محمد نادر شاه
| محمد نادر شاه | |
| واکمني | 16 اکتوبر 1929 - 8 نومبر 1933 (کينډۍ:عمر) |
|---|---|
| زېږون | 9 اپرېل 1883 |
| زېږونځای | دېره دهن, برتانيوي هند |
| مړينه | 8 نومبر 1933 (عمر وو 50) |
| د مړينې ځای | کابل, افغانستان |
| مخکنی پاچا | حبيب اله کلکاني |
| وروستنی پاچا | محمد ظاهر شاه |
| Consort to | ماه پرور بېګم |
| پلار | سردار محمد يوسف خان |
| مور | شرف سلطانه حکومت بېګم |
محمد نادر شاه په ١٢٦٢ هـ ل کال د حمل پر ٢١ يا د ١٨٨٣ م کال د اپريل پر ٩ زېږېدلئ دئ . د هغي پوهي په سبب چي په عسکري چارو کي يې درلوده د وخت د پاچا له خوا د دفاع د وزير په توګه و ټاکل سو . د امير حبيب الله خان تر مرگ وروسته د پاچا امان الله خان په دربار کي د ده عزت کېدئ .په ١٣٠٣ هـ ل کال کي په فرانسه کي د افغانستان د سفير په توګه و ټاکل سو . په ١٣٠٥ هـ ل کال کي يې د سفارت څخه استعفی و کړه او هلته پاتي سو . کله چي پاچا امان الله ته د نا ارامۍ اور بل سو او حبيب الله کلکاني ته د هيواد چاري و رسېدلې نو نادر خان هيواد ته راغئ ، لښکر يې برابر کړ . هغه وو چي د ١٣٠٨ هـ ل کال د ميزان پر ١٦ نېټه د نادر خان عسکرو د ده د ورور شاه ولي خان په ملګرتيا کابل و نيوئ . د ميزان پر ٢٣ نېټه يې دمنځه يووړ او دی د هيواد د پاچا په توګه و منل سو .
نيوليک |
مخينه
محمد نادر شاه د سردار محمد يوسف خان ځوی و.
مړينه
محمد نادر پداسي حال کي چې د نجات د لېسې فارغانو ته يې شهادتنامې ور کولې د يوه زده کوونکي له خوا چي عبدالخالق نومېده په توپنچه و ويشتل شو، ١٣١٢ هـ ل د عقرب ١٦ نېټه . تر ده وروسته يې زوی محمد ظاهر پاچا شو .