رنه ګنون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

رنه جېن-مري-جوزوف ګنون (زوکړه د ۱۸۸۶ کال د نوامبر ۱۵مه – مړینه د ۱۹۵۱ کال د جنوري ۷مه) چې د عبدالواحد یحیی (په عربي ژبه: عبد الـوٰاحد يحيیٰ؛ عبد ال-واحد یحیا) په نوم هم یادیږي یو فرانسوی متفکر او د میتافیزیک برخې له اغېزناکو څېرو څخه و، چې له باطنیت «سپېڅلي ساینس» او دودیزو مطالعاتو څخه تر سمبولیزم او نوښت اړوند موضوعاتو په اړه یې لیکنې کړې دي. [۱]

هغه په خپلو لیکنو کې داسې وړاندیز کوي چې د «نړیوال شخصیت» د ختيځ میتافزیکي اوصولو» ځینې اړخونه «په مستقیمه توګه تشرېح کړو یا «دغه ورته اوصول لویدیځو لوستونکو ته په داسې حال کې چې په بشپړ ډول هغوی خپل روح ته وفادار وي» پلي کړو، د هندو تعلیماتو د اوصولو «تفویض» تر څنګ به خپل «غیر انساني خصلت» بیاځلی وڅاري. [۲][۳][۲]

هغه د ۱۹۱۰ کال په لومړیو کې په ۲۴ کلنۍ کې اسلامي باطن‌پالنې ته دننه شو. تر ډېره یې په فرانسوي ژبه لیکل او خپرول کول او اثار یې له ۲۰ څخه په زیاتو ژبو ژباړل شوي دي. هغه د المریفه مجلې ته یوه مقاله په عربي ژبه هم لیکلې ده. [۴]

ژوند لیک[سمول]

رنه ګنون په ۱۸۸۶ کال کې د فرانسې په مرکز بلوا سیمه کې د پاریس په ۱۶۰ کیلومترۍ کې زېږېدلی. د هغه وخت د ډېری فرانسویانو په څېر هغه په کاتولیکه رومي کورنۍ کې چې په اصل کې د فرانسې د انجیوېن پوټیو او ټورن له ایالتونو څخه و نړۍ ته راغی؛ پلار یې یو معمار و. هغه خپلې مور او تر ډېره خپلې ترور مېرمن ډورو ته ډېر نږدې و، نوموړې هغه ښوونکې وه چې ګنون ته یې لیک او لوست ورزده کړي و چې دغه دواړه ډېرې پاکې کاتولیکې ښځې وې. ګنون په ۱۹۰۴ کال کې د زده‌کوونکې په توګه په پاریس کې ژوند کاوه، چېرته چې د هغه مطالعات پر فلسفه او ریاضي متمرکز وو. هغه د خپلې کمزورې روغتیا سره سره د یو برلاسي زده‌کوونکې په توګه په ځانګړي ډول د ریاضیاتو په برخه کې پېژندل شوی و. په ۱۹۰۵ کال کې يې د خپلو روغتیايي ستونزو له امله د اکول پولی تکنیک (École Polytechnique) او د اکول نرمال سوپریور (École normale supérieure) معتبروسیالیو لپاره چمتوالی پرېښود.   [۵][۶][۷][۸]

ګنون د پاپوس تر پاملرنې لاندې مترصد او له یو شمېر زده‌کوونکو سره ښکېل شو. ګنون ډېر زر دا وموندله چې د باطني عیسویت مارتینزم حکم چې د پاپوس له‌خوا هم څارل کېده نامنظم و: وروسته هغه ولیکل چې دغه مستور ماحول هېڅ ډول باوري معنوي لېږدون نه دی ترلاسه کړی. هغه د فرانسې له ګنوسي کلیسا سره چې لیانسي فابري ډیاسېړټ (سینزیوس) جوړه کړې وه یوځای شو. په داسې حال کې چې هغه دغې ګونسي کلیسا ته ډېر جدې پام نه کاوه، خو هغه ته یې دا توان ورکړ چې د لاګنوز (ګنوزس/ [د الله ج پېژندنه]) د دوره‌یي بیاکتنې اصلي ګډونوال او بنسټ اېښودونکی شي، چې تر ۱۹۲۲ کال پورې د ټو پېلېنجینوس له مستعار نوم سره لیکنې کړې او د ختیځ پر معنوي دودونو (تایوییزم، هندوییزم او تصوف) یې تمرکز درلود.  [۹][۱۰]

پر فرانسوي پټو او جعلي مانسوني فرقو یرغل هغه په یوه پایېدونکې ودانۍ کې د دغه بېلابېلو او تر ډېره نامناسبو دوکتورینو/اوصولو له راټولولو څخه ناهیلی کړ. هغه همدارنګه د کمیت دور او د وخت نښانې په نوم په‌خپل کتاب کې هغه څه ته اشاره وکړه چې هغه په فرانسه کې د باطن‌پالنې غورځنګ د فکري تشې په توګه کتله، څه چې هغه لیکلي وو په بشپړ ډول بې‌ارزښته وو او تر ټولو مهم دا چې د شکمنې ایماندارۍ او انګېزې لرونکو ځانګړو افرادو د نفوذ له خطر سره مخ و. له مانسوني منظم اطاعت سره د هغه د یوځای کېدلو د لېوالتیا په دوام هغه د فبي لوژ لرغونی پېژندل شوی سکاټلندی دین ومانه.  [۱۱][۱۲][۱۳]

ګنون د خپلو شدیدو روغتیايي ستونزو له امله له پوځي خدمت څخه لرې شو، هغه له دې فرصت څخه ګټه پورته کړه او د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې يې د فرانسې په سورین پوهنتون کې زده‌کړې وکړې. ګنون په ۱۹۱۷ کال کې د یو کال لپاره د الجزایر په سطیف ښار کې مېشت شو. تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته هغه تدریس پرېښود تر څو ځان لیکلو ته وقف کړي؛ د هغه لومړی کتاب «د هندو مذهب د اوصولو څېړنه» په نوم په ۱۹۲۱ کال کې خپور شو. ګنون له ۱۹۲۵ کال څخه د لې وویل [1]ډیسس (د ایسیس پرده) مجلې په یوه بیا کتنه کې چې د پي.چېکورناک له‌خوا اېډټ شوې وه ګډون وکړ، چې له ۱۹۳۵ کال څخه وروسته د ګنون د اغېز له امله د Les Études Traditionnelles (دودیزو مطالعاتو) په نوم وپېژندل شوه. [۱۴][۱۵]

د هغه د ژوندلیک د لیکوال پل چېکوناک او ځینې نږدې ملګرو او همکارانو لکه ژان ریور، اندره پریو او فرانس ویرید له خوا خپرو شویو نښو ته په کتو رنه ګنون ښايي د شانکارا چاریا له لومړني نسب سره بلد شوی او د ژرژ البرت پویو ډی پووورویل مشهور په ماتیویی سره د ملګرتیا له امله د ویتنام په تونکین ښار کې (شاوخوا د ۱۸۸۷-۱۸۹۱ کلونو تر منځ) د کلي د یو رییس: تانګ سونګ-لوات (د جملاتو استاد) په‌واسطه تایوییزم ته دننه شوی وي. پل چېکورناک دا فرضیه وړاندې کړه چې ګنون د جملاتو د استاد د کوچني زوی نګوین ون کانګ په‌واسطه چې د پووورویل سره فرانسې ته راغلی و، څه موده په پاریس کې پاتې شو او په مستقیم ډول یې د تایوییزم لېږد ترلاسه کړ. ډېری ژوندلیکونکي دا تصدیقوي چې د هغه د کار او ژوند تر ټولو زیاته برخه له هندیانو سره په مخامختیا کې څرګندیږي چې لږ تر لږه یو به یې د هغه په ژوند کې که د معنوي ښوونکي نه وي د لارښود رول لوبولی وي. دا لیدنه ډېره زر په احتمالي توګه مستورې نړۍ ته د هغه له دننه کېدو سره سمه د ۱۹۰۴ تر ۱۹۰۹ کلونو تر منځ یا مخکې تر هغې شوې. [۱۳][۱۶][۱۷][۱۸]

که څه هم هغه مهال د اروپايي مخاطبانو لپاره د هندو دین اصول له مخکې د ځینو ختیځ‌پېژاندو له‌خوا ټوټه ټوټه وړاندې شوي وو، د هندو اوصولو پر مطالعه ګنون خپله پیلامه په ځانګړې تګلار په بصیرتي توګه میتافزیکي او دودیزو مفاهمو ته په ارجاع په تر ټولو عامه معنا کې پرمخ یوړه، چې ګنون هغه په ظاهري توګه د مبهمو اصطلاحاتو لکه دین، دود، ظاهرپالنې، باطن‌پالنې او الهیاتو اړونده تعریفونو او توپیرونو ته په پام یاد اوصول په کره ډول تعریف کړي. ګنون دا روښانه کړه چې د هغه موخه د هندوییزم د ټولو جنبو تشرېح کول نه وو، بلکې د هغوی د روح د سم درک لپاره د فکري بنسټ جوړول وو. دا کتاب همدارنګه په ټولیز ډول د هندوییزم او دود په اړه د ځینو نورو اروپايي لیکوالانو د اثارو شدید محکومیت دی. د ګنون په وینا یادو لیکوالانو د موضوع او د هغې د مفاهمو اړوند هېڅ ډول ژوره پوهه نه لرله. په دې کتاب کې د تئوسوفي ماډام بلاواټسکي په واسطه د هندوییزم (او خپله هند) اړوند موضوعاتو په اړه د بریتانیا سترواکۍ پر سیاسي نفوذ انتقادي تحلیل هم شامل دی. د دې کتاب خپرېدل د پاریس په محفلونو کې د هغه د چټکې پېژندګلوی لامل شول. رنه ګروسه د «ختيځ فلسفې تاریخ» (چاپ کال، ۱۹۲۳) په نوم کتاب کې له مخکې د ګنون اثار د کلاسیکو اثارو په توګه یاد کړي دی. اندره مالرو ډېر وروسته ویلې چې «دا کتاب په‌خپل وخت کې د کتابونو پلازمېنه و». له بله پلوه ګنون د خپلو نویو ټامیسټانو (neo-Thomist) ملګرو له غبرګون څخه ډېر ناهیلی شو، د هغه پخوانې ملاتړي ژاک مارتین د استدلال له مخې د ګنون نظریې «په بنسټیز ډول له [کاتولیک] ایمان سره همغږي نه لري» هغه دا نظریې د لرغوني ګنوسیسي هندوییزم احیا او د بدعتونو مور ونوماوه. تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته چې مارتین په واتیکان کې د فرانسې سفیر شو، غوښتنه یې وکړه چې د ګنون اثار دې د ممنوعه کاتولیکو کتابونو په نوملړ کې شامل شي، یادې غوښتنې د دوولسم پيوس د ممانعت او د کاردینال اوژن تیسرانت د ملاتړ له امله هېڅ اثر ونه کړ. [۱۳][۱۳][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. Chacornac 2005، ص. 7.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Guénon 2001.
  3. Guénon 2004a، ص. foreword.
  4. Robin Waterfield, Rene Guenon and the Future of the West: The Life and Writings of a 20th Century Metaphysician, Sophia Perennis, 2005, p. 44
  5. Chacornac 2005، ص. 27.
  6. Laurant 2006، ص. 35.
  7. Laurant 2006.
  8. Chacornac 2005، ص. 16.
  9. Chacornac 2005، ص. 34.
  10. Chacornac 2005، ص. 21.
  11. Frere 1970، ص. 12.
  12. Guénon 2004b.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ ۱۳٫۳ Chacornac 2005.
  14. "Archives militaires Loire-et-Cher". Culture41.fr. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۲۱. Numéro matricule du recruitement: 1078 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Laurant 2006، ص. 107.
  16. Laurant 2006، ص. 60.
  17. Chacornac 2005، ص. 42.
  18. Chacornac 2005، ص. 43.
  19. Chenique 1985، صص. 246–247.
  20. Laurant 2006، ص. 134.
  21. Accart 2005، ص. 76.
  22. Accart 2005، صص. 72–75.
  23. Guénon 2001b.
  24. Bisson 2013، ص. 43.