ زېږيز سره سمون خوري د هماغه کال د کب مياشت په ۳ مه په مزار شريف کې ومړ او افغانستان يو ځل بيا د انګرېزي ښکېلاک تر بريد لاندې راغی .

د افغان انګليس دوهمه جګړه

د ۱۸۷۸ زېږيز کال په نومبر مياشت کې انګرېزي ښکېلاکي ځواکونو د دويم ځل لپاره پر افغانستان تېری وکړ. کابل او کندهار ېې ونيول ، چې پر ضد ېې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پاڅونونه پيل شول. کله چې د ۱۸۷۹ ز کال د مې مياشت په ۲۴مه امير يعقوب خان له يرغلګرو انګرېزانو سره د ګندمک تړون ېې وکړ ، دا هاغه تړون دی چې افغانان ورته د شرمېدلي تړون په سترګه ګوري . دا تړون د انګرېزانو د سفير پيېرې لويېس ناپولېيون کيوانارې سره شوی و نو د کابل خلکو د دغه سفير په مقابل راپاڅېدل او دی ېې وواژه . انګرېزانو د خپل سفير کېوناري د غچ اخيستو په موخه د خيبر ، کرمې او کندهار درېؤ مورچلونو څخه پر افغانستان بريد وکړ . امير محمد يعقوب خان چې د انګرېزانو د مخنيوي په خاطر د لوګر خوشي ته د انګرېزانو قرارګاه ته ورغلی و ، ونيول شو او بيا څو مياشتې وروسته انګرېزانو هغه د واکمنۍ له ګدۍ څخه ګوښه او په ۱۸۷۹ ز کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه ېې د يوې پوځي قطعې په ملتيا برتانوي هند ته تبعيد کړ .

ملي پاڅون ته ولس چمتوکول

سردار ايوب خان دغه وخت په هرات کې و . ددغه ځايه ېې د ملي مشرانو په مشورې د انګرېزانو پر ضد د جهاد او پاڅون هوډ وکړ . له يوې خوا په هرات کې د لښکرو په ترتيب ، نظم او چمتووالي بوخت شو ، له بلېخوا ېې امير عبدالرحمان خان ته بلنه ورکوله او په څنګ کې ېې دا چې هغه په هماغه مهال د ۱۸۸۰ م زېږيز کال په مارچ کې د انګرېزانو له منګولو څخه د هېواد د ژغورنې په تکل ځايي سيمو کې ېې د پاڅون خبرتياوې ځړولې او په دې نوم ېې پر ځان خلک راټولول چې له ده سره د انګرېزانو پر ضد پاڅون او جهاد کې ملګري شي ، تر څو له دؤو خواؤ څخه پر دښمن مرګوني ګوزارونه وکړي . خو عبدالرحمان خان د نوموړي دا بلنه رد کړه او هغه ته ېې په ځوابيه ليک کې وليکل چې : ٫٫( اوس له انګرېزانو سره دښمني کول د افغانستان په ګټه نه ده ، امير شېر علي خان همدغه تېروتنه وکړه ، ځکه له منځه ولاړ ، تاسو هم له انګرېزانو سره د سولې لار ونيسۍ ) ٬٬ نږدې دوه مياشتې وروسته په هرات کې ملي مجاهدينو ته امير عبدالرحمان خان لخوا د دوی رد ځواب ورسېد . هغوی ډېر خواشيني شول او غوسه شول نو هوډ ېې وکړ چې په يوازې ځان به دغه ملي او اسلامي دنده ترسره رسوي ، نو هم هغه و چې د هرات افغاني لښکرې د سردارغازي ايوب خان په مشرۍ د فراه او ګرشک پر لارو کندهار ته د تللو له پاره چمتو شوې. د لښکر شمېر او د چارو سپارل سردار ايوب خان د هرات د حکومت چارې د امير محمد يعقوب خان زوی او وليعهد موسی جان او لوی نايب خوشدل خان ته وسپارلې او په خپله ېې د چمتو کړي لښکر سره چې شمېره ېې په ځينو تاريخونو کې دولس زره ۱۲۰۰۰ ، ځينو کې اته زره ۸۰۰۰ ، او په ځينو نورو کې بيا ۵۵۰۰ تنه سپارو ، پلي او په توپخانه سمبال پوځونه ښودل شوي دي له هرات څخه د کندهار پر لور روان شو .

د ميوند پر دښته جګړه تودېدل

غازي محمد ايوب خان

د ميوند پر دښته د ايوب خان په مشرۍ افغاني لښکر له زرګونو انګرېزي لښکر سره چې په ډول ډول وسلو سمبال و جګړه پيل کړه . له څو ورځو پرله پسې جګړې وروسته له ټول انګرېزي پوځ څخه ۶۰۰ تنه د جګړې له ډګر څخه په تېښته بريالي شول او نور ټول ووژل شول. دا چې د انګرېز وسايل په خيبر ، کابل ، جلال اباد او کوېټه کې ډېر و نو ېې د ځينو مخبره کړېو په لاس د کابل قرارګاه ته د انګرېز يو جنرال ته چې نوم ېې جنرال ستورات و تلګراف ولېږه چې جګړه د لوی کندهار د ميوند په سيمه کې سخته ده او انګرېزي لښکر ټول تباه شوی نو جنرال هک پک او غوسه ورغله نو ېې د يو بل جنرال ته چې نوم ېې رابرټس و امر وکړ چې په چټکۍ سره دې مرسته کندهار ته ورسوي څو نور افغانان وځپي . په ځپل شويوکې د افغان ولسي وګړو هم ډېره مرګ ژوبله ليدلې وه . انګرېز په افغانانو بيا يرغل وکړ او خپلو پاتې شوو ځينو پوستو ته ېې مرستې ورسولې يوه خواته دميوند پر دښته پراته دپرنكي پوځونه په هرډول وسلو او وسايلو سمبال شول له بله خوا افغانان په ډېرو لږو وسلو خو دايمان او عقيدي په وسله سمبال و د هغوى مقابلې ته راوتلي و او په دې نيت او تكل و چي دغه كفري لښكرې له خپلې خاروې څخه وباسي .هلته د غازيانو د جګړې د پای شپو ورځو څخه يوه ورځ دمخه ۱۸۸۰ م ز کې د جولای مياشت په ۲۶مه امير عبدالرحمان خان د کابل په پلاز کېناست او دېخوا د هيواد د ازادي غوښتونکو پاڅون څه نا څه ټکنی و . د تاريخپوهانو له اړخه داسې وايي: د افغاني غازيانو سره په دغه جګړه كې افغانې ميرمنې هم شاملې وې چي ځينو يې غازيانو ته خواړه اوبه او باروت وررسول او ځينو له خپلو پلرونو ، ورونو او ميړونو سره اوږه په اوږه ددښمن مقابلې ته راوتلې وې، يوه له دغو نومياليوښځينه و څخه پېغله ملاله ميوندۍ هم وه. چې وروسته بيا د انګرېزانو لخوا شهيده کړای شوه . د افغانانو تر منځ د ملالې ميوندۍ او د ميوند د جګړې ياد د هغې اتلې له ټپې څخه څرګندېږي .

كه په ميوند كې شهيد نسوې خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

د پښتنو خويندو، ميندو مرستوله کبله هم د انګرېز د ډېرو تمو سره چې کندهار ته به د پوځ مرستې بشپړ پړاؤ پر مخ بيايی او يا به هغوی له افغان جنګياليو څخه خلاسوي بېرته به کوټې ته مخه کوي يو ارمان پاتې شوی و خو بيا د ځينو کورنيو جاسوسانو له خوا ګټلې جګړه د انګرېزانو په دسايسو ټکنۍ شوه او د غازي ايوب خان سره ېې د هغه تره امير عبدالرحمان خان په جګړه ښکېل کړ. هلته د ميوند فاتح غازي ايوب خان لس ورځې د شهيدانو د تدفين او د انګرېزي يرغلګر پوځونو د زرګونو مړو د ښخولو او د لښکر د تنظيم په چارو کې بوخت پاتې شو.

د انګرېز درغلي

په کندهار کې د انګرېزي ځواکونو مشر جنرال پرايمروز وکړای شول چې له يوې خوا د پاتې پوځيانو له پاره اذوقه او اکمالات وربرابر کړي او له بلې خوا د ښار دفاعي مورچلې ټينګې او ځان د اوږدې دفاع له پاره چمتو کړي . په همدغه وخت کې له کابل څخه په کندهار کې د انګرېزي پوځ قوماندانۍ ته دا ډاډ هم ورکړل شوی و چې که تر يوې مياشتې پورې د غازيانو په وړاندې مقاومت وکړای شي د دوی ځواکونه به له کابل څخه د هغوی ژغورنې ته ورورسېږي . کله چې افغاني غازيان د ميوند له فتحې لس ورځې وروسته د کندهار ښار ته ورسېدل ، نو له بېلا بېلو خواؤ څخه ېې پر دښمن بيا بريدونه پيل کړه . ځای په ځای ېې هغوی ته د مرګ ژوبله او مالي زيانونه ورواړول ، تر دې چې د ښار نیول بيخي نږدې شوي و . په همدغه وخت کې د انګرېزي قواؤ بولندوی جنرال پرايمروز يوه حيله (دوکه) په کار واچوله او هغه دا چې د محمد زيو د کورنۍ يوه زړه بوډۍ چې د سردار شېر علي خان نيا او د سردار مهردل خان مور وه او په ټوله کورنۍ کې ېې ډېر نفوذ هم درلود ، انګرېز بولندوی هغې ته مور ويلي و ، هغه ېې د زړه سوي او څه رشوت په مقابل کې دې ته چمتو کړه چې په غازي سردار ايوب خان پسې ولاړه شي او له هغه څخه انګرېزانو ته څلوېښت ورځې مهلت وغواړي ، چې له مخې ېې هغوی د خپلو ځواکونو د وتلو او سفر چارې تنظيم کړي . نو بيا به د کندهار ښار غازيانو ته پوره پرېږدي او انګرېز به په خوښه برتانوي هند ته ولاړ شی . انګرېزانو ته د مهلت غوښتلو لپاره سردار ايوب خان د بوډۍ دغه خبره ومنله . له دې نه و خبر چې هلته په کابل کې انګرېزي ځواکونو له امير عبدالرحمان خان سره موافقې ته رسېدلي دي چې څه پوځونه به ېې د بت خاک په لاره د جلال اباد او بيا پېښور ته درومي او ځينې به کندهار ته خپل کلابند پوځونو د ژغورنې لپاره ځي . وروسته به کندهار امير عبدالرحمان خان ته سپاري او دوی به له کندهار څخه روغ رمټ کوېټې ته اوړي . د همدې موافقې له مخې رابرټ سل له خپلو پوځيانو سره د ۱۸۸۰ م زېږيز د اګست په اتمه ، په داسې حال کې چې د امير عبدالرحمان خان فرمان او ساتونکي د سردار شمس الدين خان زوی سردار عزيز خان ورسره و ، له کابل څخه حرکت کوي . نوموړي په لاره کې د امير هغه فرمان چې خلکو ته ېې په کې د خپلې پاچايۍ او د انګرېزانو د وتلو ډاډ او مبارکي ليکلې وه . ځای په ځای خلکو ته د ډاډ په موخه ښکاره کواوه او دغسې انګرېزي ځواکونه روغ رمټ د اګسټ په ۲۷ مه نېټه کندهار ته ورسېدل . په سبا ېې په ناڅاپه توګه د غازيانو پر مورچلونو بريدونه پيل کړل . دلته ېې د پښتنو قبايلو تر منځ او په تېره د اکا او وراره اعتبار هم تر سوال لاندې راوست چې له مخې ېې عبدالرحمان خان مجبور پر دې شو چې د انګرېز سره د ايوب خان پر ضد ودرېږي . لدې سره غازيان له لږو او ډېر مقاومت څخه وروسته خواره واره او مجبوره شول چې بېرته د هرات په لور ولاړ شي .

پاتې ژوند او مړينه

انګرېزانو د کندهار ښار د امير عبدالرحمان خان ځواکونو ته وسپاره و پاتې پوځونه ېې له موقع څخه په استفادې سره روغ رمټ د افغانستان له پولو واوښتل او برتانوي هند ته ولاړل . تر هغه چې د سردار غازي ايوب خان ځواکونه او لښکرې بيا راټولېدې او هرات ته رسېدلې د امير عبدالرحمان خان ځواکونه د عبدالقدوس خان اعتمادالدوله په مشرۍ د هزاره جات پر لار هرات ته رسېدلې او هغه ېې نيولې و. سردار ايوب خان مجبور شو چې له خپلو څو ملګرو سره اوسيني ايران ته بيا ولاړ شي . څه موده ايران کې و ، بيا برتانوي هند ته ولاړ . د ژوند تر پايه ېې په لاهور او راولپنډۍ کې د بېوزلۍ او جلا وطنۍ په حال کې شپې ورځې تېرولې . بالاخره دغه نوميالي غازي د ۱۹۱۴م زېږيز کال د اپرېل په ۱۷مه نېټه لاهور کې د ۵۷ کالو په عمر وفات شو او د هغه د خپل وصيت له مخې چې وېلي ېې و د افغان په خاوره کې بايد خښ شي . د پېښور ښار د سيد حبيب په هديره کې خاورو ته وسپارل شو . د غازي ايوب خان پاتې ټبر نيم په ننګرهار کې اوډېره په پېښور کې مېشته ده .

سر چينې

  • د اريانا دايره المعارف ۸۲۳ ــ ۸۲۴ ــ ۸۲۵ مخونه
  • د افغانستان نوميالي د بېنوا اثر

باندنۍ تړنې

د مېوند فاتح دلته پروت دی - د علي جان ليکنه