محمد ظاهر شاه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
محمد ظاهر شاه

د ظاهر شاه پورترېت
واکمني 8 د نومبر1933 – 17 د جولای1973 (کينډۍ:عمر)
لقبونه د ولس پلار
زېږون 15 د اکتوبر 1915[1]
زېږونځای کابل, افغانستان
مړينه 23 جولای 2007(2007-07-23) (عمر وو 92)
د مړينې ځای کابل, افغانستان
هديره مرنجان غونډۍ
مخکنی پاچا محمد نادر شاه
وروستنی پاچا پاچايي ړنګه شوه
سردار محمد داود خان
د افغانستان ولسمشر په توګه
Consort to حميرا بېګم
سټه شهزادګۍ بلقيس بېګم
شاهزاده محمد اکبر خان
شاهزاده احمد شاه خان
شهزادګۍ مريم بېګم
شاهزاده محمد نادر خان
شهزاده شاه محمود خان
شاهزاده محمد داود پښتونيار خان
شاهزاده ميرويس خان
پلار محمد نادر شاه
مور ماه پرور بېګم
مذهبي ګروهې سني مذهب

محمد ظاهر شاه ( ۱۵ د اکتوبر، ۱۹۱۵ ز. کال - ۲۳ د جولای، ۲۰۰۷ ز. کال) د افغانستان وروستی پاچا و. نومړی د اعليحضرت په اصتلاح په افغانستان کې د پاچايۍ رسمي نوملړ باندې نومول شوی او دی لکه خپل پلار د اعليحضرت محمد نادر شاه تر آري پاچايايۍ په سلطنت کښېنول شو . دی د محمد نادر شاه زوی و چې د خپل د پلار د مړينې وروسته د افغانستان پاچا وټاکل شو.

نيوليک

مخينه

محمد ظاهر شاه په ١٢٩٣ هـ ل ١٩١٤ ز. کال، په کابل کي زېږېدلی و.

زده کړې

د کابل د حبيبيې او استقلال په لېسو کي يې زده کړي و کړې. بيا د پلار سره فرانسې ته ولاړ او هلته يې په زده کړو پيل و کړ. په ۱۳۰۹ هـ ل کال کي بيرته د فرانسې څخه هيواد ته راغئ او په عسکري څانګه کي يې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.

دندې

يو ځل يې د دفاع د وزارت د وکيل او بيا يې د پوهني د وزارت د وکيل په توګه کار کړئ دئ. د پلار تر مړني وروسته په ١٣١٢ هـ ل کال کي پاچا سو او د ١٣٥٢ هـ ل کال د سرطان تر ٢٥ نېټې پوري د افغانستان پاچا وو. څرنګه چي ظاهر خان د پاچهۍ تجربه نه درلوده نو زياتره چاري د ده د تره محمد هاشم خان له خوا چي د ده د حکومت صدر اعظم وو سرته رسېدلې . سردار محمد هاشم خان د ١٩٣٣ م کال څخه تر ١٩٤٦ م پوري صدراعظم وو . تر ده وروسته يې د ده ورور شاه محمود خان صدراعظم سو ١٩٤٦ م ـــ ١٩٥٣ م .

تر دوهم نړيوال جنګ وروسته افغانستان د لويو پروژو په منځ ته راوړو پيل و کړ . د هلمند او ارغندداو د بندونو جوړول د امريکا د متحده ايالاتو د تخنيکي او اقتصادي همکاريو څخه دي .

په ١٩٥٣م کال کي سردار محمد داوود صدراعظم سو . د ده په وخت کي د اقتصادي پر مختيا قرارداد د جرمني ، جاپان او ايټاليې سره امضا سو . دا درې هيوادونه د نړۍ د دوهمي جګړې ملګري وه . دا ځکه چي افغانستان د انګرېزانو سره په دغه وختونو کي ښه دوستي نه درلوده . د دوهمي نړيوالي جګړې په پيل کي لا محمد هاشم خان د هيواد بې طرفي اعلان کړه چي دا کار د افغانستان په ګټه وو . دغه د بې طرفۍ سياست ظاهر خان تر اخيره پوري و ساتئ .

په ١٩٤٧م کال کي هند د انګرېزانو څخه ازادي واخيستله . د دغي ازادۍ په نتيجه کي هند د خپلي خاوري يوه برخه د لاسه ورکړه . يوه برخه دغه د هند خاوره او يوه برخه چي انګرېزانو پخوا د افغانستان د خاوري څخه ګرزولي وې د يوه نوي هيواد ( پاکستان ) منځ ته راتلو سبب سوه. کله چي داود خان صدراعظم سو نو يې د پاکستان څخه د افغانستان د هغو خاورو د ازادولو غوښتنه وکړه کوم چي د ډيورنډ د خط په نتيجه کي يې له لاسه ورکړي وې . دا زياتره هغه برخي وې چي پښتانه پکښي اوسېدل او د پښتوونستان په نامه يې يادول . دې خبري د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړې او مشکلات منځ ته راوستل .

ظاهر خان په ١٣٤٣ هـ ل کال کي د افغانستان نوی اساسي قانون مينځ ته راووست . د دغه اساسي قانون له مخي سياسي فعاليتونه په هيواد کي ازاد سوه چي په نتيجه کي يې يو زيات شمېر سياسي ګوندونه منځ ته راغلل . خلکو تر يوې اندازې پوري د خبرو او ليکنو ازادي پيدا کړه . تر دغه وروسته په هيواد کي د فارسي ژبي نوم په دري واوښت .

په ١٣٥٢ هـ ل کال د سرطان پر ٢٦ نېټه سردار محمد داود د يوې کودتا په نتيجه کي د افغانستان لومړی جمهوريت اعلان کړ . ظاهر خان چي د داود خان د کودتا په وخت کي په ايټاليا کي وو د ١٣٥٢ کال د اسد پر ٢١ نېټه يې داود خان ته يو ليک را و لېږه چي په هغه کي يې نوي رژيم ته بيعت ور کړ .

انځورتون

سرچينې

  1. د درک ستونزه: Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Britannica