سردار محمد امين خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سردار محمد امين خان (۱۲ د اکتوبر، ۱۸۸۵ ز. - ۱۹۶۱ ز. تهران) د امير عبدالرحمان خان او بي بي نېک قدم زوی و. هغه د۱۹۰۱ ز. - ۱۹۱۷ ز. پورې د افغانستان د عدليې وزير وو. په ۱۹۱۷ ز. کې د پوځي مهماتو او ډيپوگانو ريس شو او له ۱۹۲۶ ز. - ۱۹۲۹ ز. د امير امان الله خان مرستيال او سلاکار شو. کله چې د سقاو ځوی د حکومت واکمن شو نو هغه تهران ته په ۱۹۳۰ ز. کال کې وشړل شو. هغه لومړی د سردار شيرين دل خان لور بلقيس خانم سره واده کړی و او له هغې نه يې دوه زامن پيدا کړل. بيا يې دويم ځل د سردار سکندر خان لور شهناز بېگم سره واده وکړ.

هغه درې زامن او اته لوڼې درلودې

  1. سردار محمد شکرالله خان رحماني (د شهناز زوی)
  2. سردار محمد نعمت الله خان رحماني (د بلقيس زوی)
  3. سردار محمد فيض الله خان رحماني (د شهناز زوی)
  4. زينب بېگم
  5. زوبيده بېگم[سردار بي بي](د شهناز لور)
  6. عزيزه بېگم (د شهناز لور)
  7. حنيفه بېگم (د شهناز لور)
  8. محبوبه بېگم (د شهناز لور)
  9. فرخنده خانم (د شهناز لور)
  10. بهيجه بېگم(د شهناز لور)
  11. جليله بېگم(د شهناز لور)