Jump to content

محافظه کار انقلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محافظه کار انقلاب (په جرمني ژبه: Konservative Revolution) چې د جرمني د نوي محافظه کار خوځښت یا نوې ملت پالنې په نومونو پېژندل کېږي؛ جرمنی ملي – محافظه کار خوښت و چې د وایمار د جمهوریت په دوره کې یې له ۱۹۱۸ زکال څخه تر ۱۹۳۳ زکال پورې (د لومړۍ نړیوالې جګړې او واک ته د نازیانو د رسېدو تر مهاله) وده وکړه. [۱][۲][۳]

محافظه کار انقلابیون په یوه کلتور ضد انقلاب کې ښکېل و چې د جرمني د بنسټونو د ماهیت اړوند یې بېلابېل دریځونه له ځانه سره لرل هغه چې د تاریخ پوه راجر ووډز له خوا د «د محافظه کارې ستونزې» په توګه یاد شوي. له دې سره هغوی په بشپړه توګه د ویلهلماین له سنتي عیسوي محافظه کارۍ، برابري پالنې، لیبرالېزم او پارلماني دیموکراسۍ او همدارنګه د بورژوازي او معاصریټ (مدرنیته) له کلتوري فکر سره مخالف و. هماغه ډول چې تاریخ لیکونکي فریتز ستېرن هغه ژور «کلتوري ناهیلیتوب» باله، هماغه ډول چې د معاصرې نړۍ په عقل پالنه او علم پالنه کې یې احساس کېده ریښې یې ویستل شوې دي؛ د محافظه کار انقلاب نظریه ورکوونکو د نوولسمې پېړۍ له بېلابېلو عناصرو څخه الهام اخیست چې په کې عیسوي اخلاقو، دیموکراسۍ او برابرۍ غوښتنې ته د فریدریش نیچه سپکاوی، د جرمني رومانتېزم معاصریت ضد او د عقل پالنې ضد لیدلوري ، د ارګانیکي او سازمان یافته ټولنې اړوند لیدلوری چی ویلکش خوځښت رامنځته کړی و، د پروس پوځي او اقتدار غوښتونکي سنتونه او د لومړۍ نړیوالې جګړې په لومړۍ کرښه کې د ملګرتیا او غیر منطقي تاوتریخوالي څخه د دوی تجارب شامل وو.

دغه خوځښت له ۱۹۲۰مې لسیزې څخه د ۱۹۳۰مې لسیزې تر لومړیو پورې له نازېسم سره مبهمه اړیکه لرله؛ له همدې امله څېړونکو محافظه کار انقلاب «له وړاندې څخه جرمنی فاشېزم» یا «غیر نازی فاشېزم» باله. په داسې حال کې چې هغوی د ۱۹مې پېړۍ د روڼ آندۍ ضد ایډیالوژيو سره مشترکې ریښې لرلې، خو نه شي کېدلای دغه نابرابر خوځښت په آسانۍ سره له نازېسم سره یو شان وګڼل شي. محافظه کار انقلابیون اړ نه و نژاد پرستان و اوسي له همدې امله نه شي کېدلای دغه خوځښت د هغو ولکېش مولفې ته را ټیټ کړای شي. که چېرې هغوی د خپلو دیموکراتیک ضد او ارګانیکي تیوري ګانو پر بنسټ د نازیانو واکمنۍ ته د جرمنۍ ټولنې په چمتو کولو کې ونډه لرلای او واقعا یې د هغوی له واک ته رسېدو سره مخالفت نه وای کړی، دغه انقلاب به هم د نورو په څېر، وروسته له هغه چې اډولف هیټلر په ۱۹۳۳ زکال کې واک ته ورسېد شاته پاتې شوی نه وای. د دغه انقلاب ډیری غړو له کارل شمیت او یو شمېر نورو پرته خپل یهودیت ضد او توتالیتري ماهیت رد کړ. [۴][۱][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

له ۱۹۶۰ – ۱۹۷۰مې لسیزې را وروسته محافظه کار انقلاب تر ډېره بریده پورې په اروپايي نوي ښي اړخې خوځښت، په ځانګړې توګه په فرانسوي نوول ډرایوټ (Nouvelle Droite) او جرمني نیو رخت (Neue Rechte) ښي اړخو خوځښتونو او د هغو له لارې یې د اروپا په معاصر هویت پالونکي خوځښت اغېز وکړ. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

ریښه او وده

[سمول]

محافظه کار انقلاب په ۱۷۸۹ زکال کې د فرانسې د انقلاب پر ضد د لوی او لرغوني خوځښت په ځان کې رانغاړلو او د نوولسمې پېړۍ د لومړیو رومانتېزم ته د اړوند معاصریت او عقل پالنې ضد نظریاتو تر اغېز لاندې د جرمني په ځانګړې توګه د پروسي سنت په اډانه کې د «پوځ پالونکي سنت او استبدادي ملت پالنې په توګه چې لیبرالېزم، سوسیالېزم، دیموکراسي او نړیوال توب رد کوي» رامنځته شو. تاریخ لیکونکي فریتز ستېرن دغه خوځښت د هغه لارورکو روڼ آندو په توګه توصیف کوي چې په «ژور کلتوري ناهیلیتوب» کې ګیر وو: هغو په داسې نړۍ کې چې «د بورژوازي عقل پالنې او پوهنې» تر واک لاندې وه د پردیتوب او له منځه تلو احساس یې کاوه. ستېرن زیاتوي چې له معاصرتوب څخه د هغوی کرکې دوی داسې ساده باور ته هدایت کول چې کولای شي په «محافظه کار انقلاب» سره له دغو معاصرو بدیو سره مبارزه وکړي او هغه له منځه یوسي. [۳][۱۸]

له دې سره یو شمېر اصلاحاتو لکه محافظه کار ځواک («Konservative Kraft ») او خلاقانه بېرته رغونې («schöpferische Restauration ») له ۱۹۰۰مې لسیزې څخه تر ۱۹۲۰مې لسیزې پورې په ټوله جرمني ژب ویونکې اروپا کې پراختیا ومونده؛ محافظه کار انقلاب («Konservative Revolution») د یو شمېر مقاله لیکونکو لکه د آرتور مولر فن دن بروک، هوګو فون هوفمانستال، هرمان راوشنینګ، اډګار یونګ او اوسوالډ اشپنګلر د لیکنو پر بنسټ په وایمار جمهوریت (۱۹۱۸-۱۹۳۳ زکال) کې په ثابت مفهوم واوښت. [۸][۱۹][۲۰]

په ۱۸۹۱ زکال کې د الفرډ هوګنبرګ له خوا د پان جرمن لیګ («Alldeutscher Verband») رامنځته کېدل او په ۱۸۹۶ زکال کې د ځوانانو د خوځښت («Jugendbewegung») جوړېدل په راتلونکو لسیزو کې د محافظه کار انقلاب د رامنځته کېدو لپاره مساعد کوونکي وبلل شول. مولر فن دن بروک د ۱۹۲۵ زکال د مۍ په ۳۰مه د خپلې ځان وژنې تر مهاله د دغه خوځښت مخکښ و. د نوموړي نظریات په پیل کې د جوني کلب (Juniklub) له خوا چې نوموړي د ۱۹۱۹ زکال د جون په ۲۸مه د ورسای هوکړې د لاسلیک په ورځ تاسیس کړی و خپاره شول. [۲۱][۸][۲۲]

محافظه کاره انقلابیون تر ډېره پورې یوناني فیلسوف فریدریش نیچه د خپل لارښود او د خوځښت اصلي فکري اغېز کوونکی بولي. له دې سره چې د نیچه فلسفه تر ډېره پورې په غلطه بڼه تعبیر کېږي او یا هم په غلطه بڼه یې د محافظه کار انقلاب مفکرین ځانته اړونده بولي ځکه چې دوی  مسیحي اخلاقو، دیموکراسي، معاصرتوب او برابرتوب ته د نوموړي سپکاوی خپل ایډیالوژيک ډبرلیک بولي. [۲۳][۶][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۴][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

له نازیسم سره اړیکه

[سمول]

د پام وړ مشترک فکري میراث سره، دغه نابرابر خوځښت نه شو کولای په آسانۍ سره د نازیسم سره یو ډول وبولو. د هغو دیموکرات ضد او پوځ پالونکو افکارو په بشپړه توګه په متوسطه نیمه تحصیل یافته طبقې او آن په تحصیل یافته ځوانانو باندې د یو استبدادي نظام د نظریې په منلو کې اغېز درلود، خو محافظه کاره انقلابي لیکنو یې بیا په ملي سوسیالیستي نظریې باندې ټاکونکی اغېز نه درلود. تاریخ لیکونکی هلګا ګربینګ دا څرګندوي چې «د ملي سوسیالېزم سره د حساسیت او چمتوالي مسئله د ملي سوسیالېزم د ایډیالوژیکو مخکښو نظریاتو او د هغو د سرچینو سره یو شان نه ده». دغه ناڅرګنده اړیکه لامل وګرځېده څو یو شمېر څېړونکي هغه «مخکس جرمنی فاشېزم» یا «غیر نازي فاشېزم» وبولي. [۷][۵][۸][۴][۱۱][۳۲]

له ۱۹۲۰مه لسیزې څخه د ۱۹۳۰مې لسیزې تر لومړیو پورې واک ته د نازي ګوند د رسېدو پر مهال داسې ښکاري چې یو شمېر مفکرینو، هماغه ډول چې تاریخ پوه راجر ووډز لیکلي، «د نازیانو د واقعي ماهیت اړوند یې ځان ړوند» ښوولی، په داسې حال کې چې د هغو سیاسي ناحل شوې ستونزه او په دې کې پاتې راتګ چې د جرمني د نوي رژیم ماهیت یې باید تعریف کړی وای؛ لامل وګرځېدل څو د نازیانو له خوا واک ته د رسېدو په برخه کې هېڅ مقاومت شتون وه نه لري. د تاریخ لیکونکي فریتز ستېرن په خبره «د هیټلر له خوا د خلکو د تېرویستلو اړوند د شکونو سربېره ډېری محافظه کارو انقلابیونو په هغه یا رهبر کې یوازې خپلو اهدافو ته لاسرسی لید. بالاخره د هیټلر بریا د مولر د پیروانو ډیری شکونه له منځه یووړل او په دې سره د دریم رایش (نازي جرمني) دوولس کاله له ملي سوسیالېزم څخه د محافظه کار انقلاب د جلاتوب شاهد وو». [۳۳][۹]

له څو میاشتو چاپلوسیو وروسته په ټاکنو کې په پریکنده بریا ترلاسه کولو سره نازیانو له مولر فن دن بروک څخه انکار وکړ او دا یې رد کړه چې هغه د ملي سوسیالېزم مخکښ دی: هماغه ډول چې په ۱۹۳۹ زکال کې یې څرګنده کړه؛ د هغه «غیر واقعي ایډیالوژي له دغو واقعي تاریخي بدلونونو یا ځیرک واقعي سیاست سره اړیکه نه لرله» او هېټلر «د مولر وارث نه و». هغه مهال چې له محافظه کارو انقلابیونو څخه په جلا توګه وپوښتل شول، هغوی د نازیانو اړوند دوه ګوني لیدلوري لرل، خو ډېری دوی په ۱۹۳۳ زکال کې واک ته د نازیانو له رسېدو وروسته نازي ګوند او نازیسم رد کړ، یا هم د هغو د توتالیتر یا یهودیت ضد دریځ له امله او یا هم دا چې د استبدادي رژیمونو کوم بل ډول یې غوره باله. په دغو شرایطو کې ستېرن دغه اړیکه په داسې ډول را لنډه کړې:[۳۴][۷][۸][۷]

اما باید وپوښتو، آیا کېدلای شو بل «دریم رایش» شتون ولري؟ ایا کېدای شي له عقل څخه انکار وشي، زور وستایل شي، د سترواکۍ د دیکتاتور د دورې وړاندوینه وشي، آیا کولای شو ټول موجود بنسټونه وغندونو، پرته له دې چې په بې مسئولیتۍ باندې د بریا لپاره چمتو نه شي؟ جرمني منتقدینو ټولو دغه کار وکړ او په دې سره یې د کلتوري ناهیلیتوب د سیاست وحشتناکه ګواښونه څرګند کړل. فریتز ستېرن، ۱۹۶۱ زکال

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Dupeux 1994، مم. 471–474.
  2. Breuer 1993، مم. 194–198.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Woods 1996، مم. 1–2.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Bar-On 2011، م. 333.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Woods 1996، مم. 2–4.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ François 2009.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ Stern 1961، م. 298.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ ۸٫۴ Klapper 2015، مم. 13–15.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Woods 1996، م. 134.
  10. Woods 1996، مم. 1–2, 111–115.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Blamires 2006، م. 304.
  12. Dupeux 1992.
  13. Pfahl-Traughber 1998، مم. 223–232.
  14. Bar-On 2011، م. 340.
  15. Teitelbaum, Benjamin R. (2017). Lions of the North: Sounds of the New Nordic Radical Nationalism. Oxford University Press. p. 46. ISBN 9780190212599.
  16. Hentges, Gudrun; Kökgiran, Gürcan; Nottbohm, Kristina. "Die Identitäre Bewegung Deutschland (IBD)–Bewegung oder virtuelles Phänomen" Archived 2020-01-20 at the Wayback Machine.. Forschungsjournal Soziale Bewegungen 27, no. 3 (2014): 1–26.
  17. François 2017.
  18. Stern 1961.
  19. Melke Steiger (Berlin). "Schöpferische Restauration". in: Zur politischen Romantik-Rezeption. Speech by Rudolf Borchardt in 1927.
  20. Moeller van den Bruck. "Konservative Kraft und moderne Idee", in: Der Tag v. 15. 6. 1910
  21. Stern 1961، م. 296.
  22. Dupeux 1994، مم. 474–475.
  23. Woods 1996، م. 29.
  24. Stern 1961، م. 294.
  25. Oswald Spengler, "Nietzsche und sein Jahrhundert" (speech of October 1924), in Reden und Aufsiitze, 3rd ed. (Munich: Beck, 1951), pp. 110–24 (pp. 12–13).
  26. Jünger, Ernst (1929). Das Wäldchen 125: eine Chronik aus den Grabenkämpfen, 1918 (په جرمني). E. S. Mittler. p. 154.
  27. Woods 1996، مم. 1–2, 7–9.
  28. Jünger, Ernst (1926). Der Kampf als inneres Erlebnis (په جرمني). Mittler. p. 32.
  29. Breuer 1993، م. 21.
  30. Woods 1996، مم. 30–31, 42–43, 57–58.
  31. Woods 1996، مم. 57–58.
  32. Woods 1996، مم. 111–115.
  33. Stern 1961، مم. 296–297.
  34. Bullivant, Keith, The Conservative Revolution in Phelan, Anthony (ed.), The Weimar dilemma: intellectuals in the Weimar Republic, Manchester University Press (1985), p. 66