روژه
روژه د اسلامي کليز نهمې مياشتې رمضان ته وايي . د پښتو ژبې روژه له عربي رمضان سره هممانيزه ويیکه ده . د اسلامي کليز په دغې نهمې مياشتې د نړۍ ټول مسلمانان ټولې ورځې د سهار سپېداغ څخه نيولې تر د لمر پرېوتو پورې په نهاره تېروي او نه خواړه خوري نه څښاک کوي، نه بې ځايه خبرو يا عام غیر اخلاقي کړنو لکه غوسه ، نسوار، سگرېټ ، جوارگرۍ ته مخه کوي . همدارنگه نه د خپلې مېرمنې سره روا جنسي نژدېوالي رښته ورکړل شوې . دغې مياشتې ته د نړۍ ټول مسلمانان د سپېڅلې مياشتې په توگه گوري ځکه چې په دغه مياشت کې قرآن مجيد د اسلام ستر استازي او پيغمبر حضرت محمد(ص) باندې نازل شوی . همدې لپاره ټول مسلمانان د همدې مياشت په لړ کې د ځان دننه اعمالو او ځاني غوښتنو باندې بيا کتنه کوي او د نفسي هوا او هوس څخه د پاکۍ کوښښونه د عباداتو له لارې ترسره کوي . په دغه مياشت کې مسلمانانو ته د ډېر عبادت کولو ټينگار شوی چې له مخې يې ډېر زيات مسلمانان د پنځو وختو فرضو لمونځونو سره سره تراوې، اعتکاف او نور نوافل ترسره کوي . د روژې مخينهروژه د اسلامي کليز چې ورته سپوږميز کليز هم وايي د همدې کليز په لړ کې نهمې مياشتې ته وايي او احکامونه يې پيلېږي . د اسلامي کليز سپوږميز مهال سره هممهاله ده چې له همدې کبله د نورو کليزونو لکه زېږديز کليز ، لمريز کليز او داسې نورو سره توپیر لري . د روژې مياشت هر کال لس ورځې د زېږديز کليز سره په لړ کې توپیر مومي چې له مخې يې د روژې مياشت هرکال په هممهاله شېبو او موسمونو کې نه پېښېږي . د روژې ريښه له عربي ژبې رمضان څخه اخيستل شوې چې پخپله رمضان په عربي ژبه کې د رمض ويي څخه اخيستل شوی چې د شديدې تودوخې مانا ورکوي . ځينې علما وايې دې ته د شديدې تودوخې مانا ځکه ورکړل شوې چې د مانا له مخې يې گناوې د ښو کړنو په ترسره کولو سره سوځي. په قرآن مجيد کې انسانانو ته د روژې نيولوپه بيا بيا ټينگار شوی او وېل شوي چې {{
څرنگه چي روژه بيله نيته څخه نه صحيح كيږي نو د رمضان د مياشيتي د روژي او ټاكل سوي نذري او نفلي روژي نيت له شپي څخه تر زواله پوري صحت لري، كه په مطلق نيت سره وي او كه په نفلي نيت. او دنورو نيت لكه: قضايې، نذر مطلق، دكفاري روژه دشپي له نيت څخه پرته نه صحيح كيږي، همدارنگه د نيت تعين هم ضروري دي لكه قضايې، نفلي او كفاري روژي نيت. كه خوراك او څښاك په داسي حال كي وسي چي روژه يې هيره وي يا محتلم او شيطان يې وغولوي يا ځان غوړ كړي (دزخم غوړول) يا رانجه وكړي يا مچه واخلي يا څه گرد او غبار او يايې مچ تير سي يا په ليدو او فكر كولو كي انزال سي روژه يې نه ماتيږي. دروژي فرضيتد روژې په مياشت کې ټولټال بندیز او د فرضيت دليل يې دې آية كريمه کې ښکاري.
او دا آية مبارك هم د روژې په فرضيت باندې دلالت كوي:
(سورة البقره آية : ۱۸۳) ژباړه: (فرض كړل شوې ده په تاسو روژه لكه فرض كړل شوې چې وه په هغو كسانو چې له ستاسو مخکې راغلي وه) (لكه پخواني امتونه او پيغمبران تر آدم ﷺ پورې). دروژي فضيلتونهروژه ډير فضيلتونه لري چي په كتاب الله او نبوي احاديثو سره ثابت سوي دي لكه په دې آية كريمه كي:
(سورة البقره آية: ۱۸۵) ژباړه: (د روژي مياشت هغه مياشت ده چي قرآن كريم پكښي نازل سوي دي (يعني له لوح محفوظ څخه د دنيا اسمان ته) او همدا رنگه دا حديث شريف:
ژباړه: د حضرت ابى هريره (رض) څخه روايت دي چي رسول ﷺ فرمايلي دي: (چاچي د روژي په مياشت كي روژه ونيوله په كامله توگه او دثواب په نيت، و به بخښل سي دده ټول مخكني گناهونه). په بل حديت شريف كي ذكر سوي دي: د هر نيك عمل اجر يو په لس او تر اوه سوه پوري وركول كيږي لا تر دي هم زيات. د روژي د اجر ا وثواب په باره كي الله ﷻ فرمايلي دي: (چي روژه زما له پاره ده اجر او ثواب يې زه وركوم) د ا چي خداي ﷻ يې د ثواب وركولو نسبت ځانته كوي معلومه ده چي دا ډير لوي اجر دي. يو بل حديث مبارك په د ي دلالت كوي چي خداي ﷻ فرمايې: (د روژه دار د خولي بوي ماته له مشكو بهتر دي). په بل حديث شريف كي ذكر سوي دي چي (په جنت كي يوه دروازه دريان په نامه ده غير له روژه نيونكي څخه بل څوك دي دروازي ته نه سي داخليداي): خداي ﷻ زموږ روژي ته كوم احتياج نه لري، د روژي فضيلت ا و بهتري يوازي په لوږه او تنده كښي نه ده بلكي بهتر ي او فضيلت يې په تامه (مكمله) روژه كښي دي. او تامه روژه هغه روژه ده چي روژه لرونكي له خوراك، څښاك او جماع څخه ځان وساتي. له دروغو، فحشاء، دحرامو دليدلو او اوريدلو، غيبت كولو او نورو نواهيو څخه هم د خداي ﷻ د رضار له پاره ځان وساتي او هغه څه چي د خداي ﷻ رضا پر ي حاصليږي په ډير اخلاص سره هغه وكړي او دخداي ﷻ رضا حاصله كړي، د جنگ او جدل څخه ځان وساتي او كه څوك يې شخړي ته مجبور هم كړي بايد شخړه ونه كړي. كه دروژي په مباركه مياشت كي چاته شرعى عذر پيښ شي چي د روژي له نيولو سره هغه منافات او مشكلات ولري نو په هغه صورت كي به روژه لرونكي روژه خوري خوبيا به يې قضايي راوړي. د روژې د خوړلو لپاره شرعى عذرونه
څنگه د روژې مياشت پيل د سپوږميز کليز څخه ښکاري؟اسلامي کليز ته سپوږميز کليز وايي ، ځکه چې مياشت هغه وخت پیلېږي کله چې لومړنۍ نيمه نرۍ سپوږمۍ وښکاري . همدې سره د نوې مياشتې څرک لگېږي. همدارنگه د روژې مياشت هم د اتو مياشتو وروسته د نهمې په پیل ورځو کې سپوږمۍ نرۍ وي او نیمه وي چې د روژې لورايه څرک لگول کېږي. په ښکاره توگه ډېرو ځايونو کې د روژې د پیل او پای په هکله ځينې بډوالی شتون لري ، ددې لپاره چې دغه بډوالی له منځه تللی وي نن سبا ډېر مسلمانان د ستورپوهنې د علم په ډاډ دغه بډوالی او تېروتنې لرې کوي . روژه ماتوونكي شيانهغه شيان چي روژه ماتوي په دوه ډوله دي:
لكه په شرعى عذر چي روژه وخوري او يا يې په خطا سره وخوري او يا يو داسي شي و خوري چي نه غذا وي او نه دوا لكه خاوره، تيږه او امثال يې او يا په جبر سره په چا باندي خوراك، څښاك او جماع وسي. جماع په محل غيري مشتهي كښي روژه ماتوي او كفاره نه لازموي. سگريټ، چلم، نصوار، شراب، هيروين او دې ته ورته عملونه په روژه كې منع او روژه پري ماتيږي. په دې سبب چي روژه يو داسي عبادت دي چي د روژه لرونكي د خولي بوي د خداي ﷻ په نزد له مشكو هم بهتر دي نو غوره داده چي دا بوي په پليت او چټل بوي باندي بدل نسي. كفارهكه څوك د روژى په مياشت كي بيله كومه غذره په قصد سره روژه وخوري كفاره پر لازمه ده او كه دغه مريض په دغه ورځ د اسي مريض سي چي د روژي خورك ورته روا كيږي او كه ښځه د روژى په مياشت كي روژه وخوري او كفاره پر لازمه سي او بيا په همدغه ورځ حائضه او يانفاسه سي كفاره ورځيني ساقيطيږي. د روژي خوړلو له امله كفاره:
د روژې په هکله خبر ورکول او د هغې ثواب که ګناهنور کالونه
سرچينې |