Jump to content

جاکارتا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له جکارتا نه مخ گرځېدلی)
جاکارتا
Script error: The function "Lang" does not exist.
Special Capital Region of Jakarta
د جاکارتا ښار مرکز
د جاکارتا ښار مرکز
د جاکارتا ښار مرکز

The Big Durian
شعار: Jaya Raya
د اندونزیا په نقشه کې
د اندونزیا په نقشه کې
د اندونزیا په نقشه کې

Lua error in Module:Mapframe at line 385: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value).
کورډېناټونه: ۶°۱۲′ سویل ۱۰۶°۴۸′ ختیځ / 6.200°سويل 106.800°ختيځ / -6.200; 106.800
د رامنځته کېدو نېټه
اداري وېش
هیواد  Indonesia
د اندونیزیا ولایتونه جاکارتا
پلازمینه د:
حکومت
 • والی فوزی بووو
پراخوالی
 • ښار ۷۴۰٫۲۸ کلوميټر٢ (۲۸۵٫۸۲ میله  مربع)
 • ځمکه ۶۶۲٫۳۳ کلوميټر٢ (۲۵۵٫۷۳ میله  مربع)
 • المياه ۶٬۹۷۷٫۵ کلوميټر٢ (۲٬۶۹۴٫۰ میله  مربع)
لوړوالی ۲۳ ميټره (۷۵ فوټ)
نفوس شمېرنه (نومبر ۲۰۱۱)
 • ښار ۱۰,۱۸۷,۵۹۵
 • د نفوسو کثافت ۱۴٬۰۰۰/کلوميټر٢ (۳۶٬۰۰۰/ميله مربع)
 • ستره ښاري سيمه ۲۸,۰۱۹,۵۴۵
وروستي مالومات
وخت زون WIB (ه.ن.و۷+)
رسمي ژبه اېندونېزيايي ژبه   ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
پوستی کوډ 10110–14540

19110–19130  ويکيډاټا کې (P281) ځانګړنې بدلې کړئ

سيمه ييز د زنګ کوډ ۲۱ (۶۲)+
جيو کوډ 1642907[۱]

1642911  ويکيډاټا کې (P1566) ځانګړنې بدلې کړئ

آی اېس او 3166 ID-JK[۲]  ويکيډاټا کې (P300) ځانګړنې بدلې کړئ
موټر پلېټ
ويکيډاټا کې (P395) ځانګړنې بدلې کړئ
خورلڼې ښارونه
نمبر پلیټ B
رسمي وېبپاڼه www.jakarta.go.id/v70/index.php
د جاکرتا ښار

جاکرتا د اندونيزيا هېواد پلازمېنه او له سترو ښارونو څخه دی.

جاکارټا (/dʒəˈkɑːrtə/؛ انډونیزیایي تلفظ یې: [dʒaˈkarta])، په رسمي ډول د جاکارټا ځانګړې پلازمېنې سیمه (انډونیزیایي کې: Daerah Khusus Ibukota Jakarta)، د انډونیزیا ترټولو لوی ښار او پلازمېنه ده. جاکارټا چې د جاوا په شمال لوېدیځ ساحل کې، د نړۍ ترټولو ډېر نفوس لرونکې ټاپو کې پروت دی، د آسیا ترټولو لوی سوېل ختیځ ښار دی او د ASEAN ډیپلوماټیکې پلازمېنې په توګه عمل کوي. دا ښار د انډونیزیا د اقتصاد، کلتور او سیاست مرکز دی. دا ښار د ولایتي وضعیت لرونکی دی چې په ۲۰۲۰م کال کې یې ۱۰۵۶۲۰۸۸ کسه نفوس درلود. که څه هم جاکارټا یوازې ۶۶۴.۰۱ کیلومټر مربع (۲۵۶.۳۸ مایل مربع) پراختیا لري او له همدې کبله د انډونیزیا په ولایتونو کې ترټولو کوچنۍ پراختیا لري، د هغه ښاري ساحې مساحت ۹۹۵۷.۰۸ کیلومټر مربع (۴۵۸۴ مایل مربع) دی، چې په هغه کې د سټلایټي ښارونه لکه بوګور، ډیپوک، ټانګیرانګ، سوېلي ټانګیرانګ او بېکاسي شامل دي، او تر ۲۰۲۱م کاله د هغه اټکلي نفوس ۳۵ میلیونه کسه دی چې هغه په انډونیزیا کې په ترټولو لویه ښاري سیمه او په نړۍ کې (له ټوکیو وروسته) په دوهمې لویې ښاري سیمې بدلوي. جاکارټا د انډونیزیا ولایتونو په منځ کې د انساني توسعې شاخص له نظره لومړۍ درجه لري. د جاکارټا سوداګریز فرصتونه او د هېواد نورو سیمو په پرتله د ژوند لوړو سټانډارډونو په وړاندې کولو سره، د انډونیزیا ټاپوګانو څخه د کډوالو د جذبېدو لامل شوی دی او هغه یې د بېلابېلو کلتورونو د اوبه کېدو په دیګ بدل کړی دی.

د آسیا په سوېل ختیځ کې جاکارټا یو له پخوانیو ښارونو څخه ده چې تل په کې خلک مېشت پاتې دي. دا ښار په څلورمه پېړۍ کې د سونډا کاپلا په نوم تاسیس شو، او د سونډا سلطنت لپاره په یو مهم سوداګریز بندر بدل شو. په یوه وخت کې، دا ښار د هالنډي ختیځ هند پلازمېنه وو، کله چې د باټاویا په نوم پېژندل کېده. جاکارټا تر ۱۹۶۰م کاله په رسمي توګه په لوېدیځې جاوا کې یو ښار وو، ترهغو چې د هغه ولایت رسمي وضعیت د پلازمینې ځانګړې سیمې په توګه بدل شو. د یوه ولایت په توګه، د هغه جوړښت کې پنځه اداري ښارونه او یوه اداري ناحیه شاملې دي. جاکارټا یو نړیوال الفا ښار دی او د ASEAN مرکزي دفتر، مالي موسسې لکه د انډونیزیا بانک، د انډونیزیا د ارزښتمنو اثارو بدلولو مرکز او د ګڼو انډونیزیایی کمپنیو مرکزي دفترونه او څو ملیتي شرکتونه په دې ښار کې واقع شوي دي. په ۲۰۱۷م کال کې، د ښار GRP PPP ۴۸۳.۴ میلیارد ډالر اټکل شوی وو.

د جاکارټا اصلي ننګونو کې د ښاري چټکه وده، د چاپېریال ویجاړتوب، مسدود ترافیک، ګڼه ګوڼه او سېل شامل دي. جاکارټا په کلنۍ توګه تر ۱۷ سانټي مترو (۶.۷ اینچه) ډوبېږي، چې د سمندر د اوبو لوړوالي سره، دا ښار د سېلابونو راوتو ته برابروي. دا په نړۍ کې له چټکو پلازمېنو څخه ده چې د ډوبېدو په حال کې ده. د دې ننګونو له امله، د ۲۰۱۹م کال په آګسټ کې، ولسمشر جوکو ویډوډو اعلان وکړ چې د انډونیزیا پلازمېنه به له جاکارټا څخه د بورنیو ټاپو ختیځ کالیمانټان ولایت کې د نوسانټرا پلان شوي ښار ته ولېږدول شي.

نوم

جاکارټا د بېلابېلو مېشت ځایونو کور پاتې شوی دی، لاندې په هغو دورو کې کارول شوو نومونو لیسټ برابر شوی دی.

  • سونډا کېلاپا (۳۹۷ – ۱۵۲۷)
  • جایاکارټا (۱۵۲۷ – ۱۶۱۹)
  • باټاویا (۱۶۱۹ - ۱۹۴۲)
  • دجاکارټا (۱۹۴۲ – ۱۹۷۲)
  • جاکارټا (۱۹۷۲ – تراوسه)

د هغه نوم «جاکارټا» د جایاکارټا ویي څخه (په دواناګاري کې: जयकर्त) اخیستل شوی دی چې په اصل کې له سانسکریټ जय jaya (بریالی) او कृत krta (ترسره شوی، بشپړ شوی) څخه اخیستل شوی، ځکه جایاکارټا د «بریالی عمل»، «بشپړ شوي عمل»، یا «بشپړ شوې بریا» په توګه ژباړل کېږي. دا ښار پس له هغه په دې نوم ونومول شو چې د فتح الله مسلمانو سرتېرو چې په ۱۵۲۷م کال کې یې په بریالیتوب سره پرتګالیانو ته ماتې ورکړه او له دې ښار حخه یې وشړل. مخکې له دې چې دې ښار ته د جاکارټا نوم ورکړل شي د «سونډا کېلاپا» په نوم یادېده. پرتګالي درمل جوړوونکي، ټومه پېرس ختیځ هند ته د خپل سفر په اوږدو کې د دې ښار نوم په خپل شاهکار کې د جاکاټرا یا جاکارټا په توګه ولیکه.[۵][۶][۷][۸]

په اووه لسمه پېړۍ کې، دا ښار د Koningin van het Oosten (د ختیځې ځمکې ملکې) په توګه پېژندل کېده، کوم نوم چې د باټاویا ښار په مرکز کې د ښاري ښکلا، کانالونو، عمارتونو او ښاري نظم له امله ورکړل شو. په ۱۹مه پېړۍ کې ختیځ ته د پراختیا څخه وروسته، دا نوم ډېری د ښار شاوخوا سیمو (لکه منټنګ او د مرډکا میدان شاوخوا سیمه) د پراخه کرښو، شنو فضاګانو او حویلۍ ګانو پورې وتړل شو. د جاپان اشغال وخت کې، دې ښار جاکاروټا توکوبتسوشي (ジャカルタ特別市،د جاکارټا ځانګړی ښار) ته خپل نوم بدل کړ.[۹][۱۰][۱۱]

رسمي کارول شوی نوم یې Daerah Khusus Ibukota Jakarta دی چې په لفظي معنا کې د جاکارټا ځانګړې پلازمېنې سیمې معنا لري.

تاریخ

له استعماره مخکې دوره

د جاکارټا په شمول د لوېدیځې جاوا شمالي ساحلي سیمه د تاریخ څخه مخکې د بوني کلتور سیمه وه چې له میلاد څخه مخکې ۴۰۰م کاله د میلاد نه وروسته تر ۱۰۰م کاله پورې ځلانده وه. په مډرنه جاکارټا او د هغه په شاوخوا کې یوه سیمه د تاروماناګارا سلطنت، چې په انډونیزیا کې د هندو سلطنتونو یوه لرغونې دوره ده، یوه برخه وه. د توګو په شاوخوا کې د شمالي جاکارټا سیمه د پنځمې پېړۍ په لومړیو کې په یوې پرنفوسه مېشت ځای بدله شوه. د توګو لیکنه (په لوړ ګومان له میلاد څخه ۴۱۷ کاله وروسته لیکل شوې ده) چې د توګو د باتومبوه په کلي کې، د شمالي جاکارټا په کوجا کې کشف شوه، اشاره کوي چې د تاروماناګارا پاچا پورناوارمان هایډرولیکي پروژې ترسره کړې دي؛ لکه د هغه پلازمېنې ته نږدې د چانډراباګا سیند او ګوماټي سیند د اوبو لګولو او اوبو راوېستلو پروژې. د تاروماناګارا له سقوط څخه وروسته، د هغوی سیمې د جاکارټا سیمې په شمول، د هندو سونډا سلطنت یوه برخه شوې. له اوومې پېړۍ د دیارلسمې پېړۍ تر لومړیو، د سونډا بندر د سریویجایا سمندري امپراتورۍ په واک کې وو. په ۱۲۲۵م کال کې لیکل شوې چو-فان-چي، چینایي سرچینې ته په کتو سره، چو-جو-کوآ د دیارلسمې پېړۍ په لومړیو کې رپوټ ورکړ چې سریویجایا لا هم پر سوماټرا، د مالایي ټاپو او لوېدیځې جاوا (سونډا) باندې حکومت کوي. دا سرچینه وایي د سونډا بندر سټراټېژیک او ځلاند دی او د سونډا مرچ د کیفیت له اړخه د غوره مرچو په توګه یادوي. خلک په کروندو کې کار کوي او کورونه یې له لرګیو څخه جوړ شوي دي. د بندر سیمه د سونډا کېلاپا په نوم (سنډاني کې: ᮞᮥᮔ᮪ᮓ ᮊᮨᮜᮕ) وپېژندل شوه او په څوارلسمه پېړۍ کې د سونډا سلطنت لپاره یو مهم سوداګریز بندر وو.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

لومړنۍ اروپایي بېړۍ، له مالاکا څخه څلور پرتګالي بېړۍ، په ۱۵۱۳م کال کې په داسې حال کې چې د درملو لپاره د یوې لارې په لټه کې وو، د ننه شوې. د سونډا سلطنت له پرتګالیانو سره د ګډې ګټې تړون لاسلیک کړ او هغو ته یې اجازه ورکړه چې په ۱۵۲۲م کال کې داسې یو بندر جوړ کړي چې د دماک مخ پر ودې ځواک په وړاندې له مرکزي جاوا څخه دفاع وکړي. په ۱۵۲۷م کال کې، فتح الله، د دماک څخه یو جاوایي جنرال، په سونډا کېلاپا برید وکړ او هغه یې فتحه کړه او پرتګالیان یې بهر کړل. سونډا کېلاپا جاکارټا ته خپل نوم بدل کړ او د بانټن سلطنت د پاچا په مېشت ځای بدل شو چې وروسته بیا د سوېل ختیځې آسیا په لوی سوداګریز مرکز بدل شو.[۱۷][۱۸]

د بانټن سلطنت له شهزاده جایاویکارټا سره د اړیکې له لارې، هالنډۍ بېړۍ په ۱۵۹۶م کال کې را دننه شوې. په ۱۶۰۲م کال کې، د ښاغلي جیمز لنکسټر په مشرۍ د بریټانیا ختیځ هند شرکت لومړنی سفر، آچه ته ورسېد او بانټن ته لاړ او هلته هغوی ته اجازه ورکړل شوه ترڅو یو سوداګریز مرکز جوړ کړي. دا سایټ تر ۱۶۸۲م کاله د انډونیزیا په ټاپوګانو کې د بریټانیا د سوداګرۍ په مرکز بدل شو. اټکل کېږي چې جایاویکارټا له انګلیسي سوداګرو سره، چې د هالنډیانو رقیبان وو، سوداګریزې اړیکې جوړې کړې وې، ځکه په ۱۶۱۵م کال کې یې هغوی ته اجازه ورکړې وه ترڅو د هالنډیانو ودانیو ته مخامخ کورونه جوړ کړي.[۱۸][۱۹]

سرچينې

  1. پیوستون : 1642907 & 1642911  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. پیوستون : c0448520-84ef-441e-9320-cd7fd21004c3  — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  3. https://old.kyivcity.gov.ua/files/2018/2/15/Mista-pobratymy.pdf
  4. https://kyivcity.gov.ua/kyiv_ta_miska_vlada/pro_kyiv/mista-pobratimi_z_yakimi_kiyevom_pidpisani_dokumenti_pro_poridnennya_druzhbu_spivrobitnitstvo_partnerstvo/
  5. "jaya". Sanskrit Dictionary. خوندي شوی له the original on 31 July 2017. بياځلي په 11 June 2017.
  6. "krta". Sanskrit Dictionary. خوندي شوی له the original on 31 July 2017. بياځلي په 11 June 2017.
  7. "History of Jakarta". Jakarta News. خوندي شوی له the original on 20 August 2011.
  8. Cortesão 1990، مم. 27-32.
  9. Kampen 1831، م. 291.
  10. (په هالنډي) "Batavia zoals het weent en lacht", (17 October 1939), Het Nieuws van den Dag voor Nederlandsch-Indië, p. 6
  11. "The capital's 'childhood' names". The Jakarta Post. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 January 2019. بياځلي په 28 January 2019.
  12. Ayatrohaédi 2005، م. 60.
  13. Bunge او Vreeland 1983، م. 3.
  14. Hellman، Thynell او Voorst 2018، م. 182.
  15. Ayatrohaédi 2005، م. ?.
  16. Zahorka 2007، م. ?.
  17. "History of Jakarta". Jakarta News. خوندي شوی له the original on 20 August 2011.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Heuken 1999، م. ?.
  19. Ricklefs 1981، م. ?.