ټریسټان زارا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټریسټان زارا (په فرانسوي: [tʁistɑ̃ dzaʁa]؛ په رومانیايي [trisˈtan ˈt͡sara]؛ د تاریخ لیکلو د پخواني سټایل له مخې د ۱۸۹۶ کال د اپرېل په ۱۶مه سمیول یا سامي روزنسټاک کې چې د S. Samyro په نوم هم پېژندل کېږي زېږېدلی او د ۱۹۶۳ کال د ډېسمبر په ۲۵مه مړ شوی) یو رومانیايی اوانګارد (دا لقب د هنر په برخه کې نویو یا تجربي اثارو یا هنرمندانو ته چې د پرمختګ په حال کې وي ورکول کېږي، ژباړن) شاعر، مقاله لیکونکی اوننداره وړاندې‌کوونکی هنرمند و. هغه همدارنګه ژورنالیست، د ډرامې لیکوال، ادبي او هنري کره‌کتونکی، موسیقي جوړوونکی او د سینما فعال مدیر و چې د ډاډا نظام ضد فرهنګي غورځنګ د بنسټ اېښودونکي او محوري شخصیت په توګه وپېژندل شو. د نوي ځوان ادریان مانیو تزاري تر اغېز لاندې يې له سمبولیزم سره مینه پیدا شوه او له یون وینیا (چې له هغه سره يې تجربي شعرونه هم لیکل) او نقاش مارسل یانکو سره یې د سیموبولول مجله رامنځته کړه. [۱]

د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې د ویني په کمېریا کې تر لنډمهالې همکارۍ وروسته په سویس کې له جانکو سره یوځای شو. هلته په کاباره ولټر او زونفتهاوس زورواګ کې د زارا  نندارې پیل شوې او همدارنګه د هغه د شعر او هنر مانفیسټونه د لومړني ډاډایزم په یوه ځانګړنه بدل شول. د هغه اثار د هوګو بال د خوښې وړ لا معتدلې کړنلارې پر وړاندې د ډاډا نیهلیزم اړخ  څرګنداوه.  

زارا په ۱۹۱۹ کال کې پاریس ته تر کډه کېدو وروسته کله چې د ډاډا له ریئسانو څخه و د لېترېچر مجلې له کارکوونکو سره یوځای شو چې دا د سورریالیزم (واقعیت پالنې) غورځنګ د تکامل په لور د هغه لومړی ګام و. نوموړی په هغه لویو بحثونو کې ښکېل و چې د ډاډا د وېش لامل شول او د اندره برټون او فرانسیس پیکابیا پر وړاندې يې د وینه او یانکو د روماني التقاطي نوي‌پالنې پر وړاندې له خپلو اوصولو څخه دفاع وکړه. د هنر او ډاډاییستي ډرامو په اړه د هغه دا شخصي لیدلوری د هغه د ګاز زړه (۱۹۲۱) او د ورېځو دسمال (۱۹۲۴) په نندارلوبو کې تعریف شو. زارا چې د خودکارو تخنیکونو مخکښ و، په پای کې يې ځان له برټون سورریالیزم سره هملاری کړ او د هغه تر اغېز لاندې يې د «اټکلي سړي» په نوم خپل لومړنی تخیلي شعر ولیکه.

زارا د خپل کار په پای کې خپل بشرپاله او د فاشیزم ضد لیدلوری له کمونیستي لیدلوري سره ترکیب کړ او د اسپانيې په کورنۍ جګړه کې له جمهوري غوښتونکو او د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د فرانسې له مقاومت سره یو ځای شو او یوه دوره يې په ملي اسامبلۍ کې خدمت وکړ. هغه په ۱۹۵۶ کال کې تر پاڅون مخکې د مجارستان د خلق په جمهوریت کې د سیاسي ازادۍ په ګټه خبرې وکړې او ځان یې د فرانسې له کمونیست ګوند څخه چې یو وخت یې غړی و لرې کړ. هغه په ۱۹۶۰ کال کې د هغه روښانفکرانو له ډلې و چې د الجزایر په جګړه کې يې د فرانسې پر اقداماتو نیوکوه وکړه.

ټریسټان زارا یو اغېزمن لیکوال او نندار کار و چې کارونه يې د بېټ په نسل کې د کوبیزم او فټوریزم تر منځ د اړیکې د رامنځته کولو موقعیت پالنې او په راک موسیقۍ کې د بېلابېلو جریانونو د رامنځته کولو په واسطه ممتاز دي. هغه چې د ډېرو مدرن‌پاله څېرو ملګری او همکار و، د ځوانۍ په پیل کې په نڅاګره مایا کروشک میین و او وروسته يې له سویډنۍ هنرمندې او شاعرې ګرټا کناټسون سره واده وکړ.

نوم[سمول]

S. Samyro د Samy Rosenstock یو اناګرامي (له تورو سره لوبه داسې چې د یوې کلیمې د تورو له ترکیب څخه بله معنا لرونکې کلیمه جوړه شي، مثلا لکه له غور ولایت څخه چې د روغ کلیمه جوړه شي، ژباړن) جز دی، چې زارا د ۱۹۱۰ لسیزې په لومړیو کې د خپل لومړي کار لپاره وکاروه. د هغه ځینې نورې لیکنې چې تاریخ نه لري او ښايي په ۱۹۱۵ کال کې لیکل شوې وي د ټرسټان رویا/ Tristan Ruia له لاسلیک سره خپرې شوې دي او د ۱۹۱۵ کال په اوړي کې يې خپلې ادبي ټوټي د ټرسټان په نوم لاسلیک کولې.  [۲][۳][۴]

د روزنسټاک وروستي سیال یون وینیا په ۱۹۶۰ لسیزه کې ادعا وکړه چې هغه په ۱۹۱۵ کال کې د زارا د مستعار نوم د رامنځته کولو یوه برخه و. وینیا دا هم څرګنده کړه چې زارا غوښتل ټریسټان د خپل اصلي نوم په توګه خوندي کړي او دې انتخاب وروسته د «ناڅرګند تجنیس» Triste Âne Tzara (په فرانسوي ژبه د «زارا غمجن خره لپاره») نومونه ځانته جلب کړل. د پېښو دا نسخه نامشخصه ده، ځکه ترلاسه شوې خطي نسخې دا ښيي چې ښايي لیکوال مخکې د ۱۹۱۳ او ۱۹۱۴ کلونو تر منځ د ټریسټان ټارا او ټي‌آر له بدلون سره له خپل پوره نوم څخه کار اخیستی وي (که څه هم دا احتمال شته چې هغه خپل متنونه تر لیکلو کلونه وروسته لاسلیک کړي وي). [۵][۶]

د هنر تاریخ‌پوه سرژ فاوشرو په ۱۹۷۲ کال کې د اوانګارد شاعر ايلاري ورونکا له مېرمنې کولمبا څخه د ترلاسه شويو معلوماتو پر بنسټ نقل کړي چې زارا د خپل نوم په اړه داسې تشرېح ورکړې چې د هغه جناس انتخابي نوم په رومانیايي کې trist în țară دی چې «په هېواد کې د غمجن » په معنا دی؛ کولمبا ورونکا همدارنګه دا اوازې هم رد کړې چې ګواکي زارا د ټریسټان نوم ټریسټان کوبییر او اپرای ټریسټان د ریچارډ وېنګر ټریسټان او اېزولډ اثر ته د درناوي په پار ټاکلی. سامي روزنسټاک خپل نوی نوم په ۱۹۲۵ کال کې د رومانیا دولت ته د رسمي غوښتنلیک تر ثبت وروسته وټاکه. په رومانیا کې د هغه د نوم فرانسوي تلفظ دود شوی دی، چې د نوم د ډېرو طبعي لوستلو țara («ټاټوبی»، رومانیايي تلفظ يې: [ˈt͡sara]) ځای نیسي. [۷][۸]

ژوندلیک[سمول]

د ژوند لومړي او د سیبولول کلونه[سمول]

زارا د لویدیځ مالداوي تاریخي سیمې د باکاو کوانټۍ په موئینستي کې نړۍ ته راغی. مور او پلار يې رومانیايي یهودیان وو او د راپورونه له مخې يې په ییدیشي ژبه د لومړۍ ژبې په توګه خبرې کولې؛ د هغه پلار فلیپ او نیکه يې ایلي د ځنګلونو د سوداګرۍ متشبثین وو د زارا مور امیلیا روزنستاک (کورنی نوم يې زېبالیس) وه. د رومانیا پاچاهۍ د تبعیضي قانون له امله روزنسټاکیان ازاد نه وو او له دې امله زارا له ۱۹۱۸ کال څخه تر وروسته مهال پورې د هېواد بشپړ ښاروند/تبعه نه و. [۹][۱۰][۱۱]

هغه په ۱۱ کلنۍ کې بخاریست ته کډه شو او د سکیمېټس ټیرن په لیلیه ښوونځي کې يې زده‌کړې وکړې. باور دا دی چې ځوان زارا په یو دولتي ښوونځي کې چې د سېڼټ ساوا د ملي کالج یا د اسفانټوا ګئیورګه ښوونځي په نوم پېژندل کېده خپلې متوسطه زده‌کړې پای ته ورسولې. د ۱۹۱۲ کال په اکتوبر کې کله چې زارا ۱۶ کلن و، له خپلو ملګرو وینیا او مارسل سره د سیمبولول (دهنري مجلې نوم) په سمونګرۍ کې یو ځای شو. دا منل شوې چې د دې کار لپاره پانګه جانکو او وینه برابره کړې وه. زارا هم د وینیا په څېر له خپل ځوان همکار ژاک ‎جي. کاسټین سره نږدې و چې وروسته يې هغه خپل هڅوونکی و مینه‌وال اعلان کړ.   [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د دوی له کم عمر سره سره دغې درېیو سمونګرانو وکولی شوی د باوري سمبولیستو لیکوالانو همکاري چې د بریتانیا د سمبولیزم په جشن کې فعال و راجلب کړي. هغوی د خپل نږدې ملګري او لارښود ادریان مانیو (یو انځوروال چې د وینه ښوونکی و) تر څنګ اېن. ډېوېډيسکو، الفرډ هېفټر- هېډالګو، اميلا یاسی سی، کلاډیا مېلین، این مېلېنسکو، ای‌.ایم راسکو، ایوجین سپرانتیا، ال.ټي. سټمېټیډ، یوجینو سټفینسکو-است او کانسټنټین ټي. سټویکا او همدارنګه خبریال لاوییر پولډي چېپیر هم له ځان سره یو ځای کړل. ان دې مجلې په‌خپله پرانستونې ګڼه کې د رومانیا د یوې مخکښې سمبولیستې څېرې شعر خپور کړ. سیمبولول همدارنګه د مانیو، مېلین او ایوسف ایزر انځویزې څرګندونې هم خپرې کړي. [۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Hentea, pp. 1–2
  2. Cernat, p.108-109
  3. Cernat, p.109
  4. کينډۍ:In lang Jacques-Yves Conrad, Promenade surréaliste sur la colline de Montmartre Archived 15 September 2008 at the Wayback Machine., at the University of Paris III: Sorbonne Nouvelle Center for the Study of Surrealism Archived 27 March 2008 at the Wayback Machine.; retrieved 23 April 2008
  5. Cernat, p.109
  6. Cernat, p.109-110
  7. کينډۍ:In lang Andra Matzal, "România-fantomă o să mai existe în forma unei suferințe psihice" (interview with Andrei Codrescu)[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore, at Club Literatura Archived 13 June 2009 at the Wayback Machine., Cotidianul; retrieved 29 June 2009
  8. Cernat, p.110
  9. Cernat, pg. 35
  10. Livezeanu, pg. 241
  11. کينډۍ:In lang Victor Macarie, "Inedit: Tristan Tzara" Archived 9 March 2009 at the Wayback Machine., in Convorbiri Literare, November 2004.
  12. Cernat, pp. 48-51
  13. Cernat, pg. 99
  14. Cernat, pp. 186-194
  15. Livezeanu, pg. 241
  16. Cernat, pg. 51
  17. Cernat, pg. 49
  18. Cernat, pp. 50, 100.