ژوليوس ايفولا
| ژوليوس ايفولا | |
|---|---|
| [[language|]]: Giulio Cesare Andrea Evola | |
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم | [[language|]]: Giulio Cesare Andrea Evola |
| پيدايښت | ۱۹ می ۱۸۹۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰] روم |
| مړینه | 11 جون 1974 (76 کاله)[۱][۲][۵][۶][۷][۹][۱۰] روم |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | شاعر [۶][۱۰]، ليکوال [۱۰]، فیلسوف [۶][۱۰] |
| کاروونکې ژبه | فرانسوي ژبه ، اېټاليايي ژبه [۱][۱۱] |
| د کړنې څانګه | فلسفه ، مېتافزیک ، سياسي فلسفه |
| مؤثر | گوتاما بودا ، رنه ګنون ، ټریسټان زارا ، بېنېډېټو کروچه ، فرېدرېک وېلهېلم نېتشي ، اپلاتون ، گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل ، فيودور ميخايلوويچ داستاېفسکي ، جوزف ډي ميسټر ، ماکس شتیرنر |
| خوځښت | محافظه کار انقلاب ، ځانګړواله |
| پوځي خدمت | |
| جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه |
| وېبپاڼه | |
| وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
| سمول |
|
جوليو سيسار اندريا ايفولا “Giulio Cesare Andrea Evola” (ايټالوي: [ˈɛːvola]؛ زوکړه: ۱۸۹۸ د می ۱۹؛ مړينه: ۱۹۷۴ د جون ۱۱) چې د ژوليوس ايفولا په نوم ښه پېژندل کېږي، يو ايټالوي فيلسوف، شاعر، انځورګر او رمزپوه و. ايفولا خپل ليدونه او معنوي ارزښتونه د اشرافي، نارينه، دود پلوي، اتلتوب او په بې پروا ډول د غبرګون کونکو په توګه په پام کې ونيول. [۱۲]
ايفولا چې په روم کې زېږېدلی دی، د لومړنۍ روزنې په اړه يې لږ معلومات دي. نوموړي د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال پر ‘Asiago’ لوړې سطحې باندې توپخانې د لوړ رتبه مامور په توګه خدمت وکړ. نوموړی د يو انځورګر په توګه له “avant-garde” او په لنډ ډول د فليپو توماسو مارينيټي “Filippo Tommaso Marinetti” د راتلونکي پلوۍ “Futurist” خوځښت لېوال و. هغه په ۲۳ کلنۍ کې د ځانوژنې فکر وکړ، مګر د يو لرغوني بودايي متن د لوستلو پر مهال يې د يوې څرګندونې يا الهام له امله ځان ونه وژنه. ياد متن د بشپړ بې کچې توب څخه پرته د شناخت د نورو ټولو بڼو په خپرولو پورې تړاو درلود. د ۱۹۲۰ ز لسيزې په لومړيو کې د ايفولا لېوالتياوې د دې لامل شوې، چې نوموړی په پټ يا رمز کې نور هم ژور لاړ شي؛ نوموړي د لويديځ د رمز اصالت او ختيځ تصوف په اړه ځيرکانه ډول وليکل، چې په پای کې يې «جادويي ايډياليزم» اصولو ته وده ورکړه.
د ايفولا د نظرياتو او ليکنو مرکزي انګېرنه د نوموړي د خپل فردي طبيعت د جوړښت په معنويت پالنې او تصوف يعنې دنني ژوند باندې متمرکز ده. ياده فلسفه د جادو پلوۍ، د جګړې د ميتافزيک او شهواني غريزې، تانترا “Tantra”، بودايزم، تاويزم، غر ختنه، Holy Grail يا سپېڅلې پيله، د تمدنونو شتون او تاريخ، زوال او بېلابېل هغه فلسفي او مذهبي دودونو په شان نمونې رانغاړي، چې له کلاسيک او په ځانګړي لور متمايل دواړو پورې اړه لري. ايفولا باورمن و، چې انسان په کالي يوګا “Kali Yuga” کې ژوند کوي، چې د ناتړليو ماترياليستي لېوالتياوو، معنوي هېرتيا او منظمې سرغړونې يا انحراف يوه تياره دوره “Dark Age” ده. د دې د مخالفت او د يو primordial rebirth د غوښتلو لپاره ايفولا د خپل دود نړۍ وړاندې کړه. د نوموړي د کارونو اصلي درې ګونې مقالې په عمومي ډول د معاصرې نړۍ “Modern World”، د کنډوالو په منځ کې سړي “Men Among the Ruins” او “Ride the Tiger’ پر وړاندې پاڅون ګڼل کېږي. د پوه فرانکو فيراريسي “Franco Ferraresi” په اند د ايفولا فکر په شلمه پېړۍ کې په خورا پياوړي ډول د برابرۍ غوښتنې ضد، د خپلواکۍ ضد، د ديموکراسۍ ضد او نا نامتو سيستمونو له ډلې ګڼل کېږي. [۱۳]
ايفولا د فاشيست ايټاليا پر مهال له هېواده شړل شوی و. که څه هم نوموړي پر فاشيزم باندې په عمومي ډول نيوکه وکړه او هيڅکله د ايټاليې د ملي فاشيست ګوند او ايټالوي سوسيال جمهوريت سره يو ځای نه شو، خپل ځان يې سوپرفاشيستا “superfascista” په نښه کړ. نوموړي خپل دريځ ته د خواخوږي ښي اړخي روښانفکر په توګه پام وکړ او ځان يې په خوځښت کې بالقوه ځواک ګاڼه او هيله يې درلوده، چې په خپلو نظرياتو سره د يو ځای کېدلو په موخه د هغه تېروتنې سمې کړي. د نوموړي يوه بريا د توکميزو قوانينو په برخه کې وه؛ د توکم د يو معنوي دليل يا نظريې په اړه د نوموړي وکالت ايټاليا کې مناظره کې المان کې د يوازې ماترياليست لږونې د نامتو فکر په پرتله وګټل شو. له دويمې نړيوالې جګړې راهيسې د تل پاتې اصالت پلويو زياتو ډلو او همدار راز د توماس کارلسسن “Thomas Karlsson” او ماسيمو سکاليګيرو ‘Massimo Scaligero’ غوندې بېلابېلو apolitical رمز پوهانو له نوموړي څخه الهام اخيستی دی. [۱۴]
د ژوند لومړني وختونه
[سمول]جوليو سيسار ايفولا د ۱۸۹۸ ز کال د می پر ۱۹ نېټه روم کې وزېږېد، چې د وېنسينزو ايفولا “Vincenzo Evola” (زوکړه: ۱۸۵۴) او کنسيټا مانګياپېن “Concetta Mangiapane” دويم زوی دی؛ پلار يې د ټلګرافي ميخانيک رئيس او مور يې ځمکواله وه. د وخت د سيسلي نوم ايښودنې د تړون له مخې ايفولا يو څه د خپل پلرني نيکه په نوم نومول شوی و. مور او پلار يې دواړه په سينيسي “Cinisi” کې زېږېدلي وو، چې د سيسلي پر شمال لويديځ ساحل باندې د پاليرمو ولايت “Province of Palermo” کې پروت کوچنی ښارګوټی دی او د ۱۸۹۲ ز کال د نومبر پر ۲۵ نېټه يې هملته واده وکړ. د ايفولا پلرنی نيکه او نيا جيوسيپي ايفولا “Giuseppe Evola” او ماريا کسمانو نومېدل، چې نيکه يې د سوداګرۍ له مخې ترکاڼ و. د ايفولا مورنی نيکه او نيا سيسار مانګياپېن “Cesare Mangiapane” او د هغه مېرمن کترينا موناکو “Caterina Munaco” وو، چې دا نيکه يې د راپور له مخې دوکاندار و. جوليو سیسار ايفولا د جيوسيپي ګاسپېر ډاينامو ايفولا “Guiseppe Gaseppe Dinamo Evola” په نوم يو مشر ورور درلود، چې په ۱۸۹۵ ز کال روم کې زېږېدلی و. کورنۍ يې پرهېزګاره او رښتينې رومن کاتوليک وه. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د بېرون [اشرافي وړ نوم] په توګه د ايفولا په اړه زياتره وخت راپور ورکړل شوی دی، چې ښايي له يوې کوچنۍ اشرافي کورنۍ سره د مفهومي توپير لرونکې اړيکې ته د نسبت ورکولو له امله وي؛ ايفولي “Evoli” د منځنيو پېړيو په وروستيو کې د سيسلي پاچاهۍ کې د کاسټروپيګنانو د بېرون په نوم د اشرافي وړ نوم درلودونکي وګړي وو. [۲۱][۲۲][۲۳]
د ايفولا د لومړنۍ رونې په اړه لږ معلومات پېژندل شوي دي، مګر دا چې نوموړي هغه هم نا اړوند وګڼل. نوموړي د روم په Istituto Tecnico Leonardo da Vinci کې انجنیري ولوستله، مګر دا دوره يې بشپړه نه کړه او وروسته يې ادعا کوله، چې دا د دې له امله وو، چې نوموړي له بورژوا پوهنيزې پېژندنې او د دوکتور يا انجنير له وړ نومونو سره پېژندنه نه غوښتله. هغه د خپلې ځوانۍ په کالونو کې خپل ځان په انځورګرۍ او د “Oscar Wilde” او “Gabriele d’Annunzio” په ګډون ادبياتو کې ډوب کړ، چې انځورګري يا نقاشي يې له خپلو طبيعي وړتياوو څخه ګڼله. نوموړی د فريدريک نيټزشي “Friedrich Nietzsche” او اوتو وينينګر “Otto Weininger” غوندې فيلسوفانو ته وروپېژندل شو. نورې لومړنۍ فلسفي اغېزناکې څېرې د ليکونو انسان ايټالوي کارلو مايکلسټايډتر “Carlo Michelstaedter” او الماني له هيګل څخه وروسته مفکر ماکس سټېرنر “Max Stirner” دي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
نوموړی په پوهنتون کې د خپلې دورې پر مهال د “avant-garde” لېوال او په لنډ ډول د فيليپوو تومماسو مارينيټي له راتلونکي پلوي ‘Futurist’ خوځښت سره يو ځای شو. په ۱۹۱۶ ز کال يې له “Marinetti” سره اړيکې ځکه پرې کړې، چې ايفولا د خپلې خورا ملتپالنې له مخې ځورول شوی و. نوموړي په لومړۍ نړيواله جګړه کې پر اسياګو ‘Asiago’ لوړه سطحه باندې د توپخانې د لوړ رتبه مامور په توګه خدمت وکړ. د ايټالوي جګړې په هڅې پورې د تړلو عمومي ژمنو په واسطه د خلکو د راجلبولو او پر ناسم اړخ باندې د ايټاليې د جګړې له ساتنو څخه د ناخوښۍ سربېره ايفولا په ۱۹۱۷ ز کال په خپل خوښي ډول خدمت وکړ او راتلونکی کال يې د لنډې مودې لپاره د جګړې په لومړۍ ليکه کې ونډه واخيسته. نوموړی له جګړې څخه وروسته بېرته مدني يا ملکي ژوند ته راستون شو او په “Dadaist” خوځښت کې مخکښ انځورګر شو. هغه د خپلې نقاشۍ او شاعرۍ او د ريفيو بليو “Revue Bleue” په نوم لنډمهالې ورځپاڼه باندې کار کولو له لارې ايټاليا کې د “Dadaism” يو نامتو استازی شو. په ۱۹۲۲ ز کال کې دې پايلې ته له رسېدلو څخه وروسته، چې “avant-garde” هنر د سوداګريز کېدلو په حال کې و او د پوهنيزو تړونونو يا ناستو په واسطه پياوړی شو، نوموړي خپل تمرکز د شاعرۍ او انځورګرۍ غوندې هنري څرګندونې ته متمرکز کړ. ايفولا يو ځيرک غر ختونکی هم و، چې دا مهارت د الهامي معنوي ازمايښت په توګه بيانوي. [۲۳][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb118862590 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/26901 — سرليک: Julius Evola
- ↑ Benezit ID: https://doi.org/10.1093/benz/9780199773787.article.B00060488 — سکالو پېژند: Giulio or Julius Evola — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Benezit Dictionary of Artists — خپروونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
- ↑ Le Delarge artist ID: https://www.ledelarge.fr/19297_artiste_EVOLA_Julius_ — سکالو پېژند: Julius, ( baron Giulio Evola, dit ) EVOLA — ليکوال: Jean-Pierre Delarge — خپروونکی: Gründ او Jean-Pierre Delarge — ISBN 978-2-7000-3055-6
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ سکالو پېژند: Julius Evola — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF16299
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/2540/ — خپرېدونېټه: ۴ اگست ۲۰۲۰
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2981 — سکالو پېژند: Julius Evola — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
- ↑ Artists of the World ID: https://www.degruyter.com/document/database/AKL/entry/_10209488/html — سکالو پېژند: Julius Evola — سمونګر: Andreas Beyer او Bénédicte Savoy — سرليک: Artists of the World Online، Allgemeines Künstlerlexikon Online او AKL Online — خپروونکی: K. G. Saur Verlag او De Gruyter — https://dx.doi.org/10.1515/AKL
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/119167 — سکالو پېژند: Julius Evola
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/93475 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/71449699
- ↑ "Evola cogn.". Dizionario d'Ortografia e di Pronunzia (DOP). Rai Libri. Archived 14 July 2014 at the Wayback Machine.
- ↑ Atkins 2004، م. 89.
- ↑ Umland, Andreas (16 January 2005). "Dugin Not a Fascist? A Debate with A. James Gregor (6 texts)" (in German). Erwägen-Wissen-Ethik. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 April 2022. بياځلي په 17 July 2022.
{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ "Birth records of Rome for the year 1898" (in ایټالوي). Archivio di Stato di Roma. خوندي شوی له the original on 15 July 2022. بياځلي په 15 July 2022.
- ↑ "Birth records of Cinisi for the year 1854" (in ایټالوي). Archivio di Stato di Palermo. خوندي شوی له the original on 15 July 2022. بياځلي په 15 July 2022.
- ↑ "Birth records of Cinisi for the year 1865" (in ایټالوي). Archivio di Stato di Palermo. خوندي شوی له the original on 15 July 2022. بياځلي په 15 July 2022.
- ↑ Marriage records of Cinisi for the year 1892, National Archives of Palermo
- ↑ "Birth records of Rome for the year 1895". Portale Antenati (in ایټالوي). National Archives of Rome. خوندي شوی له the original on 21 April 2022. بياځلي په 17 July 2022.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) - ↑ Skorupski 2005، م. 11.
- ↑ de Turris, Gianfranco. "Il barone immaginario" (in ایټالوي). Milan: Ugo Mursia Editore. خوندي شوی له the original on 10 May 2019. بياځلي په 17 July 2022.
- ↑ "Volume 788". Catalogus Baronum. 788: 143.
- ↑ ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ ۲۳٫۲ Furlong 2011، م. 2.
- ↑ Furlong 2011، م. 32.
- ↑ Furlong 2011، م. 4.
- ↑ Evola 1974، م. 13.
- ↑ ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ Furlong 2011، م. 3.
- ↑ Evola 1974، م. 11.
- ↑ Evola 1974، م. 10.
- ↑ Furlong 2011، مم. 3-4.
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 1974ز مړينې
- 11 جون مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P737
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P135
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- CS1 maint: unrecognized language
- CS1 ایټالوي-language sources (it)
- د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره
